دین

لوی اختر په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې لپاره یو کم ساری فرصت برابروي

د سلیمان راپور

مسلمانان د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د کابل په پل خشتي جومات کې لمونځونه کوي. افغانان هیله لري چې سږ کال به لوی اختر د سولې لپاره یو فرصت برابر کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

مسلمانان د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د کابل په پل خشتي جومات کې لمونځونه کوي. افغانان هیله لري چې سږ کال به لوی اختر د سولې لپاره یو فرصت برابر کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- دیني عالمان، چارواکي او هېوادوال وایي، لوی اختر او په افغانستان کې د شخړې د لوریو تر منځ اعلان شوی وروستی اوربند داسې یو بې ساري فرصت برابروي چې باید له لاسه ونه وځي او په هېواد کې اوږدمهالې سوله رامنځته کړي.

د شخړې لوریو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۷مه/ په اوربند توافق وکړ. دغه اوربند به د جمعې له ورځې /د زمري ۱۰مې/ یا د اختر له پیل څخه پیل شي او د یکشنبې په ورځ‌ /د زمري ۱۲مه/ به پای ته ورسیږي او داسې هیلې موجودې دي چې بین الافغاني خبرې به چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار کیږي راتلونکې اونۍ پیل شي.

په کابل کې یوه دیني عالم محمد سالم حسني وویل، «لوی اختر په اسلامي کلتور کې یو خاص ځای لري. ابراهیم پېغمبر د خدای د حکم په اطاعت سره دا ومنله چې خپل زوی اسماعیل قرباني کړي او خدای پاک خوشحاله کړي. د محمد رسول الله (ص) وینا ده چې، هر څوک چې په ښه نیت سره یو حیوان حلالوي، د هغه ګناهونه بښل کیږي.»

هغه وویل، «اسلام مسلمانان سولې، ورورولۍ او پخلاینې ته رابولي او له دښمنۍ، تاوتریخوالي، کینې او خصومت څخه یې منع کوي. الله تعالی (ج) په قران کریم کې وایي، په سوله کې خیر دی، او دا معنی ورکوي چې سوله له تاوتریخوالي، دښمنۍ او خصومت څخه بهتره ده.»

یوه پلورونکی د زمري په ۷مه له لوی اختر څخه مخکې د کابل د مېوې منډیي کې د مشتریانو لپاره د انتظار پر مهال خټکي په لاسونو کې نیولي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه پلورونکی د زمري په ۷مه له لوی اختر څخه مخکې د کابل د مېوې منډیي کې د مشتریانو لپاره د انتظار پر مهال خټکي په لاسونو کې نیولي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

حسني وویل، د قران کریم بله برخه وایي، ټول مسلمانان په خپلو کې سره ورونه او خویندې دي او مؤمنان دې ته تشویقوي چې، «تل د خپلو ورونو تر منځ د سولې کولو هڅه وکړي».

هغه وویل، «الله تعالی به په اخرت کې هغو کسانو ته چې د خلکو او ډلو تر منځ سوله کوي او یو د بل پر وړاندې د هغوی دښمني پای ته رسوي، اجر ورکړي.»

حسني وویل، «د شخړې په دواړو لوریو باندې لازمه ده چې د خدای پاک حکمونه او لارښوونې ومني، او د لوی اختر په مناسبت په خپلو کې سره سوله وکړي او پخلا شي.»

هغه د شخړې په لوریو باندې غږ وکړ چې «د الله تعالی د خوشحالولو لپاره په قرباني کولو سربېره ... د افغانانو او مسلمانانو تر منځ جنګ او وینه تویول ودروي.»

د غور د ولایتي شورا یوه غړي عبدالظاهر تمیم وویل، «لوی اختر د دوستۍ د تجدیدولو او پیاوړي کولو لپاره یو فرصت دی.»

هغه وویل، «دا د افغاني او اسلامي کلتور برخه ده چې، زموږ خلک داختر په ترڅ‌ کې یو د بل کورونو ته ځي او خپلې پخوانۍ دښمنۍ له پامه غورځوي،‌ او په دې توګه هغوی خپله دوستي تجدیدوي.»

تمیم وویل، «لوی اختر ... یو له بل سره د کینې او دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره غټ فرصت برابروي.»

هغه وویل، «زموږ په هېواد کې په یوه سوله ییز چاپېریال کې د لوی اختر لمانځنه د شخړې لوریو پورې تړلې ده. موږ په هغوی باندې غږ کوو چې د لوی اختر په ورځو کې خپل خصومت او دښمني بس کړي او موږ هیله لرو چې هغوی له دې اختر څخه د جګړې د پای ته رسولو او په هېواد کې د سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د یوه فرصت په توګه ګټه واخلي.»

تمیم وویل، «له ۲۰ کاله جنګ کولو څخه وروسته، د شخړې یو لوری هم ونه توانېد چې خپلې موخې ترلاسه کړي. که ۲۰ کاله نور هم جنګ وکړي، هغوی به ونشي کولی چې یو بل ته ماتې ورکړي یا خپل هدفونه ترلاسه کړي.»

نوموړي وویل، «نو لوی اختر د دې بې معنی جنګ د پای ته رسولو لپاره یو غټ فرصت دی.»

