جرم او انصاف

د هرات والي د نشه ییزو توکو په ناقانونه سوداګرۍ کې د ایران رول وغانده

د علي راپور

افغان مقامات وایي، له ایران څخه د نشه ییزو توکو قاچاق په افغانستان کې په نشه ییزو توکو اعتیاد زیات کړی دی. [علي]

هرات -- د هرات والي سید وحید قتالي د روانې میاشتې په نیمایي کې اعلان وکړ چې نشه ییز توکي او هغه لومړني کارېدونکي کېمیاوي مواد چې د ناقانونه مصنوعي نشه ییزو توکو په جوړیدو کې ترې کار اخیستل کیږي له ایران څخه افغانستان ته راقاچاق کیږي.

قتالي د مرغومي په ۱۴مه په هرات ښار کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، په هرات کې له ۹۵٪ څخه ډېر معتادان د اپین پرځای هغه په کیمیاوي طریقه تولید شوي‌ نشه ییز توکي استعمالوي چې له بهر څخه هیواد ته را قاچاق شوي دي.

امنیتي ځواکونو په قانوني او غیرقانوني سرحدي دروازو کې د «ټابېلټ کا» په څېر نشه ییز توکي چې یو کیمیاوي نشه ییز توکی دی او تحریکوونکې اغېزې لري، او همدارنګه لومړني کیمیاوي مواد لکه امونیم نایترېت چې د مصنوعي نشه ییزو توکو په جوړیدو کې کارول کیږي، نیولي دي.‌

قتالي وویل، په افغانستان کې په وروستیو کې د مصنوعي نشه ییزو توکو استعمال ډېر عام شوی دی.‌

د هرات پولیس د لړم په ۲۷مه له ایران څخه راقاچاق شوي له ۶۰ ټنو څخه ډېر د هیرویینو د جوړونې لومړني کیمیاوي مواد سوځوي. [علي]

د هرات پولیس د لړم په ۲۷مه له ایران څخه راقاچاق شوي له ۶۰ ټنو څخه ډېر د هیرویینو د جوړونې لومړني کیمیاوي مواد سوځوي. [علي]

یوه ډله سړي د لړم په ۲۷مه د هرات ښار په یوه کوڅه کې په شریکه نشه ییز توکي کاروي. [علي]

یوه ډله سړي د لړم په ۲۷مه د هرات ښار په یوه کوڅه کې په شریکه نشه ییز توکي کاروي. [علي]

هغه وویل، «د کیمیاوي نشه ییزو توکو د جوړیدو لپاره د اړتیا وړ ټول اجزا او مهم [خام] مواد زموږ له ګاونډي هیواد د ایران اسلامي جمهوریت څخه راځي،» او یادونه یې وکړه چې دغه نشه ییز توکي په هرات کې په پراخه کچه موجود دي.‌

د نشه ییزو توکو دغه بهیر د ځایي خلکو تر منځ په اعتیاد کې ډېرښت رامنځته کړی دی.‌

هغه د اپینو د تولید په برخه کې د هېواد ستونزمنې ماضي ته په اشارې چې تر ډېره طالبانو پورې تړل کیږي،‌ وویل،«په افغانستان باندې د نشه ییزو توکو د صادرولو تورونه لګول کېدل، خو اوس هغه شیان بدل شوي،‌ او دغه کار اوس ګاونډي هیوادونه ترسره کوي.»

والي وویل، «یوه کمه اندازه مصنوعي نشه ییز توکي د قانوني سرحدي دروازو له لارې قاچاق کیږي، خو اکثر یې هېواد ته د ناقانونه دروازو له لارې را قاچاق کیږي.»

له پولې پورې غاړې څخه د نشه ییزو توکو راقاچاق کېدل

په هرات ولایت کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیس وایي چې هغوی د وري له میاشتې راهیسې له ۳۴ ټنو څخه ډېر لومړني کېمیاوي مواد نیولي او له منځه وړي دي.

