امنیت

د طالبانو دا ادعاوې چې په ۲۰۱۹ کې یې ولسوالۍ نیولې دي په بشپړ ډول درواغ دي

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د تېرې تلې میاشتې په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو غړی د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې ګزمه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تېرې تلې میاشتې په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو غړی د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې ګزمه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- طالبان ادعا کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې په لسګونو ولسوالۍ نیولې دي، خو په حقیقت کې یادې ډلې په تېر کال کې د ۱۴ ولسوالیو او په لسګونو کلیو کنټرول له لاسه ورکړی دی.

په یوه لیکنه کې چې د مرغومي په ۱۱مه د طالبانو په رسمي وېب سایټ خپره شوه، یادې ډلې ادعا وکړه چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د ۲۸ ولسوالیو مرکزونه نیولي دي.

افغان چارواکي وایي، دغه ادعا پروپاګند دی او هدف یې دا دی چې د طالبانو هغه پراخ زیانونه پرې پټ کړي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ور رسولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، «د طالبانو دا راپور او ادعاوې چې ۲۸ ولسوالۍ یې نیولې دي کاملا دروغ دي. د دې تر څنګه چې نه دي توانېدلي چې ان یوه ولسوالي ونیسي، تېر کال هغوی حتی ډېرې سیمې له لاسه ورکړي دي.»

په دې عکس کې چې تېر کال په ټولنیزو رسنیو خپور شو، د طالبانو د ډلې دوه غړي د خپلو مشرانو چاپ شوي معلوماتي یادښتونه لولي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې تېر کال په ټولنیزو رسنیو خپور شو، د طالبانو د ډلې دوه غړي د خپلو مشرانو چاپ شوي معلوماتي یادښتونه لولي. [آرشیف]

امان وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې «۱۴ ولسوالۍ او په لسګونو کلي» له طالبانو څخه پاک کړل.

په هغو ولسوالیو کې چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونوله طالبانو څخه ونیولې په بدخشان ولایت کې وردوج، یمګان او کران و منجان؛ په غزني ولایت کې ده یک، خواجه عمري او جغتو؛ په تخار ولایت کې درقد، ینګي قلعه، خواجه غار او بهارک؛ په هلمند ولایت کې نادعلي؛ په فاریاب ولایت کې شیرین تګاب او بلچراغ؛ او په بغلان ولایت کې دهنه غوري شاملې دي.

هغه وویل، «په ۲۰۱۹ کال کې، د طالبانو په لسګونو مهم قوماندانان، تش په نامه والیان، تش په نامه ولسوالان او ډلمشران د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ووژل شول.»

هغه زیاته کړه، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځینې عملیاتو کې «د نشه ییزو توکو د پروسیس او د ځمکنیو ماینونو د ګڼو فابریکو ویجاړول» شامل دي.

امان وویل، «یوازې په دې میاشت کې، ډېر طالب قوماندانان او ډلمشران په بېلابېلو ولایتونو کې ووژل شول.»

هغه وویل، «په سمنګانو کې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا شېرمحمد، د هرات په پشتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې د طالبانو یو مهم قوماندان او نظامي مسؤل نبي جان؛ په هرات کې د طالبانو د لوجستیک مسؤل حفیظ الله؛ په هرات کې د طالبانو ډلمشر صاحب خان؛ په بلخ ولایت کې د طالبانو ډلمشر حبیب الله (مشهور په خنجر)؛ او په سرپل کې د طالبانو یو مهم قوماندان عبدالله (مشهور په زبیر) د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.»

هغه وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه پرمختګ کوي، او د هرې ورځې په تېرېدلو سره، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ورټولېږي. افغانان به له دوه څخه تر درې میاشتو دننه د طالبانو له خوا په کنټرولېدونکیو سیمو کې کمی وګوري.»

بې بنسټه ادعاوې

په لیکنه کې، طالبانو ادعا کړې چې یادې ډلې د زابل ولایت د دای چوپان، میزانې، ارغنداب او نوبهار ولسوالیو او د تخار ولایت د خواجه غار، چاه آب، درقد او بهارک ولسوالیو مرکزونه نیولي دي.

په یادو دوه ولایتونو کې ځایي مقاماتو د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او «بې بنسټه» یې وبللې.

د زابل والي رحمت الله یارمل د مرغومي په ۱۴مه وویل، «زه د طالبانو له خوا شوې ادعاوې چې وایي د زابل ولایت ولسوالۍ یې نیولي دي، ردوم. دا ادعاوې غلطې دي.»

هغه وویل، «دا وخت چې زه له تاسو سره خبرې کوم، د ارغنداب ولسوالۍ مشران چې طالبان ادعا کوي چې هغوی یې مرکز نیولی دی، زما په دفتر کې ناست دي او خپلې ستونزې راسره شریکوي.»