د افغانانو غوښتنې

د کابل یوې اوسېدونکې زهرا میرزایي چې ۲۰ کاله عمر لري، وویل، «زه چې پيدا شوې یم تر اوسه پورې زه د چاودنو او ځانمرګو بمي بریدونو غږونه اورم. ما لیدلي چې بې ګناه ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

زهرا وویل، «زما په ګډون هر افغان د شخړې په لوریو باندې غږ کوي چې د لوی اختر په برکت، کینې، خصومت، دښمنۍ، تاوتریخوالي او وینې تویولو ته د پای ټکی کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي چې زموږ په هېواد کې سوله، امنیت او نېکمرغي راولي.»

هغې وویل، «دا به زموږ په څېر ځوانانو ته دا وړتیا ورکړي چې تعلیم وکړي او زموږ له هېواد او خلکو سره به مرسته وکړي چې وده وکړي او نېکمرغي ترلاسه کړي. زه هیله لرم چې زموږ هېواد به پرمختګ وکړي.»

هغې وویل، هغې ۱۲ کاله ښوونځی «د ناامنۍ، جنګ او د چاودنې د وېرې په یوه چاپېریال کې» ولوست.

هغې وویل، «زه له جنګ نه کرکه لرم. زه د شخړې په لوریو باندې غږ کوم چې جنګ پای ته ورسوي او د لوی اختر په خاطر، چې د مسلمانانو تر منځ د پیوستون یو سمبول دی، د سولې پروسې سره یوځای شي.‌ دا به زما په څېر ځوانو خلکو ته یو فرصت په لاس ورکړي چې په یوه سوله ییز او له تاوتریخوالي څخه پاک چاپېریال کې زده کړه وکړي.»

سردار محمد چې ۳۸ کاله عمر لري او د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د بوټانو دوکان کوي، وویل،«افغانان له کالونو راهیسې له جنګ څخه کړېږي، او د سولې لپاره تږي دي.»

هغه وویل، «سوله د هر افغان هیله ده، او زما تر ټولو غټه غوښتنه دا ده چې د شخړې لوري جنګ، خصومت او کرکه پای ته ورسوي او د سولې پروسې سره یوځای شي.»

سردار وویل، «جنګ هېڅ لوري ته هم ګټه نه ده رسولې، بلکې، ویجاړتیا، بدمرغي، فقر او بې کاري یې رامنځته کړې ده.»

سوله کول

سخیداد سلطاني چې ۵۵ کاله عمر لري او د کابل اوسېدونکی دی، وویل، «د شخړې دواړه لوري مسلمانان او افغانان دي، او هغوی یو د بل بندیان خوشې کړي چې سولې ته لاره هواره کړي.»

هغه وویل، «خدای پاک لوی اختر د دې لپاره یو فرصت برابر کړی چې موږ خپله کرکه او خصومت پرېږدو، خپله وروري سره پیاوړې کړو، او یو له بل سره سوله او روغه جوړه وکړو. موږ د شخړې په لوریو باندې غږ کوو چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او ورورولۍ او سولې ته مخه کړي.»

سلطاني وویل، «د ۲۰ کلنې اوږدې جګړې اصلي قربانیان ملکي خلک دي. اختر د سولې د راوستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ښه فرصت دی.»

هغه وویل، «که د شخړې لوري په ریښتیا سره مسلمانان او افغانان وي، هغوی باید د ملکي خلکو ګټو ته په خپلو ګټو ترجیح ورکړي. هغوی باید ... ثابته کړي چې هغوی غواړي چې جنګ او وینه تویول پای ته ورسوي

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو یوه شنونکي عارف کیاني وویل،«د سولې پروسه خپلې لوړې او ژورې لري. د سولې ډاډمنول د شخړې د لوریو له خوا انعطاف او قربانیو ته اړتیا لري.»

هغه وویل، «د لوی اختر هدف دا دی چې مسلمانان دې ته وهڅول شي څو خپل خصومت او دښمني پرېږدي او ورورولۍ، پیوستون او سولې ته مخه کړي.»

کیاني وویل، «لوی اختر د شخړې لوریو ته، چې مسلمانان او افغانان دي، فرصت برابروي چې یو له بل سره پخلا شي او د خپلو ورونو وینه تویول ودروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې اوربندونه په تېرو اخترونو کې هم طالبانو اعلان کړي وو، خو څه ګټوره نتیجه یې نه لرله. موقت اوربند یا په تاوتریخوالي کې کمی هېڅ معنی نه لري. څو چې یو تلپاتې اوربند اعلان نشي، حتی بین الافغاني خبرې هم بې معنی دي.‌ لومړی باید په ټول هېواد کې اوربند اعلان شي، بیا باید افغان حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو مېز ته کېني. دواړه لوري باید قران کریم په مېز باندې کېږدي او قسم پرې وکړي چې هغوی به په هغه څه باندې چې قران کریم یې وایي عمل کوي. بیا باید هغوی خبرې پيل کړي او د قران په رڼا کې یو ټولشموله اسلامي حکومت جوړ کړي. که نه، دا خبرې به نتیجه ورنه کړي.‌

ځواب ورکړئ