پولیس د لومړنیو کیمیاوي موادو او بشپړو شویو نشه ییزو توکو دواړو په مخنیوي کې غټې لاسته راوړنې لري.‌

د هرات امنیه قوماندانۍ کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس نظام الدین بهاوي وویل، «ټول هغه مصنوعي نشه ییز توکي چې په وروستیو کالونو کې په هرات ولایت کې کشف او نیول شوي دي د اسلام کلا له لارې له ایران څخه راوارد شوي دي.»

هغه وویل، درې کاله مخکې ۱ کیلوګرام امفیتامینو یا کرسټال د لارې په سر ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ (۶۴۸۰ ډالر) قیمت درلود، خو اوس له ۳۰۰۰۰ افغانیو (۳۸۹ ډالرو) څخه هم راښکته شوي دي.

نوموړي وویل، دا له دې امله چې «هغه کیمیاوي اجزا چې د امفیتامینو او هیرووینو په جوړولو کې استعمالیږي اوس په ډیره کچه له ایران څخه راواردیږي.»

بهاوي وویل، تېر کال د هرات امنیتي ځواکونو له ۳۰۰ څخه ډېر د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې هغوی د نشه ییزو توکو د قاچاق او احتکار په تور له ۳۶۰ څخه ډېر مشکوک کسان ونیول.

هغه زیاته کړه، «د نیول شویو کسانو له ډلې څخه ۶۷ د نشه ییزو توکو د منځنۍ او لوړې کچې قاچاقچیان ول.»

په کارمندانو باندې د استثمار تورونه ولګېدل

کله چې ۲۹ کلن محمد ذبیر په لومړي ځل د نشه ییزو توکو استعمال پیل کړ هغه له اپین او چرسو څخه استفاده کوله، خو د تېرو درېوو کالونو په ترڅ کې له مصنوعي نشه ییزو توکو څخه استفاده کوي.

ذبیر وویل، «زما اعتیاد له سیګرټو او چرسو څخه پيل شو، خو اوس زه هیرویین، کرسټال او شیشه کاروم، او ځینې وختونه د نشه ییزو توکو پېچکارۍ هم کوم.»

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې میتامفیتامین د «شیشه» په نامه یادیږي.

د رسمي ارقامو په اساس، په هرات ولایت کې له ۷۰۰۰۰ څخه ډېر په نشه ییزو توکو روږدي کسان ژوند کوي. د معلوماتو له مخې، د هغوی ډېر ایران ته د کار لپاره تللي، او هلته د استوګنې پر وخت روږدي شوي دي.

۳۰ کلن محمد عوض وویل هغه پنځه کاله مخکې له هرات ښار څخه د کار کولو لپاره ایران ته لاړ. هغه وویل، په ایران کې د هغه مستخدم یا د کار مالک په هغه باندې فشار واچاوه چې نشه ییز توکي وکاروي.‌

هغه وویل، «په ایران کې د کار مالکان افغان ځوانان هڅوي ترڅو نشه ییز توکي وکاروي څو هغوی وکولی شي چې دغه ځوانان استثمار کړي او ډېر ساعتونه د ستړیا له احساسولو څخه پرته کار وکړي. په افغانستان کې ما حتی سیګرټ نه څکول، خو په ایران کې له پنځو میاشتو ژوند کولو څخه وروسته مې ان د هیرویینو څکول پیل کړل.»

هغه وویل، «زه هره ورځ‌ له کار څخه وروسته ډېر ستړی کېدم. زما د کار مالک به راغی او ماته به یې وړاندیز وکړ چې یو څه وڅکوم او ما به وڅکول چې بیا به مې د ستړیا احساس نه کاوه.»

نوموړي زیاته کړه، «ما څو ځلې د هغه وړاندیز رد کړ، خو وروسته له هغه چې هغه زه وګواښلم چې وبه مې شړي او پولیسو ته به مې په لاس ورکړي، زه مجبور شوم چې نشه ییز توکي وکاروم.»

