اقتصاد

د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شوې پروژه به په تخار کې په زرګونو هکتاره ځمکه خړوبه کړي

د محمد قاسم راپور

ځایي خلک، چې ډېر یې بزګران دي، په کار بوخت دي ترڅو د تخار ولایت د مرکز تالقانو په جوی شیخ سیمه کې د اوبه خور یو کانال ورغوي. د دې کانال رغېدنه د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په مالي مرسته ترسره کیږي. [عکاس: حشمت نېکزاد]

ځایي خلک، چې ډېر یې بزګران دي، په کار بوخت دي ترڅو د تخار ولایت د مرکز تالقانو په جوی شیخ سیمه کې د اوبه خور یو کانال ورغوي. د دې کانال رغېدنه د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په مالي مرسته ترسره کیږي. [عکاس: حشمت نېکزاد]

تخار -- د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په تخار ولایت کې د اوبه خور د یوه ۷۰۰ متره اوږده کانال د ګبیون په واسطه تحکیمات پيل کړي چې تقریبا ۲۰۰ محلي خلکو ته یې کارونه برابر کړي او په بشپړېدلو سره به په زرګونو هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د تالقانو د اوبیزې حوزې رییس صبغت الله قانع وویل، سېلاوونو د اوبه خور کانال ویجاړ کړی، یعنې اوبه دا وړتیا نه لري چې په وخت سره زراعتي ځمکو ته ورسیږي.

هغه د کب په ۱ سلام ټایمز ته وویل، اېف ای او دا پروژه پيل کړه چې کیدی شي ۴۰۰ زره ډالر لګښت پرې وشي څو یادې ستونزې حل کړي.

هغه وویل، د رغونې کار د سلواغې په ۱۰مه پيل شو او تمه ده چې د غبرګولي په میاشت کې بشپړ شي.

هغه وویل، «دا پروژه د ولایت د مرکز تالقانو د جوی شیخ په سیمه کې د اوبه خور د یوه ۷۰۰ متره اوږده کانال د ګبیون په واسطه تحکیمات تر پوښښ لاندې نیسي‌. دا کانال هر کال د سېلاوونو له امله ویجاړیږي.»

هغه وویل، «د دې پروژې په بشپړېدلو سره به تقریبا ۴۶۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي په داسې حال کې چې په سلګونو هکتاره ځمکه به د سېلاوونو له خطر څخه خوندي کړای شي.»

قانع وویل،‌ «بزګرانو ته د کرنې لپاره د اوبو په رسېدلو سربېره، د ۲۰۰ بې کاره کسانو لپاره کاري فرصتونه هم برابر کړای شول چې د کار په بدل کې پیسې ورکول کیږي.»

په تخار ولایت کې د اېف ای او سیمه ییز رییس تقي حمیدي وویل، له لومړیتوبونو څخه یو دا دی چې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړای شي.

هغه وویل، «د دې پروژې هدف دا دی چې کاري فرصتونه رامنځته کړي... او دا کار د سلګونو هکتارو ویجاړو شویو زراعتي ځمکو د بیارغونې په ګډون اوږدمهالې ګټې لري.»

هغه وویل، په جوی شیخ سیمه کې د خړوب اوبو کانال هر کال سېلاوونو خراباوه، خو «اوس به د دې پروژې له برکته د ګبیونونو یا جالیو په وسیله غښتلی شي.»

د سېلاوونو د خطرونو کمول

په تالقانو کې د روح الله فقیرزاده په نامه یوه بزګر چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل، د سیمې بزګران د کانال د ویجاړتیا له امله کولی شي چې په خپلو ځمکو کې په کال کې یواځې یو فصل وکري.

هغه وویل، «د جوی شیخ کانال د تالقانو سیند سره نږدې دی. هر ځل چې سېلاو راوځي، کانال ویجاړوي.»

هغه وویل، «له بده مرغه، د بزګرانو په زرګونو هکتاره ځمکو د کرنې لپاره اوبه نه لرلې، خو اوس موږ خوښ یو چې زموږ د کانال د تحکیماتو کار پیل شوی او دا چې موږ به په څلورو میاشتو کې یو کانال او د کرنې لپاره اوبه ولرو.»

هغه وویل، «د دې پروژې بله ګټه دا ده چې د زراعتي ځمکو د لا نورې ویجاړتیا مخه نیسي. دا چې دا کانال ویجاړ و او اوبه په صحیح توګه نه مدیریت کېدلې، سېلاوونو زراعتي ځمکې ویجاړولې.»

د تالقانو یوه بل بزګر سخی محمد چې ۵۴ کاله عمر لري، وویل، «زه ډېر خوشحال یم چې زه په دې پروژه کې کار کوم او په خپلو لاسونو باندې خپل کانال جوړوم.»

هغه وویل، «زما په څېر، اکثر بزګران په دې پروژه کې کار کوي چې د دې پروژې کیفیت ډاډمنوي،او هغوی ته فرصت ورکوي چې حلاله نفقه په کې وګټي.»

هغه زیاته کړه، «دا پروژه زموږ لپاره ډېره ارزښتناکه ده ځکه چې موږ په دې پروژه باندې د کار په بدل کې پیسې ګټو او زموږ زراعتي ځمکه به له سېلاوونو او د اوبو د سطحو له فصلي زیاتوالي څخه خوندي شي.»

اړینې نړۍ والې مرستې

په تالقانو کې د نصیراحمد ساپي په نامه یوه قومي مشر وویل، په هېواد کې غریبي او بې کاري زیاته شوې ده، چې اکثر افغانان یې په نړۍ والو مرستو باندې تکیې ته اړ کړي دي.

