اقتصاد

ملګرو ملتونو په بلخ کې د اوبو لګولو د کانالونو جوړول پیل، او په سلګونو کاري فرصتونه رامنځته کړل

خبریال: محمد قاسم

په دې عکس کې چې د لړم په ۲۳مه اخیستل شوی، یو ۲.۴ کیلومتره اوږد کانال لیدل کیږي چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې جوړ کړی دی. [د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه]

په دې عکس کې چې د لړم په ۲۳مه اخیستل شوی، یو ۲.۴ کیلومتره اوږد کانال لیدل کیږي چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې جوړ کړی دی. [د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه]

مزارشریف -- د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د مرغومي په ۲۰مه د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ په کلیو کې د اوبو لګولو د درې کانالونو جوړول پيل کړل.‌

په بلخ کې د اوچا رییس محمد رفیع امیري وویل، دغه کار په یاده ولسوالۍ کې ۵۶۰ کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

هغه زیاته کړه، دا کار به په نهو میاشتو کې بشپر شي.

امیري وویل، «د درغان کلي کانال ۴۶۶ متره اوږدوالی لري، د آب فروش کلي کانال ۵۰۰ متره او د نورد کهنه کلي کانال ۴۰۰ متره اوږدوالی لري،» او زیاته یې کړه چې دا پروژه به ۵۰ میلیونه افغانۍ (۵۶۰۰۰۰ ډالر) لګښت وغواړي.‌

هغه وویل، «دا پروژه په یادو کلیو کې د بزګرانو د مکرروغوښتنو په ځواب کې پلې کېږي.»

نوموړي وویل، «د پروژې له بشپړېدلو څخه وروسته به، په لسګونو زره جریبه ځمکه چې پخوا په کې اوبه کمې وي، په دوه فصله ځمکو باندې واوړي.»

امیري زیاته کړه، هر کارکوونکي ته به په میاشت کې ۸۹۰۰ افغانۍ (۱۰۰ ډالر) اجوره ورکول شي.

هغه وویل، «دا وخت د کانالونو په جوړولو باندې شاوخوا ۵۶۰ محلي خلک کار کوي چې هغوی ترې عاید ترلاسه کوي او د خپلو سیمو په ښېرازۍ کې مرسته کوي.»

په دې پروژې سره به د اوبو محلي سرچینې هم وده وکړي.

امیري وویل، کارګران به هغه نهرونه چې د اوبو د سطحو د زیاتوالي او نورو طبیعي پېښو له امله ډک شوي یا خراب شوي وي، جوړ کړي.

پروژې ته حیاتي اړتیا

د اوچا پروژې له خوا وړاندې کړای شوي کاري فرصتونه د محلي خلکو لپاره په یوه مهم وخت کې رامنځته کیږي.

عزیزالله چې ۴۶ کااله عمر لري او د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په دې پروژه کې د کار کولو له لارې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره نفقه برابروي.

عزیزالله وویل، «سږ کال زه له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوم. زه به هره ورځ د کار په لټون ښار ته تللم خو تش لاس به راستنېدم.»

هغه وویل، «له نېکه مرغه، یوه اونۍ وشوه چې زه د کانال جوړونې په پروژه باندې کار کوم. هغوی ماته د میاشتې ۱۰۰ ډالر راکوي او زه خوښ یم چې زه به د راتلونکیو نهو میاشتو لپاره یوه وظیفه لرم.»

عزیزالله هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې په دې اخته وي چې سمنټ او شګه له اوبو سره ګډوي او د کانال د دواړو غاړو لپاره یې چمتو کوي.‌

د هغه په څېر، په سلګونو نور کارکوونکي هم په پروژه باندې په کار کولو بوخت دي چې د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.

د اوبیزو منابعو مدیریت کول

د اوچا هڅه په داسې حال کې پيل کیږي چې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوه ۲.۴ کیلومتره اوږده کانال جوړول بشپړ کړل.

په شمالي ولایتونو کې د سوېډن کمېټې رییس نجیب الله یزدان پناه سلام ټایمز ته وویل چې دغه کانال د پنځو میاشتو په ترڅ کې د سوېډن کمېټې او ابادي پروژې له خوا په تالیګک او قرشیګک کلیو کې جوړ شوی چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له خوا کېده.

هغه وویل، دغه کانال د مرغومي په ۲۰مه بشپړ شو چې د اوبو د ضیاع مخه به ونیسي.

هغه زیاته کړه، «د کانال په جوړښت باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ (۲۲۴۰۰۰ ډالر) لګښت راځي چې شاوخوا ۴۰۰۰۰ جریبه زراعتي ځمکه به خړوبه کړي.»

د مزارشریف یوه اوسېدونکي غلام حضرت نبي یار وویل، «د اوبو د بندونو، کانالونو او استنادي دېوالونو په څېر د اوبو لګولو د مناسبو بېخبناوو د نشتوالي له امله، په بلخ کې بزګران په وروستیو کالونو کې له ستونزو سره مخامخ دي. په نتیجه کې، هغوی له دېرو اقتصادي زیانونو سره مخامخ دي.»

هغه وویل، «که د اوبو لګولو کانالونه او بندونه جوړ شي، نه یواځې دا چې زموږ اوبه به په مناسب ډول مدیریت شي، بلکې دغسې به د بزګرانو اقتصادي ژوند او د هغوی فصلونه هم وده وکړي.»

نوموړي وویل، «له بده مرغه چې په وروستیو کالونو کې وچکالۍ او ناامنۍ د بزګرانو په ژوند باندې منفي اغېز کړی دی.»

هغه زیاته کړه، «څومره چې هغوی ډېر ملاتړ ترلاسه کوي، هومره به موږ ډېر داخلي محصولات ولرو، چې ورسره به زموږ د هېواد اقتصاد انکشاف ومومي.»

