امنیت

په ننګرهار کې د داعش پر ضد بریالیتوبونه روان دي، نژدې ۱۰۰ جنګیالي تسلیم شول

د خالد زېري راپور

د ځایي ځواکونو له خوا د اورپکو د تصفیوي عملیاتو د پراخولو په لړ کې، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې په ټولیز ډول د داعش شاوخوا ۱۴۵۰ جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي حکومت ته تسلیم شوي دي. [خالد زېری]

جلال اباد -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۴مه/ وویل، په ننګرهار ولایت کې مقاماتو ته د داعش د ناراضي جنګیاليو د تسلیمۍ چاره روانه ده، او په دې لړ کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په جلال اباد کې د ننګرهار د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل،‌ د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د داعش شاوخوا ۱۴۵۰ جنګیالي او د هغوي د کورنیو غړي حکومت ته تسلیم شوي دي.‌

هغه دا خبرې د لیندۍ په ۱۴مه د داعش د هغو ۹۴ جنګیالیو د تسلیمۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې چې له خپلو ۷۴ مېرمنو او ماشومانو سره یوځای مقاماتو ته تسلیم شوي ول.

میاخېل وویل، «د داعش دا ټول ۹۴ جنګیالي د تېرې اونۍ په ترڅ کې په اچین ولسوالۍ کې تسلیم شوي دي. د داعش د دغو ۹۴ جنګیالیو په منځ کې،‌ یوازې ۱۴ یې افغانان، دوه ترکان، او نور ټول پاکستانیان دي.»

په ننګرهار ولایت کې ځایي مقامات د لیندۍ په ۱۴مه د داعش تسلیم شوي اورپکي په جلال اباد کې رسنیو ته وړاندې کوي. [خالد زېری]

په ننګرهار ولایت کې ځایي مقامات د لیندۍ په ۱۴مه د داعش تسلیم شوي اورپکي په جلال اباد کې رسنیو ته وړاندې کوي. [خالد زېری]

د داعش د هغو ۱۴۵۰ پلویانو په ډله کې چې د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې حکومت ته تسلیم شوي، ۴۰۰ یې جنګیالي او پاتې نور یې مېرمنې او ماشومان ول.

هغه وویل، «داعش په ننګرهار کې له منځه تللي او هغه ۱۵ یا ۲۰ جنګیالي یې چې کیدای شي په کوم ځای کې پټ وي له ډاره نشي راوتلی. که هغوی راوځي،‌ یا به تسلیمیږي یا به وژل کیږي.»

میاخېل وویل، «زه کولی شم ووایم چې د داعش جنګیالي په ننګرهار کې د منځه تلو په حال کې دي.»

یوه ناروا جګړه

د هغو کسانو له ډلې څخه چې په وروستیو کې تسلیم شوي دي ډېر یې د پاکستان د قبایلي ولسوالۍ اورکزي اوسېدونکي دي او ځینې یې په اردو خبرې کوي.

د عامر منظور په نامه یوه تسلیم شوي پاکستاني رسنیو ته وویل، «زه درې کاله او ۱۱ میاشتې مخکې له پاکستان څخه دلته راغلم. ماته ویل شوي وو چې موږ باید د اسلام لپاره په جهاد کې برخه واخلو او دا چې موږ باید د هغه لپاره ودریږو.»

هغه وویل، «وروسته له هغه چې زه دلته راغلم، زما د کورنۍ غړي -- ښځې او ماشومان -- هم له ما سره یوځای شول. موږ فکر کاوه چې هغه جهاد دی او موږ به د اسلام لپاره جنګ کوو، خو اوس موږ پوهېږو چې هغه جنګ د اسلام لپاره نه دی.»

منظور وویل، «په وروستیو ورځو کې، موږ محاصره شوو، او یخني هم ډېره زیاته وه، نو موږ تسلیم شوو.»

د ننګرهار یوه دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل، له مذهبي پلوه، د افغانانو پر ضد د ترهګرو جګړه ناروا ده.

هغه په دغو مراسمو کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «زه داعش او طالبانو دواړو ته چلینج ورکوم چې ثابتولی شم چې ستاسو جګړه د قران او حدیثو پر بنسټ غیرمشروع ده، او الله تعالی په قران کریم کې وایي چې هغه د داسې قاتلانو لپاره سخته سزا تیاره کړې ده.»

د افغانستان د دښمنانو له منځه وړل

هغه وویل، «زه په ټولو جنګیالیو باندې غږ کوم چې دا جګړه بس کړي او زموږ له قانوني او اسلامي حکومت سره یوځای شي. دا به له تاسو سره مرسته وکړي چې په دنیا او اخرت دواړو کې نېکمرغي ترلاسه کړئ.»

جلال ابادي وویل، «دا هېواد پرمختګ ته اړتیا لري. طالبان او داعش باید د خپلو ورونو وژل ودروي او د سولې لاره ونیسي. که د افغانستان د ستونزو حل په جګړه کې وای، دې جنګیالیو به ګټلې وای. هغوی یی بایلي ځکه چې هغوی په غلطه لاره روان دي، او له دې امله، هغوی باید تاوتریخوالی ودروي او عادي ژوند ته وګرځي.»

والي میاخېل د طالبانو دا ادعاوې رد کړې چې وایي د داعش په له منځه وړلو کې یې رول لوبولی دی.

هغه وویل، «وروسته له هغه چې د خوګياڼو ولسوالۍ په وزیر تنګي او د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز کې د طالبانو او داعش تر منځ پیل شوې جګړه کې طالبانو ماتې وخوړه، موږ خپل عملیات چې داعش یې مات کړ پیل کړل،‌ او طالبانو دا فرصت ترلاسه کړ چې په ځانګړیو سیمو کې ځان بیرته تنظیم کړي.»

هغه وویل، «ناټو او زموږ ځواکونو په ګډه داعش ته ماتې ورکړه، او دا چې طالبان هم زموږ دښمنان دي، موږ به هغوی هم له منځه وېسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500