هغه وویل، «د ملګرو ملتونو له خوا حمایه شویو داسې پروژو ډېرې کورنۍ له فقر څخه خوندي کړي دي. دا ډول پروژې په روانو حالاتو کې مهمې دي ځکه چې غریبي او اقتصادي ستونزې اوج ته رسېدلي دي.»

هغه وویل، «ځینې مرستندویې ادارې په داسې پروژو سربېره، د تخار ولایت په ولسوالیو او مرکز تالقانو کې په زرګونو بې وزلو کورنیو ته مرستې برابروي. دغه ډول مرسته خلکو ته د هغوی د ژوند او راتلونکي په هکله هیله ورکوي.»

ساپي وویل، «په روانو حالاتو کې که دا ډول مرسته نه وای، ډېرې کورنۍ به د قحطۍ او لوږې له خطر سره مخامخ شوې وای ځکه چې غریبي ډېره زیاته شوې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا اوس ښه خبر دی. نړۍ واله ټولنه باید په افغانستان کې دا ډول اساسي بیارغونه ترسره کړي. له یوې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به میلیونونه جریبه حاصلخیزه ځمکه خړوبه کړي. د دې ترڅنګ که حکومت او نړۍ واله ټولنه په ګډه د اوبو زېرمې جوړې کړي، د وچکالۍ په ختمولو کې به ډېر مهم رول ولوبوي.

ځواب ورکړئ

خبر مې ولوسته. په خبر کې دې عکس هم خوابدی کړم هم خوشاله. خفه په دې شوم چې یو مشر ضعیف بابا بېلچه په لاس له ویالې خټې راباسي. له دې معلومېږي چې دا بابا به هم د کورنیو مشکلاتو له امله کار کولو ته اړ شوی وي. خو خوښ په دې یم چې د کار زمینه ورته برابره شوې او خپلو اولادونو ته حلاله روزي ګټي. افغانان سخت د رحم وړ دي. له تېرو څلوېښت کلونو راپدېخوا پرې ډول ډول مشکلات راغلل او لا هم ورسره لاس و ګریوان دي.

ځواب ورکړئ

ستاسو د ښایسته خبر/راپور له امله مننه. یو زیری به زه هم درباندې وکړم. په هلمند کې د ډاکار موسسې له لوري د باراني اوبو مهارولو په موخه د ګڼو ناورونو د سروې چاري پیل شوې. د هلمند د کرنې ریاست لپاره د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي، چې د یادو ناورونو په ترکیب کې دريګستان په ساحو کې د ښورکي دسیمي ناوران شامل دي چې په لوړه کچه به دباراني اوبو د مهارولو وړتیا ولري. سرچینه زیاتوي:(یاد ناورونه وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا رغول کیږي چې له رغېدو سره به یې په یادو سیمو کې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبه به ورسره ډېرې او د کرنې او مالدارۍ د پياوړتیا سبب شي.) د هلمند د چارواکو په وینا، تر دې وړاندې د اخند او حسن نيکه ناوران په دې ولایت کې رغول شوي وو. سرچینې د پيل شوې سروې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. مونږ د ډاکار، ډبلیو اف پي، یو این ډي پي او نورو ټولو هغو موسساتو ډېره مننه کوو چې له وچکالۍ څخه د افغانستان په ژغورلو او بیارغولو کې مرسته کوي. تل دې وي د افغانستان او نړۍ والې ټولنې ملګرتیا

ځواب ورکړئ

ماته داسې خبرونه خوند راکوي. کومې پیسې چې په دې ډول پروژو مصرفیږي سړی ورته خوشال او ښه حس کوي. د وطن د ابادۍ خبرونه دې پرېمانه او بې شمېره شي. هم به خلکو ته د کار زمینه سازي وشي او هم به د اوبو مخنیوي وشي چې تاوان وانه ړوي، هم به اوبه په ځمکه کې بېرته وکرل شي چې دې سره به وچکالۍ کچه راکمه او خلک به ترو تازه ژوند ولري هههههه.

ځواب ورکړئ

ملګري ملتونه تل په افغانستان کې بشري مرستې کوي. ملګري ملتونه د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله چې بشري مرستو ته اړتیا لري، له افغانستان سره په هره برخه کې مرستې کړې او دوام لري. په تېرو ۱۸ میاشتو کې چې د جمهوريت د سقوط او د افغانستان خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، ملګرو ملتونو د افغانستان له بې وزلو خلکو سره په هره برخه کې اساسي مالي، حیاتي او بشري مرستې کړې دي. په روان کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو له خوا ګڼ شمېر مهمې پروژې تر لاس لاندې نیول شوي او یا هم پیل شوې دي. د ملګرو ملتونو ټول کارونه د ستایلو وړ دي او موږ، د افغانستان خلک باید د ملګرو ملتونو له هڅو مننه وکړو. په تخار ولایت کې د اوبولګولو د کانال په بشپړیدو سره به بزګران په خپلو کرنیزو ځمکو دوه فصلونه وکري او د اوړي د موسم د سیلابونو چې د دوی ځمکې له منځه وړي، د دوی کرنیزې ځمکې له منځه ولاړې شي. په دې پروژه کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د میاشتني عاید په بدل کې په کار بوخت دي او دغه ۲۰۰ کسان کولی شي له دې میاشتني عاید څخه د خپلو ماشومانو لپاره نفقه پیدا کړي. دا پروژې د افغانستان لپاره حیاتي دي او دا پروژې به افغانستان حیاتي کړي. افغانان د ملګرو ملتونو د دغو پروګرامونو تود هرکلی کوي، او مونږ له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د امکان تر حده ډیرې پروژې پیل کړي، ځکه چې د افغانستان خلک د ملګرو ملتونو حیاتي پروژو ته ډیره اړتیا لري.

ځواب ورکړئ