د چاربولک ولسوال اسدالله وفا وویل، «د دغو کانالونو جوړول به په راتلونکي کې د اوبو د ضیاع په مخنیوي کې مرسته وکړي او زراعتي ځمکې به په مناسب ډول خړوبې شي.»

دغه راز، وفا په مرستندویو ادارو باندې غږ وکړ چې سړې خونې جوړې کړي څو د بزګرانو موسمي زراعتي محصولات خوندي کړي.

د حاصلاتو تشویقول

بزګرانو د نوې بېخبنا د جوړېدا هرکلی کړی دی.

په دولت اباد ولسوالۍ کې د محمد موسی په نامه یوه بزګر چې ۶۴ کاله عمر لري، وویل چې پخوا هغوی د اوبو د کموالي او مکررو وچکالیو له امله خپل فصلونه له لاسه ورکړل چې په نتیجه کې یې مالي زیانونه وکړل.

هغه وویل، «موږ له کالونو راهیسې د اوبو له کموالي سره مخامخ یو. موږ کولی شوای چې ځینې وختونه غنم وکرو خو هېڅکله مو نشوای کولی چې وریژې وکرو، ځکه چې د اوبو لګولو کانالونه یا کافي اندازه اوبه نه وې.»

هغه زیاته کړه، «اوس مونږ ډېر خوښ یو چې په غنمو سربېره، موږ کولی شو چې وریژې وکرو، ځکه چې د وریژو غوښتنه ډېره ده. دا به د بزګرانو اقتصادي وضعیتونو ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي.»

د چاربولک ولسوالۍ په آب فروش کلي کې د نصرت الله په نامه یوه ۴۰ کلن بزګر وویل چې هغه ۶ جریبه ځمکه لري چې په تېرو پنځو کالونو کې د محلي کانال د خرابېدلو له امله شاړه شوې ده.‌

هغه د مرغومي په ۲۷مه وویل، «ما د خپلې دوه فصله ځمکې له هر جریب څخه ۷۰۰ کیلوګرامه غنم حاصل اخیست، خو په تېرو پنځو کالونو کې دغه حاصل صفر ته راښکته شوی دی، ځکه چې وچکالۍ او د اوبو کموالي زما ځمکه شاړه کړې ده.»

نصرت الله وویل، «اوس زه خوښ یم چې زموږ کانال جوړ شوی... او زما ځمکې به بیا حاصلات ورکول پيل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه خبر دی او ماته هیله راکوي. هیله ده چې راتلونکی کال د کروندګرو لپاره د خوښیو کال وي. د اوبو لګولو د سیستم پراختیا او د نویو کانالونو جوړول او په دې ژمي کې د واورې دوام د یوه ښه کال زېری ورکوي. خدای دې وکړي چې د تېر کال په څېر سېلابونه را ونه وځي. همدارنګه زه د یونوچا په څیر نړیوالو موسسو څخه غواړم چې لا نور نهرونه جوړ کړي او د سیلابونو مخه ونیسي، او د هیواد په کلیو کې د اوبو د ویالو د پاکولو لپاره د عامه هڅو ملاتړ وکړي، څو اوبه کنټرول او د ویجاړونکو سیلابونو مخه ونیسي. مننه

ځواب ورکړئ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) دا کار، د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د کانالونو جوړول د اوچا ادارې تر ټولو غوره کار ګڼل کېږي. د دغه کانال د جوړولو په پروژه کې شاوخوا ۵۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د دې پروژې په پیلولو سره اوچا دوه مهم کارونه ترسره کړي دي؛ یو دا چې د کلیو خلک خوراکي توکو ته بیړنۍ اړتیا لري چې دغه ۵۶۰ کسان کولای شي د خپلو کورنیو لپاره میاشتني ۸۹۰۰ افغانۍ عایدات جوړ کړي او دوهم دا چې له بشپړیدلو څخه وروسته به په دې پروژه کې څلویښت زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او بزګران به وکولای شي چې په خپلو ځمکو کې کرنه وکړي او د خپلو ځمکو د محصولاتو څخه به د خپلو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو او خپل اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې کار واخلي. ښايي د دې کلي خلک د کلونو لپاره له دې پروژې څخه ګټه واخلي او د دې کلي خلک به د کلونو لپاره له دې ادارې څخه خوښ وي. مونږ له ملګرو ملتونو څخه یو ځل بیا مننه کوو چې تل د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي او په هر ډول حالاتو کې د افغانستان له بې وزلو خلکو سره مرستو ته دوام ورکوي.

ځواب ورکړئ

د مرستندویه پروژو د عملي کولو په برخه کې افغانان له ملګرو ملتونو مشکور دي. دا وخت افغانان له خورا زیاتې ناهیلۍ سره مخ دي. د تېرو کلونو پرلپسې وچکالۍ له امله د افغانانو اقتصاد سخت خراب شوی او د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله چې نړیوالو افغانانو ته شا کړه، لا پسې خراب کړ. همدا راز د تېر کال د وحشي سیلابونو له امله د افغانستان په مختلفو برخو کې د بزګرانو زیاته اندازه رسېدلي فصلونه او کورونه هم خراب شول. سیلابونو نه یواځې دا چې فصلونه او کورونه ور خراب کړل بلکې ځاني تلفات یې هم ور واړول. وروستیو سیلابونو زمونږ پولې، ویالې، سرکونه، پلونه، کورونه او د ژوند د اسانتیاو ډېر څه را څخه واخیستل. افغانان د ملګرو ملتونو په شمول له ټولو خیریه بنسټونو غوښتنه کوي چې خپله همکاري لا پسې پراخه او په دې سخت وخت کې د مرستې لاس ورکړي.

ځواب ورکړئ