اقتصاد

د کونړ بزګرانو د بوټو د تنوع د ډېرېدلو لپاره د اوبه لګولو د پروژې هرکلی وکړ

د خالد زېري راپور

افغان حکومت د افغانستان د کونړ ولایت په درې ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا په وسیله فعالیت کوونکې څلور د اوبه لګولو پروژې پيل کړي چې شاوخوا ۴۰۰۰ جریبه (۸۰۰ هکتاره) ځمکې ته به اوبه برابرې کړي او له بزګرانو سره به مرسته وکړي چې د نشه ییزو توکو د ناقانونه صنعت لپاره د کوکنارو له کرنې څخه راوګرځي. [خالد زېری]

کونړ -- افغان حکومت د افغانستان د کونړ ولایت په درې ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا په وسیله فعالیت کوونکې څلور د اوبه لګولو پروژې پيل کړي چې خواوشا ۴۰۰۰ جریبه (۸۰۰ هکتاره) ځمکې ته به اوبه برابرې کړي او له بزګرانو سره به مرسته وکړي چې د نشه ییزو توکو د ناقانونه صنعت لپاره د کوکنارو له کرنې څخه راوګرځي.

د وري په ۴مه، د اټکل ۹۲ میلیونه افغانیو (۱.۲ میلیونو ډالرو) په مجموعي بودجه په دغو پروژو باندې کار پیل شو. دا پروژه د کرنې، اوبه لګلو او مالدارۍ وزارت له خوا تمویلېږي.‌

د کونړ ولایت د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ رییس انعام الله ساپي وویل، د دې پروژې جوړونه به دوه کاله وخت ونیسي.

ساپي وویل، «د لمریزې برېښنا په وسیله چلېدونکي دوه واټرپمونه به په مروره ولسوالۍ کې؛ یو په ایساري ډاګ او بل په لاهوري ډاګ کې جوړ کړای شي، او یو د لمریزې برېښنا په وسیله چلېدونکی واټرپم به د سرکاڼو ولسوالۍ په لوی ډاګ او بل به د نرنګ ولسوالۍ په لوی ډاګ کې ولګول شي، چې په مجموعي توګه به ۴۰۰۰ جریبه (۸۰۰ هکتاره) للمي ځمکه خړوبه کړي.»

کارکوونکي د وري په ۵مه په کونړ ولایت کې د لمریزې برېښنا په وسیله فعالیت کوونکی واټرپمپ جوړوي. [خالد زېری]

کارکوونکي د وري په ۵مه په کونړ ولایت کې د لمریزې برېښنا په وسیله فعالیت کوونکی واټرپمپ جوړوي. [خالد زېری]

ساپي وویل،‌ دا پروژې به بزګرانو ته فرصت ورکړي چې د کوکنارو کرنه ودروي ځکه هغوی به وکولی شي داسې باغونه وکري چې هر کال به څو فصله حاصلات ورکوي.

د کوکنارو کرنه ډېر وختونه طالبانو پورې تړل کیږي.هغوی له دغه بوټي څځه ترلاسه کېدونکي ناقانونه نشه ییز توکي لکه هیرویین خرڅوي او خپل جنګي عملیات پرې تمویلوي.

یاغیانو بزګران مجبور کړي چې کوکنار وکري، دا په داسې حال کې ده چې د نشه ییزو توکو کرنه، ټرانسپورټ، قاچاق، خرڅونه او کارول په اسلام کې سخت ممنوع دی.

پروژه «به زموږ ژوند بدل کړي»

ځایي بزګرانو د حکومتي پروژو هرکلی کړی او وایي هغوی هیله مند دي چې وبه کولی شي د واټرپمونو په مرسته بېلابېل بوټي وکري.

د دادمحمد په نامه یوه ۵۰ کلن بزګر چې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په مسلم اباد سیمه کې ژوند کوي، وویل، «زه دلته ۴ جریبه (۰.۸ هکتاره) ځمکه لرم. د جوارو په فصل کې، زه هېڅ شی نه کرم، خو د غنمو په فصل کې، زه غنم کرم.»

هغه وویل، «فصل بیا د بازان اندازې پورې تړاو لري. که ډېر باران وشي، فصل ښه وي، خو که باران ونشي، بیا نو فصل نه کیږي.ځینې کالونه چې موږ غنم وکرو او باران ونشي، موږ هېڅ حاصل نشو ترلاسه کولی.»

محمد وویل هغه خوښ دی چې تازه پيل شوې پروژه به د لمر له انرژۍ څخه په استفادې سره د کونړ سیند څخه اوبه پمپ کړي او د هغه ځمکې به خړوبې کړي.

هغه وویل، «دا پروژه به د لمریزې انرژۍ شیشې ولګوي او له واټرپمپونو څخه په استفادې سره به زموږ د للمي ځمکو لپاره اوبه پمپ کړي. دا ځمکه له نسلونو راهیسې د باران په وسیله خړوبېږي. اوس موږ هیله لرو چې دا پروژه به زموږ ځمکې خړوبې کړي چې دا به زموږ په ژوند کې یو بدلون راولي.»

