اقتصاد

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د هېواد په سطحه د کوکنارو په کرنه کې د کمي راپور ورکړ

د هدایت الله راپور

یو کروندګر د غوایي په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د کوکنارو په یوه پټي کې اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو کروندګر د غوایي په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د کوکنارو په یوه پټي کې اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- ملګري ملتونه وایي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د کوکنارو کرنه چې کېدی شي د هیرویینو په څېر ناقانونه نشه ییزو توکو په تولید کې ترې کار واخیستل شي، د یوه کال مخکې وخت په پرتله ډېره کمه شوې ده.‌

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) له خوا د چنګاښ په ۵مه خپاره شوي د نړۍ د نشه ییزو توکو راپور کې راغلي چې تېر کال افغان کروندګرو په ۸۱۵ زره جریبه (۱۶۳ زره هکتاره) ځمکه باندې کوکنار کرلي وو چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په نسبت ۳۷٪ کموالی ښیي.‌

په ۲۰۱۹ کال کې د ټولو ولایتونو د هغو ځمکو په اندازه کې کموالی راغلی دی چې کوکنار په کې کرل کیږي.‌

په ننګرهار کې د کوکنارو کرنه ۸۲٪ راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لاندې ولایتونو په ډله کې په نیمروز کې ۷۸٪، کندهار کې ۴۰٪، اروزګان کې ۳۸٪، فراه کې ۳۵٪ او هلمند کې ۳۴٪ ته راټیټه شوې ده.

پولیس او ځایي چارواکي د غبرګولي په ۱۵مه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو پټي اړوي. [عکس د بدخشان امنیه قوماندانۍ اخیستی دی]

پولیس او ځایي چارواکي د غبرګولي په ۱۵مه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو پټي اړوي. [عکس د بدخشان امنیه قوماندانۍ اخیستی دی]

په راپور کې راغلي، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کالونو کې، په افغانستان کې د اپین د تولید په لویو سیمو کې د اپینو او هیرویینو دواړو قېمتونه ولوېدل چې په ۲۰۱۸ کې د کروندې په غاړه د اپینو قیمت کې ۳۷٪ او په ۲۰۱۹ کې ۲۴٪ راښکته شول. د لوړ کیفیت د هیرویینو قېمتونه په ۲۰۱۸ کې په اوسط ډول ۱۱٪ او په ۲۰۱۹ کې ۲۷٪ راولوېدل.

په راپور کې یاده شوې ده چې، «د نړۍ یواځینۍ تر ټولو لویه د هیرویینو د قاچاق لاره اوس هم د بالکان لاره ده چې د دغې لارې په اوږدو کې نشه ییز توکي له افغانستان څخه د ایران اسلامي جمهوریت، ترکیې، بالکان هېوادونو او بیا په غربي او مرکزي اروپا کې بېلابېلو ځایونو ته وړل کیږي.»

په بدخشان کې کموالی راغلی دی

په بدخشان ولایت کې چارواکو وویل، په دغه ولایت کې په ۱۳۹۸ کال کې د وړم کال په پرتله د کوکنارو کرنه ۳۰٪ راکمه شوې ده.‌

د بدخشان د والي مرستیال اخترمحمد خیرزاده وویل، دغه کموالی د افغان حکومت له خوا د کوکنارو پر ضد د مبارزې او په نړۍ وال بازار کې د نشه ییزو توکو په قېمتونو کې د لوېدلو له امله رامنځته شوی دی.

خیرزاده وویل، «حکومت پرېکړه کړې چې کوکنار له منځه وېسي، او موږ د غبرګولي په ۱۵مه په ارګو ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه [۱۰ هکتاره] د کوکنارو پټي واړول.‌»

د خیرزاده په وینا، د روان لمریز کال په ترڅ کې د دغه ولایت په ارګو، تیشکان، جرم، شهر بزرګ او وردوج ولسوالیو کې تر ډېره د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له ۲۰ زره جریبه (۴۰۰۰ هکتاره) څخه ډېره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.

