هرات -- په هرات ولایت کې د زعفرانو د قېمتونو لوړېدل کروندګر دې ته هڅولي ترڅو د دغه بوټي کښت زیات کړي ځکه چې دغه بوټی د هغوی ژوند ښه کوي او د کوکنارو له کښت څخه، چې کېدی شي د اپین او هیرویین په څېر ناقانونه نشه ییز توکي ترې جوړ شي، مخ اړوي.
د هرات د کرنې ریاست وویل، کروندګرو د وري له ۱ راهیسې په دغه ولایت کې له ۸۰۰۰ هکتارو څخه په ډېره ځمکه باندې زعفران کرلي دي، چې د تېر کال په پرتله یې حاصلات ۱۰٪ یا ۲۲ ټنو ته زیات شوي دي.
د دغې ادارې مرستیال بشیراحمد احمدي وویل، «په هرات ولایت کې له ۲۰۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د زعفرانو په کرلو او تولیدولو باندې بوختې دي، او د زعفرانو په کرنه کې د ښځو د ښکېلتیا کچه ډېره لوړه ده.»
ځایي مقاماتو وویل، زعفران د هرات ولایت په ګذره، انجیل، غوریان، پشتون زرغون او زنده جان ولسوالیو کې کرل کیږي، او د افغانستان د ټولو زعفرانو شاوخوا ۹۰٪ په همدې هرات ولایت کې تولیدیږي.
![یوه ښځه د لیندۍ په ۵مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د زعفرانو ګلان راټولوي. افغانستان له کالونو راهیسې هڅې کوي چې کروندګرو ته د مېوې د بوټو او زعفرانو په څېر بدیلونه برابر کړي څو هغوی د کوکنارو له کرلو څخه مخ واړوي. [عمر]](/cnmi_st/images/2020/12/07/27340-z_1-585_329.jpg)
یوه ښځه د لیندۍ په ۵مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د زعفرانو ګلان راټولوي. افغانستان له کالونو راهیسې هڅې کوي چې کروندګرو ته د مېوې د بوټو او زعفرانو په څېر بدیلونه برابر کړي څو هغوی د کوکنارو له کرلو څخه مخ واړوي. [عمر]
د هرات والي سید وحید قتالي وویل، سږ کال د زعفرانو قېمتونه ۲۰٪ زیات شوي دي چې کروندګر یې هڅولي ترڅو ډیر زعفران وکري.
هغه وویل، «په هرات ولایت کې د زعفرانو لپاره جوړو شويو د پروسیس مرکزونو د زعفرانو د معیاري بسته بندۍ په برخه کې مرسته کړې او د دغه بوټي د صادرولو لپاره یې فرصت برابر کړی دی.»
قتالي وویل، په تېر کې د افغانستان د زعفرانو اعتبار ژوبل شوی وو ځکه چې افغانستان ته له ایران څخه د ټیټ کیفیت زعفران راوارد شوي او بیا «د افغان زعفرانو په نوم» نړۍ والو مارکېټونو ته تللي وو.
هغه وویل، اوس چې افغانستان د ایراني زعفرانو د ورود مخه نیولې، افغان زعفرانو یو ځل بیا په نړۍ والو مارکېټونو کې د ښه کیفیت له امله اعتبار ترلاسه کړی دی.
د قانوني بوټو کرنې ته مخه کول
په هرات ولایت کې کروندګر وایي، د زعفرانو د قېمتونو ډېرښت دا اسانه کړې چې خلک د کوکنارو کرنې ته شا کړي.
محمد ابراهیم په ګذره ولسوالۍ کې په خپله ۵۰ جریبه (۱۰ هکتاره) ځمکه باندې زعفران کري.
هغه وویل، د کوکنارو کرنې د افغانستان اعتبار ته صدمه رسولې او افغان ځوانان یې په اپینو باندې روږدی کړي دي، له دې امله، هغه د کوکنارو کرنه درولې او پرځای یې د زعفرانو کښت ته مخه کړې ده چې ښه عاید هم ورته جوړوي.
هغه وویل، «پخوا موږ کوکنار کرل، خو وروسته پوه شوو چې زعفران یو قانونی بوټی او یو ښه بدیل دی، نو موږ د کوکنار کښت ودراوه او د زعفرانو کرنې ته مو مخه کړه. وروسته له هغه چې ما د زعفرانو کرل پیل کړل، زموږ اقتصادي حالت ښه شو.»
