امنیت

کابل کې په نشه ییزو توکو د روږدو مور وایي چې د طالبانو پر ضد به ودرېږي

د ای اېف پي راپور

په کابل کې په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو د بیارغونې د مرکز بنسټګره لیلا حیدري هوډ لري چې د طالبانو له خوا له شتو ګواښونو سره سره په دغه ښار کې پاتې شي او خپل کار ته دوام ورکړي. [جسټین ګیراردي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د هغې دوستانو او کورنۍ هغې ته ویلی چې خپل کالي مالي دې ټول کړي او له افغانستان څخه دې پښې سپکې کړي څو د طالبانو له خوا په احتمالي توګه د قدرت ترلاسه کولو پر وخت له خطر سره مخامخ نشي، خو لیلا حیدري چې په یوه دالان کې ناسته ده او سګرټ څکوي، هوډ څرګندوي چې هغه به پاتې شي.

په نشه ییزو توکو د اخته کسانو د بیارغونې د مرکز بنسټ اېښودونکې لیلا حیدري وایي د هغې ډېر هغه دوستان چې ټولنیز فعالیتونه یې ترسره کول وار له مخه له هېواد نه وتلي دي.‌

هغې ای اېف پي ته وویل، «څنګه کیدی شي چې زه دا هر څه تر شا پرېږدم؟ لیلا حیدري -- د معتادانو مور زما هویت دی».

په داسې حال کې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې درېدلي او یاغیان یرغلونه کوي، متحده ایالاتو خپل له ۹۰٪ څخه ډېر عسکر له افغانستان څخه اېستلي دي.

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۲۹مه اخیستل شوی، په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو د بیارغونې د مرکز بنسټګره لیلا حیدري په خپله کیفي کې د عکس اخیستنې لپاره ځان برابروي. د کابل په دغه خای کې نوموړې هغه کسان چې له نشو څخه راوتلي وي په کار ګوماري. [ادېک بیري/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۲۹مه اخیستل شوی، په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو د بیارغونې د مرکز بنسټګره لیلا حیدري په خپله کیفي کې د عکس اخیستنې لپاره ځان برابروي. د کابل په دغه خای کې نوموړې هغه کسان چې له نشو څخه راوتلي وي په کار ګوماري. [ادېک بیري/ای اېف پي]

په نشه ییزو توکو روږدي کسان د چنګاښ په ۴مه د کابل سیند په غاړو کې خپل ځانونه په کمپلو کې پټوي. [ادېک بیري/ای اېف پي]

په نشه ییزو توکو روږدي کسان د چنګاښ په ۴مه د کابل سیند په غاړو کې خپل ځانونه په کمپلو کې پټوي. [ادېک بیري/ای اېف پي]

حیدري وویل، «د طالبانو په اند، په نشه ییزو توکو روږدي کسان مجرمین دي چې محاکمه کیږي او محبس ته لېږل کیږي؛ هغوی ورته د ناروغانو په سترګه نه ګوري.»

د نشه ییزو توکو صادراتو طالبانو ته په میلیاردونو ډالر په لاس ورکړي چې د هغوی د یاغیتوب فعالیتونه پرې زیات شوی دی.‌

په افغانستان کې چې اپین ارزان او د کوکنارو کرل اسان دي، اوس د نړۍ د هیرویینو د تولیداتو ۹۰٪ برابروي‌.‌

په دغه هېواد کې د کرستال میتافیتامین تولید زیات شوی دی، چې له اومان یا ارمک، چې یو خودسره بوټي دی،‌ ترلاسه کیږي.‌

د نشه ییزو توکو ضد چارو شنونکي وایي، د افغانستان د ۳۴ میلیونو وګړو له جملې څخه ۱۱٪ نشه ییز توکي کاروي، او له ۴٪ څخه تر ۶٪ پورې کسان په سختو محرکو موادو باندې روږدي دي.‌

د مور مرکز

لیلا چې کورنۍ یې په ایران کې د مهاجرت ژوند کاوه، هلته رالویه شوې او په ۱۲ کلنۍ کې یوه ملا ته واده شوې وه، خو یوه لسیزه وروسته یې طلاق واخیسته، او د درې ماشومانو د سرپرستۍ جق یې د یوه نارینه په صفت میړه ته ورکړل شو.

