ټولنه

د افغان ځوانانو د سفر پروګرام ولایتونو ته د سولې پیغامونه رسوي

د خالد زېري راپور

د «وطندار» ګروپ غړي له نورو ځایي خلکو سره یوځای د سلواغې په ۲۸مه د لغمان په سراج کلا کې اتڼ کوي. [خالد زېری]

د «وطندار» ګروپ غړي له نورو ځایي خلکو سره یوځای د سلواغې په ۲۸مه د لغمان په سراج کلا کې اتڼ کوي. [خالد زېری]

لغمان -- د ۲۱ ولایتونو افغان ځوانان د حکومت له خوا په لاره اچول شوي پروګرام په لړ کې په هېواد کې بېلابېلو سیمو ته سفرونه کوي چې د سولې پیغام ورسوي او د نورو ځایي کلتورونو په هکله معلومات ترلاسه کړي.

«وطندار» نوښت یو کال مخکې د محلي اورګانونو د خپلواکې ادارې له خوا پیل شو.‌

د دې پروژې په لړ کې، ۷۰ کسیزه یو ګروپ د سلواغې په ۲۸مه د یوې ورځې په مخه د لغمان ولایت مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ ته سفر وکړ. هغوی تاریخي ځایونو ته لاړل او له ځایي خلکو سره یې د سولې په هکله خبرې وکړې.

د دغه ګروپ ډېر غړي په لومړي ځل لغمان ته لاړل.‌

د پروګرام رییس زین الله شهیدزوی د سلواغې په ۲۸مه د لغمان د والي په دفتر کې خبریالانو ته وویل، «تراوسه پورې موږ اوو نورو ولایتونو ته سفرونه کړي ترڅو د یوې سیمې اوسېدونکي نورې سیمې وویني او ددوي د کلتور په هکله معلومات ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «زموږ ستره موخه دا ده چې د هېواد هر کونج ته د سولې پیغامونه ورسوو او په عین حال کې خپلو د سفر ملګرو ته فرصت برابر کړو چې هغه سیمې چې اوس امن دي وګوري.»

شهیدزوی وویل، «موږ شمالي او لویدیځو ولایتونو ته تللي وو،‌ او د دې ټکي په پام کې نیولو څخه پرته چې موږ چېرې یو، افغانان د سولې او مینې تږي دي. د هزاره، پښتون یا تاجک تر منځ توپیر نشته. موږ ټول افغانان یو او موږ ټول سولې ته اړتیا لرو.»

د پروګرام برخه والو د هېواد د هغو برخو په لیدلو سره چې پخوا یې نه وې لیدلې خوښي څرګنده کړه. په دې کې داسې سیمې هم وې چې پخوا د جګړې له امله ناامنه بلل کېدلې.

د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکي محمد عوض وویل،‌ «زه به د لغمان یا د ختیځو ولایتونو د نورو سیمو د نوم په اورېدلو ډارېدلم ځکه ماته ویل شوي وو چې هغه ولایتونه ناامنه دي.»

هغه زیاته کړه، «خو اوس، زه ډېر خوشحال یم چې دلته راغلی یم چې د دې ځای خلک او ښکلا ووینم.»

محمدي وویل، «دا ټول د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو برکت دی. موږ سولې ته تږي یو، او موږ غواړو وکولی شو چې غرونو ته وخېزو، اخوا دې خوا وګرځو او د خپل هېواد ښکلا وګورو. که طالبان وي که کومه بله ډله،‌ هغوی باید سوله وکړي او جګړه پای ته ورسوي.»

دلته ډېره زیاته مینه ده

هغه وویل، «موږ په لغمان کې د سراج تاریخي کلا ولیدله او د سولې په نامه یو باغ مو جوړ کړ چې هلته د هر ولایت کسانو یوه یوه ونه وکرله. همدارنګه، موږ په مهترلام بابا زیارت کې دعا وکړه او د لغمان په یوه بله سیمه ګمبېري کې مو د یوې لوبې ننداره وکړه.»

حافظ سعیدي چې له سرپل ولایت څخه لغمان ته راغلی وو، په دې خوښي څرګنده کړه چې سیمې ته راغلی او د ملي یووالي په پیاوړي کولو کې برخه اخلي.

سعیدي وویل، «موږ ټول سره ورونه او خویندې یو. موږ نه غواړو چې نور سره ووېشل شو او یو د بل پر وړاندې تعصب وکړو. موږ له لیرې ولایتونو څخه راغلو چې د دوستۍ او جوړجاړي درس ورکړو، خو موږ چې دلته کومه مینه ولیدله مونږ حیران شوو.»

«زه به له ځان سره د دې ځای په هکله یوه ښه خاطره وېسم او د خپل ولایت اوسېدونکیو ته به ووایم چې د ختیځو ولایتونو خلک له سولې سره څومره مینه لري.»

د لغمان له لیدلو څخه وروسته د سلواغې په ۲۹مه برخه وال ننګرهار ولایت ته لاړل. هغوی تاریخي ځایونه او کتابتونونه ولیدل او بیا یې دره نور ولسوالۍ ته سفر وکړ چې پشه یي کلتور له نژدې څخه وویني.

د وطندار نوښت ویاند عزت الله پامیر وویل، «دا یوه ښه لاره ده چې د سولې پیغام ورسول شي او بېلابېل کلتورونه سره نژدې کړي. دا ډول پروګرامونه ښیي چې افغانانو اوس کرکه پرېښې او په خپله نېکمرغۍ باندې تمرکز کوي

هغه وویل، «د لیرې پرتو سیمو خلک سولې ته اړتیا لري. که په دې هېواد کې سوله وي، افغانان به بالاخره دا فرصت ولري چې خپل ژوند پرمخ بوځي.»

پامیر زیاته کړه، «موږ به دا پروګرام نورو ولایتونو ته هم پراخ کړو.‌ موږ به د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي د هېواد شمال او جنوب ته بوځو چې یو د بل په هکله خبر شي او د سولې د راوستلو په هکله خپل نظرونه سره شریک کړي.»

د وطندار پروژې یوه برخه وال ګلاب ابراهیمي وویل، «که د متحده ایالاتو، طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې یوې ګټورې نتیجې ته ورسېږي، زه به نورستان او په لغمان کې د دولت شاه غرونو ته لاړ شم.»

که د اونۍ په مخه شوی اورکم بریالی شي، متحده ایالات پلان لري چې د شنبې په ورځ /د کب ۱۰مه/ په قطر کې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500