هغه وویل، «دا چې موږ په خپله ډېره ځمکه باندې زعفران کرلي وو، له دې امله د تېرو کالونو په پرتله زموږ حاصلات زیات شول.»
د ګذرې ولسوالۍ یوه بل کروندګر سید احمد وویل، دا چې زعفران یو قانوني بوټی دی او ښه ګټه کوي د کوکنارو، چې افغانستان او افغانان یې خراب کړي دي، ځای نیسي.
هغه وویل، «ما له څو کالونو راهیسې په خپله ځمکه باندې کوکنار کرل، خو څه عاید مې ترې ترلاسه نه کړ، بلکې د هغه پرځای مې د فصل د خرابوالي له امله ټوله سرمایه له لاسه ورکړه او مفلس شوم. ما تعهد وکړ چې زه به بیا کوکنار نه کرم. اوس زه زعفران کرم چې زما اقتصادې حالت په ښه کیدو کې یې مرسته کړې ده.»
سید احمد وویل، د زعفرانو کښت د افغانستان د اقتصاد په ښه کېدلو کې مرسته کړې ده، او زیاته یې کړه چې دغه بوټی وروسته له هغه چې افغانستان یې صادر کړي د درملو د جوړولو لپاره کارول کیږي.
هغه وویل، «زعفران په افغانستان او نورو هېوادونو کې ځوانان په نشه ییزو توکو نه روږدي کوي. کروندګرو له دې امله چې زعفران یو قانوني بوټی دی، کرنې ته یې مخه کړې ده. هغو خلکو چې د ناپوهۍ له امله یې کوکنار کرل اوس یې د زعفرانو کرنې ته مخه کړې ده.»
نشه ییزو توکو ته د لاسرسي مهارول
ځایې چارواکي وایي، د کوکنارو په کښت کې کموالي نشه ییزو توکو ته لاسرسی محدود کړی چې په نتیجه کې یې لږ ځوانان په نشه ییزو توکو روږدي کیږي.
د هرات امنیه قوماندانۍ کې د نشه ییزو توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر نظام الدین بهاوي وویل، په نړۍ والو مارکېټونو کې د نشه ییزو توکو قېمتونه لوېدلي دي او کروندګر پلان نه لري چې د کوکنارو کرنې ته ورستانه شي.
هغه وویل، «د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې حتی یو بوټی کوکنار نه کرل کیږي،» او زیاته یې کړه چې کوکنار «یواځې په لیرې پرتو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي کرل کیږي. طالبان کروندګر دې ته مجبوروي چې کوکنار وکري.»
بهاوي وویل، «ترهګر ګروپونه د نشه ییزو توکو له کښت او قاچاق څخه ګټې ترلاسه کوي چې بیا یې د وسلو او چاودېدونکیو موادو په پېرلو باندې لګوي.»
هغه وویل، «په هرات ولایت کې نشه ییزو توکو، په ځانګړې توګه اپین ته لاسرسی ډېر کم شوی، او دغه حالت په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو شمېر کم کړی دی. د کوکنارو په کښت کې کموالي او د پولیسو له خوا د مخنیوي هڅو د نشه ییزو توکو د خپرېدلو او قاچاق مخه نیولې ده.»
نوموړي وویل، تېر کال په هرات ولایت کې پولیسو د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو څخه ۶۰ ټنه بېلابېل ډولونه نشه ییز توکي ونیول او ضبط شوي نشه ییز توکي یې وسوځول.
د هرات د عامې روغتیا ریاست کې د نشه ییزو توکو د تقاضا د کمولو د پروګرام مسؤل سید محمد سادات وویل، دا چې د ناقانونه نشه ییزو توکو ترلاسه کول سخت شول، ډېر معتادان روغتونونو ته مراجعه کوی او غواړي چې نشه پرېږدي.
هغه وویل، «په تېرو کالونو کې، موږ معتادان لټول چې د تداوۍ لپاره یې روغتونونو ته راولو، خو سږ کال ډېرېدونکی شمېر ناروغان پخپله روغتونونو ته راځي، ځکه چې هغوی پرېکړه کړې چې د خپل اعتیاد درملنه وکړي.»
سادات وویل،د کوکنارو د کښت په کمېدلو سره به د روږدو کسانو شمېر راکم او په دې توګه د زرګونو ځوانو افغانانو ژوند خوندي کړای شي.