افغانستان ته په راستنېدلو سره، هغې ته معلومه شوه چې ورور یې، حکیم، په نشه ییزو توکو روږدی شوی او له نورو بې کوره معتادانو سره یوځای په کابل کې تر یوه خراب پله لاندې د یوې چټلې ویالې تر څنګ ژوند کوي.‌

هغې لکه د هالیووډ په فلمونو کې چې لیدل کیږي، د یوه «ژوندي مړي» ژغورل پیل کړل او هڅه یې وکړه چې د نامعلومو نشه ییزو توکو پروګرام څخه په استفادې سره هغوی دې ته جوړ کړي چې د نشه ییزو توکو کارول پرېږدي.‌

هغې وویل، «ما چې کار پیل کړ، داسې اټکل کېده چې په هېواد کې شاوخوا ۵۰۰۰ معتادان دي. تر ټولو کشران د ۱۵ او ۱۸ کالونو تر منځ ول.»

هغې وویل، «اوس شمېر یواځې د زیاتېدلو په لور دی... له ۱۰ څخه تر ۱۲ کلنو پورې هم قرباني شوي دي.»

د هغې لومړنیو مېلمنو چې په دغه مرکز کې اوسېدل د دې او د مرکز د مهربانۍ له مخې «د مور مرکز» په نامه یاد کړل.‌

حیدري له سلګونو کسانو سره مرسته کړې چې اعتیاد پرېږدي او د جاري مرستې لپاره یې هغوی له ملاتړ کوونکیو ګروپونو سره نښلولي دي.‌

سید حسین چې ۳۳ کاله عمر لري یو له هغو معتادانو څخه وو چې حیدري د پله لاندې برخې څخه پورته کړ او نوی فرصت یې ورکړ.‌

حسین چې حیدري یې د «زما مور» په نامه یادوله، وویل، «ما چې په ایران کې ژوند کاوه هلته مې د نشه ییزو توکو کارول پیل کړل. زه ۲۰ کلن ووم چې دلته راغلم او کورنۍ راسره نه وه.»

هغه اوس په تاج بېګم کیفي کې چې د وبا له امله په موقت ډول بنده شوې ده، کار کوي. لیلا هغه مرکز د دې لپاره جوړ کړی چې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته کارونه ورکړي.‌

د طالبانو ګواښ

لیلا حیدري چې یو ژېړ کمیس یې اغوستی او په نوکانو یې فیروزه یي رنګ وهلی دی د تاج بېګم مرکز چې تر ډېره په ځوانو هزاره ګانو باندې مشهور دی، نظارت کوي.‌ هغوی یو اقلیت قومي ګروپ دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ځورول کېدل او اوس په کابل کې د تاوتریخوالي له یوې نوې څپې سره مخامخ دي.‌

هغه د یوې ښځې په توګه د ښار په کوڅو کې له موټر چلولو څخه خوند اخلي، له خپلو ملګرو سره یو ځای د راډېو له غږ سره سندرې وایي، او په دې پوهېږي چې ډېر داسې څه شته چې هغه له خطر سره مخامخ کوي.‌

د فعالانو، قاضیانو او ژورنالستانو په ګډون د لوړې کچې یو شمېر ښځې په وروستیو وختونو کې په هغو بریدونو کې ووژل شوې چې متحده ایالات او افغان حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي.‌

هغې وپوښتل، «آیا طالبان کولی شي چې ما لوڅ سر، سګرټ په خوله او په داسې حال کې چې له یوه سړي سره خبرې کوم، ومني؟»

هغې وویل، «پخوا ماته ډېر ګواښونه راغلي دي ... اوس یواځینی ګواښ طالبان دي.»

په هېواد کې د تاوتریخوالي په زیاتېدلو سره، حیدري، وار له مخه د خپل ژوند په ډېرو ستونزو بریالۍ شوې ده.

هغې وویل، «طالبانو ۲۰ کاله مخکې خلک ووژل. نن هغوی په ولسوالیو باندې بریدونه کوي. کله چې هغوی دلته راورسېږي، موږ به مجبور شو چې جنګ وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې معنی دا ده چې د ایران د رزیل مملکت سوغات مونږ ته دا وو چې زموږ په زرونو او لسګونو زره ځوانان یې په نشه یيزو توکو اخته کړل او په زرګونو نور یې عراق او سوریې ته د فاطمیون په ګمراه لښکر کې ولیږل چې هلته د ایران د ګټو لپاره قرباني شول. دا افغانستان ته د یوه اسلامي ګاونډي سوغاتونه وو. د بل مسلمان ګاونډي چې پاکستان دی سوغاتونه له څلور نیمو لسیزو راهیسې دا دي چې وسله وال تربیه کوي او د اسلام په نامه یې د افغانستان د مرکزي حکومتونو پر ضد جنګوي. الله تعالی دې زمونږ د خلکو او وطن په حال رحم وکړي.

ځواب ورکړئ