امنیت

ښځینه پولیس افسرانو د زابل په امنیت کې ښه والی راوستی دی

د رازق کندهاري راپور

یوه ښځینه پولیس افسره (ښۍ) د زمري په ۱۸مه د زابل ولایت په مرکز قلات کې لیدل کیږي. [له لال جان افغان څخه د عکس له امله مننه]‌

یوه ښځینه پولیس افسره (ښۍ) د زمري په ۱۸مه د زابل ولایت په مرکز قلات کې لیدل کیږي. [له لال جان افغان څخه د عکس له امله مننه]‌

قلات -- چارواکي وایي چې په زابل ولایت کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو په ډېرېدلو سره امنیت پياوړی شوی دی.

د زابل ولایت امنیه قوماندان سمونمل سعید معراج الدین سادات وایي، په ځانګړې توګه د کورنیو جرمونو شمېر کم شوی دی.

هغه وویل، دا ځواک په بېلابېلو پېښو کې ښځو ته وظیفه ورکوي چې مشکوک کورونه تلاشي کړي، او دغه تکتیک په پولیسو د خلکو اعتبار زیات کړی دی.

سادات وویل، « زمونږ په لیکو کې ۱۸ ښځینه پولیس افسرانې موجودې دي. په ټیمونو کې د ښځینه پولیس افسرانو له موجودیت څخه پرته زمونږ عملیات ناشوني دي. مونږ خپل عملیات د هغوی په مرسته ترسره کوو، او کله چې اړتیا وي، هغوی له مونږ سره د کورونو په تلاشي کولو کې مرسته کوي. دغه حالت د عامو خلکو په فکرونو باندې مثبت تاثیر کړی دی.»

یوه ښځینه پولیس روزونکې (چپه) د زمري په ۱۸مه په قلات کې د زابل ولایت په امنیه قوماندانۍ کې نورو ښځینه پولیسانو ته د تمانچې د کارولو روزنه ورکوي. [له لال جان افغان څخه د عکس له امله مننه]‌

یوه ښځینه پولیس روزونکې (چپه) د زمري په ۱۸مه په قلات کې د زابل ولایت په امنیه قوماندانۍ کې نورو ښځینه پولیسانو ته د تمانچې د کارولو روزنه ورکوي. [له لال جان افغان څخه د عکس له امله مننه]‌

یوه ښځینه پولیس افسره د زمري په ۱۸مه یوه ښځه د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ ته له ننوتلو څخه مخکې تلاشي کوي. [له لال جان افغان څخه د عکس له امله مننه]‌

یوه ښځینه پولیس افسره د زمري په ۱۸مه یوه ښځه د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ ته له ننوتلو څخه مخکې تلاشي کوي. [له لال جان افغان څخه د عکس له امله مننه]‌

هغه وویل، «ښځینه پولیسو د امنیت په یقیني کولو او د جرمونو په راکمولو کې یو غټ رول لوبولی دی،» او زیاته یې کړه چې هڅې روانې دي چې د هغوی شمېر زیات کړای شي.

هغه وویل، «مونږ هڅه کوو چې د ولسوالیو په سطحه هم پولیسانې مقررې کړو ځکه چې هغوی د ولایت په مرکز قلات کې یو مهم رول لوبولی دی. مونږ به هڅې وکړو چې نورې خویندې هم مقررې کړو چې هغوی له خپلو ورونو سره یوځای په ولسوالیو او کلیو کې امنیت یقیني کړي.»

له ملکي خلکو سره مرسته کول

یوې پولیس افسرې مدینې خاکسار وویل، «زه په دې ویاړم چې زه د خپلو ورونو تر څنګ زمونږ د خلکو وقار او امنیت ساتم.»

هغې وویل، «زه د خدای شکر پر ځای کوم چې زمونږ ښځینه پولیسانو له ملکي خلکو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي او ملکي خلک له مونږ سره ډېره مرسته کوي. زمونږ له هېواد څخه دفاع په سړیو او ښځو دواړو باندې لازمه ده

هغې وویل، «مونږ معمولاً له نارینه پولیسو سره یو ځای ځانګړي عملیات ترسره کوو. مونږ له هغوی سره یو، او کله چې اړتیا وي، مونږ د پام وړ کورونه د هغوی په اجازه تلاشي کوو.»

