چاپیریال

په افغانستان کې د سړو څپې لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۲۷مه اخیستل شوی، د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف سره نږدې په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ژمي د یوې سړې ورځې په ترڅ کې یوه داخلي بې ځایه شوې زړه ښځه له دوو ماشومانو سره یو ځای له خپلې خېمې څخه بهر ناسته ده. [عاطف آرین/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۲۷مه اخیستل شوی، د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف سره نږدې په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ژمي د یوې سړې ورځې په ترڅ کې یوه داخلي بې ځایه شوې زړه ښځه له دوو ماشومانو سره یو ځای له خپلې خېمې څخه بهر ناسته ده. [عاطف آرین/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې په بې وزلۍ ځپلي هېواد کې سختې هوا بشري بحران لا پسې سخت کړی دی، چارواکو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۸مه/ وویل، چې په افغانستان کې د کنګل کوونکې تودوخې په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.

د مرغومي له ۲۰مې راهیسې، په کابل او څو نورو ولایتونو کې تودوخه ډېره لوېدلې، چې ورسره په مرکزي سیمه غور کې د اونۍ په پیل کې تر ټولو ټیټه -۳۳ سانتي درجه ثبت شوې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې رییس محمد نسیم مرادي ای اېف پي ته وویل، «دا ژمی په وروستیو کالونو کې تر ټولو ډېر سوړ دی.»

په اطرافي سیمو کې، بې کوره شویو کورنیو اورونه لګول او په ور ټولېدلو سره به یې ځانونه پرې تودول، په داسې حال کې چې په واورین مرکز کې هغه خلک بختور ول چې د ډبرو سکرو په وسیله لګېدونکې بخارۍ یې لرلې.

افغان داخلي بې ځایه شوي ماشومان د مرغومي په ۲۷مه د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ژمي د یوې سړې ورځې په ترڅ کې له خپلو خېمو سره نږدې د بېلچې په وسیله واوره توږي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

افغان داخلي بې ځایه شوي ماشومان د مرغومي په ۲۷مه د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ژمي د یوې سړې ورځې په ترڅ کې له خپلو خېمو سره نږدې د بېلچې په وسیله واوره توږي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

مرادي وویل، «موږ اندېښنه لرو چې د سړو څپه به بله اونۍ یا تر هغه هم زیاته دوام ورکړي.»

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت وویل چې د تېرو اتو ورځو په ترڅ کې ۷۰ انسانان او ۷۰۰۰۰ مواشي چې د افغانستان د غریبې طبقې د خلکو لپاره ډېر اهمیت لري، مړه شوي دي.‌

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې په څو مرکزي او شمالي ولایتونو کې سرکونه سختې واورې بند کړي دي.

د لوږې بحران

وروستۍ یخنۍ وار له مخه پیل شوی بشري بحران لا نور سخت کړی دی.‌

د افغانستان د ۳۸ میلیونو خلکو سم نیمایي وږي دي او درې میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

سیف دي چلډرن موسسې د تلې په میاشت کې په یوه اعلامیه کې وویل، چې له مرغومي راهیسې د دغې موسسې ګرځنده روغتیایي کلینیکونو کې د داخل شویو ماشومانو شمېر ۴۷٪ ډېر شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، «په وروستیو میاشتو کې د خوارځواکۍ د تداوۍ خدمتونو غوښتنه زیاته شوې ځکه کورنۍ هڅه کوي چې د ریکارډ په کچه په افغانستان کې د لوږې له بدترین بحران سره مجادله وکړي.»

اعلامیه وایي، «د مرغومي په میاشت کې، د سیف دي چلډرن ۵۷ ګرځنده روغتیايي ټیمونو شاوخوا ۲۵۰۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره بستر کړل. د وږي تر میاشتې پورې، دغه شمېر خواوشا ۴۲۷۰ ماشومانو ته ورسېد.»

اعلامیه زیاتوي، «ډېرې کورنۍ اوس اونۍ اونۍ یواځې په ډوډۍ او اوبو پایي.»

سیف دي چلډرن موسسې وویل، «بشردوستو موسساتو په پراخه کچه ژوند ژغورونکي خواړه ورکړي، خو اړتیا دومره ډېره ده چې د افغانستان د وګړیو ۵۰٪ اوس هم له سختې لوږې سره مخامخ دي، او ۶ میلیونه ماشومان او لویان چې د نفوس تقریبا اتمه برخه جوړوي، له قحطۍ څخه په یو قدمۍ کې ژوند کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د افغانستان خاورې ته د سړې هوا څپه را ننوتله، او د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د سړې هوا درجه تر ۳۳ سانتي ګراد پورې ورسېدله، او د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې هم هوا سړه شوه، او د هوا تودوخه تر 22- سانتي ګراد پورې لوېدلې ده. په بازار کې د یو من لرګیو بیه ۱۱۰ افغانۍ ده په داسې حال کې چې وچ هم نه دي. د افغانستان بې وزله خلک من په ۱۱۰ افغانۍ لرګي نشي اخیستلی. د سانتي ګراد د منفي ۳۳ درجو سړې څپې زموږ ډیر هیوادوال وژلي دي. په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله، د افغانستان بې وزله خلک غوښه پرېږده چې د عادي خوراک لپاره پیسې نشي موندلی. په همدې حال کې سړې هوا ګڼ شمېر ماشومان او زاړه وژلي دي. په ډیرو کلونو کې، موږ دا ډول سړه هوا نه وه لیدلې. بې وزله خلک خپل کوچني ماشومان بازار ته د پلاستیکي بوتلونو یا کاغذي کارتنونو پیدا کولو لپاره لېږي، لاکن هغوی څه نه مومي او خالي لاس، یبلې پښې او تشې خېټې کور ته راستنیږي. اکثره زاړه هم د کابل ښار او شا و خوا په کوڅو کې ګرځي چې څه شی پیدا کړي. څه موندل کیږي هم نه، ځکه خلک داسې عجیبه حالت ته رسېدلي چې خپل کثافات هم بهر نه غورځوي او د غورځولو پرځای یې سوزوي. یا الله، ته زمونږ د خلکو په حال باندې رحم وکړې.

ځواب ورکړئ

د مړینې شمېر له دې هم زیات دی، ځکه اکثر سیمو ته نه د چارواکو لاسرسی کېږي او نه د رسینو چې رپوټ یې کړي. هلته نه مرستې رسیږي او نه یې پوښتنه کېدای شي. ځکه ځیني سیمې داسې موقعیت کې پرتې دي چې لارې یې بندې دي او ورتګ ورته سخت دی. نو د مړینې او اوښتو زیانونو شمېر/کچه کوم چې تاسو رپوټ کې ښودلې تر دې زیاته ده. په کار ده چې هغو ساحو ته چې د موټرو له لارې ورته مرستې نه شي رسېدای د الوتکو له لارې ورته عاجلې مرستې ورسېږي، کنه ډېر انساني ضایعات به وشي.

ځواب ورکړئ