امنیت

د ځانګړیو ځواکونو ښځینه افسرانې په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي

د خالد زېري راپور

په عکس کې، ښځینه افسرانې د لیندۍ په ۱۱مه د ننګرهار و لایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د ښځو د خوندي کولو پر مهال لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې، ښځینه افسرانې د لیندۍ په ۱۱مه د ننګرهار و لایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د ښځو د خوندي کولو پر مهال لیدل کیږي. [آرشیف]

ننګرهار -- د روانې میاشتې په لومړیو کې د ملي امنیت ریاست ښځینه افسرانو په ننګرهار ولایت کې له خپلو نارینه همکارانو سره په تصفیوي عملیاتو کې برخه واخیسته .

دغه عملیات د لیندۍ په ۱۱مه په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد ترسره شوي ول.‌

د اچین ولسوال سادات د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ په ۲۰مه/ دا عملیات او د ښځینه امنیتي منسوبینو برخه پدې عملیاتو کې تاییده کړه.‌

د سادات په وینا، د ښځینه افسرانو د یوځای کېدلو هدف دا وو چې د سیمې کلتور ته درناوی وشي او د هغو کورونو تلاشي ممکنه کړي چې ښځې په کې وې.‌

هغه زیاته کړه، «دا یو ښه کار دی چې د کورونو د تلاشۍ پرمهال له افغان ځواکونو سره ښځېنه منسوبینې موجودې وي ځکه چې دا کار به د عملیاتو په بریالیتوب کې مرسته وکړي او د ښځو او ماشومانو د ژوبلیدو په مخنیوي کې به هم ډاډ ترلاسه شي. موږ خپل رواجونه او کلتور لرو، او د دغو ارزښتونو ته درناوی غټ کار دی.»

هغه وویل، «موږ د دې ډول کارونو ملاتړ کوو.»

د افغان ځایي پولیسو یوه قوماندان خیرمحمد وویل، «دا ځانګړي ځواکونه د شپې راغلل او د اچین ولسوالۍ په بیزو ډاګ سیمه کې یې عملیات ترسره کړل. ښځې عسکرې هم له هغوی سره راغلې، او په دې کار څخه ځایي خلک خوښ شول.»

محمد زیاته کړه، «دا لومړی ځل وو چې د تلاشۍ عملیات په دې ډول ترسره شول.»

ځایي رواجونو ته درناوی کول

هغه وویل، «موږ د دې سیمې اوسېدونکی یو او موږ پښتانه یو. کله چې سړي د سړیو له خوا تلاشي کیږي او ښځې د ښځو له خوا تلاشي کیږي، نو دا ډول عملیات بریالي وي. دا له هغوی [امنیتي ځواکونو] سره مرسته کوي چې هر څه تلاشي کړي او خپله موخه په آسانۍ سره ترلاسه کړي.»

د بیزو ډاګ سیمې یوه موټروان عصمت الله تایید کړه چې دا عملیات د هغوی په سیمه کې ترسره شول.‌

هغه وویل، «هغه شپه چې دا عملیات ترسره کېدل، موږ نشوای کولی چې له خپلو کورونو څخه بهر وځو ځکه عسکرو په لوډسپیکرونو کې ویل چې هیڅوک هم باید له خپلو کورونو څخه بهر را ونه وځي.»

عصمت الله وویل، «په دې غږونو کې موږ د ښځو غږونه هم واورېدل چې له موږ څخه یې غوښتل چې په کورونو کې دننه پاتې شو. په ورپسې سهار، کله چې موږ هغه کور ته چې تلاشي شوی وو ورغلو، موږ وموندله چې ښځینه عسکرو هم په دې عملیاتو کې برخه اخیستې وه.»

هغه زیاته کړه، «زه پښتون یم، او دا ځواکونه دلته د دې لپاره راغلي چې زموږ امنیت وساتي؛ هغوی تل زړور دي.»

هغه وویل، «دغو عسکرو دا سیمې د داعش له جنګیالیو څخه پاکې کړې. موږ په هغوی باندې ویاړوو، او موږ ډېر خوښ یو چې د عملیاتو په ترڅ کې له هغوی سره ښځېنه عسکرې موجودې وې او هغوی دغه کورونه په عزت او درناوي سره تلاشي کړل.»

د اچین ولسوالۍ د اسدخېل سیمې یوه اوسېدونکي بشرګل وویل، په عملیاتو کې د ښځو حضور «یو غټ کار دی چې زه یې درناوی کوم. که د عملیاتو په ترڅ کې ښځې زموږ ځواکونو سره ملګرې وي، زموږ ځواکونه به بریالي او دښمن به ناکام شي.»

هغه وویل، «موږ اورېدلي وو چې کله نارینه عسکر په ډېرو سیمو کې عملیات ترسره کړي، د داعش او طالبانو جنګیالي د ښځو په جامه کې تښتي ځکه چې سړي د ښځو تلاشي نه کوي، خو که له ځواکونو سره ښځې عسکرې ملګرې وي، کېدای شي چې دا عملیات په اسانۍ سره بریالي شي.»

دا وروستي عملیات وروسته له هغه ترسره کیږي چې افغان چارواکو تېره میاشت اعلان وکړ چې داعش په ننګرهار کې ماتې خوړلې ده.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د لړم په ۱۹مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې خبریالانو ته وویل، «په ننګرهار کې داعش مات شوی او مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.»

هغه وویل، «موږ به ژر د هغوی وروستي مرکزونه ویجاړ کړو. موږ به د خلکو په مرسته هغوی له منځه وېسو. د هغوی ځینې کوچني واحدونه تسلیمیږي: نور کوچني واحدونه به په نورو ولایتونو کې له منځه وېوړل شي.»

هغه وویل، «داعش په افغانستان کې په بشپړ ډول مات شوی دی.»

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لیندۍ په ۱۴مه د داعش د ۹۴ جنګیالیو د تسلیمۍ په مراسمو کې په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل چې د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د داعش شاوخوا ۱۴۵۰ جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي حکومت ته تسلیم شوي دي.

میاخېل وویل، «زه کولی شم ووایم چې د داعش جنګیالي په ننګرهار کې د ویجاړتیا په درشل کې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

رحمت الله

ځواب ورکړئ