امنیت

د داخلي درزونو په ژورېدلو سره د طالبانو مشر په مرکچي ټیم کې تغیرات راوستل

سلام ټایمز او ای اېف پي

طالب استازي د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسلیکولو په مراسمو کې راټول شوي دي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

طالب استازي د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسلیکولو په مراسمو کې راټول شوي دي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو د ډلو ترمنځ مخ پر ودې داخلي اختلافات خلکو ته په داسې حال کې ښکاره څرګند شوي دي چې دغه ډله له وړاندیز شویو بین الافغاني خبرو څخه مخکې، د هغوی له خوا له تاوتریخوالي څخه د ډکو اقداماتو د دوام له امله له زیاتې غندنې سره مخامخ شوې ده.

د پاکستان په یوه نامعلوم ځای کې مېشت د طالبانو یوه قوماندان د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۸مه/ ای اېف پي ته وویل، د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په خپل مرکچي ټیم کې تغیرات راوستي، او په ګروپ کې یې خپل څلور نږدې مرستیالان ورزیات کړي، څو په یاده ډله باندې خپل کنټرول پیاوړی کړي.

د طالبانو د تحریک دوه نورو سرچینو چې دغه اقدام یې تایید کړ، ای اېف پي ته وویل، دغه مرستیالان ټول د اورپکې ډلې د مشرتابه د شورا غړي دي چې له ټیم سره به مرسته وکړي چې چټک تصمیمونه ونیسي.

په پیل کې، په پام کې وه چې له کابل سره خبرې د کب په میاشت کې پیل شي، خو څو ځلې په کې ځنډ راغی، او په طالبانو باندې داسې تورونه لګېدلي چې تاوتریخوالی زیاتوي.

د طالبانو پخوانی وزیر امیرخان متقي د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له لاسلیکېدلو څخه مخکې له رسنیو سره خبرې کوي. متقي په وروستیو کې په نامعلومو دلایلو له مرکچي ټیم څخه لیرې کړای شو. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو پخوانی وزیر امیرخان متقي د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له لاسلیکېدلو څخه مخکې له رسنیو سره خبرې کوي. متقي په وروستیو کې په نامعلومو دلایلو له مرکچي ټیم څخه لیرې کړای شو. [کریم جعفر/ای اېف پي]

هغه څلور نوي مرکچیان چې تېره میاشت وټاکل شول، د طالبانو قاضی القضات شیخ عبدالحکیم؛ په ۱۳۷۰مو کالونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پخوانی قاضی القضات مولوي ثاقب؛ د طالبانو د مؤسس ملا محمدعمر یو نږدې مرستندوی او ساتونکی ملا شیرین؛ او د ننګرهار ولایت پخوانی والي مولوي عبدالکبیر دي.‌

سرچینو وویل، په تغیراتو کې د اورپکو د یوه جګپوړي مشر ملا امیرخان متقي په ګډون، د یادې ډلې له درې څخه تر څلورو پورې پخواني مشران لیرې شوي دي.

دا کار وروسته له هغه وشو چې هیبت الله د ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب د یادې ډلې د نظامي څانګې مشر وټاکه.‌

د طالبانو قوماندان وویل، «یعقوب ځوان دی، انرژي او تجربه لري،» او زیاته یې کړه چې طالب جنګیالي د کورنۍ د شالید او تجربې په اساس د یعقوب درناوی کوي.

یعقوب وار له مخه د طالبانو د مرکزي شورا غړی او د هیبت الله مرستیال دی.

د تېر کال په منځنیو میاشتو کې، د طالبانو په منځ کې زیاتېدونکي اختلافات او ناخوښي هغه وخت ښکاره شوه چې د ډلې د مشرتابه په سر شخړې ډېرې شوې او د هغه د سیاسي لوري له امله د ماتې شوې ډلې دننه درز لا نور ژور شو.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي او په پاکستان کې پخواني افغان دپلومات احمد سعیدي وویل، «د طالبانو د مشرتابه یو شمېر غړي په قطر کې د متحده ایالاتو مرکچي زلمي خلیلزاد سره د طالبانو د استازو له خوا د هوکړې د لاسلیک مخالف ول.»

هغه وویل، «ملا یعقوب، ملا شیرین، مولوي عبدالکبیر، مولوي عبدالحکیم او یو شمېر نورو طالبانو پرېکړه کړې وه چې د قطر د مرکچي ټیم پر ضد یو ګروپ جوړ کړي، خو د طالبانو مشرتابه پرېکړه وکړه چې دغه کسان په مرکچي ټیم کې شامل کړي چې د نورو وېشونو او اختلافاتو مخه ونیسي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عمر نهضت وویل، «داسې ښکاري چې د طالبانو د ډلې مشران او غړي د سولې او جګړې په هکله په خپلو کې سره اختلافات لري، او ښایي چې د یادې ډلې د مرکچي ټیم په ترکیب کې نوي بدلونونه د دغو اختلافاتو له امله رامنځته شوي وي.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو مشر خپل موقف په خطر کې ویني نو هغه هڅه کوي چې په مرکچي ټیم کې خپل ځان ته نږدې کسان شامل کړي چې هم ټیم مهار کړي او هم په طالبانو باندې خپل سیاسي او نظامي کنترول وساتي.»

طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو سیاسي دفتر لري. ښايي چې د اورپکو او افغان حکومت له خوا د بندیانو د تبادلې له بشپړېدلو څخه وروسته د سولې لومړۍ خبرې د دغه هېواد په کوربه توب ترسره شي.

د سولې مذاکرات د بندیانو تبادلې پورې تړلي دي. کابل ژمنه کړې چې شاوخوا ۵۰۰۰ طالب بندیان به خوشې کړي او په مقابل کې به یې یاغیان د افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نیول شوي بندیان خوشې کړي.

