امنیت

په ننګرهار کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړې سختې شوي او اوسېدونکي یې تېښتې ته اړ کړي دي

د خالد زېري راپور

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د یادې ډلې یو غړی په افغانستان کې په داسې حال کې ښیي چې له یوې کړکۍ څخه د دښمن په سنګرونو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د یادې ډلې یو غړی په افغانستان کې په داسې حال کې ښیي چې له یوې کړکۍ څخه د دښمن په سنګرونو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

جلال اباد -- ځایي خلک وایي چې د طالبانو او داعش تر منځ د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي سیمه کې بیا جنګ سخت شوی چې داعش ته په کې غټ زیانونه ور اوښتي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي سپین ګل د تلې په ۱۷مه وویل،د طالبانو سره قطعه له تېرو ۷ ورځو راهیسې په وزیرو کې د داعش پر ضد جنګ کوي.

هغه وویل، «طالبانو د وزیرو تنګی، مېلوه او نورې سیمې نیولي او د داعش جنګیاليو سیمې پرېښې دي.»

د مړو بدبویي

سپین ګل یو کال مخکې هغه وخت چې د داعش او طالبانو تر منځ جنګ پیل شو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د کږې ښارګوټي ته کډه وکړه، خو هغه وویل چې د هغه د کورنۍ ډېر غړي اوس هم په وزیرو کې ژوند کوي.‌

یو افغان سرتېری د ۱۳۹۶ د لیندۍ په ۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي سیمه کې د طالب اوپکو څارنه کوي. [خالد زېری]

یو افغان سرتېری د ۱۳۹۶ د لیندۍ په ۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي سیمه کې د طالب اوپکو څارنه کوي. [خالد زېری]

هغه وویل، «اوس هم هلته ډېر مړي پراته دي -- ځینې د طالبانو دي او ځینې نور د داعش د جنګیالیو دي. عادي ملکي خلکو سیمې پرېښي دي. طالبان له نورو سیمو څخه راغلي او د داعش پر ضد یې برید پیل کړی دی. تر اوسه پورې هغوی ډېرې سیمې نیولې دي.»

د خوګیاڼو ولسوالۍ د کوز بیار سیمې یوه اوسېدونکي محمود وویل، «هغوی یو د بل پر ضد جنګ کوي، خو هغوی محلي خلکو ته سخت زیانونه ور رسولي دي.»

هغه وویل، «هلته ژوند نشته، او معیشتونه ویجاړ شوي دي. کله چې تاسو وزیرو ته لاړ شئ او د مړو بوی احساس کړئ، له ژوند نه به مو زړه تور شي. هغوی یو بل او محلي خلک وژني. هغوی که څه دلیل ومومي حتی بزګران هم وژني.»

په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یوه قوماندان ملک مکي د تلې په ۱۷مه وویل، «طالبانو په وزیرو سیمه کې ډېرې سیمې نیولې دي او لا هم سخته جګړه روانه ده. دا جنګ په لیرې پرتو سیمو کې روان دی، خو زما د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو په جنګ کې درنې وسلې استعمال کړي دي.»

د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد رحیم وویل، طالب جنګیاليو د تورې بورې په لور پرمختګ کړی، او له داعش څخه یې ځینې سیمې نیولي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي سهراب قادري تایید کړه چې، «داعش او طالبان له څو میاشتو راهیسې د خوګیاڼو په وزیرو او نورو سیمو کې جنګونه کوي.»

هغه وویل، «زما د معلوماتو له مخې، په وروستیو نښتو کې له دواړو خواوو -- داعش او طالبانو -- څخه په لسګونو جنګیالي وژل شوي دي.»

قادري وویل، «مونږ په حکومت باندې غږ کوو چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هغسې هر اړخیز عملیات پیل کړي لکه د اچین په باندر سیمه کې یې چې ترسره کړل. بیا باید چې د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي چې د اوسېدونکو ژوند بېرته نورمال حالت ته راستون شي او هغه کسان چې له دې ځای څخه وتلي دي بېرته راستانه شي.»

افغان ځواکونو چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت یې ملاتړ کاوه د وږي په ۱۹مه یو لړ پوځي عملیات ترسره کړل چې په باندر دره کې د داعش پټنځایونه پاک کړي.

افغان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د جګړه مارو ډلو پر ضد عملیات ترسره کوي چې په سیمه کې ملکي خلک خوندي کړي.

هغه وویل، «زمونږ ځواکونه ځینې وختونه د دواړو ډلو پر ضد هوایي غورځنګونه او د توپچي بریدونه کوي،» او زیاته یې کړه چې، «دواړو خواوو ته درانه تلفات وراوښتي دي.»

خوګیاڼي وویل، «مونږ به ژر هلته عملیات پیل کړو ځکه چې دا زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسؤلیت دی چې دغه دواړه ډلې له منځه وېسي.»

هغه وویل، د تلې په ۱۲مه د جګړې له پیلېدلو څخه وروسته په لسګونو کورنیو سیمه پرېښودله او نورې کورنۍ هم د سیمې پرېښودلو ته تیاری نیسي.‌

هغه وویل، «مونږ خپله سروې پیل کړې او ژر به بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې برابرې کړو. ځینې کورنۍ د خوګیاڼو ولسوالۍ بېلابېلو برخو ته کوچېدلي، خو ځینې یې جلال اباد ښار او نورو سیمو ته راغلي دي.»

محمد فقیر په وروستیو کې د وزیرو تنګي سیمه کې له جنګ څخه راتښتېدلی او اوس یې په جلال اباد کې یو کور په کرایه نیولی دی.‌

هغه په وزیرو تنګي کې د خپل ژوند په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل، «هلته مونږ یو د عزت ژوند درلود. زما ماشومان ښوونځي ته تلل.»

هغه وویل، «په جلال اباد کې زه د ژوند تېرولو لپاره عایداتي سرچینه او پیسې نه لرم. هر څه مې چې لرل هغه مې په کرایه کې ورکړل. زه په دې سوچ کوم چې زمونږ وزیر به کله امن شي چې مونږ وکولی شو په سوله کې ژوند وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500