اقتصاد

د ملګرو ملتونو پروګرام په کندوز کې د اوبو لګولو د کانال بیارغونه تمویلوي

د محمد قاسم راپور

یو د کیندلو ماشین (اېکسکواټر) د وږي په ۱۷مه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو په یوه کانال باندې کار کوي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

یو د کیندلو ماشین (اېکسکواټر) د وږي په ۱۷مه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو په یوه کانال باندې کار کوي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

کندوز -- یوې نړۍ والې مرستندویې موسسې، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته، د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو په یوه کانال باندې د بیارغونې کار پیل کړی چې له ۱۰۰۰ هکتارو (۵۰۰۰ جریبو) څخه ډېرې زراعتي ځمکې ته به اوبه برابرې کړي.

په شمالي ولایتونو کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې رییس فیض الله هویدا وویل، په کانال باندې کار د وږي په ۱۷مه پیل شو چې د درې میاشتو په ترڅ کې به بشپړ شي.

په دې بیارغونه باندې به ۹ میلیونه افغانۍ (۱۰۲۰۰۰ ډالر) لګښت وشي.

هویدا د پروژې د پټۍ پرې کولو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «له نېکه مرغه چې نن موږ په علي اباد ولسوالۍ کې د لګولو د اوبو د یوه کانال د رغونې کار پیلوو، چې دا له اوږدې مودې راهیسې د ځایي خلکو او په ځانګړې توګه د بزګرانو هیله وه.»

هغه وویل، «دا کانال ۲۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې له دې جملې څخه به موږ ۱۱۰ متره برخه چې سېلاوونو او طبیعي افتونو ویجاړه کړې وه، بیا ورغوو.»

هغه وویل، «دا کانال به شاوخوا ۱۰۰۰ هکتاره (۵۰۰۰ جریبه) زراعتي ځمکه اوبه کړي، چې شاړه او یو فصله ځمکه به په دوه فصله ځمکه باندې واړوي. دا به له شک پرته په زراعتي حاصلاتو او زموږ د بزګرانو په ژوند باندې یو مثبت اغېز ولري.»

د هویدا په وینا، د لګولو اوبو په برابرولو سربېره، د کانال د رغونې کار به د ولسوالۍ د سلګونو اوسېدونکیو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاته کړه، «د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه له خپلو شریکانو سره په ګډه، پلان لري چې د کندوز ولایت په نورو ولسوالیو کې هم دې ته ورته پروژې تطبیق کړي او په بېلابېلو سیمو کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»

د کندوز شمال بیارغونې شرکت اجرائیه رییس سحرګل مرادي چې دا پروژه تطبیقوي، په ځایي خلکو باندې تاکید وکړ چې د کانال په حفظ او مراقبت کې له شرکت سره همکاري وکړي.‌

هغه وویل، «له نړۍ والې ټولنې څخه زموږ تمه دا ده چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي څو هغه ستونزې حل کړي چې خلک د پرمختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې ورسره مخامخ دي.»

د اوبو د کموالي ستونزې حلول

بزګرانو د دې پروژې د پيلېدلو هرکل کړی دی.

په علي اباد ولسوالۍ کې د جمعه الدین په نامه یوه بزګر چې ۵۸ کاله عمر لري، وویل د کروندګرو فصلونه اکثر وختونه د اوبو د کموالو او مکررو وچکالیو له امله وچېږي، چې د مالي زیانونو سبب کیږي.‌

هغه وویل، «موږ له کالونو راهیسې د اوبو له کموالي سره مخامخ یو. موږ کولی شوای چې غنم وکرو، خو هېڅکله نه یو توانېدلي چې شولې وکرو.»

هغه وویل، «که کافي اندازه د لګولو اوبه وي، سربېره پر غنمو، موږ کولی شو چې شولې هم وکرو ځکه چې وریژو ته ډېره اړتیا ده. دغه راز، هغه به د بزګرانو عواید هم زیات کړي.»

د علي اباد ولسوالۍ د لالا میدان کلي یوه بزګر عبدالصمد چې ۴۹ کاله عمر لري، وویل، د لګولو د اوبو پروژه به په ټوله سیمه کې د خلکو ژوند ښه کړي.

هغه وویل، «پخوا موږ ډېرې زیاتې امنیتي او اقتصادي ستونزې لرلې، لاکن اوس موږ هیله لرو چې هغه لویې ستونزې به چې زموږ بزګران ورسره مخامخ دي، حل شي.»