افغان چارواکو وویل، تر اوسه پورې افغان مقاماتو شاوخوا ۴۴۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي.‌

#طالبانو ته باج مه ورکوئ

دغه تغیرات په داسې حال کې رامنځته کیږي چې طالبانو له حکومت سره د خبرو ترسره کولو په سر له موافقې سره سره تقریبا هره ورځ د افغان ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کړي دي.‌

د دفاع وزارت وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۰مه/ له یوه افغان پوځي کاروان سره نږدې خپل په چاودېدونکو توکو سمبال موټر وچاوه، چې ۸ تنه عسکر یې ووژل او او ۹ نور یې ټپیان کړل.

د دغې چاودنې، چې له کابل سره نږدې د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې پېښه شوه، مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.

طالبانو تېره اونۍ د چنګاښ ۲۳مه د افغانستان د استخباراتو په یوه ځایي اداره باندې د یوه ځانمرګي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. په برید کې ۱۱ تنه امنیتي منسوبین ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.‌

بمي بریدګر په ایبکو کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ سره نږدې په یوه موټر کې دننه یوه وسیله وچوله. بیا وسله والو سړیو په ودانۍ باندې برید وکړ او له ویشتل کېدلو څخه مخکې یې له امنیتي ځواکونو سره څو ساعته جګړه وکړه.

په ورته وخت کې، په زرګونو افغانانو د طالبانو د غندلو لپاره یو آنلاین کمپاین پیل کړی، او د وحشیانه فعالیتونو اړوند شواهد خپروي.

دغه آنلاین کمپاین چې د «طالبانو ته باج مه ورکوئ» هشټاګ ورسره مل دی، په زرګونو داسې پوسټونه رامنځته کړي چې په کې د یاغیانو له خوا د بشري حقونو ترسره شوې سرغړونې غندل شوي دي.‌

یاسر ټکر د دغه هشټاګ په کارولو سره د ټوېټر په یوه پوست کې لیکلي، «طالبان یوه ترهګره ډله ده چې په پرله پسې توګه بې ګناه خلک په نښه کوي. هغوی خپله جاهلانه ایډیالوژي بدله کړې نه ده. بشري حقونه، د ښځو حقونه، د بیان ازادي او نور اساسي دیموکراتیک ارزښتونه باید د سولې قرباني نشي.»

وکیلې فرشتې عباسي په یوه ټویټ کې لیکلي، «زه د یوې افغانې ښځې په توګه چې په تبعید کې زېږېدلې او لویه شوې یم او د جګړې په حالت کې مې زده کړې کړي دي، د اسلام په هکله د طالبانو له تفسیر څخه، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په هکله، وېره لرم.»

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وروستی کمپاین رد کړ او ویې ویل چې دا د راروانو خبرو د مخنیوي یوه هڅه ده.

هغه د چنګاښ په ۳۰مه ای اېف پي ته وویل،‌ دغه غندنې «د داسې کچې خلکو له خوا کیږي چې هغوی ناپوه او د سولې مخالف دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امیر خان مقتی باید د طالبان مرکچي ټیم څخه نه وی ایستل شوی. هغه کولی شو چې د سولې راوستلو کېرغنده رول ولوبیي.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، د افغانستان د سولې په هکله خبرونه خلک ستړي کوي. دا څه رقم سوله ده چې تر اوسه حکومت او طالبانو [د خپلو مرکچي ډلو] غړي نه دي ټاکلي. کله چې هغوی د مرکچي ټیمونو د غړو په تقرر باندې سره نه جوړېږي، آیا تاسو فکر کوئ چې هغوی به په بین الافغاني خبرو کې یو له بل سره هوکړې ته ورسېږي؟‌

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د بین الافغاني خبرو تر شا یوه بله لوبه روانه ده. د طالبانو د مرکچیانو د بدلولو دلیل دا دی چې د هغوی له مرکچي ټیم څخه ښه او معتدل کسان لیرې کړای شي، او د هغوی پرځای سخت دریځي ځای کړای شي. تاسو پوهېږئ چې امیرخان متقي یو تجربه لرونکی، ازاد فکره او معتدل شخص دی، خو یادې ډلې هغه د مرکچیانو له لست څخه واېست.‌ هغه نوي کسان، چې د طالبانو په مرکچي ټیم کې زیات شوي دي،‌ سخت دریځي، جنګ غوښتونکي، ځان غوښتونکي، او داسې خلک دي چې پاکستان او ایران ته ژمن دي.‌ هغوی د سولې په رابطه ډېر انعطاف یا علاقه مندي نه لري. زه فکر کوم چې دغه تغیر ښایي د ایران او د سیمې د نورو هېوادونو په حکم شوی وي، ځکه چې د داخلي ابعادو تر څنګ، د افغانستان جنګ او سوله خارجي ابعاد هم لري چې باید افغانستان ته د سولې په راوستلو کې په پام کې ونیول شي. د پاکستان، ایران، هندوستان، روسیې، د منځنۍ اسیا د هېوادونو، قطر، سعودي عربستان، او ډېر مهم د امریکا د متحده ایالاتو په شمول، ځینې داسې هېوادونه شته چې د افغانستان په جنګ او سوله کې مستقیم رول لوبوي.‌ نو د دې لپاره چې افغانستان ته سوله راشي، په کار دی چې دغه هېوادونه باید شامل کړای شي او د هغوی ملي ګټې باید ونه ګواښل شي.‌ که پورته یاد شوي هېوادونه قانع نه کړای شي، په افغانستان کې به سوله رانشي.‌

ځواب ورکړئ