امنیت

د لغمان خلکو په بریدونو کې د وروستي ډېرښت له امله په طالبانو باندې نیوکې وکړې

د خالد زېري راپور

د سیمې اوسېدونکي د تلې په ۲۸مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې راټول شوي چې د طالبانو وروستي بریدونه وغندي او په یاده ډله باندې ټینګار وکړي چې خپل بریدونه پای ته ورسوي او سوله وکړي. [د لغمان د والي دفتر]

د سیمې اوسېدونکي د تلې په ۲۸مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې راټول شوي چې د طالبانو وروستي بریدونه وغندي او په یاده ډله باندې ټینګار وکړي چې خپل بریدونه پای ته ورسوي او سوله وکړي. [د لغمان د والي دفتر]

لغمان -- د طالبانو په ترهګریزو بریدونو کې د معلول شویو افغانانو په ګډون د لغمان ولایت له ۶۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۸مه/ راټول شول چې اورپکې ډله د سولې د هڅو په بهیر کې د تاوتریخوالي د ډېرولو له امله وغندي.

برخه والو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې غونډه وکړه او په داسې حال کې چې هغوی وویل چې دا څرګنده شوې ده چې طالبان سولې ته ژمن نه دي ځو له یادې ډلې څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو اوربند اعلان کړي. .

په داسې حال کې چې افغان حکومت او طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لسیزو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته دوام ورکوي، یاغي ډلې په وروستیو کې په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.‌

چارواکو د تلې په ۲۳مه وویل، د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د څو ورځو درنې جګړې څخه وروسته د هلمند ولایت په لسګونو زره اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شول. دغو نښتو متحده ایالات مجبور کړ چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره هوایي بریدونه ترسره کړي.

په ورته وخت کې ای اېف پي راپور ورکړ چې یوه موټربمي برید د تلې په ۲۷مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د پولیسو مرکز ته نږدې ۱۶ کسان ووژل او ۱۵۴ نور یې ټپیان کړل. په ټپیانو کې ۵ ماشومان، ۹ ښځې او ۲۶ د امنیتي ځواکونو غړي هم شامل ول.‌

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی اخیستی، خو ځایي خلکو یې پړه پر طالبانو اچولې ده.

غونډې ته په خبرو کې د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلومیار په قطر کې په دواړو مذاکره کوونکیو لوریو باندې غږ وکړ چې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي او د تلپاتې سولې لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخلي.‌

د غونډې نورو وینا والو زیاته کړه چې،‌ د لغمان قومي مشران، دیني عالمان او د پارلمان غړي به د سولې لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه کړي او د طالبانو د ډلې غړو سره به وګوري.‌

د قرغیو ولسوالۍ د قومي او ټولنیزې شورا رییس حاجي شاه مردخان له جنګي لوریو څخه وغوښتل چې سمدلاسه اوربند اعلان کړي او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې په ملکي خلکو باندې رحم وکړي او د هغوی د وطن ورانول ودروي.

هغه د غوندې برخه والو ته په وینا کې وویل، «طالبانو په هلمند کې داسې جنګ جوړ کړی چې په لسګونو زره خلک یې مجبور کړل چې خپل کورونه پرېږدي. دا ټول له دې امله وشول چې طالبانو یرغل پیل کړ.»

هغه زیاته کړه، «یو طرف ته هغوی د سولې خبرې کوي، لاکن بل طرف ته یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.»

شاه مردخان وویل، «موږ ستړي او پرېشان شوي یو، او زموږ ماشومان له زده کړو څخه محروم شوي دي. دلته موږ روغتونونو ته نشو رسېدلی، او زموږ ښځې په کورونو کې ماشومان زېږوي.‌ دا زموږ له ژوند سره لوبې کول دي.»

تاوتریخوالی د حل لاره نه ده

خان وویل، «زه طالبانو ته وایم چې هغوی باید له خدای او قران څخه ووېرېږي. که هغوی په ریښتیا مسلمانان او دیني عالمان وي، هغوی باید سوله وکړي ځکه چې سوله ضروري ده. دې تالار ته وګورئ، له خلکو نه ډک دی. دا ټول دلته د دې لپاره راغلي چې سوله وغواړي، او موږ سوله غواړو.»

ګل مرجان نیازي چې یوه سترګه یې په جنګ کې له لاسه ورکړې ده، وویل، د افغانستان لپاره د حل یواځینۍ لاره سوله ده.

هغه وویل، «کاش چې دلته جنګ نه وای او اوس ما کولی شوای چې تاسو په دواړو سترګو ووینم. اوس زه له یوه معلولیت سره ژوند کوم، او زه د دغه ۱۸ کلن جنګ یو قرباني یم.»

ګل مرجان زیاته کړه، «که طالبانو په تېرو ۱۸ کالونو کې څه لاس ته را وړي وي، موږ ته دې ووایي چې څه دي؛ که نه، هغوی باید سوله وکړي ځکه چې د جنګ ګټه یواځې پردیو ته رسیږي.»

هغه وویل، «یو طرف ته تاسو [طالبان] د مذاکراتو مېز ته کېنئ، او بل طرف ته په هلمند کې ملکي خلک له کورونو نه باسئ، او په لغمان کې موټربمي بریدونه کوئ او د ننګرهار په غني خېلو کې ملکي خلک وژنئ.»

«دا د حل لاره نه ده. د حل لاره سوله او اوربند دی.»

په لغمان کې یوه قومي مشر تورجان سهاک هم په غونډه کې خبرې وکړې او د طالبانو وروستي بریدونه یې وغندل.

سهاک وویل، «موږ ډېر ستړي یو ځکه چې جنګ موږ خراب کړو او موږ نشو کولی چې نور یې تحمل کړو. که تاسو یې جهاد بولئ او که هر څه، نور بس دی. نړۍ وال ځواکونه روان دي، نو تاسو بیا ولې خپل ورونه وژنئ؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500