د افغان ځوانانو ژوند ټکنی کول

د هرات یوه اوسېدونکي شاه محمد وویل، په ایران کې ځینې د کار مالکان افغان کارکوونکیو ته وایي چې که هغوی د نشه ییزو توکو کارول رد کړي نو خپل کار به له لاسه ورکړي.‌

هغه وویل، «په پیل کې، مخکې له دې چې هغوی کارکوونکیو ته ووایي چې څه وکړي، هغوی ورته په چایو کې نشه ییز توکي ګډوي. په دې توګه زه د هغه چای په څښلو روږدی شوم چې زما د کار مالک به هره ورځ راکاوه، او وروسته پوه شوم چې نشه ییز توکي په کې وو.»

په هرات ښار کې یوه ټولنیز فعال سید اشرف سادات وویل، افغانستان ته د نشه ییزو توکو قاچاق د افغان ځوانانو د نوي نسل ژوند ټکنی کوي، ځکه چې هغه په اقتصاد او د ټولنیز ژوند په ټولو اړخونو باندې اغېز کوي.

هغه په حکومت باندې غږ وکړ چې افغانستان ته د مصنوعي‌ نشه ییزو توکو د راقاچاق کېدلو پر ضد عملیات وکړي او د هیواد د ځوانانو د راتلونکي د ویجاړېدلو مخه ونیسي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو د یو شمېر کسانو د وژلو له امله تاسو څنګه تمه کوئ چې هغوی به دومره اندازه پيسې پرېږدئ؟ که تاسو هم د هغوی پرځای وای، تاسو به له سولې نه جنګ ته ترجیح ورکړې وای. یادونه: دا مه هېروئ چې دا محاسبه له هغه څه نه چې په واقعیت کې ده، ډېره سطحه شوې ده. په حقیقت کې، تجارت د هیرویینو دی، او په اروپایي بازارونو کې د یوې کیلوهیرویینو قیمت د اپینو د قیمت په لسګونو ځلې ډېر لوړ دی. که زه یې تاسو ته اصلي قیمتونه ووایم، تاسو به یې اصلاً هېڅ ونه منئ. پنځمه برخه

ځواب ورکړئ

اوس ښایي چې زورورو کسانو یو څه ډېره او کمزورو لږه برخه اخیستې وي، خو په عمومي توګه، د دغو پیسو حرص وو چې پرې یې نه ښودل چې جنګ ودریږي، او د دغو ګټو حرص دی چې د افغانستان خلک به دې ته پرې نه ږدي چې تر راتلونکو ۲۰ کالو پورې هم ثبات وویني.‌ ما دا محاسبه له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۲ پورې قېمتونو او د کال تر ټولو ټیټ اوسط تولید په اساس وکړه چې تاسو ته یې لږ تر لږه ګټه در وښیم. که تاسو واقعاً د شلو کالو اوسط قیمتونه واخلئ او د تېرو شلو کالو په ګټو کې یې ضرب کړئ، ترلاسه شوي ارقام به بېخي وېروونکي وي. دا له هغه څه نه چې تاسو فکر کوئ ډېر زیات جدي دي، خو له بده مرغه چې په هېواد کې هیڅوک هم په دې مسئله سر نه خوږوي. ځینې چې هڅه یې کړې وه چې دا مسئله راوسپړي د اجمل نقشبندي په برخلیک اخته شوي دي.‌ دا د ټولو هغو بدمرغیو سبب دی چې خلک هره ورځ مري، او تاسو له ځان نه پوښتنه کوئ چې مونږ په څه سبب وژل کیږو؟ ولې دې هېواد ته ثبات نه راځي؟‌ ولې هغوی هره ورځ مونږ وژني؟ او بالاخره، ولې سوله نه راځي؟ تاسو وار له مخه د پاکستان له خوا چې زمونږ دښمن دی اشغال شوي یئ چې د جنګ په اصلي سبب پوه نشئ. تر څو چې د هغوی چل تاسو ته په منطق برابر ښکاري، تاسو به یې د خپل ژوند په قیمت تادیات کوئ. مه هېروئ! په لویدیځو هیوادونو کې د بیمې کمپنیو د انسان تر ټولو ډېر قیمتي ژوند ۶ میلیونه ډالر اټکل کړی دی. په وروسته پاتې هېوادونو کې، د انسان د ژوند قېمت له دې نه ډېر کم دی. اوس که ستاسو هره یوه ژوند د یوه امریکایي یا اروپایي د ژوند له لسمې برخې سره برابر وګڼو، د افغانستان د ټولو خلکو د ژوند قیمت به د جنګي لوریو لپاره ۱۸ تریلیونه ډالر وي.‌ د دې معنی دا ده چې په یو څو کالو کې هغوی کولی شي چې ستاسو د ټولو د ژوند قیمت ترلاسه کړي. درېیم

