اقتصاد

سږ کال په ننګرهار کې د کوکنارو په کرنه کې د پام وړ کموالی راغلی دی

د خالد زېري راپور

په عکس کې، چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې د کوکنارو پټي لیدل کیږي. [خالد زېری]

په عکس کې، چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې د کوکنارو پټي لیدل کیږي. [خالد زېری]

جلال اباد -- چارواکي وایي، سږ کال په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو، چې کېدی شي د هیرویینو په څېر د ناقانونه نشه ییزو توکو په تولیدولو کې ترې استفاده وشي، کرنه ډېره کمه شوې ده.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان بریدجنرال ایمل نیازي وویل، «کوکنار د تېرو کالونو په ترڅ کې د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو -- یواځې تېر کال په ۱۳ ولسوالیو کې کرل کېدل، خو سږ کال یواځې په شپږو ولسوالیو کې او په ډبره کمه ځمکه کې کرل شوي دي.»

نیازي وویل، سږ کال د امنیتي پوښښ د پراختیا له امله، «یواځې په خوګیاڼو، شېرزادو، حصارک، دره نور، غني خېلو او مومند دره ولسوالیو کې کوکنار لږ لږ کرل شوي دي.»

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست وایي، تېر کال بزګرانو په دغه ولایت کې له ۱۵۰۰۰ هکتارو څخه په ډېره ځمکه باندې کوکنار کرلي وو.

نیازي وویل، «بزګرانو د بدیل په توګه د قانوني فصلونو کرلو ته مخه کړې ده. موږ هم د کوکنارو د ۲۰۰۰ هکتاره پټیو د ویجاړولو یو کمپاین ترسره کړ،» او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو له ډېرو هغو سیمو څخه چې کوکنار یې کرل طالبان اېستلي دي.

یاغیانو پخوا بزګران مجبورول چې د طالبانو لپاره کوکنار وکري. هغوی له یاد بوټي څخه ترلاسه شوي ناقانونه تریاک خرڅول، او خپل جنګونه یې پرې تمویلول.

نیازي وویل، که څه هم چې سږ کال د هغو ځمکو چې کوکنار پرې کرل شوي دي یوه معتبره سروې نه ده شوې، خو داسې ښکاري چې د تېر کال په پرتله سم نیمایي راکم شوي دي.

د کوکنارو په کرنه باندې پښېماني

د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي سیمې اوسېدونکي جان محمد چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «موږ پنځه جریبه ځمکه لرو، چې په څلورو جریبونو یې موږ کوکنار کرل، خو سږ کال ... موږ یواځې په نیم جریب ځمکه باندې وکرل، او په هغې هم پښېمان یو.»

هغه وویل، «پخوا موږ کولی شوای چې ۱ من (۷ کیلوګرام) اپين په ۳۰۰۰۰ - ۴۰۰۰۰ روپۍ (۱۴۰۰۰ - ۱۹۰۰۰ افغانۍ) خرڅ کړو، خو سږ کال یې قېمت رالوېدلی دی -- یو من په ۱۰۰۰۰ - ۱۲۰۰۰ روپۍ (۴۷۰۰ - ۵۷۰۰ افغانۍ) یا حتی ارزانه خرڅیږي.»

جان محمد زیاته کړه، «که دا حالت روان وي، زه به بل کال ته کوکنار ونه کرم.»

هغه وویل، «پخوا هلته د هیرویینو د تولید فابریکې وې، او له دې امله د اپین قېمتونه لوړ ول. حکومت هغه ټولې ویجاړې کړې؛ هېڅ شی هم نه دی پاتې، او له همدې امله قېمتونه راولوېدل.»

د وزیرو تنګي په سیمه کې یوه بل بزګر رحمت ګل وویل، «ما پخوا په دې پټي کې کوکنار کرل، خو حکومت په دې سیمه کې عملیات ترسره کړل او د تلاشۍ پوستې یې جوړې کړې، نو ... موږ کوکنار نه کرو.»

هغه وویل، «اوس چې موږ د نورو هغو خلکو حال ګورو چې کوکنار یې کرلي دي، موږ د خدای شکر وباسو چې موږ یې پرځای غنم وکرل ځکه چې د اپین قیمتونه ډېر ټیټ دي.»

رحمت ګل وویل، «اوس نو باید حکومت موږ ته زرغونې خونې او ساړه ساتنځایونه جوړکړي او له موږ سره مرسته وکړي چې ترکارۍ وکرو او بازارونه ورته ومومو. دا به له بزګرانو سره مرسته وکړي چې د کور خرڅ پرې وګټي او دې ته یې وهڅوي چې کوکنار ونه کري.»

حکومتي مرسته

د ننګرهار د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست رییس ضمیر بهسودي وویل، «موږ په جګړه ځپلیو ولسوالیو کې نوي باغونه جوړ کړي دي. موږ به په هغو ولسوالیو باندې تمرکز وکړو چې هلته بزګرانو کوکنار کرل خو اوس یې د غنمو او جوارو کرنې ته مخه کړې ده. موږ به د دغو ولسوالیو اوسېدونکیو ته فرصت برابر کړو چې خپل حاصلات زیات کړي.»

بهسودي زیاته کړه، «اوس چې حکومت خپل امنیتي پوښښ پراخ کړی او بزګرانو د کوکنارو کرنه درولې ده، موږ به بزګرانو ته د سرې، تخمونو او نورو توکو په ورکولو له لارې خپل ملاتړ زیات کړو.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، «سږ کال به موږ په هغو سیمو کې چې بزګرانو په کې د کوکنارو کرنه درولې ده ځانګړې مرسته وکړو. موږ به داسې ګټورې زراعتي پروژې تطبیق کړو چې بزګرانو ته نېغ په نېغ ګټه ور ورسوي.»

خوګیاڼي زیاته کړه، «موږ به په ځانګړې توګه د باغونو، زرغونو خونو، سړو ساتنځایونو او د اوبه خور د ویالو د خولې یا ورخونو په جوړولو باندې تمرکز وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان حکومت باید د هېواد بزګرانو ته بدیل برابر کړي. کله چې د ننګرهار بزګرانو د کوکنارو کرنه ودروله، حکومت ته په کار دي چې مرسته ورسره وکړي او د کوکنارو د کرنې بدیل ورته برابر کړي چې هغوی زیان ونه ویني. تاسو پوهېږئ چې بزګرانو د کوکنارو له کښت څخه ډېرې پیسې ترلاسه کولې.

ځواب ورکړئ

جالبه ده. ۵۲ هېوادونه چې د کوکنارو او د کوکنارو د کرنې پر ضد یې مجادله کوله ونه توانېدل چې د کوکنارو د کرنې او قاچاق مخه ونیسي، خو اوس، څنګه د کوکنارو کرنه او قاچاق په اتومات ډول کم شو، په داسې حال کې چې دغه ټول هېوادونه تللي دي؟! نه بزګرانو په افغانستان کې د کوکنارو کرنه هغسې چې مخکې یې دفاع کوله زیاته کړې، نه یې کرنه ودرولې ده. زه هیله لرم چې افغانستان له هر ډول بدبختیو او ستونزو څخه خلاص شي. زه هیله لرم چې په هېواد کې ټول قومي ګروپونه، له اکثریت څخه تر اقلیت پورې، له قومي، مذهبي، فرقه یي او سمتي توپیر څخه پرته په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.‌

ځواب ورکړئ