امنیت

افغانستان د بندیانو د وروستي خنډ په لیرې کېدلو سره د سولې خبرو ته انتظار کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

طالب بندیان د زمري په ۲۳مه په کابل کې د څرخي پله له زندان څخه راوځي. [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

طالب بندیان د زمري په ۲۳مه په کابل کې د څرخي پله له زندان څخه راوځي. [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

کابل -- وروسته له هغه چې افغان چارواکو د جمعې په ورځ /د زمري ۲۴مه/ وویل چې هغوی د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانان د مذاکراتو د پیلېدلو اعلان ته انتظار کوي.‌ دغه بندیان د دواړه جګړه مارو لوریو تر منځ د سولې د ډېرو ځنډېدلو خبرو د پیل په لاره کې وروستی خنډ وو.

په پام کې ده چې افغان حکومت او طالبان په راروانو څو ورځو کې د بندیانو د خوشې کولو په ترڅ کې خبرو ته سره کېني.‌

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، د ۸۰ بندیانو یوه ډله د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۲۳مه/ خوشې شوه. هغه په یوه ټویټ کې ولیکل چې دا کار به «د مستقیمو خبرو او په ټول هېواد کې د یوه تلپاتې اوربند لپاره هڅې چټکې کړي.»

د ۴۰۰ اورپکو خوشې کول د زمري په ۱۹مه د یوې لویې جرګې له خوا تایید شول. د لویې جرګې غړو وویل چې هغوی غواړی چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پیلېدلو او یوه ممکن اوربند ته لاره هواره کړي.‌

خو دغې پرېکړې هغه کورنۍ سختې خواشینې کړي دي چې غړي یې یاغیانو وژلي دي.‌

بشیر نوین چې ورور یې په ۱۳۹۶ کې په کابل کې د جرمني سفارت سره نږدې لارۍ بمي برید کې ووژل شو او په پام کې ده چې په هغه برید کې ښکېل یو اورپکی اوس خوشې شي، وویل، «که طالبان نشي کولی چې سوله راولي او هغوی بیا برید کوي، په زرګونو خلک به ووژل شي او د هغوی کورنۍ به وکړېږي.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «خو که حقیقي سوله راځي، موږ به هېڅ ستونزې ونه لرو ځکه چې ... زموږ ستر خوب سوله ده.»

سوله به عواقب ولري

د ای اېف پي له خوا د یوه لیدل شوی رسمي لست له مخې، په بندیانو کې لږ تر لږه ۴۴ داسې یاغیان شامل دي چې په لوړه سویه بریدونو کې د ښکېلتیا له امله متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته د ځانګړې اندېښنې وړ دي.‌

غني د زمري په ۲۳مه خبرداری ورکړ چې ښایي سرسخته جنایتکاران «موږ او امریکا او نړۍ دواړو ته خطر» پېښ کړي.‌

غني د متحده ایالاتو د یوه څېړنیز مرکز له خوا ترتیب شوي ویډیو کانفرانس کې وویل، «تر دې مسئلې پورې، د سولې د په زړه پورې والي په هکله یوه اجماع موجوده وه، خو په دې په قېمت نه.»

هغه زیاته کړه، «اوس موږ د قېمت غټ قسط تادیه کړی دی، او د دې معنی دا ده چې سوله به عواقب ولري.»

د بندیانو تبادله د هغې هوکړې یوه برخه وه چې طالبانو او متحده ایالاتو د کب په میاشت کې لاسلیک کړه. د هغې هوکړې په اساس، واشنګټن ومنله چې د یاغیانو له خوا له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د ترسره کولو په ګډون د بېلابېلو تضمینونو په بدل کې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.

غني وروسته له هغه لویه جرګه راوغوښتله چې چارواکو په پیل کې دا رد کړه چې وروستي ۴۰۰ اورپکي خوشې کړي.‌

جرګې په یوه پرېکړه کې له چارواکو څخه وغوښتل چې خوشې شوي بندیان وڅاري او دا ډاډمنه کړي چې هغوی د جګړې ډګر ته ستانه نشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ باید سولې ته انتظار ونه کړو. متحده ایالات یوازې د افغانانو په سترګو کې خاورې اچوي. دا څنګه سوله ده چې پروسه یې څو کاله مخکې شروع شوې، خو مونږ یې تر اوسه پورې خوند ونه څاکه.‌ که امریکا په ریښتیا سره د افغانستان له غریب ولس سره خواخوږي لري، هغوی باید په پاکستان باندې فشار واچوي چې دغه هېواد د ترهګرو تربیه او تمویل ودروي.‌ د افغانستان د ویجاړولو سبب دا دی چې پاکستان ترهګر تمویلوي او تجهیزوي. که پاکستان دا کار ونه کړي، په یوه اونۍ کې دننه به په افغانستان کې سوله راشي.‌

ځواب ورکړئ

دواړه جنګي لوري باید د سولې له برابر شوي فرصت څخه استفاده وکړي. له څلوېښتو کالو څخه وروسته، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د څلوېښت کلن جنګ د پای ته رسولو او یوې تلپاتې سولې د یقیني کولو لپاره داسې یو فرصت برابر شوی دی. مونږ په دواړو لوریو باندې غږ کوو چې خپله کرکه، دښمني یو طرف ته کړي، په ګډه سره کېني او د هېواد د راتلونکي لپاره د یوه ټولشموله او ملي حکومت د جوړولو لپاره یوه ښه پرېکړه وکړي.‌ د هېواد راتلونکی حکومت باید هم اسلامي وي او هم ملي.

ځواب ورکړئ