خیرزاده وویل، په ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو د پټیو د اړولو کمپاین د غبرګولي په ۱۵مه پیل شو. د لومړیو پنځو ورځو په ترڅ کې، امنیتي ځواکونو له ۱۵۰ جریبو څخه ډېر د کوکنارو پټي واړول.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ مرستیال جنرال محمد هارون نجرابي وویل، «زموږ کمپاین به تر هغه وخته روان وي څو چې موږ په ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو پټي واړوو، او موږ به ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه کړو چې له دغه ناقانونه بوټي څخه ګټه واخلي.»

هغه وویل، «موږ به دغه ناوړه بوټی چې په ګرده نړۍ کې یې د افغانستان نوم بد کړی دی ختم کړو او د نشه ییزو توکو قاچاقچیان به ونیسو.»

نجرابي وویل، په تیشکان، وردوج، شهر بزرګ، راغستان، یفتل پایان او پاتې ولسوالیو کې چې کوکنار په کې کرل شوي دي، د کوکنارو د پټیو اړول تر هغه وخته روان وي څو چې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو کرنه ختمه کړای شي.

د کوکنارو کرنې ته د کروندګرو مجبورول

د بدخشان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس محمد قاید افندي وویل، طالبان او د نشه ییزو توکو قاچاقچیان کروندګر دې ته مجبوروي چې کوکنار وکري او له هغه امنیتي وضعیت څخه چې هغوی رامنځته کړی دی استفاده کوي.

افندي وویل، «طالبان هڅه کوي چې د خپلې ګټې لپاره نا ارامي زیاته کړي ځکه چې د نشه ییزو توکو قاچاقچیان او طالبان د نشه ییزو توکو له کرنې او قاچاق څخه عواید ترلاسه کوي.»

هغه وویل، د نشه ییزو توکو مافیا د بدخشان په سخته اراضي باندې، چې له پاکستان، چین او تاجکستان سره اوږده پوله لري، پانګونه کوي چې نورو هېوادونو ته نشه ییز توکي قاچاق کړي.

افندي وویل، د نشه ییزو توکو د قاچاق له امله په بدخشان ولایت کې له ۲۰۰۰۰ څخه ډېر ځوان افغانان د چرسو، اپینو او هیرویینو په ګډون د نشه ییزو توکو په بېلابېلو ډولونو روږدي شوي دي.

هغه وویل، «دا یوه جدي اندېښنه ده.»

په بدخشان کې کروندګر تاییدوي چې د نشه ییزو توکو قاچاقچیان او طالبان هغوی دې ته مجبوروي چې په خپلو ځمکو کوکنار وکري.

په درایم کې د سید الیاس په نامه یوه ۴۸ کلن کروندګر وویل، «که څه هم چې په درایم ولسوالۍ کې کروندګر له دې سره علاقه مندي نه لري چې کوکنار وکري، لاکن طالبان یې مجبوروي چې ویې کري.»

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال ثناءالله روحاني وویل، «یواځې د ۱۳۹۸ لمریز کال په ترڅ کې، د بدخشان ولایت په بېلابېلو برخو کې نږدې ۸۷ د نشه ییزو توکو قاچاقچیان له زرګونو کیلو نشه ییزو توکوو سره ونیول شول.»

هغه وویل، «موږ هڅه کوو چې په بدخشان کې خلک، په ځانګړې توګه ځوانان له دغې مرګونې پدیدې څخه وژغورو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هیواد له دهقانانو سره باید اصلاح سوی تخمونو او کیمیاوی کوډنون مرسته وشي تر څو دوی د کوکنارو د کرلو نه ډډه وکړي او حلال کښت وکري. په تیرو شلو کلونو کې حکومت د دهقاناو سره هېڅ ډول مرستې ندې کړي. که چیره حکومت له دهقانانو سره مرسته ونکړي دوی به بېرته کوکنارو کښت ته مخه کړي.

