امنیت

طالبانو له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره مشروط مهالوېش وړاندې کړ

ای اېف پي

د طالبانو د ډلې یو پخوانی غړی محمد نبي عمري (منځنۍ چپ) چې په ګوانتانامو کې بندي وو،‌ د طالبانو مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځنی ښی) او د طالبانو پخوانی د استخباراتو مرستیال مولوي عبدالحق وثیق (ښی) د طالبانو د ډلې یوه بل غړي سره یو ځای د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو د دویمې ورځې په ترڅ کې روان دي‌. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو د ډلې یو پخوانی غړی محمد نبي عمري (منځنۍ چپ) چې په ګوانتانامو کې بندي وو،‌ د طالبانو مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځنی ښی) او د طالبانو پخوانی د استخباراتو مرستیال مولوي عبدالحق وثیق (ښی) د طالبانو د ډلې یوه بل غړي سره یو ځای د ۱۳۹۸ د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو د دویمې ورځې په ترڅ کې روان دي‌. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- یاغیانو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۲مه/ وویل، طالبان چمتو دي چې روانه میاشت له لوی اختر څخه وروسته له افغان حکومت سره د سولې خبرې ترسره کړي، په دې شرط چې دواړه لوري د بندیانو تبادله بشپړه کړي.

د جنګي لوریو تر منځ د مذاکراتو د پیلولو لپاره د کب د ۲۰مې نېټې له ترک کولو څخه وروسته، دغه مشروط وړاندیز لومړی ځل دی چې له لارې یې یو لوری د خبرو لپاره مهالوېش په ګوته کوي.‌

دغه پرمختګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي د ډېرېدلو په ترڅ‌ کې رامنځته شو.‌

د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین په ټوېټر لیکلي دي، طالبان «احتمالا... تیار دي چې له اختر څخه وروسته سمدلاسه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، په دې شرط چې د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه شي.»

هغه زیاته کړه، که کابل ټول یاغي بندیان مقاماتو ته «د سپارل شوي لست په اساس» خوشې کړي، طالبان چمتو دي چې د افغان امنیتي ځواک پاتې بندیان چې له هغوی سره دي، خوشې کړي.

د بندیانو د تبادلې مسئله،‌ چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ تر یوې هوکړې لاندې پرې توافق شوی دی، د سولې د خبرو له پيلېدلو څخه مخکې یو غټ خنډ ثابت شوی دی.

افغان حکومت باید ۵۰۰۰ تنه طالب جنګیالي خوشې کړي، په داسې حال کې چې یاغیانو ژمنه کړې چې له هغوی سره بندي ۱۰۰۰ تنه افغان امنیتي منسوبین به خوشې کړي.

تر اوسه پورې، کابل شاوخوا ۴۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي. اورپکي وایي چې هغوی ۸۶۴ حکومتي بندیان ازاد کړي دي.‌

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان خطرناک جنګیالي ول چې سمدلاسه د جنګ میدان ته ستانه شول.

هغه په ټوېټر ولیکل، «طالبان ... باید په خپلو ژمنو باندې ودرېږي او ازاد شوي بندیان تاوتریخوالي ته له مخې کولو څخه ایسار کړي.»

هغه د شاهین له ټوېټ څخه لږ وروسته وویل، «تاوتریخوالی ودروئ؛ ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته چمتو شئ.»

تاوتریخوالي ته دوام ورکول

د بندیانو د تبادلې په برخه کې د پرمختګ په ترڅ کې، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي سطحه لوړه شوې، چې په کې طالبان تقریبا هره ورځ د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کوي.

د دفاع وزارت وویل، په ننګرهار ولایت کې د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱/ په یوه پېښه کې، لږ تر لږه ۳۱ تنه طالب جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یو لړ ټویټونو کې «د تاوتریخوالي د تدریجي ډېرښت» په هکله خبرداری ورکړ، او د یادې ادارې مشرې ډیبورا لیونس د اختر په مناسبت د اوربند غوښتنه وکړه.

د غوایي په میاشت کې د روژې په پای کې د کوچني اختر په مناسبت،‌ طالبانو درې ورځې اوربند اعلان کړ چې هغه یې په روانه جګړه کې دویم ځل رسمي اوربند وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ارمان مو دہ

ځواب ورکړئ

دا ورځې له افغانستان نه پاکستان ته د لسګونو جنګي پاکستانيانو جنازې روانې دي خو ملګرو ملتونو نن په خپل يوه راپور کې ويلي چې پاکستان ته له افغانستان نه ترهګري صادريږي. دا د نړۍ پر انصاف څه ټکه راپرېوته؟ بشردوستي او عدالت څه شو؟ پاکستان د خپل تأسيس له ورځې دلته وحشيانه او ظالمانه لاسوهنه کوي، وطن يې راته لوټې-لوټې کړ، زېربناوې يې راته له منځه يووړې او کادرونه يې راته ووژل خو د نړۍ د انصاف او بشردوستۍ رګ راونه پارېد او د انګرېز دې کالونۍ ته يې یوه ورځ هم د ملامتۍ ګوته ونه نيوله چې دا وطن نور ولې په کراره نه پرېږدې؟ د جلال امرخېل په خبره: سپي دې لېوني پرانيستي، کاڼي دې تړلي دي واه د وخت حاکمه ستا انصاف ته مې کنځلي دي! ظاهرعمار

ځواب ورکړئ

که واقعیت ته ځير شو، افغان حکومت سولې ته دومره لېوالتیا نلري. کله د بندیانو خوشې کول ځڼډوي اوکله وايي چې دوی نشي کولی چې ځیني خطرناکه بندیان خوښې کړي.

ځواب ورکړئ