فراه -- د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې، بزګرانو په فراه ولایت کې د کوکنارو پر ځای په زیاتېدونکي ډول د مالوچو او په زرغونو خونو کې د ترکاریو کرلو ته مخه کړې ده.
افغانستان په نړۍ کې د اپینو تر ټولو غټ تولیدوونکی دی. اپین له تصفیې څخه وروسته په هیرویینو باندې اوړي، او په وروستیو کالونو کې یې تولید او صادرات ډېر زیات شوي ول.
خو په فراه ولایت کې، چې یو وخت د اپین تر ټولو غټ تولیدوونکی و، سږ کال په کې دغه تولید ډېر کم شوی دی.
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس عبدالمؤمن فیصل وویل، د هغه پر ځای سږ کال په ۸۰ هکتاره ځمکه کې مالوچ کرل شوي وه، چې د تېر کال په پرتله په کې ۳۰٪ زیاتوالی راغلی دی.
فیصل وویل، «سږ کال په فراه کې ۱۶۰ ټنه مالوچ ټول شول. د تېرو کالونو په پرتله، سږ کال د مالوچو حاصلات ډېر دي.»
هغه وویل، «سږ کال په فراه کې په زرغونو خونو کې کرنه هم پراخه شوې ده. د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۷۱۵۰ څخه ډېرې زرغونې خونې دي چې په سلګونو یې یواځې سږ کال جوړې شوي دي.»
فیصل وویل، دا زرغونې خونې بادرنګ، رومیان، لېړوګان، بانجان او نورې ترکارۍ کري.
لوېدیځ ولایت فراه غني زراعتي ځمکې لري چې د نور افغانستان لپاره د کندو په توګه چلیده.
په داسې حال کې چې وچکالي او د اوبو کموالی جدي ستونزې دي، بزګران په وروستیو کالونو کې له ژورو څاګانو او لمریزې انرژۍ څخه په استفادې سره خپل پټي اوبه کوي.
زیات شوی عاید
مسعود اسحاقزی چې ۲۹ کاله عمر لري، د فراه ښار په لوېدیځ کوک بالا کلي کې په دوو زرغونو خونو کې بادرنګ کري.
اسحاقزي تر درې کاله مخکې مودې پورې کوکنار کرل.
هغه وویل، «کله چې موږ کوکنار کرل، موږ تاوان وکړ. د کوکنارو کرنه ډېر کار ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ګټه یې لږ ده. زرغونو خونو ته له اوښتو راهیسې، اوس موږ کار لږ کوو لاکن پیسې ډېرې ترلاسه کوو.»
هغه زیاته کړه، «اکثر هغه ځوانان چې کوکنار یې کرل په نشه ییزو توکو روږدي شول. نشه ییزو توکو زموږ ځوانان تباه کړل. دا حرام بوټی د دې وړ نه دی چې وکرل شي، ځکه چې د انسانانو ژوند خرابوي.»
اسحاقزي وویل، په داسې حال کې چې د کوکنارو د کرنې ډېر کار به بزګرانو کاوه، ګټه به یې د قاچاقچیانو او د نشه ییزو توکو د مافیاګانو جېبونو ته تلله.
هغه زیاته کړه، «د کوکنارو د کرنې پر ځای، زموږ شاوخوا کلیو اکثرو اوسېدونکیو د زرغونو خونو کرنې ته مخه کړله. دا کرنه پاکه ده او عاید یې هم حلال دی.»
په فراه کې د عبدالرازق په نامه یوه ۲۵ کلن بزګر وویل چې هغه دوه کاله مخکې د کوکنارو کرنه پریښوده او د مالوچو کرنې ته یې مخه کړله.
هغه وویل، «د کوکنارو کرنې موږ بدمرغه کړلو. موږ به ټول کال خواري وکړله، خو زموږ د کار به هېڅ اجوره نه معلومېدله.د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې چې زه پنبه کرم، ښه عاید لرم او زما ژوند پرمختګ کړی دی.»
هغه وویل، «زموږ په سیمه کې ټولو بزګرانو د کوکنارو پر ځای د پنبې کرنې ته مخه کړې ده.»
عبدالرازق وویل، «پخوا په ۸۰٪ زراعتي ځمکه باندې کوکنار کرل کېدل، لاکن سږ کال حتی یو بوټی کوکنار نه دي کرل شوي.»
له تخریب څخه ژغورنه
په فراه کې ځینې بزګران وایي، د کوکنارو په څېر حرام بوټي کرل په مغز باندې بوج جوړوي.