د مسلم اباد کلي ځینې اوسېدونکیو په خپلو حوېلیو کې ژورې څاګانې اېستلي او کوچني باغونه یې هم جوړ کړي دي.

محب الله ساپي چې ۲۲ کاله عمر لري له فرصت نه په استفادې سره د غنمو د کرنې پرځای د مڼو کرنې ته مخه کړې ده.

ساپي وویل، «دا ځمکه ۱/۲ جریب (۰.۱ هکتاره) ده. موږ پرې سږکال یو د مڼو باغ وکاره. موږ په خپل کور کې دننه یوه ژوره څا اېستلې ده او له یوه ډیزلي جنرېټر څخه په استفادې سره دا باغ اوبه کوو.»

هغه وویل، «راځئ وګورو چې آیا موږ اصلا کولی شو چې د دغو نهالونو د اوبه کولو لپاره کافي اندازه اوبه برابرې کړو که نه، خو که دا پروژه چې له سیند څخه د لمریزې برېښنا په وسیله اوبه تأمینوي بشپړه شي، موږ به وکولی شو چې صحیح استفاده ترې وکړو.»

هغه زیاته کړه،‌ «د دې سیمې اکثر اوسېدونکي غریب دي. پخوا د طالبانو د موجودیت له امله ان للمي ځمکه هم خوندي نه وه. اوس هغوی ورک شوي، او ژوند بهتر دی. که دا پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شي، د دې سیمې اوسېدونکي به یو بهتر ژوند او او بهتر عاید ولري.»

د بزګرانو لپاره ګټې

د کونړ د ولایتي شورا غړي محمد ساپي ومنله چې د اوبه لګولو پروژه به د ځایي بزګرانو لپاره ګټوره وي.‌

هغه وویل، «موږ په کونړ کې ډېره کرنیزه ځمکه نه لرو، او محدوده کرنیزه ځمکه چې شته هغه هم للمي ده، له دې امله دا به ډېره ګټوره وي چې په ۴۰۰۰ جریبه (۸۰۰ هکتاره) ځمکه باندې اوبه ور سپرې شي او محلي خلک ترې استفاده وکړي.»

هغه زیاته کړه، «ډېرو ځایي خلکو وار له مخه ماته ویلي دي چې که دا پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شي، هغوی به په خپلو ځمکو باندې باغونه جوړ کړي.»

ساپي وویل، «اکثر خلک د کارونو د نشتوالي له امله د حکومت مخالفو عناصرو سره یوځای کیږي. که باغونه جوړ شي او خلک په باغونو کې کارونه پیدا کړي، هیڅوک به هم د حکومت مخالفو عناصرو سره یوځای نشي او نه به د حکومت پر ضد وسلې پورته کړي. پرځای یې، هغوی به خپل عادي ژوند وکړي.»

هغه وویل، «موږ دې پروژې ته خوښ یو، خو هیله لرو چې په ښه توګه بشپړه شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که افغان حکومت او متحده ایالاتو په دې هېواد کې په جنګ باندې د میلیاردونو ډالرو د لګولو پرځای داسې پروژو ته پام کړی وای، جنګ او نا امنۍ به تر دې حده پورې دوام نه وای کړی. د داسې یوې پروژې تطبیقول یوې خوا ته د سیمې د پرمختګ لپاره ګټور دي،‌ بلې خواته په سلګونو خلک په وظایفو او کار باندې ګوماري. که امریکایانو او نړۍ والې ټولنې د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو او د نوي حکومت له جوړېدلو څخه وروسته، د خلکو اقتصاد ته توجه کړې وای او په دې هېواد کې فابریکې جوړې کړې وای، اوس به خلک مجبور نه وای چې د مزدورۍ لپاره ایران او نورو هېوادونو ته لاړ شي.‌ ډېر ځوانان د بې کارۍ لپاره ایران ته لاړل او تر ډېرو کلونو پورې یې هلته کارونه وکړل او بیا د ایران د حکومت له خوا را واېستل شول. کله چې هغوی راستانه شول، طالبانو وغولول او په خپلو لیکو کې یې استخدام کړل. په افغانستان کې د جګړې له مهمو سببونو څخه یو سبب بې کاري ده. اوس هم وختي دی، متحده ایالات او بهرني هېوادونه باید له خپلې وتنې څخه وروسته په افغانستان کې بېخبنایي پروژې تطبیق کړي. افغانستان لږ تر لږه د یوې یا دوه لسیزو په مخه بهرنۍ همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري. په هر حال،‌ مونږ په کونړ ولایت کې د دې پروژې تطبیق یو ښه شګون او یو ښه کار بولو. مونږ له مرکزي حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر څخه مننه کوو او هیله ترې کوو چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول پروژې منظورې کړي.‌ په درنښت،

ځواب ورکړئ

ډېر ښه خبر دی.‌ د سلام ټایمز له مجلې څخه ډېره زیاته مننه چې د داسې ګټورو پروژو په هکله معلومات وړاندی کوي. که پاکستان ناکامورا نه وای وژلی، ډیر ژر به د کونړ عظیم الشان سیند مهار شوی او د سیمې خلک به له فقر او ستونزو څخه خلاص شوي وای.

ځواب ورکړئ