امنیت

د بندیانو د تبادلې له تایید څخه وروسته تمه ده چې په څو ورځو کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل شي

ای اېف پي

طالب بندیان د زمري په ۱۰مه د کابل په لمنه کې د څرخي پله له زندان څخه د خوشې کېدلو پر مهال لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب بندیان د زمري په ۱۰مه د کابل په لمنه کې د څرخي پله له زندان څخه د خوشې کېدلو پر مهال لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- تمه ده چې د افغانستان د سولې خبرې وروسته له هغه چې چارواکو د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۰مه/ اعلان وکړ چې هغوی به ژر په سلګونو طالب بندیان چې په وحشیانه بریدونو کې ښکېل دي،‌ خوشې کړي، په څو ورځو کې دننه پیل شي.

د شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د ډېرو ځندېدلو خبرو د پیلولو په لاره کې یو ستر خنډ وو. هغوی ژمنه کړې وه چې د مذاکراتو له پیلېدلو څخه مخکې د بندیانو تبادله بشپړه کړي.

په زرګونو مخکښو افغانانو د یکشنبې په ورځ /د زمري ۱۹مه/ د یوې درې ورځنۍ لویې جرګې په پای کې د دغو بندیانو خوشې کېدل تایید کړل.‌

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ای اېف پي ته وویل، «زموږ موقف روښانه دی،‌ که د بندیانو خوشې کول بشپړ شي، بیا موږ په یوه اونۍ کې دننه بین الافغاني خبرو ته چمتو یو.»

په کابل کې د یوې لویې جرګې برخه والو د لویې جرګې په وروستۍ ورځ د ولسمشر اشرف غني خبرو ته غوږ نیولی دی. له ۷۰۰ څخه د ډېرو ښځو په ګډون له ۳۰۰۰ څخه ډېر افغانان د زمري په ۱۷ - ۱۹مه په کابل کې راټول شول چې د نږدې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول تایید کړي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

په کابل کې د یوې لویې جرګې برخه والو د لویې جرګې په وروستۍ ورځ د ولسمشر اشرف غني خبرو ته غوږ نیولی دی. له ۷۰۰ څخه د ډېرو ښځو په ګډون له ۳۰۰۰ څخه ډېر افغانان د زمري په ۱۷ - ۱۹مه په کابل کې راټول شول چې د نږدې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول تایید کړي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

شاهین وویل،‌ د خبرو لومړۍ دوره به په دوحه کې ترسره شي.‌

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوېد فیصل د زمري په ۲۰مه ای اېف پي ته وویل، «افغان حکومت به په دوه ورځو کې دننه د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول پيل کړي.»

د بندیانو تبادله د هغه تړون یوه مهمه برخه وه چې طالبانو او متحده ایالاتو د کب په میاشت کې لاسلیک کړه چې په نتیجه کې واشنګټن هوکړه وکړه چې د یاغیانو له خوا د کابل حکومت سره د سولې د خبرو د ترسره کولو په بدل کې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ولیکل، «اوس د سولې لپاره یو تاریخي فرصت ممکن دی.»

وحشیانه بریدونه

افغان حکومت وار له مخه نږدې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي،‌ خو چارواکو دا رد کړه چې هغه وروستي ۴۰۰ بندیان چې اورپکو یې غوښتنه کوله، خوشې کړي.‌

بندیان د لسګونو افغانانو او بهرنیانو د وژنې په ګډون په جدي سرغړونو تورن دی چې ۴۴ یاغیان په کې متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته په «لوړه سویه» بریدونو کې د رول لرلو له امله د ځانګړې اندېښنې وړ دي.‌

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن وویل ده هڅه وکړه، چې د افغان اردو یو پخوانی عسکر چې خیانت یې کړی او درې استرالیايي همکاران یې وژلي وو، په زندان کې پاتې شي.‌

تورن کس چې د هغو ۴۰۰ کسانو په ډله کې دی چې باید خوشې شي، له اوو کالونو راهیسې په زندان کې دی.

