اقتصاد

د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شوی د اوبو لګولو کانال به د بلخ له بزګرانو سره د اوبو د کموالي په له منځه وړلو کې مرسته وکړي

د محمد قاسم راپور

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې (اېس سي ای) چارواکي وایي، په دولت اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو کار پیل شوی دی. په دې رغونه باندې اټکل ۱۰۰۰۰۰ ډالر لګښت راځي او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا تمویلېږي. دا پروژه د زمري په ۱۳مه پیل شوه او د دولت اباد ولسوالۍ په قرشیګک کلي کې به شاوخوا ۸۵۰۰ هکتاره زراعتي ځمکه خړوبه کړي. [عکاس: محمد ناصر الماس]

بلخ -- د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې چارواکي وایي، د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو کار پیل شوی دی.

د دې پروژې لګښت ۹ میلیونه افغانۍ (۱۰۲۰۰۰ ډالر) اټکل شوی او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا تمویلېږي. دا پروژه د زمري په ۱۳مه پیل شوه.‌

دا ۳ کیلومتره اوږد کانال به له بشپړېدلو څخه وروسته د دولت اباد ولسوالۍ په قرشیګک کلي کې شاوخوا ۸۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي، چې د اوبو وېش به بهتر او د اوبو ضایع کېدل به کم کړي.‌

د اېس سي ای یوه انجنیر محمد ادریس امیري چې د دغې پروژې مشري کوي، وویل، د «ابادي» په نامه د رغونې پروژه به په دوو مرحلو کې ترسره شي، چې لومړۍ مرحله به یې په درې میاشتو کې بشپړه شي.

ځایي خلک د زمري په ۱۳مه د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال د بنسټ ډبره ږدي. [عکاس: محمد ناصر الماس]

ځایي خلک د زمري په ۱۳مه د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه کانال د بنسټ ډبره ږدي. [عکاس: محمد ناصر الماس]

هغه وویل، لومړۍ مرحله به نیم کانال بشپړ کړي چې ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۳۰ سانتي متره لوړوالی او ۱۴۰ سانتي متره پراخوالی به ولري، په داسې حال کې چې دویمه مرحله به په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

امیري وویل، د رغونې په لومړۍ مرحله کې به د دولت اباد په سلګونو کليوال د ۷۲ ورځو لپاره په کار وګومارل شي.

هغه وویل، د دغه کانال هدف دا دی چې د اوبو کموالی به، چې بزګران ورسره له کالونو راهیسې مخامخ ول، له منځه وېوړل شي.

د دولت اباد ولسوال کمال الدین زاهد په ولسي خلکو باندې غږ وکړ چې د دې پروژې په تطبیق کې بشپړه همکاري وکړي.

هغه وویل، «د دولت اباد اوسېدونکي، په ځانګړې توګه بزګران له کالونو راهیسې له ډېرو ستونزو سره مخامخ ول ځکه هغوی په داسې سیمو کې ژوند کوي چې اوبه په کې کمې دي او د هغوی ډېر شمېر وګړي یې مجبور کړي چې بې کډه شي.»

هغه په حکومتي چارواکو باندې غږ وکړ چې په دولت اباد ولسوالۍ کې د پرمختیایي پروژو تطبیق ته پاملرنه وکړي او د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

هغه زیاته کړه، «موږ په ملي او بین المللي موسسو باندې غږ کوو چې په افغانستان کې د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي، څو پروژې له کومو ستونزو پرته پلې کړای شي.»

د بزګرانو اړتیاوې پوره شوې

د دولت اباد ولسوالۍ اکثر اوسېدونکي بزګران دي چې په وروستیو کالونو کې د باران د ورښت له کموالي او په نتیجه کې یې له وچکالۍ سره مخامخ شوي دي.

ځینو بزګرانو وویل چې د هغوی حاصلات به هر کال د اوبو د کموالي او متواترې وچکالۍ له امله وچېدل، چې هغوی ته به یې غټ مالي زیانونه ور اړول.‌

په دولت اباد ولسوالۍ کې د عبدالحکیم په نامه یوه ۵۶ کلن بزګر وویل، «موږ له کالونو راهیسې د لګولو اوبو د کموالي له امله له ستونزو سره مخامخ وو. موږ کولی شوای چې یو څه غنم ترلاسه کړو خو د اوبو د کموالي له امله مو نشوای کولی چې شولې وکرو.»

هغه وویل، «که کافي اندازه د لګولو اوبه وي، موږ کولی شو چې په غنمو سربېره شولې هم وکرو، ځکه چې وریژو ته تقاضا ډېره ده. دغه راز، موږ کولی شو چې د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعې د ښه کولو لپاره ډېر عاید ترلاسه کړو.»

په دولت اباد ولسوالۍ کې د علاو الدین په نامه یوه بزګر چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، د لګولو د اوبو پروژه به د ټولې سیمې د اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي.‌

هغه وویل، «زموږ فصلونه د باران په اوبو متکي دي، لاکن موږ له وري میاشتې راهیسې باران نه دی لیدلی. د لګولو د اوبو د نشتوالي له امله بزګرانو ډېر کم حاصلات واخیستل او تاوانونه یې وکړل.»

علاوالدین وویل،‌ «که زموږ د بزګرانو ستونزې او په ځانګړې توګه د لګولو د اوبو ستونزه حل شي، په مارکېټونو کې به د خوراکي توکو قېمتونه ولوېږي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت به هم ښه شي.»