د فراه ولایت په مرکز کې د عبدالمتین حکیمي په نامه یوه ۲۸ کلن بزګر سږ کال په خپله نیم هکتار زراعتي ځمکه کې پنبه کرلې وه.
هغه وویل چې خوښ دی چې د کوکنارو کرنه یې پرېښودله، او دا چې هغه نور د خجالت احساس نه کوي.
حکیمي وویل، «ما څو کاله کوکنار وکرل، خو له تاوانونو، ګناه او خرابۍ څخه پرته مې هېڅ ترلاسه نه کړل. پرېکړه مې وکړه چې مالوچ وکرم او په تېرو دوو کالونو کې ما د مالوچو د حاصلاتو د ډېرښت له امله ښه عاید درلود.»
هغه زیاته کړه، «ما له خپلې نیم هکتار ځمکې څخه ۲.۵ ټنه مالوچ ټول کړل. هر ټن پنبه په فراه ښار کې تر ۸۰۰۰۰ افغانیو (۹۱۵ ډالرو) پورې خرڅېږي.
هغه وویل، «د مالوچو د ښو حاصلاتو له امله، اوس زموږ په سیمه کې ډېر بزګران مالوچ کري.»
د مالوچو د خرڅلاو سربېره، حکیمي د مالوچو له دانو څخه تېل تولیدوي او کنجاړه یې په مالدارانو باندې د مالونو د خوراک لپاره خرڅوي.
په فراه کې د غلام نبي نورزي په نامه یوه ۳۸ کلن بزګر چې څو زرغونې خونې چلوی، وویل، له کوکنارو څخه بل هر بوټی بهتر دی، ځکه چې کوکنار د افغانستان نوم بدوي او افغان ځوانان په نشه ییزو توکو روږدي کوي.
نورزي وویل، د هغه په کلي کې بزګرانو د ډېرو محلي ځوانانو په لیدلو سره چې په ناقانونه نشه ییزو توکو اخته شوي ول، ژمنه وکړله چې بیا هېڅکله هم کوکنار ونه کري.
هغه وویل، «کوکنار یو بد بوټی دی چې له کالونو راهیسې یې زموږ ژوند خراب کړی دی...د نشه ییزو توکو قاچاقچیانو به موږ په دې خبرو تېر اېستلو چې د کوکنارو کرنه ښه عاید جوړوي، خو هغوی به د خپلې ګټې لپاره دروغ ویل.»
هغه زیاته کړه، «پخوا چې ما کوکنار کرل، زه حتی د حاصلاتو په وخت کې هم پوروړی وم.»
نورزي وویل، «له هغه وخت نه چې ما د ترکاریو کرنې ته مخه کړې ده، زما کلنی عاید له ۲۰۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰۰ افغانیو (۲۲۹۰ تر ۳۴۳۰ ډالرو) ته رسېدلی دی.»
د کوکنارو کښت ښایي ګټور وي، خو د اسلام په مبارک دین کې د کوکنارو کښت حرام دی. په دې صورت کې، څوک چې په خپله ځمکه کوکنار کري، هغه به له دغو پیسو څخه هیڅ برکت ونه ګوري. هغه بزګران چې تل په خپلو ځمکو کې کوکنار کري، له هغو پیسو څخه به هیڅ ګټه ترلاسه نه کړي. هغوی تل غمجن وي او په مختلفو ناروغیو اخته وي. د دوی په کورونو کې به نه خوشحالي وي او نه به د دوی په لاسونو کې برکت وي او هیڅکله به د دې پیسو څخه هیڅ خیر او برکت ونه ګوري. که بزګران په خپلو ځمکو کې پنبه وکري، یا زعفران وکري، یا په خپله ځمکه کې شنه خونه جوړه کړي، ممکن لږ ګټه ولري، لاکن دغه بزګران به تل خوشحاله وي. د هغوی په کور کې خوښي وي او ژوند یې ارام وي. هغوی خپل ژوند په سوله ایز چاپیریال کې تیروي، او بله خبره دا ده چې د هغوی ماشومان ښه زده کړه کوي. سربېره پر دې، هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو تخم کري تل د پولیسو او عدلي چارواکو لخوا تعقیب کیږي. هغوی هېڅکله آرام نه وي. نو، بزګران کولی شي فکر وکړي چې کوم ژوند غوره دی؟ پرېږدئ چې بزګران پخپله قضاوت وکړي چې کوم ژوند غوره دی.
ځواب ورکړئ1 تبصره