امنیت

د لنډمهالي اوربند په پای ته رسېدلو سره طالبانو ته درانه تلفات ور واوښتل

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو کومانډو سرتېري د کب په ۲۶مه له یوه پوځي عملیات څخه وروسته د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو مړي انتقالوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو کومانډو سرتېري د کب په ۲۶مه له یوه پوځي عملیات څخه وروسته د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو مړي انتقالوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- د کوچني اختر د لمانځلو په مناسبت له یوه درې ورځني اوربند څخه وروسته د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۶مه/ د جګړې په بیا پيلېدلو سره طالبانو ته درانه تلفات ور واوښتل او د کابل په لمنو کې یې یوه ولسوالۍ له لاسه ورکړه.

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاءالله افغان وویل، نښتې د یکشنبې په سهار وروسته له هغه پیل شوې چې طالبانو د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنو کې د تلاشۍ په پوستو باندې بریدونه پیل کړل.

په جنوب کې د افغان ملي اردو یوه ویاند تایید کړه چې د یکشنبې په ورځ د لنډمهالي اوربند په پای ته رسېدلو سره جنګ بیا پیل شو، په داسې حال کې چې د هلمند د والي دفتر وویل چې افغان ځواکونو ۲۱ طالب جنګیالي وژلي دي.‌

دغه راز د یکشنبې په ورځ، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړل چې له طالبانو څخه په میدان وردک ولایت کې یوه ولسوالي بېرته ونیسي.

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۱۵مه د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په لمنو کې د بشران په سیمه کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې په ترڅ کې یوه زغرګاډي سره نږدې ولاړ دي. [صفت الله زاهدي/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۱۵مه د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په لمنو کې د بشران په سیمه کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې په ترڅ کې یوه زغرګاډي سره نږدې ولاړ دي. [صفت الله زاهدي/ای اېف پي]

له کابل څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لیرې د طالبانو مهم مرکز نرخ ولسوالۍ له ډېر وخت راهیسې د یاغیانو لپاره پلازمېنې ته د تګ لاره او د مرګوني بریدونو د ترسره کولو لپاره مرکز ده.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل، «نن ورځ، زموږ ځواکونو وکولی شوای چې په یاده ولسوالۍ کې یوه ستراتیژیکه سیمه ونیسي.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه مخکې دي

د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو او د مهمو اډو په سپارلو سره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په دوامداره توګه له متحده ایالاتو څخه هوایي ملاتړ ترلاسه کوي.

د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان وویل، یو کال کیږي چې هغوی د پلان جوړونې او د پوځي عملیاتو د ترسره کولو مشري پر غاړه لري او کولی شي چې په مستقل ډول د طالبانو پر ضد وجنګیږي.

هغه وویل، په وروستیو اونیو کې، طالبانو هڅه وکړه چې هلمند، کندهار، بغلان، هرات،فراهاوغزنيولایتونهونیسي.‌

هغه وویل، نه یواځې دا چې هغوی د کوم لوی ښار یا ولایت په نیولو کې ناکام شول، بلکې ډیر تلفات هم ور واوښتل، ځکه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغوی له ۱۰۰۰ څخه ډېر جنګیالي، قوماندانان او مهم غړي ووژل.

هغه د دې ټکي په زیاتولو سره چې څومره چې طالبان خپل بریدونه زیاتوي هومره به ډېر جنګیالي له لاسه ورکوي، وویل، «طالبان نشي کولی چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ماتې ورکړي او په مطلق ډول هغوی نشي کولی چې له نظامي لارې قدرت ترلاسه کړي.»

امان وویل، «طالبان باید د سولې روان فرصت نه ګټه واخلي، که نه، هغوی به له منځه وېوړل شي.»

د دواړو لوریو چارواکو وویل، د افغان حکومت او طالبانو د ټیمونو مرکچیانو د جمعې په ورځ سره ولیدل ترڅو د سولې د درېدلو خبرو د بیا فعالولو لپاره خبرې اترې وکړي.‌

د طالبانو پلانونه شنډ شول

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په زابل، بدخشان، کندهار، غزني، هلمند، لوګر، هرات، کونړ، پکتیا، بلخ، تخار، جوزجان او نیمروز کې د نښتو په استناد وویل، «د تېرې میاشتې په ترڅ کې په زرګونو طالب جنګیالي یا وژل شوي یا ټپي شوي دي.»

آرین وویل، د وژل شویو په ډله کې د طالبانو مهم قوماندانان مسلم منصور او ملا داود هم شامل دی.‌

د پوځي چارو شنونکي عزیز ستانکزي وویل، «له دې سره سره چې طالبان د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره له خپل ټول جنګي ظرفیت څخه کار اخلي، لاکن افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه اوس هم په لومړیو کرښو کې برلاسي دي.»

