اقتصاد

د بدیل معیشت د پروژو هدف دا دی چې د بې کاره افغانانو له خوا د کوکنارو د کښت مخه ونیسي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو بزګر د غوايي په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د کوکنارو په یوه پټي کې اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو بزګر د غوايي په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د کوکنارو په یوه پټي کې اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کندهار -- د افغانستان حکومت د بدیل معیشت یو شمېر پروژې برابروي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د کروناوایرس د وبا له امله بې کاره شوي افغانان د روان کال د کوکنارو د کرنې په موسم کې د نغدو پیسو د ترلاسه کولو لپاره د کوکنارو کرنې ته مخه نه کړي.

افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د نړۍ تر ټولو ډېر کوکنار کرونکی هېواد دی چې د نړۍ له ۸۰٪ څخه ډېر اپین برابروي، خو په وروستیو کالونو کې داسې پرمختګ شوی چې د هغې ځمکې اندازه راکمه شي چې دغه ناقانونه فصل پرې کرل کیږي.

په افغانستان کې له ۳۸۰۰۰ څخه ډېرې د کووېډ-۱۹ کروناوایرس پېښې ثبتاو له ۱۴۰۰ څخه ډېرې مړینې اعلان شوي دي، په داسې حال کې چې د روغتیا وزارت د زمري په میاشت کې وویل چې ددوې د اټکل له مخې په هېواد کې د وګړو دریمه برخه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.‌

د څو میاشتو بندیز، چې تر ډېره یې ښارونه اغېزمن کړل، د زمري له نیمایي راهیسې ورو ورو پورته کړای شوی او ځینې ښوونځي، د ودونو تالارونه او مارکېټونه بېرته پرانستل شوي دي.‌

معتادان د تېر لړم په ۱ په کابل کې د سړک د غاړې په اوږدو کې اپین څکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

معتادان د تېر لړم په ۱ په کابل کې د سړک د غاړې په اوږدو کې اپین څکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو کارکونکی د تېر لړم په ۲۲مه په هرات ولایت کې د زعفرانو د پاکولو په مرکز کې زعفران دسته بندي کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو کارکونکی د تېر لړم په ۲۲مه په هرات ولایت کې د زعفرانو د پاکولو په مرکز کې زعفران دسته بندي کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

بې کاره خلک چټکې نغدې پیسې غواړي

خو قرنطین او د سفر بندیزونه د دې سبب شول چې سوداګري ودرېږي او ډېر تجارتي شرکتونه مجبور شول چې خپل کارکونکي رخصت کړي.

"په اروزګان ولایت کې فاضلي چې ۴۲ کاله عمر لري او مستري دی، وویل، ما د کروناوایرس له امله خپله دنده له لاسه ورکړه

هغه وویل، «زه یوه ۱۲ کسیزه کورنۍ لرم؛ زه په کې د ګټې سړی یم. زه پرته له دې چې د کوکنارو په پټیو کې کار وکړم بله لاره نه لرم ترڅو پیسې ترې ترلاسه کړم.»

بزګران معمولا د پسرلي او اوړي د فصلونو لپاره موسمي کاري ځواک ته اړتیا لري، خو د کروناوایرس د وبا له کبله ډېر خلک دې ته حاضر نه وه او یا و نه توانیدل چې د کار لپاره سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) د غبرګولي په میاشت کې وموندله چې «د هیواد په لویدیځ او جنوب کې تر ډېره له پاکستان سره د پولې د بندېدلو له امله» د کارکونکو شمېر کم شوی دی.

زده کوونکي چې د قرنطین له امله ښوونځیو ته نه تلل حاضر شول چې د چټکو نغدو پیسو د ترلاسه کولو لپاره د کوکنارو پټیو ته مخه کړي.

په کندهار کې یوه ۱۸ کلن زده کوونکي نذیراحمد وویل، «زموږ ښوونځی بند دی، او زه کافي اندازه وخت لرم چې د کوکنارو پټي کې کار ته لاړ شم او یو څه پیسې ترلاسه کړم. دلته زما ۲۰ نور ټولګیوال هم کار کوي.»

ډېر اپین په جنوب کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې تولیدیږي،‌البته، کوکنار له پاکستان سره د ختیځې پولې په اوږدو کې هم کرل کیږي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مسافر وویل، «کارونه نه وو او ډېر خلک په ځانګړې توګه زما خپلوانو او کلیوالو د بې کارۍ له امله د کوکنارو کرنې ته مخه کړه.»

طالبان له ډېرې مودې راهیسې له بزګرانو او قاچاقچیانو څخه د مالیاتو د راټولولو او د نشه ییزو توکو له خپلو تولیدي فابریکو څخه چې اپین د صادرولو لپاره په مورفین یا هیرویینو باندې بدلوي، او بیا نشه ییز توکي د ګاونډي پاکستان او ایران له لارې قاچاق کیږي، ګټې ترلاسه کوي.

د کوکنار د کرنې بدیل

نړۍ والو مرستندویانو د تېرې لسیزې په ترڅ کې په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر د نشه ییزو توکو پر ضد د مجادلې په موخه لګولي. په دې لړ کې داسې پروګرامونه هم شامل دي چې بزګران هڅوي ترڅو د زعفرانو په څېر د نورو عایدلرونکو بوټو کرنې ته مخه کړي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، «په هغو ولایتونو کې چې کوکنار کرل کیږي د بدیل معیشت ډېرې پروژې تطبیق شوي او اوس هم روانې دي.»

