امنیت

زابل کې د ګډو امنیتي عملیاتو په ترڅ کې له ۱۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي ووژل شول

د رازق کندهاري راپور

په انځور کې، افغان ځمکني ځواکونه په داسې حال کې چې هوایي ځواک یې ملاتړ کوي د لړم په ۱۴مه د زابل ولایت له شاه جوی ولسوالۍ سره نژدې د جنرال عبدالرازق په نامه د عملیاتو په ترڅ‌ کې لیدل کیږي. [رازق کندهاری]

په انځور کې، افغان ځمکني ځواکونه په داسې حال کې چې هوایي ځواک یې ملاتړ کوي د لړم په ۱۴مه د زابل ولایت له شاه جوی ولسوالۍ سره نژدې د جنرال عبدالرازق په نامه د عملیاتو په ترڅ‌ کې لیدل کیږي. [رازق کندهاری]

کندهار -- مقامات وایي چې په زابل ولایت کې په وروستیو وختونو کې د ګډو افغان ځواکونو د یوه عملیات په ترڅ کې طالبانو ته تاریخي زیانونه وراوښتي دي.

دغه عملیات د وږي له ۱۷مې څخه د لړم تر ۲۰مې پورې ترسره شول او د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې طالبانو لخوا د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۶مه ووژل شو په نوم نومول شوي وه .‌

د ځایي امنیتي ځواکونو پر وینا، افغان ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې له ۱۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي ووژل او ۵۰ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د زابل والي رحمت الله یارمل وویل، «طالبانو د زابل په تاریخ کې هېڅکله هم داسې ماتې او تلفات نه وو لیدلي چې د شهید جنرال رازق په عملیاتو کې یې ولیدل.»

هغه وویل، «په دې عملیاتو کې، افغان امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې د زابل په شاه جوی، شینکۍ او نوبهار ولسوالیو کې له ۴۰ څخه ډېرو کلیو نه چې هلته طالبانو خوندي پټنځایونه لرل، طالبان وباسي.»

یارمل وویل، «طالبانو ته په دې عملیاتو کې تلفات او مالي زیانونه ور ورسېدل، او د زابل لپاره د هغوی مشرتابه د تل لپاره ویجاړ شو. د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې مهم طالب قوماندانان مولوي بریالی، حمدو مخلص او اسدالله او د هغوی په لسګونو نور قوماندانان ووژل شول.»

هغه وویل، «طالبانو پلان درلود چې سږ کال زابل ولایت ونیسي، خو امنیتي ځواکونو د هغوی پلانونه ورشنډ کړل. دا چې هغوی دا وړتیا له لاسه ورکړې چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، له دې امله هغوی د ماینونو په ښخولوسره د ملکي خلکو ژوبلولو ته مخه کړې ده چې ملکي خلکو ته د تلفاتو سبب کیږي.»

امنیت بیا رامنځته کول

د زابل امنیه قوماندان نجیب الله سرتېر وویل،‌ په دې عملیاتو کې افغان ملي پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت ریاست ځواکونو او کمانډو برخه درلودله.

هغه وویل، «د دغو عملیاتو هدف دا وو چې کابل - کندهار لویه لاره له طالبانو څخه پاکه کړي او په شاه جوی، نوبهار، شینکۍ او شملزو ولسوالیو کې چې ترهګرو په کې خوندي ځایونه درلودل یو شمېر سیمې تصفیه کړي.»

هغه زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې پدې وروستیو کې له طالبانو څخه پاکې شوې دي د تلاشۍ پوستې جوړې شوي دي چې امنیتي وضعه به ورسره ښه شي.‌

هغه وویل، «د دغو ځمکنیو او هوایي عملیاتو په ترڅ کې ۵۶ د سړک د غاړې بمونه کشف او پاک کړای شول او ډېری هغه لویې لارې چې طالبانو په کې ماینونه ښخ کړي وه د ترافیکو پر مخ بیا پرانستل شوې.»

سرتېر وویل، «د دې عملیاتو په ترڅ کې په شینکۍ، نوبهار، شملزو او میزانه ولسوالیو او د ولایت په مرکز کلات کې ۱۱۳ تنه ترهګر ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.»

هغه وویل، دا چې طالبان دا وړتیا نه لري چې د امنیتي ځواکونو پر ضد مخامخ جنګ وکړي له دې امله هغوی میزایل وارول پیل کړل او ماینونه یې وکرل چې ملکي خلک وژني.

هغه د لړم په ۲۵مه وویل، «هغوی د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې شااوخوا ۲۰ تنه ملکي کسان شهیدان او ټپیان کړل.»

ځایي خلکو د عملیاتو هرکلی وکړ

د زابل قومي مشرانو او د سیمې استازو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په ترسره شویو عملیاتو خوښي وښودله او ویې ویل چې په زابل ولایت کې امنیت ښه شوی دی.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان په طالبانو تور ولګاوه چې په افغانستان کې د دې لپاره جنګ کوي چې د ایران او نورو بهرنیو هېوادونو ګټې خوندي کړي.

هغه وویل، «هغوی یوازې د دې لپاره افغانان وژني چې خپل باداران خوشحال کړي، خو په جنرال عبدالرازق عملیاتو کې هغوی ته داسې بې ساری تلفات ور واوښتل چې هېڅکله به هغوی بیا په دې ولایت کې له افغان امنیي ځواکونو سره د جنګ توان پیدا نکړي.»

هغه وویل، «طالبان د دې لپاره ګولۍ وروي چې ملکي خلک ژوبل کړي او د سرک د غاړې ماینونه ښخوي چې عامو خلکو ته یې تلفات ور اړولي دي.»

حق بیان په حکومت باندې غږ وکړ چې داسې عملیات ترسره کړي چې یا طالبان د سولې خبرو ته تیار کړی یا یې له منځه وېسي.

یارمل وویل، ځایي مقامات د دې لپاره کار کوي چې په دغه ولایت کې حالات عادي او دایمي امنیت رامنځته کړي.

هغه وویل، «د بیارغونې د پروژو په تطبیقولو سربېره، موږ پلان لرو چې په دې سیمه کې یوه ځایي اردو جوړه کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوه ډېره ګټوره پاڼه ده.

ځواب ورکړئ