د اوبو لګولو کانال د پروژې هرکلی وشو

د مزارشریف یوه اوسېدونکي روح الله نقشبندي وویل، «د بندونو، کانالونو او استنادي دېوالونو په څېر د اوبو لګولو د مناسبې بېخبنا د نشتوالي له امله افغان بزګرانو ته سخت زیانونه ور اوښتي دي.»

هغه وویل، «که بندونه او د لګولو د اوبو کانالونه جوړ شي، نه یواځې دا چې زموږ اوبه به په مناسب ډول مدیریت شي، بلکې دغه راز به زموږ بزګران پرمختګ وکړي ځکه هغوی به وکولی شي چې له ځمکو څخه ښه ګټه پورته کړي او په کال کې دوه فصله واخلي.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې وچکالۍ او نا امنۍ په وروستیو کالونو کې په بزګرانو باندې بد اغېز کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «که زموږ د بزګرانو ستونزې هوارې شي، زموږ داخلي تولید به زیات شي، او د هېواد اقتصاد به پرمختګ وکړي.»

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شمس الدین خالد وویل،‌ د لګولو اوبو د کانالونو په جوړولو او د اوبو د کموالي د ستونزې په هوارولو سره به بزګران وهڅېږي چې په شولو او غنمو سربېره نور موسمي فصلونه هم وکري، او بهتر حاصلات واخلي.‌

هغه وویل، «د غیرحکومتي موسساتو او مرستندویو ادارو له چارواکو سره زمونږ په ګڼ شمېر کتنو کې، هغوی موږ ته ډاډ راکړی چې هغوی به ډول ډول پروژې، په ځانګړې توګه د زارعت په برخه کې، تطبیق کړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ هیله لرو چې د زراعت د ځینو پروژو په تطبیق سره به زمونږ د بزګرانو ستونزې، لکه د لګولو د اوبو کموالی، د ذخیره کولو د مرکزونو کموالی او د هغوی د زراعتي تولیداتو لپاره بازارموندنه، حل کړای شي.»

د اېس سي ای چارواکو وویل، یو اېن ډي پي به سږ کال د هېواد په شمالي ولایتونو کې له ۱ میلیون ډالرو څخه په لوړ ارزښت د زراعت پروژې تطبیق کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که یو حکومت یا اداره په ریښتیا هم غواړي چې افغانستان له محرومیت او لوږې څخه وژغوري باید د کرنې په برخه کې کار وکړي. افغانستان حاصلخیزه ځمکه او د مختلفو فصلونو د کرلو لپاره مناسب اقلیم لري. ډېر افغانان په دې برخه کې په کار بوخت دي. په هرصورت، کرنه لاهم په پخوانیو طریقو ترسره کیږي، او په افغانستان کې کرنه د عصري ماشینونو، تخمونو او د اوبو لګولو د منظم سیسټم د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ ده. د کرنې په عصري کولو، بیارغولو او د اوبو لګولو د سیستم په اصلاح او د اصلاح شویو تخمونو په مرسته، زه ډاډه یم چې افغانستان به نه یوازې د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي، بلکې په نړۍ کې به د کرنیزو محصولاتو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه وګرځي. نو ښه به دا وي چې مرستندويې ادارې دې برخې ته زياته پاملرنه وکړي تر څو افغانستان په خپلو پښو ودريږي.

ځواب ورکړئ

دا ډول فعالیتونه په وړیا توګه د خوړو او پیسو د ورکولو په پرتله خورا ښه دي. د خوراکي توکو بستې ممکن د یوې میاشتې لپاره کافي نه وي، او د نړیوالو سازمانونو له خوا ویشل شوي نغدي مرستې کافي نه وي، په داسې حال کې چې د دې کانال جوړول به د کروندګرو سره مرسته وکړي چې ډیری وده ومومي. دوی به وکولی شي دا په ټول کال کې مصرف کړي او د پام وړ برخه به یې په بازار کې وپلوري. لکه څنګه چې د بلخ ولایت علاء الدین او نور کروندګر وايي، د دغه ولایت کرنیزې حوزې تر ډېره د اوبو تأمین پورې تړلې دي او د اوبو د کمښت له امله د هغوی ځمکې د نه خړوبېدلو له خطر سره مخامخ دي. اوس به له دې کانال څخه په ګټې اخیستنې سره د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي او ځمکې به یو ځل بیا حاصلات ورکړي. سربیره پردې، خلک به هم آرام شي. له یو اېس ای آی ډي څخه د هغوی د ملاتړ او مرستې له امله مننه.

ځواب ورکړئ

ښه کار یې کړی دی. مننه. مونږ د ملګرو ملتونو، متحده ایالاتو، سویډن کمېټې او نورو مرستندویو ادارو هڅې ستایو او مننه ترې کوو.

ځواب ورکړئ

په وطن کې د دغه ډول ډېرو زیاتو پروژو د تطبیق په هیله. همدا زموږ د درد دوا کېدلی شي. هم مو اوبه کنټرولېږي. هم د خطراتو مخنیوی کېږي. هم مو هېوادوالو ته کار پیدا کېږي. هم پیسې بې ځایه نه مصرفېږي. او هم یوه اوږدمهاله پروژه ده چې کلونه کلونه به ترې د وطن د ابادۍ لپاره کار واخیستل شي او خلک به ترې مستفید شي. که دغه ډول پروژې زیاتې او له همدې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره شي نو ډېره مزه به وکړي.

ځواب ورکړئ