هغه وویل، «په تېرو ۲۰ کالونو کې زموږ په کلي او شاوخوا کلیو کې هېڅ اساسي کار نه دی شوی. دلته پلونه نشته، برق نشته، سرکونه نشته. زموږ لپاره هېڅ هم نه دي شوي.»

هغه وویل، «که هغه لویې ستونزې، په ځانګړې توګه د لګولو د اوبو ستونزې چې زموږ بزګران ورسره مخامخ دي، حل شي، په بازار کې به د خوراکي توکو قیمتونه ولوېږي او د بزګرانو ژوند به بهتر شي.»

له پروژو څخه د خلکو ملاتړ

ځایي خلک وایي، په علي اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو اکثر پخواني کانالونه سېلاوونو ویجاړ کړي ځکه چې هغه په ښه ډول نه وو جوړ شوي او د وخت په تېرېدلو لږ ترمیم شوي ول.

په علي اباد کې یوه قومي مشر اسدالله سالم وویل، «په کانال کې ډېرې کمې اوبه بهېدلې، او هغه هم د اوبو د سطحې په لوړېدلو او سېلاوونو په وسیله خراب شوی وو.»

هغه وویل، د سیمې اوسېدونکیو «په دودیز ډول بیارغونه کوله چې اغېز یې کم وو، خو په صحیح رغونې سره به ځمکې خوندي شي او اوبو ته لاسرسی به بیا پرځای شي.»

سالم وویل، «هغه کانال چې د علي اباد ولسوالۍ په لالا میدان کلي ورځي هغه له لسګونو نورو کلیو هم ورتېرېږي چې خلکو او په ځانګړې توګه بزګرانو ته اجازه ورکوي څو د هغه له اوبو څخه ګټه پورته کړي.»

هغه وویل، «موږ په نورو مرستندویانو باندې هم غږ کوو چې په دې ولسوالۍ کې عامه پروژې تطبیق کړي ځکه چې دلته د کانالونو، استنادي دېوالونو، پلونو، سرکونو، برق، د څښلو اوبو او ښوونځیو په څېر د بېخبنا پروژو ته سخته اړتیا لري.»

سالم وویل، د علي اباد ولسوالۍ خلک د پرمختیایي پروژو هرکلی او ملاتړ کوي، او زیاته یې کړه چې د بېخبنا لا نور کار ته اړتیا ده.‌

د کندوز د والي یوه استازي عبدالخالق ابراهیم وویل، «د دې پروژې په تطبیق سره به بزګرانو ته چې پخوا یې د کانال د ویجاړتیا او خرابۍ له امله د اړتیا وړ اوبه نه ترلاسه کولې، کافي اندازه اوبه برابرې شي.»

هغه وویل، «د کانال د یوې برخې رغونې سره به یې د وراني مخه ونیول شي او بزګران به کافي اندازه اوبه ترلاسه کړي.»

ابراهیم ټینګار وکړ چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دې لا نورې پروژې تطبیق شي، او زیاته یې کړه چې «دا ډول پروژې کولی شي چې د خلکو د ژوند په بهترولو کې یو مثبت رول ولوبوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د یوه کانال جوړېدل او د یوه ستل په اندازه اوبو را ایسارول او په افغانستان کې یې لګول هم د افغانانو لپاره ګټور دي. هر څوک چې په افغانستان کې د کانالونو او د اوبو د بندونو د جوړونې لپاره کار کوي، د هغه لاسونه ښکل کړئ. دا خلک ستاسو واقعي دوستان دي. که ملګري ملتونه وي که امریکایان وي که عربان وي که هندیان وي، حتی که منافقین (پاکستانیان) هم وي خو چې د افغانستان د اوبو په مهارولو کې له افغانانو سره مرسته کوي، مونږ یې قدر کوو. تل دې وي افغانستان.

