امنیت

په زابل کې د طالبانو ظلمونو خلک سخت نهیلي او نا امېده کړي

د رازق کندهاري راپور

محلي اوسېدونکي او مقامات وایي چې طالب اورپکو، د چنګاښ په ۱۷مه د یوې حملې په ترڅ کې چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې یې کورونه، ملکیتونه او دوکانونه وسوزول، ظلمونه ترسره کړل. [عزیزالرحمان عزیزي]

زابل -- محلي اوسېدونکي او مقامات وایي چې طالب اورپکو، د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ د یوې حملې په ترڅ کې چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې یې کورونه، ملکیتونه او دوکانونه وسوزول، ظلمونه ترسره کړل.

د زابل والي رحمت الله یارمل وویل، طالبانو د دوشنبې په ماښام برید وکړ چې ورپسې په یوه ساعت کې دننه افغان ځواکونو هغوی ته ماتې ورکړه.‌

د یادې ولسوالۍ یوه قومي مشر محمد نبي د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸مه/ وویل، «د تېرو دوه ورځو په ترڅ کې په شاه جوی ولسوالۍ کې امنیت ډېر خراب وو. طالبانو په کورونو باندې د هاوانونو ډزې وکړې. هغوی دوکانونه وسوزول او د خلکو شخصي ملکیتونه یې ولوټل. حالت د اندېښنې وړ دی.»

پراخ لوټ تالان

هغه زیاته کړه، «حکومت باید په چټک ډول لاس په کار شي او عملیات ترسره کړي. طالبان بازار ته ننوتل او لوټ تالان یې پیل کړ.»

د طالبانو له برید څخه یوه ورځ وروسته د چنګاښ په ۱۸مه د طالب اورپکو له خوا د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې سوزول شوي کورونه لیدل کیږي. [عزیزالرحمان عزیزي]

د طالبانو له برید څخه یوه ورځ وروسته د چنګاښ په ۱۸مه د طالب اورپکو له خوا د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې سوزول شوي کورونه لیدل کیږي. [عزیزالرحمان عزیزي]

محلي چارواکو وویل، وروسته له هغه چې طالبانو د چنګاښ په ۱۷مه د ماښام خواوشا ۸ بجې د شاه جوی ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، افغان سرتېرو اورپکي له ولسوالۍ څخه وتلو ته مجبور کړل. دا عکس چې د چنګاښ په ۱۸مه اخیستل شوی هغه دوکانونه ښیي چې لا هم اور پرې بلېږي. [عزیزالرحمان عزیزي]

محلي چارواکو وویل، وروسته له هغه چې طالبانو د چنګاښ په ۱۷مه د ماښام خواوشا ۸ بجې د شاه جوی ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، افغان سرتېرو اورپکي له ولسوالۍ څخه وتلو ته مجبور کړل. دا عکس چې د چنګاښ په ۱۸مه اخیستل شوی هغه دوکانونه ښیي چې لا هم اور پرې بلېږي. [عزیزالرحمان عزیزي]

د دې ولسوالۍ یوه بل قومي مشر عبدالله اخوندزاده وویل، دغه برید ځایي خلک سخت خراب کړل.

هغه وویل، «دوکانونه ولوټل شول. ډېر عادي خلک ورک دي، او مونږ نه پوهېږو چې هغوی چېرې دي. عام خلک د طالبانو له ظلمونو څخه ستړي شوي دي. مرکزي حکومت باید په سملاسي توګه عملیات ترسره کړي.»

عبدالقیوم سخي چې د شاه جوی ولسوالۍ په بازار کې یې یو کوچنی دوکان درلود وویل، هغه خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړه.

سخي وویل، «زه د ولسوالۍ په مرکز کې یو دوکان لرم. کله چې جنګ پيل شو، حکومتي ځواکونو د ملکي خلکو د خوندي کولو لپاره په شا تګ وکړ او طالبانو ته فرصت په لاس ورغی چې د ولسوالۍ مرکز ته ننوځي.»

«کله چې هغوی [طالبان] د ولسوالۍ مرکز ته راننوتل، خپل ظلمونه یې پیل کړل. هغوی کورونو او دوکانونو ته اور ور واچاوه او خلک یې له کورونو څخه په راکش کولو را واېستل. هغوی ځینې خلک ووژل او ځینې نور یې له ځانونو سره بوتلل.»

هغه زیاته کړه، «زه یو غریب سړی یم. دا دوکان زما د ماشومانو د تغذیې یوازنۍ عایداتي سرچینه وه. هغه زما لپاره هر څه وو، خو طالبانو وسوزاوه او لوټ یې کړ.»

هغه وویل، «اوس زه مجبور یم چې یا خیر ټول کړم یا له بل چا نه پور واخلم. طالبانو زمونږ دوکانونه وسوزول او ولوټل.»

د بشریت پر ضد جنایتونه

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاء جان حق بیان د طالبانو له خوا د ترسره شویو ظلمونو خبر تایید کړ.

بیان د کابل - کندهار لویې لارې ته چې په زابل ولایت تېرېږي، په اشارې وویل، «طالبانو هلته پلونه ... ویجاړ کړل، او هغوی پلان لري چې دا لویه لاره بنده کړي. هغوی کورونه او دوکانونه وسوزول.»

«طالبانو هغه محلي کسان چې د حکومت ملاتړ یې کاوه له ځانونو سره نامعلوم ځای ته بوتلل. هغوی ډېر ظلمونه ترسره کړي دي.»

یارمل وویل، طالبان «له ډېرو کلونو راهیسې عین ډول ظلمونه ترسره کوي.»

هغه وویل، «د هغوی یوازنی هدف دا دی چې عادي خلکو ته زیان ور ورسوي او عامه شتمني ویجاړه کړي. هغوی د جګړې اخلاقو یا قوانینو ته له هر ډول درناوي څخه پرته وژنې ترسره کوي.»

هغه زیاته کړه، «زمونږ امنیتي ځواکونه په ډېر احتیاط سره عمل کوي. هغوی د دې لپاره احتیاط کوي څو ډاډمنه کړي چې ملکي خلکو ته زیان ور ونه رسېږي. که نه، دښمن دا وړتیا نه لري چې له هغوی سره نېغ په نېغه جګړه وکړي

یارمل په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګرونو په توګه کار اخلي.‌

هغه زیاته کړه، «هغوی له کورونو څخه پټنځایونه جوړ کړي او عادي ملکي خلک د انساني سپرونو په توګه کاروي. مونږ تصفیوي عملیات پیل کړي، او ژر به وکولی شو چې دښمن له شاه جوی ولسوالۍ او خواوشا سیمو څخه وباسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500