موریسن د زمري په ۲۰مه وویل، «زموږ موقف دا دی چې هغه باید هېڅکله هم خوشې نشي. موږ باور نه لرو چې د هغه خوشې کول به په سیمه کې له سولې سره مرسته وکړي.»

په ۱۳۸۲ کال کې د وژل شوې فرانسوۍ کارکوونکې بیټینا ګایزلارډ کورنۍ وویل، هغوی به د هغې د قاتلانو چې نومونه یې په لست کې دي، خوشې کول ونه مني.

هغوی ای اېف پي ته وویل، «داسې یوه پرېکړه چې هغوی ازاد کړي د تبادلې په اساس ده او موږ، د هغې کورنۍ، لپاره به د منلو وړ نه وي.»

جرګې په خپله وروستۍ پرېکړه کې وویل،‌ هغوی د اورپکو خوشې کول تایید کړي «څو د سولې د خبرو په لاره کې پراته خنډونه لیرې کړي، وینه تویول ودروي او له خلکو سره ښه وکړي.»

جرګې په حکومت باندې تاکید وکړ چې ازاد شوي بندیان وڅاري او دا یقیني کړي چې هغوی د جګړې ډګر ته بېرته ستانه نشي او په هېواد کې یې د یوه عاجل او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.

خو طالبانو وویل چې اوربند باید له افغان حکومت سره د مذاکراتو په ترڅ کې د اجندا برخه وګرځي.

د اورپکو له خلاصون سره د جرګې ټول برخه وال یوه خوله نه ول.‌

د ښځو د حقونو یوې وتلې برخه والې او وکیلې بلقیس روشن د لویې جرګې په لومړۍ ورځ د بندیانو د خوشې کولو پر ضد احتجاج وکړ، شعار یې پورته کړ چې پرې لیکلي وو، «د طالبانو ازادول ملي خیانت دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مشورتي لویې جرګې ډېره ښه پرېکړه یې وکړه ټولو هېوادوالو ته دې مبارک وی. الله پاک دې وکړي چې دغه کار یعنی در جرګې پرېکړه د سولې پیلامه وګرځې او هېواد کې د تل پاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

ځواب ورکړئ

مشورتي لویې جرګې یو ښه کار وکړ چې د طالب بندیانو خوشې کول یې تایید کړل. دا په دې هېواد کې د سولې په لور یو مهم ګام دی. خدای دې زمونږ په هېواد کې یوه تلپاتې سوله راولي څو خلک وکولی شي چې کار وکړي چې د خپل ژوند شرایطو ته وده ورکړي او یو انساني ژوند ولري.

ځواب ورکړئ

د لویې جرګې غړو ډېر ښه تصمیم ونیو چې د پاتې طالب بندیانو خوشې کول یې تایید کړل. دا طالبانو ته د جنګ کولو لپاره هېڅ بهانه نه پریږدي، او هغوی به دې ته چمتو شي چې بین الافغاني خبرې پیل کړي. تر دې وروسته به طالبان د جنګ د دوام مسؤل وي، ځکه چې د طالبانو ټولې غوښتنې ومنل شوې، او له متحده ایالاتو سره د دغې ډلې هوکړه هم په بریالیتوب سره پرمخ روانه ده. له اوس نه، که طالبان جنګ ته دوام ورکړي، زه باوري یم چې هغوی به د افغانانو له کرکې سره مخامخ شي او ښایي چې د سیمې هېوادونه په خپل هېواد کې د وینو د تویولو پړه پر هغوی ور واچوي.‌ خلک غواړي چې عربي هېوادونه، په ځانګړې توګه قطر، طالبان دې ته چمتو کړي چې د بین الافغاني خبرو له پیلولو څخه مخکې تلپاتې اوربند اعلان کړي.‌

ځواب ورکړئ

هو زه خوښ یم.

ځواب ورکړئ