ځواب ورکړئ

۵۰۰۰ مټریک ټنه له ۵ میلیونه کیلو اپین سره برابر دی چې په یوه کال کې په هیواد کې تولید شوی دی.‌ په کیلو کې ۱۵۲۰۰ ډالر هغه ګټه ده چې قاچاقچیانو یا بهتره ده وویل شي چې په افغانستان کې د جګړې لوریو ته پاتې شوې ده. مونږ هغه د کیلو په سر ۳۰۰ ډالر چې د بزګرانو لاس ته ورځي او هغه د کیلو په سر ۵۰۰ ډالر چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د دوکاندارانو جیب ته ورځي، نه حسابوو. که د کال ۵ میلیونه کیلو اپین په ۱۵ زره او ۲ سوه ډالرو کې ضرب شي په یوه کال کې ۷۶ میلیارده ډالر ترې جوړېږي. د دې لپاره چې دا پیسې مقایسه کړو، زه به تاسو ته ووایم چې په تېرو کالو کې د هیواد کالنۍ بودجه ۷ میلیارده ډالر وه چې ۵ میلیارده یې بهرنیانو ورکوله او ۲ میلیارده نوره له داخلي عوایدو څخه ترلاسه کېدله. په دې توګه، هر کال د اپين له کرنې څخه د هیواد د بودجې تقریبا ۱۱ برابره په افغانستان کې د جنګي لوریو جیبونه ته ور لوېږي. اوس ویلی شو چې په تېرو شلو کالو کې د افغانستان خالصه د اپین ګټه ۱.۵ تریلیونه ډالر وه. آیا تاسو پوهېږئ چې زه څه وایم؟ د دې لپاره چې پوه شئ چې دا څومره مبلغ دی، زه باید ووایم چې د افغانستان د کانونو ټول قیمت تقریبا ۱ تریلیون ډالر اټکل شوی دی. په بل عبارت، د افغانستان جنګي لوریو د تېرو شلو کالو په ترڅ‌ کې د افغانستان د ټولو عوایدو یو نیم برابرعواید خپلو جیبونه ته وراچولي دي. اوس که مونږ اټکل وکړو چې د طالبانو د ټولو هغو مشرانو شمېر چې په دې پیسو کې یې برخه اخیستې ده ۱۰۰۰ تنه دی، او په افغانستان کې د نشه ییزو توکو د لومړۍ درجې قاچاقچیانو شمېر خواوشا ۲۰۰۰ تنه اټکل کړو، او د پارلمان، اپوزیسیون او مجاهدینو په شمول چې په دې پیسو کې یې برخه اخیستې ده، په حکومت کې د ټولو جیګپوړو حلقاتو شمېر ۷۰۰۰ اټکل کړو، هر یوه ی

