امنیت

په لغمان کې د عملیاتو په پراختیا سره د داعش جنګیالي مجبور شول چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي

د خالد زېري راپور

د لغمان ولایت لپاره د داعش د تش په نامه والي مولوي فیروز په ګډون د یادې ډلې دېرشو غړو خپل ځانونه د ۱۳۹۸ د کب په ۲۹مه مقاماتو ته تسلیم کړل. [خالد زېری]

لغمان -- د لغمان ولایت لپاره د داعش د تش په نامه والي مولوي فیروز په ګډون د یادې ډلې دېرش غړي د ۱۳۹۸ د کب په ۲۹مه مقاماتو ته تسلیم شول.

د لغمان والي آصف ننګ د تسلیمۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «د داعش دغو جنګیالیو... د لغمان په الینګار ولسوالۍ او د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ او نورو برخو کې فعالیت کاوه.»

هغه وویل، «دغه جنګیالي غولول شوي وه او داسې یې ګڼله چې د اسلام لپاره جنګ کوي. خو دوی اوس په حقیقت پوه شوي دي چې دا جنګ د اسلام لپاره نه دی، نو دوی راستانه شول او د لا نورې وینې تویېدا د مخنیوي لپاره یې خپلې وسلې په ځمکه کیښودې.»

ننګ زیاته کړه، «د دې جنګیالیو د فعالیت اصلي سیمه کونړ ولایت وو، له دې امله، د دوی تسلیمي به په سیمه کې د امنیت په پرمختګ کې یو ډېر مثبت تاثیر وکړي.»

په لغمان ولایت کې ځایي چارواکي د کب په ۲۹مه د داعش تسلیم شوي اورپکي په مهترلام کې رسنیو ته ورښیي. [آصف ننګ/فیسبوک]

په لغمان ولایت کې ځایي چارواکي د کب په ۲۹مه د داعش تسلیم شوي اورپکي په مهترلام کې رسنیو ته ورښیي. [آصف ننګ/فیسبوک]

هغه وویل، «د دې جنګیالیو لپاره به له دوی او د دوی د کورنیو له غړو سره ټوله اړتیا وړ مرسته په پام کې ونیول شي او امنیت او کاري فرصتونه به ورته برابر کړای شي.»

برید جنرال غلام حیدر رحمانزوی وویل، زیاتو شویو امنیتي عملیاتو د داعش اورپکي دې ته مجبور کړل چې خپله جګړه ودروي.‌

هغه په یادو مراسمو کې وویل، «نن د لغمان ولایت لپاره د داعش د تش په نامه والي په ګډون د یادې ډلې دا جنګیالي تر ډېره د دوی پر ضد د افغان ځواکونو د ترسره شویو عملیاتو له برکته حکومت ته تسلیم شول ځکه چې امنیتي ځواکونو په دوی باندې د فعالیت کولو ساحه ورتنګه کړه.»

رحمانزوی وویل، د داعش دا غړي د لغمان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي دي.‌

محاصره شوي

د داعش تسلیم شوی والي فیروز وویل،‌ د هغه ډلې وروسته له هغه جنګ پرېښود چې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو هغوی محاصره کړل او برید یې پرې وکړ.‌

هغه خبریالانو ته وویل، «موږ د کونړ ولایت په چپه دره، ماڼوګي او نورو ولسوالیو کې فعالیت او جنګ کاوه. زموږ ډېر جنګ د طالبانو پر ضد وو.»

فیروز زیاته کړه، «هلته موږ سخت محاصره شوو. هم حکومتي ځواکونو او هم طالبانو دواړو په موږ باندې بریدونه کول. موږ له تسلیمۍ څخه پرته بله لاره نه لرله.»

هغه وویل، «زموږ د تسلیمېدا تر شا یو بل دلیل دا وو چې موږ پوه شوو چې دا جنګ د اسلام لپاره نه دی. دواړو خواوو ته افغانان مري، نو ولې باید موږ خپل افغانان ووژنو او د هغوی کورونه ویجاړ کړو؟»

د مدني ټولنې یوه فعال او د لغمان ولایت اوسېدونکي ګلاب ابراهیمي وویل هغه هیله لري چې د اورپکو په تسلیمېدلو سره به په سیمه کې امن زیات شي.

هغه وویل، «موږ ډېر خوښ یو چې حتی یو کس راشي او خپلې وسلې کېږدي، ځکه په دې کار سره تاوتریخوالی کمیږي او امنیت ورسره وده کوي. دا جنګ په موږ باندې تپل شوی دی. اوس باید موږ پوه شو چې هېڅ خارجی به زموږ هېواد بیا جوړ نه کړي. موږ باید پخپله کار وکړو او سخت کار وکړو.»

هغه زیاته کړه، «همدارنګه، موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې خپله جګړه ودروي او سوله وکړي. جنګ موږ ته له بدبختۍ څخه پرته نور هېڅ هم رانه کړل، نو ولې باید موږ دوام ورکړو؟ راځئ چې له اوس نه د سولې لپاره کار وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500