هغه وویل، «د هر ولایت د اقلیمي شرایطو په اساس، د بڼوالۍ، د مېوو د بڼونو جوړولو، د حبوباتو، زعفرانو، الو وېرا، طبي بوټو د کرلو او په مجموع کې د حلالې کرنې ترویج د بدیل معیشت ځینې هغه پروژې دي چې عواید یې، په ځانګړې توګه د هغو بزګرانو لپاره چې کوکنار یې کرل، زیات کړي دي.»

هغه وویل، «دا وخت په هلمند، کندهار، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د بدیل معیشت پروژې روانې دي. د زرغونو خونو جوړول او د پستې د باغونو ترویج د بدیل معیشت د پروګرام نورې برخې دي چې د هېواد په لویدیځو او جنوبي برخو کې یې د کوکنارو د کرنې په کمولو کې ښه نتایج ورکړي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، «د بدیل معیشت پروګرام د حکومت د هغه پلان برخه ده چې غواړي د کوکنارو د کرنې مخه ونیسي او کم یې کړي.»

هغه وویل، «د کورنیو چارو د وزارت د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست د کرنې وزارت سره په همکارۍ کې د بدیل معیشت پروژې تطبیقوي چې ښه نتایج یې ورکړي دي.»

آرین وویل، «تېر کال په بېلابېلو ولایتونو کې د کوکنارو په زرګونو هکتاره ځمکې واړول شوې. د بدیل معیشت پروژې په سلګونو هغو کلیو کې چې کوکنار په کې کرل کېدل تطبیق شوې، او اوس د هغو پر ځای بزګران زعفران، الو وېرا او بېلابېل سبزیجات او مېوې کري.»

"هغه وویل، ««د کوکنارو کرنه په ډېرو ولایتونو کې کمه شوې ده.»

د یو اېن او ډي سي له خوا د نړۍ د نشه ییزو توکو په هکله د برابر شوي راپور په اساس، افغان بزګرانو تېر کال په ۱۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرلي وو چې له ۱۳۹۷ کال څخه ۳۷٪ کم شوي دي.‌

په هغو ټولو ولایتونو کې چې کوکنار ډیر کرل کېدل په ۱۳۹۸ کې د دغه بوټي کرنه ډېره کمه شوې وه.

په راپور کې راغلي چې د کوکنارو کرنه په ننګرهار کې ۸۲٪ کمه شوه، په داسې حال کې چې په نیمروز کې ۷۸٪، په کندهار کې ۴۰٪، په اروزګان کې ۳۸٪، فراه کې ۳۵٪ او هلمند کې ۳۴٪ کمه شوه.

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کرونا له امله افغان بزګرانو سختې اقتصادي ضربې ولیدلې. د افغانستان حکومت باید ژر تر ژره د هېواد له بزګرانو سره مرسته وکړي چې هغوی د کوکنارو کرنې ته مخه نه کړي، ځکه چې مجبوریت، فقر، او تاوان به هغوی مجبور کړي چې کوکنار وکري.‌ که حکومت بزګرانو ته د کوکنارو مشروع بدیل او اصلاح شوي تخمونه برابر کړي، هغوی به د غیرقانوني فصلونو له کرنې څخه منع کړي.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د کرنې په سکتور په ځانګړې توګه د سبزیو او مېوو په سکتور کې ډېر کار شوی دی. هغه بزګران چې ترکارۍ او مېوې کري هغوی اوس د پخوا په نسبت ډېر حاصلات اخلي، خو د غنمو او وریژو د کرنې په برخه کې ډېر کار نه دی شوی.‌ اوس هم په زرونو ټنه غنم او وریژې له پاکستان او هندوستان څخه راواردیږي. حکومت او په ځانګړې توګه د کرنې وزارت باید دغه سکتورته جدي پاملرنه وکړي چې افغانستان د غنمو او وریژو په برخه کې پرځان بسیا شي. مونږ د زراعتي ځمکې په برخه کې ډېرې ستونزې لرو. مونږ ډېره داسې ځمکه لرو چې د غنمو او وریژو د کرنې لپاره تیاره ده، خو د بهرنیو هېوادونو په نسبت مونږ ډېر لږ حاصلات اخلو. که حکومت د هېواد ټولو بزګرانو ته کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه ورسوي، دا ستونزه به ژر په راتلونکي کې حل شي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د کوکنارو کرنه او په پاکستان او ایران کې د افغانانو ژوند دواړه د افغانستان لپاره خطرناک دي. د کوکنارو کرنه له یوې خوا افغان ځوانان په نشو اخته کوي او بلې خواته د افغانستان مقدس نوم په نړۍ کې بدوي او افغانان د نشه ییزو توکو صادروونکي او بد خلک ښیي. دغه رنګ، هر څومره چې افغانان په پاکستان او ایران کې بالخصوص په پاکستان کې ایساریږي او خپل وطن ته نه راستنیږي، هومره به افغانستان ناامنه وي ځکه په پاکستان کې په دواومدار ډول د پاکستان د استخباراتو ادارې هغوی ته د جهاد په نامه د ترورستي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ټریننګونه ورکوي او هر هغه کس چې د افغانستان د حکومت په چوکاټ‌کې کار کوي هغه ورته د کافر په نامه ورپیژندل کیږي او دا ورته وایي چې د هغوی وژل روا دي. د ایران استخبارات هم په خپل وار سره د فاطمیون او نورو ترهګرو ډلو په صفونو کې افغان ځوانان استخداموي او بیا ترې د خپلې پراختیاغوښتنې د سیاست د عملي کولو لپاره کار اخلي. مرګ د پاکستان په ترهګرو استخباراتي ادارو او ترهګر پوځ. مرګ د ایران په بې رحمه اخوندي رژیم.

ځواب ورکړئ