امنیت

په ننګرهار کې د داعش په لسګونو نورو جنګیالیو وسلې پر ځمکه کېښودلې

د خالد زېري راپور

په ننګرهار ولایت کې ځایی مقاماتو د لیندۍ په ۴مه د داعش ۴۰ نور جنګیالي رسنیو ته ور وښودل. دغه جنګیالي په وروستیو وختونو کې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.‌ [خالد زېری]

ننګرهار -- د ننګرهار ځایی مقاماتو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۴مه/ د داعش ۴۰ تنه نور جنګیالي چې په وروستیو وختونو کې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو، رسنیو ته ور وښودل.

د تسلیم شویو په ډله کې ځینې معیوب ول او د حکومت او طالبانو پروړاندې جګړه کې یې پښې یا لاسونه له لاسه ورکړي ول.‌

د ننګرهار د والي مرستیال تمیم عارف په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل، «د داعش د هغو جنګیالیو په ډله کې چې د لیندۍ د ۱ او ۴مې تر منځ په اچین او خوګیاڼو ولسوالیو کې له خپلو وسلو سره تسلیم شول، ۳۰ پاکستانیان، دوه ترکان او ۳۰ نور د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي.»

د مقاماتو په وینا، ۲۲ نور جنګیالي د دې له امله رسنیو ته ور ونه ښودل شول چې مقاماتو د تسلیمۍ په هکله د جوړو شویو مراسمو پر وخت لا جلال اباد ته را انتقال کړي نه ول.

په ننګرهار ولایت کې ځایی مقامات تسلیم شوي داعشي اورپکي د لیندۍ په ۴مه په جلال اباد کې رسنیو ته ورښیي. [خالد زېری]

په ننګرهار ولایت کې ځایی مقامات تسلیم شوي داعشي اورپکي د لیندۍ په ۴مه په جلال اباد کې رسنیو ته ورښیي. [خالد زېری]

عارف وویل، داعش په ننګرهار کې مات شوی خو بیا هم د یادې ډلې پر ضد هوایي او ځمکني عملیات روان دي.

هغه وویل، «په یو څو ځایونو کې اوس هم د داعش جنګیالي شته. هغوی ځپل شوي او وبه نشي کولی چې بیا سر راپورته کړي. د هغوی له ډلې څخه څه کسان په ځینې ځایونو کې پټ شوي. هغوی له خپلو ښځو او ماشومانو سره یوځای ټول تسلیم شوي، او پاتې نور به یې هم ژر تسلیم شي.»

د ننګرهار د ملي امنیت رییس جنرال نظرعلي واحدي وویل، «موږ داعش ته داسې درس ورکړی چې پرې به نه ږدي چې دا دښمن بیا قوت ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «موږ هغوی ته داسې ماتې ورکړې چې هغوی نه پوهېږي ... چې چېرته وتښتي ځکه چې زموږ زړور عسکر هغوی تعقیبوي.»

د دې میاشتې په لومړیو کې، د اچین ولسوالۍ په باندر او مامند درو کې د داعش ۱۸۳ جنګیالي تسلیم شول. له هغوی سره ۱۹۰ ښځې او ۲۰۸ ماشومان هم ملګري ول.

د تسلیمۍ وخت

یوه تسلیم شوي جنګیالي رسول خان چې د کندوز ولایت وو، وویل چې هغه د خوګياڼو ولسوالۍ په توره بوړه سیمه کې فعالیت کاوه او دوه کاله مخکې له داعش سره یوځای شوی وو.

خان وویل، «زه د وخت په تېرېدلو سره پوه شوم چې داعش د جهاد په نامه خلک وژل او په دې ګناه کې زه هم شریک وم خو ما بله هېڅ لاره نه لرله. که داعش مې پرېښوده، هغوی زه وژلم، او له همدې امله زه مجبور شوم چې ورسره پاتې شم.»

خان وویل، «کله چې موږ د طالبانو او حکومت له خوا محاصره شوو، موږ پوه شوو چې د تسلیمۍ لپاره مناسب وخت دی. موږ ۱۵ ورځې مخکې له امنیتي ځواکونو سره ارتباط ونیو او هغوی ته مو وویل چې موږ تیار یو چې تسلیم شو، وروسته موږ راغلو او ځانونه مو تسلیم کړل.»

د داعش یوه بل غړي قمرالدین چې اصلا د پاکستان د قبایلي ضلعې اورکزي اوسېدونکی دی، وویل،‌«هلته داسې یو اصل موجود وو چې کله به زموږ یو جنګیالی وژل کېده، د هغه مېرمن به بل جنګیالي ته ودېدله. هلته داسې ښځې هم وې چې درې یا څلورو سړیو ته یو په بل پسې واده شوې وې. په جنګ کې د په شاتګ اجازه نه وه.»

هغه وویل، «هر څوک به چې د جګړې له میدان څخه ووت هغه به نورو اورپکو واژه.‌ هغوی موږ مجبورولو چې جنګ وکړو.»

هغه زیاته کړه، «موږ په خپله سیمه [د پاکستان اورکزي] کې له جګړې څخه راوتښېدلو او په اچین کې مېشت شوو، او یو ښه د عزت ژوند مو جوړ کړ. کله چې داعش دې سیمې ته راغی، موږ بل داسې ځای نه درلود چې لاړ شو او ژوند په کې وکړو. هغوی موږ ته وویل چې له هغوی سره یوځای شو که نه هغوی به موږ وژلي وای، نو موږ مجبور شوو چې له هغوی سره یوځای شو.»

یوه بل جنګیالي قاهر یاد وویل، «زه دوه کاله مخکې له داعش سره یوځای شوم. هغه وخت زه د ۱۶ کالونو وم، او په مخ مې ږیره نه وه.»

هغه وویل، «یوه ورځ زمونږ قوماندان له ما سره څملاست او جنسي تېری یې راباندې وکړ. بیا نورو هم د هغه لاره تعقیب کړه. زه څو ورځې مخکې له داعش څخه راوتښتېدم او بیا ځایی پولیسو ونیولم او دلته یې راوستلم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پوښتنه دا ده چې کوم هیوادونه د داعش ملاتړ کوي؟ دویم، په قطر کې په مذاکراتو کې، یوه مسئله دا وه چې په هغوی باندې باید فشار واچول شي. څه ورځې وروسته، طالبانو په داعش باندې برید وکړ او هغوی ته یې لاره هواره کړه چې حکومت ته تسلیم شي.

ځواب ورکړئ