امنیت

افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو د ډېرېدلو په ترڅ کې په لغمان کې پوځي عملیات پیل کړل

د خالد زېري راپور

د افغان ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال زلمی نبرد د لیندۍ په ۱۱مه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو خوځښت څاري. [د لغمان د والي دفتر]

د افغان ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال زلمی نبرد د لیندۍ په ۱۱مه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو خوځښت څاري. [د لغمان د والي دفتر]

جلال اباد -- له افغان حکومت سره په دوحه کې د مذاکراتو پر مېز د سولې په خبرو کې د پرمختګ له ژمنې سره سره، طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بریدونه زیات کړي دي.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د افغان ملي اردو په مشرۍ د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د وژلو د مخنیوي لپاره د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

چارواکو وویل، ګډو افغان ځواکونو د لیندۍ د ۶مې او ۱۱مې تر منځ، د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې شپږ کلي له طالبانو څخه پاک کړل.

د ۱ پلې لوا قوماندان او د عملیاتو مشر برید جنرال زلمي نبرد د دولت شاه ولسوالۍ په لوی کلي کې خبریالانو ته وویل، «دا عملیات موږ وروسته له هغه پیل کړل چې لومړی طالبانو د محلي پولیسو د تلاشۍ پر پوستو برید وکړ او درې پوستې یې ونیولې.»

هغه وویل، حکومت ټولې پوستې بېرته ونیولې او شپږ کلي یې چې پخوا د طالبانو تر واک لاندې وو له یاغیانو څخه پاک کړل.

نبرد وویل، «موږ د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د پنځو مهمو قوماندانانو په ګډون ۳۰ تنه طالب جنګیالي ووژل. موږ له طالبانو څخه ډېرې سیمې هم ونیولې، او پاتې نورې به یې هم تصفیه کړو.»

هغه وویل، دغه عملیات به تر هغه وخته پورې روان وي څو چې ټوله ولسوالي له طالبانو څخه ازاده شي.

د طالبانو دوه مخي

د طالبانو له خوا په بریدونو کې زیاتوالی د افغانانو له انتقاد سره مخامخ شو او له یادې ډلې څخه یې وغوښتل چې له دې منافقت څخه لاس واخلي چې یو طرف ته په قطر کې له افغان حکومت سره مذاکرات ترسره کوي او بل طرف ته د ملکي خلکو د وژلو یا ژوبلولو لپاره د بریدونو ترسره کولو ته دوام ورکوي‌.‌

د دولت شاه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي انوارالله ګلاب وویل، «زه په دې نه پوهېږم. یو طرف ته، طالبان د سولې کولو په هکله خبرې کوي، خو بل طرف ته، هغوی جنګ ډېر زیات سخت کړی دی. کله چې زه دولت شاه ته لاړ شم، هلته تل جنګ وي. پخوا داسې نه وو.»

هغه وویل، «سوله کول او په عین وخت کې جنګ کول -- ما د نړۍ په هېڅ ځای کې داسې نه دي لیدلي.»

ګلاب وویل، «په دې یخ ژمي کې ډېر خلک مجبور شول چې له خپلو کورونو څخه وتښتي او د پردیو خلکو په کورونو کې پناه واخلي. هغوی ټول غریب دي. دا ټول د طالبانو له لاسه وشول. هغوی د تلاشۍ پر پوستو بریدونه وکړل، او اوس حکومت غواړي چې هغه پوستې بېرته ونیسي، او په دې توګه جنګ کیږي.»

هغه وویل، «زه په طالبانو باندې غږ کوم چې جنګ ودروي. د سولې خبرې په قطر کې روانې دي. که د سولې خبرې ناکامې شي، بیا دا هغوی پورې اړه لري چې جنګ کوي که نه، خو اوس د جنګ وخت نه دی.»

دواړو لوریو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ وویل، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې مذاکرات بل پړاو ته د پرمختګ لپاره چمتو دي.

دغه کتنې چې د وږي په ۲۲مه پیل شوې، د اجندا، کړنلارې او د بحثونو او پرېکړو لپاره د فقې په سر د اختلافاتو له امله ځنډېدلې وې.

خلک ژمنه کوي چې د اورپکو پر ضد به ودرېږي

په دولت شاه ولسوالۍ کې یوه دوکاندار قریب الرحمان وویل،طالبان په دوامداره توګه د افغانانو لپاره ژوند له ستونزو څخه ډکوي.‌

هغه وویل، «چېرې چې طالبان وي، هلته ژوند نشته. زموږ زامن او لوڼې نشي کولی چې ښوونځیو ته لاړ شي. موږ ژوند نه لرو. موږ سولې ته تږي یو، او طالبان باید دا جنګ پای ته ورسوي. که هغوی کولی شوای چې د جنګ له لارې بریا ترلاسه کړي، څو کاله مخکې به یې ترلاسه کړی وای.»

د لغمان د ولايتي شورا یوه غړي ګلزار سنګروال وویل، په دولت شاه ولسوالۍ کې عملیات باید تر هغه وخت ونه درول شي څو چې طالبانو ته ماتې نه وي ورکول شوې.

هغه وویل، «کله چې عملیات پای ته ورسیږي او عسکر ټولې سیمې ونیسي، هغوی باید نوې امنیتي پوستې جوړې کړي او حکومت باید ساختماني پروژې تطبیق کړي.»

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي وویل، «عملیات روان دي. ځایي خلکو ژمنه کړې چې هغوی به د طالبانو پر ضد ودریږي او خپل حقونه به وغواړي.‌ موږ به نوې پوستې جوړې کړو او ټولې سیمې به خوندي کړو.»

هغه وویل، «د دغو عملیاتو له پای ته رسېدلو څخه وروسته به موږ په دولت شاه کې یو شمېر پروژې تطبیق کړو. موږ به د ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړو. موږ به ټولې هغه ساختماني پروژې چې طالبانو یې اجازه نه ورکوله تطبیق کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500