امنیت

طالبانو په هلمند کې د ۲۳ ملکي کسانو په وژلو سره د بریدونو سېل جاري وساته

ای اېف پي

افغان امنیتي منسوبین د ۱۳۹۶ د کب په ۵مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه موټربمي برید ساحه ګوري. [نورمحمد/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د ۱۳۹۶ د کب په ۵مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه موټربمي برید ساحه ګوري. [نورمحمد/ای اېف پي]

کندهار -- چارواکو وویل، د هلمند ولایت د ګڼه ګوڼې په یوه مارکېټ کې د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۹مه/ څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۲۳ ملکي کسان یې ووژل.‌ هغوی د بریدونو پړه پر طالبانو واچوله.‌

دا وروستي خونړي بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې طالبان او افغان حکومت دواړه د هېواد د نږدې دوه لسیزو د جنګ د پای ته رسولو په موخه د سولې د خبرو ترسره کولو ته ځانونه چمتو کوي.‌

د والي دفتر او پوځي چارواکو په جلا جلا اعلامیو کې وویل چې د سنګین ولسوالۍ په بازار کې شویو چاودنو ۱۵ کسان ټپيان کړي دي.‌

د والي دفتر وویل، راکټونه په ځایي وخت د سهار په ۹ بجو په مارکېټ‌ ولګېدل او ورپسې یو موټر بمي برید وشو.‌ هغوی د پېښې پړه پر طالبانو ور واچوله.‌

اردو هم د پېښې د ترسره کولو تور په طالبانو باندې ولګاوه.‌

د والي دفتر زیاته کړه، دوه تنه طالب یاغیان ووژل شول.

اردو په یوه اعلامیه کې وویل، «له بده مرغه چې ۲۳ ملکي کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شول.»

طالبانو مسؤلیت ونه مانه او په اردو باندې یې تور ولګاوه چې راکټونه هغوی توغولي دي.

بریدونه په ډېرېدلو دي

د هلمند ولایت ډېرې برخې د اورپکو په لاس کې دي. دغه سیمه د اپین په تولید مشهوره ده.

ولسمشر اشرف غني دغه ترهګریز برید وغانده او ویې ویل چې ګڼ شمېر ماشومان په کې وژل شوي دي.‌

غني په هغه اعلامیه کې چې د ده دفتر له خوا خپره شوې ویلي، «افغان حکومت یو ځل بیا په طالبانو باندې غږ کوي چې تاوتریخوالی ودروي او د جنګ د درولو او د خبرو د پیلولو لپاره د خلکو غوښتنې ومني.»

تاوتریخوالی وروسته له هغه کم شو چې طالبانو د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر په مناسبت د اوربند یو نادر وړاندیز وکړ، خو چارواکي وایي چې اوس اورپکو په امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې بریدونه زیات کړي دي.

په وروستیو اونیو کې، څو وحشیانه ترهګریزو بریدونو افغان امنیتي ځواکونه، جوماتونه، د بشري حقونو کارکوونکي او څارنوالان په نښه کړي دي.

د ملي امنیت شورا د چنګاښ په ۲مه وویل، طالبانو په مخکې اونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۹۱ غړي وژلي، او هغه یې د ۱۹ کاله اوږدې شخړې تر ټولو ډېره خونړۍ اونۍ یاده کړه.‌

طالبانو د اکثرو دغو بریدونو له ترسره کولو څخه انکار کړی خو دا مني چې د دغې ډلې جنګیالي امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

په وروستیو اونیو کې تاوتریخوالی په داسې حال کې ډېرېږي چې حکومت او طالبان دواړه د سولې د خبرو ترسره کولو ته تیاری کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سنګین طالبانو په لوا باندی لاس جوړ راکټونه ویشتل کی بیدون له دستګا ول نو ځکه یی هدف نشو ویشتلی او په ګنج باندی یو سو مرمۍ ورغلی نو ځکه طالبان پخیمانه دی مګر ددی لپاره چی دوی بدنامه نشی پړه د اردو په غاړه واچوی

ځواب ورکړئ

مرگ په ترهګرو و د ترهګرو په حامیانو. د دغې پېښې تر شا د پاکستان لاس ده. پاکستان هیڅ کله نه غواړي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي او یو انساني ژوند ولري.

