امنیت

افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نښتو په ترڅ کې په لسګونو طالب جنګیالي ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغان امنیتي ځواکونه، په داسې حال کې چې یاغیانو خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي،‌ د غبرګولي په ۳مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې سنګرونه نیسي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه، په داسې حال کې چې یاغیانو خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي،‌ د غبرګولي په ۳مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې سنګرونه نیسي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

مهترلام --افغان ځواکونو د اونۍ له پيل څخه تر دوشنبې /د غبرګولي ۳مې/ پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په جګړه کې په لسګونو تنه طالب جنګیالي ووژل.

د دفاع وزارت وویل، په دغه جنګ کې لږ تر لږه ۵۰ تنه اورپکي د داسې یوه ولایت په مرکز کې چې له کابل څخه په ۱۲۰ کیلومتره فاصله کې پروت دی ووژل شول، په داسې حال کې چې په لسګونو نور د هېواد په نورو برخو کې ووژل شول.

د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې، په ننګرهار، زابل، کندهار، هرات، بادغیس، بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل، هلمند، بغلان، کاپیسا او کابل ولایتونو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴۰ تنه طالبان ووژل شول او ۷۵ نور ټپیان شول. سربېره پر دې، افغان ملي اردو ۱۲۱ حلقې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې کشف او شنډې کړې.»

د یکشنبې په ورځ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام، چې ۱۴۰ زره کسان په کې ژوند کوي، په څنډه کې سخت جنګ ونښت.

چارواکو وویل، د جنګ په سیمه کې په یوه برخه کې د دفاع وزیر یاسین ضيأ پخپله د چارو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

ضیأ چې پخوا یې د لوی درستېز په توګه دنده ترسره کوله، په یوه ویډیوي پيغام کې وویل، «د تازه ځواکونو په رارسېدلو سره، دښمن ته درانه تلفات ور واوښتل.»

د ای اېف پي یوه خبریال راپور ورکړ چې جنګ د دوشنبې په ورځ د مهترلام په ځینو برخو کې روان وو، او زیاتوي چې په سلګونو اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.‌

د ذبیح الله په نامه د مهترلام یوه زده کوونکي وویل، د جنګ په بیا پیل کېدلو سره هغه مجبور شو چې راوتښتي.‌

په مهترلام باندې برید په داسې حال کې کېږي چې طالبان هڅه کوي نوې سیمې ونیسي.‌

د طالبانو د تلفاتو زیاتېدل

د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو او د مهمو اډو له سپارلو سره سره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه لا هم له متحده ایالاتو څخه هوایي ملاتړ ترلاسه کوي.

د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان وویل، یو کال کیږي چې هغوی د پلان جوړونې او د پوځي عملیاتو د ترسره کولو مشري پر غاړه لري او کولی شي چې په مستقل ډول د طالبانو پر ضد وجنګیږي.

هغه وویل، په وروستیو اونیو کې، طالبانو هڅه وکړه چې هلمند، کندهار، بغلان، هرات، فراه او غزني ولایتونه ونیسي.‌

هغه د غوایي په ۲۷مه وویل، نه یوازې دا چې هغوی د کوم لوی ښار یا ولایت په نیولو کې ناکام شول، بلکې ډیر تلفات هم ور واوښتل، ځکه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغوی له ۱۰۰۰ څخه ډېر جنګیالي، قوماندانان او مهم غړي ووژل.

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ماتې ورکړي او په مطلق ډول هغوی نشي کولی چې له نظامي لارې قدرت ترلاسه کړي،» او زیاته یې کړه چې څومره چې طالبان خپل بریدونه زیاتوي هومره به ډېر جنګیالي له لاسه ورکوي.

امان وویل، «طالبان باید د سولې روان فرصت نه ګټه واخلي، که نه، هغوی به له منځه وېوړل شي.»

د بغلان والي محمد اکبر بارکزي د غوایي په ۲۰مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، په بغلان ولایت کې د یوې اونۍ په ترڅ کې امنیتي ځواکونو او د ولسي پاڅون ځواکونو له ۱۳۰ څخه ډېر طالب اورپکي وژلي یا ټپي کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500