ځواب ورکړئ

څو ورځې مخکې په فېسبوک او نورو انټرنټي شبکو باندې د کوکنارو د کرنې په هکله یوه لیکنه خپره شوه. زه د هغې له دروغو او ریښتیاوو سره کار نه لرم، زه غواړم چې د هغې مسئلې په هکله د دې خبري شبکې له لارې غبرګون وښیم. خلکو! ویښ شئ، ځکه چې ستاسو خواږه ځانونه د دې جنګ پر وړاندې بې اهمیته دي، او هر سیاستوال به په ساده ډول ستاسو ژوند له پامه وغورځوي. آیا تاسو باور نه کوئ؟‌ راځئ چې یوه لنډه محاسبه درته وکړم څو معلومه شي چې ولې د دې جنګ ګټې د افغانانو له ژوند نه ډېرې ارزښتناکې دي. ښایي تاسو پوښتنه وکړئ چې څنګه؟ د ښاغلي کرزي دواکمنۍ په لومړیو کې، یوه هلمندي بزګر یوه کیلو د منځني کیفیت لرونکی اپین د سنګین ولسوالۍ په دوکاندارانو باندې په ۳۰۰ ډالر خرڅاوه. دوکاندارانو د نشه ییزو توکو په قاچاقچیانو باندې یوه کیلو په خواوشا ۸۰۰ ډالر خرڅاوه. په اروپایي بازارونو کې د افغانستان د یوې کیلو اپین قیمت ۱۶۰۰۰ ډالر وو.‌ د ټولو وژنو، قتلونو، فسادونو او د تېرو شلو کالو په ترڅ‌ کې د افغانستان د ناکامۍ اصلي عامل د سنګین د بازار او د اروپایي بازار تر منځ دا دومره غټ توپیر دی.‌ د حکومت او طالبانو تر منځ د جنګ اصلي سبب د دغه بازار کنټرولول دي چې د یوې کیلو اپین په ګټه کې په کې ۱۵۲۰۰ ډالر توپیر دی.‌ په ۱۳۹۸ کال کې د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، افغانستان خواوشا ۶۷۰۰ مټریک ټنه خالص اپین تولید کړی وو، خو کېدی شي وویل شي چې زمونږ هیواد په تېرو شلو کالو کې په اوسط ډول [په کال کې] لږ تر لږه ۵۰۰۰ مټریک ټنه اپین تولید کړی دی. د دې لپاره چې پوه شو چې جنګ ولې نه درېږي، راځئ چې یوه لنډه محاسبه وکړو چې د هیواد سوله او ثبات به د حکومت او طالبانو په شمول په افغانستان کې د جګړې لوریو ته څومره اقتصادي ټکانونه ورکړي. لومړۍ ب

ځواب ورکړئ

تر ټولو مخکې، باید وویل شي چې معتادان هم انسانان دي، او یو وخت هغوی هم زمونږ په څېر پوهه او هوښیارتیا لرل. هغوی هم کورنۍ، مېرمنې، ماشومان او خپلوان لرل، او اوس یې هم لري، خو له بده مرغه چې دا ناروغي د درملنې وړ نه ده مګر دا چې شخص قوي تصمیم او د اعتیاد د پرېښودلو لپاره پرځان اعتماد ولري. له معتاد سره باید د یوه انسان په څېر چلند وشي، او حکومت باید هغوی ته د درملو د پرېښودلو لپاره کلینیکونه او شرایط برابر کړي. په دې کې شک نشته چې اوس حکومت نشي کولی چې دا مسئله حل کړي، او حتی ۱٪ اقدام هم نه کوي، ځکه چې په هیواد کې له دې نه بدترې ډېرې ستونزې شته او هره ورځ روغ، سالم او هوښیار خلک وژل کیږي. حکومت د هغوی لپاره هېڅ اقدامات نه دي کړي او په دې برخه کې ډېر کمزوری دی او چې داسې ده بیا څنګه کولی شي چې معتادانو ته پاملرنه وکړي، خو دا باید وویل شي چې د ۹۰٪ معتادانو دا خبره، چې وایي چې یو چا زه مجبور کړم او تهدید یې کړم چې اپین وڅکوم، دروغ ده. هیڅ ایرانی، افغان، پاکستانی یا د بل هیواد شخص نشي کولی چې نور څوک د نشه ییزو توکو په څکولو مجبور کړي. که څوک په ناپوهۍ یا له غمه په تدریج سره د دغه مرګوني او سرطاني نشه ییز توکي کارولو ته مخه کوي بل څوک پرې ملامت نه دی.‌

ځواب ورکړئ