ځواب ورکړئ

د حکومت له خوا د عامه پوهاوي پروګرامونه د کوکنارو د کرنې په کمولو کې ډېر مؤثر دي ځکه چې اکثر افغان بزګران کافي اندازه سواد نه لري او په دې نه پوهیږي چې د کوکنارو کرل ناجایز او په دیني احکامو کې په ښکاره منع کړای شوي دي. د تېرو ۱۹ کالو په ترڅ کې، افغان حکومت بزګرانو ته د نشه ییزو توکو د ضررونو او د نشه ییزو توکو د نه مشروعیت په هکله خبرتیایي پروګرامونه نه دي وړاندې کړي. که افغان حکومت د نشه ییزو توکو د ضررونو او د کوکنارو د کرنې په هکله مؤثر پروګرامونه وړاندې کړي وای او بزګرانو ته یې یو بدیل برابر کړی وای، زه باوري یم چې نن به د کوکنارو کرنه صفر ته راښکته شوې وای.‌

ځواب ورکړئ

د تېرو څو کالو په ترڅ کې د حکومت له خوا د کوکنارو د کرنې په کمولو کې د حکومت هڅې د ستاینې وړ دي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو واقعاً په افغانستان کې د کوکنارو کرنه کمه کړای شوه.‌ د افغانستان حکومت باید د دغو ځواکونو ستاینه وکړي او د هغوی افسرانو ته باید ځانګړې ترفیع ګانې او نغد انعامونه ورکړي ځکه چې د کوکنارو په کرلو سره طالبان او نور ګروپونه هر کال په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي او د حکومت پر ضد خپل جنګ پرې تمویلوي. په حقیقت کې طالبان د خپل ۵۰٪ جنګ لګښتونه د کوکنارو له کرنې څخه ترلاسه کوي. د دغې ډلې د جنګ پاتې ۵۰٪ مصارف پاکستان، روسیه، ایران او سعودي عربستان ورکوي. په دې توګه، که چېرې افغان حکومت په افغانستان کې د کوکنارو کرنه صفر ته راښکته کړي، هغه به د طالبانو مالي سرچینې وچې کړي او طالبان به ونشي کولی چې جنګ ته دوام ورکړي.‌

ځواب ورکړئ

افغان حکومت په افغانستان کې د کوکنارو د کرنې په کمولو کې هېڅ رول نه دی لوبولی، بلکې بزګرانو پخپله پرېکړه کړې چې پرځای یې جایز فصل وکري. که بزګرانو غوښتلی چې په خپلو پټیو کې کوکنار وکري، هغوی کولی شوای چې دا کار ډېر په اسانۍ سره وکړي ځکه چې د افغانستان د خاورې له نیمایی څخه ډېره د حکومت له کنټرول څخه بهر ده او طالبان پرې واکمن دي.‌ زه فکر کوم چې که افغان حکومت له بزګرانو سره مرسته وکړي او هغوی ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي او د تولیداتو لپاره یې ملي او بین المللي بازارونه پیدا کړي، افغان بزګران به پخپله د کوکنارو کرنه ودروي او پرځای به یې په خپلو پټیو کې جایز فصل وکري. بیا به بزګران دې ته چمتو وي چې د کوکنارو پرځای نور فصلونه وکري او حکومت به مجبور نه وي چې په هېواد کې د کوکنارو د کرنې پر ضد مجادله باندې په میلیونونو ډالر ولګوي.‌

ځواب ورکړئ

اصلا په هغو ولایتونو کې چې کوکنار کرل کیږي لکه ننګرهار، کندهار، هلمند، ... هلته باید د بدیل بوټي د کرلو لارې چارې ولټول شي. په دې برخه کې کېدی شي چې د زعفرانو، ګلابو، سټرابیري ... کرنې ترویج شي چې هم خلکو ته ډېره ګټه په لاس ورشي او هم د دغه ناولي بوټي له کرلو څخه تېر شي.

ځواب ورکړئ