کندوز -- په کندوز ولایت کې بزګران سږ کال د خپلو هندواڼو حاصلاتو ته خوښ دي او د ناقانونه نشه ییزو توکو له کرنې څخه د ګټورې مېوې کرنې ته د بدلون ښې ګټې د سر په سترګو ویني.
په دشت ارچي ولسوالۍ کې یوه بزګر غلام سید چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل، «په تېرو کالونو کې موږ چرس او کوکنار کرل. زموږ عاید ورځ تر بلې د خرابېدلو خواته روان وو.»
هغه وویل، «سږ کال، موږ پرېکړه وکړه چې هندواڼې وکرو. موږ د خپل کار له نتایجو څخه ډېر خوښ یو ځکه چې موږ ته یې یو ښه د عزت عاید په لاس راکړ.»
سید وویل هغه وروسته له هغه د هندواڼو کرنې ته مخه کړله چې پوه شو چې د ناقانونه بوټو له کرنې څخه خطرناک زیانونه رامنځته کیږي.
![یو د لارې د سر پلورونکی د چنګاښ په ۱۱مه په کندوز ښار کې د خپلو هندواڼو تر څنګ ولاړ دی. [کریم دشتي]](/cnmi_st/images/2022/07/18/36255-img_2149-585_329.jpg)
یو د لارې د سر پلورونکی د چنګاښ په ۱۱مه په کندوز ښار کې د خپلو هندواڼو تر څنګ ولاړ دی. [کریم دشتي]
هغه وویل، «موږ نه غواړو چې د خپلو اپینو د اخیستنې لپاره ترهګرو شبکو او د نشه ییزو توکو قاچاقچیانو باندې متکي واوسو. کله چې موږ کوکنار کرل، ډېر اندېښمن وو چې ښایي حکومت راشي او زموږ فصلونه ویجاړ کړي.»
سید وویل، «زه په نورو ټولو بزګرانو باندې غږ کوم چې خټکي او هندواڼې وکري. د کوکنارو کرنه بزګرانو ته ګټه نه رسوي، بلکې ډېره ګټه یې د نشه ییزو توکو قاچاقچیانو ته ور رسیږي. د هندواڼو کرل به موږ د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو څخه لیرې وساتي، او له موږ سره به د یوه مشروع عاید په رابرابرولو کې مرسته وکړي.
په چاردره ولسوالۍ کې د عبدالباسط نو ابادي په نامه یوه بزګر هم د کوکنارو کرل درولي او پرځای یې هندواڼې کرلی دي.
هغه وویل، «ما تېر دوه کاله پرله پسې کوکنار کرل، خو سږ کال مې د حلال فصل کرنې ته مخه کړله.»
هغه وویل، «زه هره ورځ له خپل پټي څخه دوه ډکې لارۍ هندواڼې راوړم او په کندوز ښار کې یې د مېوې منډيي کې په ښه قیمت پلورم. زما عواید زما د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.»
هغه وویل، «د هندواڼو کرل د بزګرانو لپاره د یوه حرام بوټي د کرلو په پرتله ډېر ګټور دي. دا روښانه ده چې د هندواڼو په څېر حلال فصل کرلو زموږ اقتصادي وضعیت ښه کړی دی.»
اصلاح شوي حاصلات
بزګران کولی شي چې خپلې هندواڼې په ځایي مارکېټ کې په لوړ قیمت خرڅې کړي ځکه چې د سږ کال فصل هېڅ ناروغۍ اغېزمن کړی نه وو یعنې د دغې مېوې کیفیت ښه راغلی دی.
په کندوز ښار کې د محمد نذیر په نامه یوه ۶۳ کلن بزګر چې په خپله ۱۳ جریبه ځمکه باندې هندواڼې کري، وویل چې هغه د سږ کال په قېمتونو باندې قانع دی او ښه عواید یې ترې ترلاسه کړي دي.
هغه وویل، «تېر کال یو من هندواڼه په بازار کې په ۲۰ افغانۍ (۰.۲۳ ډالر) وه، خو اوس په ۱۰۰ افغانۍ (۱.۱۴ ډالر) خرڅېږي.»