هغې وویل، «ښځې په ریښتیا سره په هغې طریقه چې مونږ پرې ورسره چلند کوو خوښې دي، تر دې چې ځینې وختونه هغوی مونږ ته د مشکوکو کسانو او پېښو په هکله معلومات راکوي.»

مدینې خاکسار له طالبانو څخه وغوښتل چې جنګ ودروي او له افغانانو سره اوږه په اوږه د وطن دفاع وکړي.

هغې وویل، «د خدای لپاره، راځئ او له مونږ سره یو ځای له هېواد څخه دفاع وکړئ او امنیت په کې راولئ. د نورو د ګټو لپاره جنګ کول بس کړئ. مونږ ستاسو خویندې یو. افغانان به تر څه وخته پورې د جنګ قرباني کیږي؟ له مونږ سره یوځای شئ او سوله وکړئ، او د پولیسو، اردو او ملي امنیت د ځواکونو په لیکو کې د خپل هېواد خدمت وکړئ.»

یوې بلې پولیس افسرې رڼا ترین وویل، «زه له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پولیسو په لیکو کې کار کوم، او زه واقعاً نشم څرګندولی چې زه له خلکو سره څومره خوشحاله یم ځکه هر ځل چې ملکي خلک مونږ ویني هغوی مونږ ته ډېر درناوی کوي.»

هغې زیاته کړه، «هغوی له مونږ سره ډېره مرسته کوي او مونږ هڅوي، او د ملکي خلکو د هڅونې له برکته مونږ دا وړتیا ترلاسه کړې چې په زړورتیا سره د زابل د اوسېدونکو لپاره امنیت ټینګ کړو.»

ترین وویل، «مونږ، پولیسانې، ځانګړی د کار ځای لرو چې هلته مونږ خپلې ورځنۍ ضروري وظیفې ترسره کوو.»

هغې وویل، «کله چې اړتیا وي، مونږ په ځانګړیو مشکوکو ساحو کې عملیات ترسره کوو. مونږ د خدای شکر وباسو چې مونږ ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي. زمونږ ورونه [نارینه پولیس افسران] له مونږ سره ډېره مرسته کوي، او تر اوسه پورې مونږ له هېڅ ستونزو سره نه یو مخامخ شوي او نه تلفات را رسېدلي دي.»

ترین له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې په خپلو ماشومانو په ځانګړې توګه په ښځو باندې تعلیم وکړي.‌

هغې وویل، «هڅه وکړئ چې هغوی د امنیتي ځواکونو په شمول په بېلابېلو وظایفو کې ځای پرځای کړئ، چې ستاسو خپل ماشومان ستاسو وقار خوندي کړي او هیچا ته هم اجازه ور نه کړي چې زمونږ خوندیتوب وګواښي.»

ترین زیاته کړه، «زه په طالبانو غږ کوم چې د خپلو افغان ورونو وژل بس کړئ، او د خپلو خویندو او میندو د بچیانو وژل بس کړئ. له خپل هېواد څخه دفاع وکړئ او امنیت ټینګ کړئ چې مونږ د نورو د شیطاني پلانونو ښکار نشو.»

د وقار ساتونکي

یوه قومي مشر او د زابل د ولایتي شورا غړي مرتضی ناصري وویل، «زه په خدای قسم کوم چې په زابل کې د بل هر چا په نسبت ښځینه پولیسو ډېر د ملکي خلکو عزت خوندي کړی دی.»

هغه وویل، «دغه پولیسانې له عامو خلکو سره ډېر ښه چلند کوي، بېخي داسې چلند کوي لکه د هغوی د کورنۍ غړې چې وي. مونږ د هغوی د خدمت له امله ترې مننه کوو.»

هغه وویل، «راځئ چې په خپلو ماشومانو باندې تعلیم وکړو او هغوی د امنیتي ځواکونو لیکو ته ولېږو ځکه چې هغوی د بل هر چا په نسبت د دې هېواد نېکمرغۍ او امنیت ته ډېر ژمن دي. مونږ د خدای شکر وباسو چې اوس په زابل کې ډېرې پولیسانې موجودې دي. هغوی د امنیت په ټینګولو او ښه کولو کې غټ کار کړی دی.»

د زابل د ولایتي شورا یوې غړې زر بي بي هم د ښځینه پولیس افسرانو د چلند ستاینه وکړه.‌

هغې وویل، «پولیسانې له عامو خلکو سره ډېر په مهربانۍ چلند کوي. مونږ د هغوی په خدمت خوشحال یو او مونږ تل د هغوی ملاتړ کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500