هغه زیاته کړه، د طالبانو د بریدونو په شنډولو سره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ثابته کړې چې هغوی کولی شي جنګ وکړي او طالبانو ته ماتې ورکړي.

په کابل کې د پوځي چارو شنونکي زلمي افغان یار وویل، طالبانو په وروستیو ورځو کې د سیمې د استخباراتي شبکو په وینا چې د هغوی ملاتړ کوي، خپل بریدونه زیات کړي دي.

هغه وویل، د هغوی دا هڅې چې ولایتونه او ښارونه ونیسي د دې لپاره یوه هڅه ده چې نړۍ والې ټولنې ته وښیي چې هغوی کولی شي چې د زور له لارې قدرت بیا ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، خو د طالبانو محاسبې غلطې وختلې.

په ملکي خلکو باندې بریدونه

د کابل په دشت برچي سیمه کې د پوهنتون یوه محصل سید محسن وویل، د جګړې په ډګر کې له ماتو خوړلو څخه وروسته، طالبانو له ملکي خلکو نه انتقام اخیستلو ته مخه کړله.

هغه په خپله سیمه کې له سیدالشهدا ښوونځي څخه بهر د غوایي د ۱۸مې په بمي برید کې د ښوونځي د لسګونو نجونو د وژنې پړه پر طالبانو ور واچوله. د ښوونځي په مخکې یو موټر بم وچاودېد، او سم چې زده کوونکیو بهر ته منډې کړې، دوه نور بمونه وچاودېدل.

دغو چاودنو، چې په داسې حال کې وشوې چې خلکو له کوچني اختر څخه مخکې سوداګانې اخیستلې، د کابل په لویدیځه برخه کې چې ډېر استوګن یې شیعه هزاره ګان دي له ۵۰ څخه ډېر کسان ووژل، چې ډېری یې ښځینه زده کوونکې وې، او له ۱۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

محسن وویل، طالبانو په لوګر ولایت کې هم په لسګونو زده کوونکي ووژل یا ټبیان کړل.‌

د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګیر وویل، طالبانو د قدرت ترلاسه کولو لپاره په خپل واک کې موجود هر نظامي تکتیک وچلاوه خو له ۲۰ کاله جنګ څخه وروسته، هغوی باید پوه شي چې جنګ د حل لاره نه ده.‌

پیګیر وویل، «د طالبانو سیاسي او پوځي مشران باید پوه شي چې هغوی د جنګ په میدانونو کې ناکام شوي دي، نو د هغوی لپاره غوره دا ده چې خپل هدفونه د مذاکراتو او سولې له لارې تعقیب کړي.»

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو یوه استازي مولوي ذبیح الحق عتیق وویل،‌ اوس د سولې لپاره یو تاریخي فرصت برابر شوی دی، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې دغه فرصت له لاسه ورنه کړي.

عتیق وویل، «طالبانو ۲۰ کاله جنګ وکړ خو هېڅ یې هم ترلاسه نه کړل. هغوی بې له دې چې له روانو خبرو سره مله شي او له حکومت سره د سولې هوکړه وکړي، بله هېڅ لاره نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د تېرو شلو کالو په ترڅ کې په اوسط ډول هره میاشت له سلو څخه تر دوو سوو پورې د حکومت وسله وال مخالفین او تقریبا په همدې شمېر کې افغان امنیتي ځواکونه او ملکي خلک وژل شوي دي. د دې ټولې ډله ییزې وژنې او وینه تویونې نتیجه څه ده؟ آیا امنیت ورسره ښه شو؟ آیا سوله ورسره راغله؟ څومره چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو پر ضد جنګ زیات شوی او د هغوی یو شمېر کسان وژل شوي، هومره د هېواد امنیت ډېر خراب شوی او تاوتریخوالی زیات شوی دی، نو په کار ده چې د افغان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت چارواکي له خپل حکمت او پوهې څخه کار واخلي او په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي، ځکه چې د طالبانو په وژلو او د هغوی پر ضد د جنګ په زیاتولو سره به سوله رانشي. که سوله په دې طریقه راتلله، په تېرو شلو کالو کې به راغلې وای، لاکن مونږ ولیدل چې جنګ له ویجاړتیا او وینو تویولو څخه پرته بل هېڅ ونه کړل، له دې امله، هغه هېوادونه چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي هغوی باید په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي او په هېواد کې یوه تلپاتې سوله ډاډمنه کړي.

ځواب ورکړئ

باید افغان زواکونه نور هم اکمال شی پر وخت اکمالات ورته وشی اوتبلیغات زیات شی اوددښمن سره سخت تبلیغاتی جنگ وشی دبی ځایه مصارفو پرځای ملایان په پیسو واخلی چه ددښمن پر ضد تبلیغات وکړی

ځواب ورکړئ