هغه وویل، «۲۰۱۹ په زابل ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره له لاسته راوړنو څخه ډک کال وو. دښمن ته سختې ماتې ورکړل شوې او ونه توانېد چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.»

یارمل وویل، «په ۲۰۱۹ کال کې، موږ په درې مرحلو کې د جنرال رازق په نامه پراخ عملیات ترسره کړل.»

طالبانو د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او دوه نور کسان د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې له ولایتي چارواکو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر سره له کتنې څخه وروسته ووژل. دغه وژنه په پراخه کچه وغندل شوه.

یارمل وویل، «د طالبانو د ادعاوو پرخلاف، په دغو عملیاتو کې شاه جوی ولسوالي او ‍۱ نمبر لویه لاره له طالبانو څخه پاک شول.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو مهم قوماندانان او افراد ووژل شول او ونیول شول. په ۲۰۱۹ کال کې په زابل کې په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې شاوخوا ۶۵۰ تنه طالبان ووژل شول.»

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وویل، «تخار ولایت ۱۶ ولسوالۍ لري چې څلور یې له ګواښونو سره مخامخ دي.»

هغه وویل، «د طالبانو دا ادعاوې چې په ۲۰۱۹ کال کې یې څلور ولسوالۍ نیولې دي بې بنسټه دي. که څه هم چې طالبانو د تخار ولایت په بېلابېلو برخو بریدونه وکړل، لاکن هغوی هېڅکله هم په دې بریالي نشول چې ان د یوې ولسوالۍ مرکز هم ونیسي.»

هجري د مرغومي په ۱۴مه وویل، «هر ځل چې طالبانو برید کړی، هغوی په شا تمبول شوي او درانه تلفات وراوښتي دي. په تېرو دوه نیمو میاشتو کې په تخار ولایت کې ۲۵۰ تنه طالبان د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.»

بې سابقې ماتې

تحلیلګران وایي، په ۲۰۱۹ کال کې طالبانو له بې سابقې ماتو سره مخ شول او د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره یې تبلیغاتو او پروپاګند ته مخه کړې ده.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکی عزیز ستانکزي وویل، «په تېر کال کې، امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضی حالت ته واوښتل.»

هغه وویل، «هغوی په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو بې سابقې ګزارونه وکړل، او پوځي فشار طالبان مجبور کړل چې بالاخره د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکی امین الله شارق وویل، «۲۰۱۹ کال د طالبانو لپاره د جګړې په ډګر کې یو د ناکامۍ کال وو. د جګړې په ډګر کې د خپلو پرله پسې ناکامیو او ماتو د پټولو او د نړۍ والې ټولنې او خلکو د فریب لپاره، طالبانو یو راپور خپور کړ او ادعا یې وکړه چې لاسته راوړنې یې لرلې.»

شارق وویل، «خو حقیقت دا دی چې هغوی په ۲۰۱۹ کې هېڅ لاسته راوړنې نه لرلې.»

هغه وویل، «طالبان داسې راپورونه د دې لپاره خپروي چې نور هېوادونه یې یو واقعي ځواک وګڼي او د مذاکراتو په مېز باندې ډېر امتیازات ورکړي.»

دغه تکتیک او ورسره د ملکي وګړو په نښه کول، د مذاکراتو پر مېز په افغان حکومت او د هغه په نړۍ والو متحدینو باندې د فشار اچولو لپاره د طالبانو کړنلارې یاده ډله له ناکامۍ سره مخامخ کړې ده.

د طالبانو ځانمرګو بمي بریدګرو د لیندۍ په ۲۰مهپه پروان ولایت کې د متحده ایالاتو یوه مهمه پوځي ا‌ډه په نښه کړه چې له ۷۰ څخه ډېر ملکي کسان یې ټپیان کړل او تر رغونې لاندې یو روغتون یې سخت ویجاړ کړ.

دا برید یوازې څلور ورځې وروسته له هغه ترسره شو چې د متحده ایالاتو مرکچیانو له طالبانو سره خبرې بیا پيل کړې.

د وږي په ۱۱مه د طالبانو یوه بمي برید په کابل کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپیان کړل چې ټول ملکي خلک وه. په ورته وخت کې، اورپکو په کندوز ښار باندې برید وکړ.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال امان له یادو پېښو څخه وروسته وویل، «د طالبانو ټول هغه بریدونه چې د مذاکراتو پر مېز د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره ترسره شوي وو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا له پوره ماتې سره مخامخ شول.»

هغه وویل، «د هغوی پلان ناکام شو، او اوس افغانان پوهیږي چې طالبان دروغ وایي او نشي کولی چې ولایتونه ونیسي. هغوی یواځې ترهګري رامنځته کوي او ملکي خلک وژني څو په مذاکراتو کې د فشار د اعمال په توګه ترې کار واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پورتنۍ لیکنه کې عین حقیقت له کومو نیمګړتیاو او عیبونو څخه پرته لیکل شوی وو.

ځواب ورکړئ