ځواب ورکړئ

د نصیر فایق په وینا: "د تېر کال د هوکړې له مخې، سږ کال به د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د افغانستان او میانمار په استازیتوب څوک وینا نه کوي. دا په دې مانا ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د وینا حق په پرله پسې دوهم کال هم رد شو.» یعنې ملګري ملتونه دومره احمق دي چې حتی د خپل ویجاړ شوي هیواد په استازیتوب د یو چا د خبرو کولو مخه نیسي. په بل عبارت، نړۍ به د افغانستان له روان کړکېچ نه زده کړه و نه کړي. د بشري حقونو، د ښځو حقونو، د ماشومانو حقونو او د بیان ازادي، د طالبانو، نړیوال ایتلاف او په افغانستان کې د شمالي ټلوالې له خوا د ترسره شوي جنایتونو په هکله به خبرې اترې نه کیږي. په افغانستان باندې د پاکستان د وحشيانه يرغل، د ايران د کلتوري يرغل، د روسيې د لاسوهنې او د چين له خوا د افغانستان د سرچينو د لوټلو په اړه به هيڅوک خبرې نه کوي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې نړیوالو غیرحکومتي موسسو اوس اصلي لاره غوره کړې ده. زما په اند، د بشردوستانه مرستو چمتو کول له کافي څخه ډېر دي. ټول تمرکز باید د هیواد د بېخبناوو پیاوړتیا ته واړول شي. سربیره پردې، نړیوالې غیرحکومتي موسسې باید هڅه وکړي چې د ولسي تړون پروګرام بیا پیل کړي. په داسې حال کې چې د افغانستان په جوړښت کې بنسټیز بدلونونه را منځته کوي، دغه پروګرام کولی شي په لنډ مهال کې له خلکو سره مرسته وکړي. د دې ملي پروګرام لغوه کول په حقیقت کې د افغانستان د پرمختګ لپاره تر ټولو لوی ګوزار دی. دا پروګرام دومره پیسو ته اړتیا نه لري. دا د بشردوستانه پروژو په ورته لګښتونو سره یوازې هغه وخت پلي کیدی شي چې زموږ نیت ښه وي او موږ غواړو چې افغانان د تل لپاره له فقر او بدبختۍ څخه خلاص کړو.

ځواب ورکړئ

تبصره دوام لري: وګورئ، که فرض کړو چې شل میلیونه آلمانان کار کوي او هر یو یې دوه زره ډالره معاش لري. د دوی هر یو باید په میاشت کې ۵ ډالر تادیه کړي چې هره میاشت ۱۰۰ ملیونه ډالر یا یورو جوړوي. دا په دې مانا ده چې آلمانان د خپل هیواد د پراختیا لپاره هره میاشت ۱۰۰ ملیونه یورو ورکوي. همدا ډول که له دغه ډول کانالونو څخه د هر جریب ځمکې د خړوبولو لپاره ۵۰ افغانۍ راټولې شي، نو د میاشتې له ۵۰۰۰ جریبه ځمکې څخه ۲۵۰ زره افغانۍ چې په کال کې ۳ میلیونه افغانۍ کیږي، راټولیږي. په دې توګه به د درې میلیونه افغانیو په لګښت یو بل کانال هم جوړ شي. د دې ترڅنګ، موږ باید دا ډول سیسټمونو ته جدي پاملرنه وکړو. په احترام، محمد

ځواب ورکړئ

له هغه راپور سره سم چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۱۱مه خپور کړی، په کندز کې دوو کانالونو کار پيل کړی دی، «د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د اوبولګولو د څو کانالونو د جوړولو کار پیل شوی دی. له دې جملې څخه د دوو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. دغه ریاست وايي، دا دوه کانالونه بشپړ شوي او کروندګر ترې ګټه اخلي. د کندوز د کرنې ریاست وايي، د کوکچې سیند د اوبو د سرچینو د پراختیا د پانګونې پروژې په کندز ولایت کې د دویمو کانالونو جوړول پیل کړي دي. د بېخبنایي پروژو له جملې څخه د «یونس» او «جمالي» په نومونو د کانالونو چارې بشپړې شوي او فعالیت یې پیل کړی دی. دا کانالونه چې ټولټال ۱۳ کیلومتره اوږدوالی لري په کانکریټي او اساسي ډول جوړ شوی او کولی شي په دایمي توګه د اوبو کمښت او د فارم ترمنځ د ویش ستونزې حل کړي. د دغو کانالونو د جوړولو لګښت ۱۲ میلیونه افغانۍ کېږي چې د اسیا پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.» زما د دې لیکنې موخه دا ده چې که یو کانال جوړ شي، د سیمې خلک یې باید پاملرنه وکړي. که نه نو، هر کانال یا بله بېخبنا چې وي هغه به زیان مومي او ویجاړیږي. موږ باید په دې غور وکړو چې څنګه کولای شو د نړیوالې ټولنې په مرسته جوړو شويو بېخبناووو څخه داسې استفاده وکړو چې په هېواد کې دننه او نورو کلیو کې پرې نور کانالونه جوړکړو. موږ باید تل د نړیوالې ټولنې مرستې ته انتظار ونه باسو. زه یو مثال وایم. ختیځ آلمان په ۱۹۸۹ کال کې له لویدیځ آلمان سره یو ځای شو او له هغه وخت راهیسې د آلمان هر وګړی اړ دی چې د خپل عاید ۰.۲۵٪ د ختیځ آلمان پراختیایي صندوق ته ورکړي. نور په لاندې تبصره کې.