نذیر وویل، «د هندواڼو کیفیت عالي دی، او سږ کال لږې مېوې ضایع شوي یا چینجیو خوړلې دي،» او زیاته یې کړه چې تېر کال حاصل دومره ښه نه وو چې ورسره قېمتونه هم ټیټ ول.
هغه وویل، «په تېرو کالونو کې به چې بزګرانو هندواڼې مارکېټ ته راوړلې، دومره څه به یې نه ګټل چې حتی په موټرو کې د راوړلو لګښت یې پوره کړي، خو سږ کال هغوی هم ډېر خوښ دي او هم راضي دي.»
د چار درې ولسوالۍ یوه بزګر خانزادګل چې ۴۴ کاله عمر لري، وویل چې سږ کال د فصل د ښه والي له امله هغه وکولی شوای چې خپل حاصلات په لوړ قیمت خرڅ کړي او خپل د تېر کال مالي زیانونه پرې جبیره کړي.
هغه وویل، «زه د الله تعالی شکر ادا کوم چې سږ کال اقلیم د خوښۍ وړ وو. ما په خپل ټول ۵ جریبه پټي کې کرنه وکړه او هندواڼې مې پرې وکرلې. زه د فصل له حاصلاتو څخه ډېر خوښ یم.»
د کندوز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست رییس عبدالغفار صدیقي د هندواڼو په حاصلاتو کې زیاتوالی د کرنې د نویو تخنیکونو د معرفي کولو او د کرنې له معیاري میتودونو سره د بزګرانو د اشنا کولو او اصلاح شویو تخمونو ته د هغوی د لاسرسي له برکته وبلل.
هغه وویل، «سږ کال بزګرانو د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۲۰۰۰۰ جریبو (۴۰۰۰ هکتارو) څخه په لږو زراعتي ځمکو کې هندواڼې کرلې وې،» او تمه ده چې شاوخوا ۱۰۰ زره مټریک ټنه هندواڼې ورکړي.
هغه وویل، «د الله تعالی شکر دی چې سږ کال بزګرانو ډېرې هندواڼې ترلاسه کړې او هغوی ډېر خوشحال دي.»
هغه زیاته کړه، «موږ په ټول افغانستان کې په نورو ولایتونو کې مارکېټونه لټوو چې بزګران وکولی شي هلته خپل تولیدات خرڅ کړي.»
حلالې ګټې
په کندوز ښار کې یوه مېوه پلورونکي وحیدالله افضلي وویل، د مېوې د ټولو ډولونو او په ځانګړې توګه د هندواڼو لپاره بازار ډېر ښه دی او بزګران په خپلو خرڅونو کې راضي دي.
هغه وویل، «زه وینم چې ډېر بزګران کولی شي چې په خپلو شونډو له یوې موسکا سره خپل زراعتي تولیدات خرڅ کړي. داسې ښکاري چې هغوی د مخکې کالونو په پرتله ډېر حاصلات ترلاسه کړي دي.»
افضلي وویل، «موږ غواړو چې د کندوز ټول بزګران د کوکنارو پر ځای هندواڼې وکري څو هغوی حلال عاید ترلاسه کړي او د خپلې کورنۍ او هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.»
په کندوز کې یوه مېوه پلورونکي فضل محمد نوریان هم سږ کال له خپلو حاصلاتو څخه ګټه کړې ده.
هغه وویل، «زه هره ورځ له کندوز ښار څخه څلور لارۍ ډکې هندواڼې نورو ولایتونو ته لېږم. سږ کال د هندواڼو حاصلات او قیمتونه ډېر ښه دي.»
نوریان وویل، «د کوکنارو کرل او استعمال ټولنه ویجاړوي. سربېره پر دې، موږ به ونشو کولی چې د کوکنارو په حرام عاید سره ماشومان داسې رالوی کړو چې ټولنې ته ګټه ور ورسوي.»
هغه وویل، «په تېرو کالونو کې ډېرو بزګرانو په کندوز ولایت کې کوکنار کرل، خو سږ کال هغوی زموږ غږ ته غوږ ونیو او د کوکنارو پر ځای یې د هندواڼو په کرلو ورته هرکلی وکړ.»