امنیت

طالبانو په سمنګانو کې د ملي امنیت ریاست په دفتر برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل

ای اېف پي

د ملي امنیت ریاست یو ټپي شوی غړی د چنګاښ په ۲۳مه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته په یوه کټ کې یوه روغتون ته راوړل شوی دی. [ای اېف پي]

د ملي امنیت ریاست یو ټپي شوی غړی د چنګاښ په ۲۳مه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته په یوه کټ کې یوه روغتون ته راوړل شوی دی. [ای اېف پي]

مزارشریف -- چارواکو وویل، لږ تر لږه ۱۱ امنیتي منسوبین د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۳مه/ په یوه برید کې چې د افغانستان په یوه لیرې پرته سیمه کې د استخباراتو په اداره ترسره شو او مسؤلیت یې طالبانو واخیست، ووژل شول.

یاغیانو وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر په ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست سره نږدې په یوه موټر کې دننه یوه وسیله وچووله،او وسله والو سړیو د یادې ادارې په ودانۍ باندې برید وکړ.‌

د سمنګانو والي عبداللطیف ابراهیمي ای اېف پي ته وویل، په دغه چاودنه او د ټوپکو ډزو کې ۱۱ کسان ووژل شول او ۶۳ نور چې اکثر یې ملکي خلک ول ټپيان شول.

د والي ویاند محمد صدیق عزیزي وویل، دغه جګړه، چې نږدې څلور ساعته روانه وه، وروسته له هغه پای ته ورسېده چې امنیتي ځواکونو درې وسله وال سړي وویشتل.

یوه عیني شاهد حسیب وویل، «ډېره غټه چاودنه وه چې زموږ ټولې کړکۍ یې ماتې کړې.» هغه یو حکومتي مامور دی چې د ملي امنیت ریاست سره نږدې کار کوي.‌

«ډېر خلک د شیشو الوتو ټوټو ټپیان کړل.»

ولسمشر اشرف غني دغه برید وغانده.‌

غني په یوه اعلامیه کې وویل، «په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپار تاوتریخوالي ته دوام ورکول او د خلکو وژل تر ټولو بده چاره ده چې له بده مرغه طالبانو ورته مخه کړې ده.»

په وروستیو میاشتو کې -- حتی په داسې حال کې چې حکومت د جګړې د پای ته رسولو لپاره له اورپکو سره د سولې خبرو ته تیاری کوي، طالبانو د افغان ځواکونو پر ضد تقریبا هره ورځ بریدونه ترسره کړي دي.‌

چارواکو وویل، د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۲مه/ په دوه جلا جلا ترهګریزو پېښو کې چې پړه یې پر طالبانو اچول شوې لږ تر لږه ۱۹ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.‌

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، د دغه ولایت په لیرې پرتو پوستو د طالب جنګیالیو په یوه برید کې چې اوه ساعته یې دوام وکړ ۱۲ تنه عسکر او پولیس ووژل شول.

طالب ځواکونو په دغه ولایت کې په منظم ډول په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کړي، او ډېر وخت یې هڅه کړې چې کندوز ښار ته ننوځي. په وروستیو کالونو کې دغه ښار دوه ځلې د لنډو مودو په مخه د اورپکو لاس ته ولوېد.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وویل، د چنګاښ په ۲۲مه په دویم برید کې چې په دغه ولایت کې وشو، له طالب جنګیالیو سره په جګړه کې ۷ پولیس ووژل شول.

په کندوز او بدخشان دواړو کې د دواړو بریدونو مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو پرون په سمنګانو ولایت کې ډېر یو ستر جنایت تر سړه کړی حکومت باید د دغسې حملو مخه ونیسي. که واقعیت ته ځير شو، حکومت استخباراتو ادارې د کشف په برخه کې ډېر نا توانه دی. حکومت باید د امنیتی او استخباراتی ادارو کې مسلکی و په کار پوه خلک و ګماري تر څو وکولی شي د تروریستی حملو مخ نیوی وکړي.

ځواب ورکړئ

د ملي امنیت ریاست په هېواد کې تر ټولو لویه استخباراتي اداره ده، او وظیفه یې دا ده چې د دښمن بریدونه معلوم او شنډ کړي. پرون د سمنګانو خلکو د سمنګان د ملي امنیت ریاست د بې کفایتۍ او د سمنګان ولایت د ملي امنیت ریاست د رییس امیرشاه سادات د بې کفایتۍ له امله خپل عزیزان له لاسه ورکړل، او اوس ښاغلی سادات باید د سمنګانو د باوقارو خلکو او حکومت پر وړاندې ځواب ووایي.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، موجود حکومت د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې ناکام شوی دی. دلیل یې دا دی چې په امنیتي سکتورونو کې هوښیار خلک نه دي مقرر شوي، بلکې د حکومت ټولې ګومارنې د ارتباطاتو په اساس وې. تاسو ولیدل چې ولسمشر یو د کمپيوټر انجنیر راوست او د ملي امنیت د سلاکار په توګه یې مقرر کړ. بل د کمپیوټر انجنیر یې راوست او د کورنیو چارو د وزیر په توګه یې مقرر کړ. اسدالله خالد چې یو فاسد، عیاش، او داسې شخص وو چې نظامي تجربه یې نه لرله، هغه یې راوست او د دفاع د وزیر په توګه یې وټاکه. او د خپلو غربي بادارانو د خوشحالولو لپاره، هغه ځینې ښکلې نجونې چې هېڅ پوځي تجربه نه لري، د دفاع وزارت او د کورنیو چارو د وزارت د مرستیالانو په توګه یې وګومارلې، په داسې حال کې چې په سلګونو تجربه کار جنرالان دا وخت بې وظیفې دي یا په ډېرو ټیټو موقفونو باندې کار کوي.

ځواب ورکړئ

افغان حکومت باید امنیتي ادارې، په ځانګړې توګه خپله د استخباراتو اداره پیاوړې کړي. که زمونږ د استخباراتو اداره پیاوړې وای، کولی یې شوای چې پرون د سمنګان ولایت د ملي امنیت ریاست په ودانۍ د ترهګریز برید مخه ونیسي.‌ یو ترهګر ګروپ راغی او د ملي امنیت په مرکز یې چې د امنیت هسته بلل کیږي برید وکړ، خو هغوی مخکې تر مخکې معلومات نه درلودل. کله چې هغوی خپل امنیت نشي نیولی او نشي کولی چې د دښمن د بریدونو مخه ونیسي،‌ څنګه کولی شي چې د نورو حکومتي ادارو امنیت خوندي کړي؟‌ له بده مرغه چې مونږ باید ومنو چې زمونږ استخبارات ډېر کمزوري دي.

ځواب ورکړئ

طالبان یو اجیر، متکبر، خونخور او ترهګر ګروپ دی. هغوی به هېڅکله هم د افغانستان حکومت سره سوله ونه کړي. هغوی په افغانستان کې مطلقه واکمني غواړي. هغوی په دیموکراتیک نظام، انتخاباتو، د مقاماتو تعدد، د ښځو ازادۍ، او د رسنیو ازادۍ باندې باور نه لري. هغوی داسې یو نظام غواړي چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې هم باید نه وي، نو د افغان حکومت سوله ییزې هڅې به هېڅ نتایج ورنه کړي. طالبان به قتل او خپلو ترهګریزو بریدونو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې موجود حکومت رانسکور کړي.

ځواب ورکړئ