ځواب ورکړئ

الله ۤپاک دې ټول هغه کسان نیست او نابود کړي چې دغه بیچاره ملکي وګړي یې به دغسې بی رحمی سره وژلي. آیا دوی له خدایه نه یریږي؟ آیا دوی خدای ته ورتګ نلري؟ زه یقین لرم چې دغه کسان به په اخرت کې مخ توري یې او دوی به جهنم ته ور اچول کیږي و هلته به د جهنم اور کې سوزي. وروسته له دې چې ستاسو راپور مې ولوسته، زما کرکه او نفرت د ترهګرو په وړاندې نور هم زیات شو. انشاالله چې الله پاک به د دغه مظلوم ملکی خلکو غچ د دغه ظالبانو تروریستان څخه اخلي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې روانه جګړه د دوه لویو قدرتونو، روسیې او امریکا تر منځ جګړه ده. روسیه د دې لپاره طالبان تمویلوي چې د متحده ایالاتو له خوا د حمایه شوي حکومت پر ضد جنګ وکړي،‌ او متحده ایالات د دې لپاره افغان حکومت تمویلوي چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي.‌ دا جنګ نه روسیې ته زیان ور رسوي او نه امریکا ته.‌ د دې جګړې قربانیان غریب افغانان دي. افغانان په دې جنګ کې د اور د لرګیو په توګه کارول کیږي.‌ که د افغان اردو عسکر دي که طالبان یا ملکیان، ټول د امریکا او روسیې د جنګ د سون لرګي دي. افغانان باید لږ له احساس څخه کار واخلي او هوښیار شي. تر څو به مونږ د سیمې د هېوادونو د نیابتي جنګونو قرباني کیږو؟‌ تر څو به افغانې ښځې کونډې کېږي؟ تر څو به افغان ماشومان یتیمان کیږي؟ تر څو به افغانان په فقر او لوږه کې ژوند کوي؟ زه له خپلو ټولو خلکو څخه غوښتنه کوم چې لطفاً له خدای نه ووېرېږئ،‌ د افغانستان د نجات لپاره کار وکړئ. راځئ چې خپل تعصبونه یو طرف ته پرېږدو او په دې هېواد کې د سولې لپاره کار وکړو.‌ په دې هېواد کې څه روان دي؟ هره ورځ‌ خلک وژل کیږي.‌ که زمونږ د هېواد هر فرد په دې هېواد کې د افغانستان د ژغورنې او د سولې لپاره کار ونه کړي، مونږ به په اخرت کې د خدای په وړاندې ګناهکار اوسو.‌

ځواب ورکړئ

مرګ په جنایتکارو او مزدورو ترهګرو چې هره ورځ زمونږ مظلوم هېوادوال په ظالمانه توګه شهیدوي. هره ورځ، دا ظالم خلک نه یوازې پوځي منسوبین وژني بلکې همدارنګه ملکي خلک هم په نښه کوي. داسې ښکاري چې د وحشي ترهګرو لپاره د پوځي منسوبینو او ملکي خلکو تر منځ فرق نشته.‌ هغوی ته یوازې دا وظیفه ورکړل شوې چې افغانان ووژني. هغوی ته وظیفه ورکړل شوې چې افغانان ووژني او افغانستان ویجاړ کړي. هغوی نور هدفونه نه لري. خدای دې ټول هغه کسان خراب کړي چې دغه ملکي خلک شهیدوي. خدای به د دغو شهیدانو انتقام ترې واخلي.

ځواب ورکړئ