ځواب ورکړئ

ډېر عالي، افغانستان یوازې د داسې پروژو په عملي کولو سره له اقتصادي سقوط څخه ژغورل کېدلی شي. د دې وضعیت بدلول په موقتي او لنډ مهاله پروژو سره ممکن نه دي. ټولې مرستندویې ادارې باید له دې پروژې څخه انګېزه واخلي او داسې پروګرامونه پلي کړي چې اوږدمهاله اغیزې ولري او په ټولنه او خلکو کې مثبت بدلون رامنځته کړي. مرستندوی هیوادونه او موسسات باید دا ډول پروژې د یوې نمونې په توګه وکاروي او یوازې هغه پروژې تمویل کړي چې د افغانستان زیربنا پیاوړې کړي. دا یوازې زما هیله نه ده، بلکې د افغانستان اکثره مظلوم او ځوریدلی ولس هم همدا هیله لري.

ځواب ورکړئ

زه چې هر سهار دفتر ته راځم، لومړی د سلام ټایمز وېب سایټ ګورم. زه دا کار ځکه کوم چې سلام ټایمز تل مثبت خبرونه خپروي، چې د ورځې په اوږدو کې مې خوښ او هیله من ساتي. په داسې حال کې چې نورې رسنۍ د جګړې، تفرقې او ګډوډۍ راپورونه خپروي، سلام ټایمز د هېواد له ګوټ ګوټ څخه مثبت او هیله بخښونکي خبرونه خپروي چې موږ ته د راتلونکي په اړه د خوښۍ زېري راکوي. د دا ډول خبرونو خپرول د خلکو لپاره هم اړین دي چې پوه شي چې که څه هم طالبانو افغانستان نیولی او افغانستان اوس د نړیوالې ټولنې فعال غړی نه دی، خو نړیوالې ټولنې هېر کړی نه دی، او اوس هم ورسره اوږه په اوږه کار کوي. د سویډن کمیټې، یو اېن ډي پي او نورو همکارانو څخه د پرمختیایي پروژو د تمویل او پلي کولو له امله مننه. له سلام ټایمز څخه هم ځانګړې مننه چې داسې خبرونه یې خپاره کړل.

ځواب ورکړئ

سلام ټایمز د مثبتو خبرونو د خپرولو ترڅنګ د چین، ایران او روسیې د ناوړه شیطاني فعالیتونو په اړه هم ښې لیکنې کوي. له بده مرغه تر اوسه پورې یې د پاکستان د پوځ له خوا د ترهګرۍ د ملاتړ په اړه څه نه دي خپاره کړي. غالباً د سلام ټایمز ویبپاڼه د پاکستان د پوځ یا استخباراتو له خوا چلیږي او علت یې څرګند دی، هیڅکله د افغانستان او نړۍ په وړاندې د پاکستان د منافقت په اړه څه نه لیکي.

ځواب ورکړئ

پراختیايي کارونو ترسره کول واقعاً ښه خبر دی خو که بل خوا وګورو افغانستان یو بد وضعیت څخه تېرېږي. تازه په تازه په افغانستان کې د بېړني وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی. دغې ادارې د سپټمبر په ۲۱مه په یوه راپور کې ویلي، چې د روان کال تر نومبر میاشتې پورې به په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د لوږې له امله په بېړني حالت کې وي. دغه سازمان افغانستان د شپږو هغو هېوادونو په کتار کې یاد کړی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، او په خبره یې اوسېدونکي یې باید د مړینې له ګواښه وژغورل شي. که چېرته په واقعي مانا نړیوال له افغانستان سره همکارۍ او مرستې ونه کړي نو لرې نه دې چې په دې هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي. داسې کورنۍ هم شته چې د جګړو له وجې یې د کورنۍ اکثر نارینه وژل شوي او یوازې ښځې پاتې دي چې هغه ښځې بیا یوازې یو سرپرست ته چې هغه هم سپین ږیری پلار وي، او ناروغه هم وي ورپاتې دي چې د ژوند سخت کړاوونه پرې تېرېږي او بلاخره هغه کورنۍ له سختو ستونزو تېرېدو وروسته داسې حالت ته لاړه شي چې واقعاً د انسان زړه پرې دردېږي. زه وایم داسې کورنۍ چې د ګټې وټې څوک ونه‌لري، او بې‌وزلۍ سخت ځپلي، نه یې چا پوښتنه کړې او نه یې کومه مرسته تر لاسه کړې وي، هغوی به څه خوري؟ څه به اغوندي؟ څنګه به د ژوند نورې چارې مخته یوسي؟

ځواب ورکړئ