د ښځو حقوق

درې نړۍ والو غیر حکومتي موسسو په افغانستان کې په نسبي توګه خپل کار بیا پیل کړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغانان د مرغومي په ۲۷مه په کابل کې په یوه جمنازیوم کې د یوې غیرحکومتي موسسې له خوا د خوراکي توکو د وېشل کېدونکې مرستې سره ولاړ دي. لږ تر لږه درې مخکښو نړۍ والو مرستندویو ادارو، له مقاماتو څخه د دې ډاډ له ترلاسه کولو وروسته چې افغانې ښځې کولی شي په روغتیایي سکتور کې کار ته دوام ورکړي، په افغانستان کې ژوند ژغورونکی کار په نسبي توګه بیا پيل کړی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د مرغومي په ۲۷مه په کابل کې په یوه جمنازیوم کې د یوې غیرحکومتي موسسې له خوا د خوراکي توکو د وېشل کېدونکې مرستې سره ولاړ دي. لږ تر لږه درې مخکښو نړۍ والو مرستندویو ادارو، له مقاماتو څخه د دې ډاډ له ترلاسه کولو وروسته چې افغانې ښځې کولی شي په روغتیایي سکتور کې کار ته دوام ورکړي، په افغانستان کې ژوند ژغورونکی کار په نسبي توګه بیا پيل کړی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- لږ تر لږه درې مخکښو نړۍ والو مرستندویو ادارو، له ځایي چارواکو څخه د دې ډاډ له ترلاسه کولو وروسته چې افغانې ښځې کولی شي په روغتیایي سکتور کې کار ته دوام ورکړي، په افغانستان کې ژوند ژغورونکی کار په نسبي توګه بیا پيل کړی دی.

په سلګونو غیرحکومتي موسسې د نړۍ له بدترینو بحرانونو څخه د یوه، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړیو له جملې څخه نیمایي وږي او درې میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي، د حل د هڅو په لړ کې خورا کلیدي رول لوبوي.

د ژمي د سړو میاشتو په را رسېدلو سره، په ځانګړې توګه د زرګونو داخلي بې ځایه شویو خلکو لپاره مرسته لا ډېره ضروري شوې ده.

پاملرنې، سیف دي چلډرن او د نجات نړۍ والې کمېټې (آی آر سي) د مرغومي په لومړیو کې له خیریه کار څخه د افغانو ښځو د ایسارولو په هکله د حکومت د یوه حکم پر وړاندې د اعتراض په ترڅ کې خپل عملیات وځنډول. دغه حکومتي ګام په هېواد کې د ښځو د حقونو په برخه کې تر ټولو تازه په شا تګ دی.

ښځې د ۱۴۰۱ د لیندۍ په ۸مه په کابل کې د ډبلیو اېف پي له خوا د نغدو پیسو د وېش په ترڅ کې په کتار کې انتظار کوي. [هکتور ریتامال/ای اېف پي]

ښځې د ۱۴۰۱ د لیندۍ په ۸مه په کابل کې د ډبلیو اېف پي له خوا د نغدو پیسو د وېش په ترڅ کې په کتار کې انتظار کوي. [هکتور ریتامال/ای اېف پي]

سیف دي چلډرن په یوه اعلامیه کې د دې ټکي په تایید سره چې هغوی په تېرو څو ورځو کې د روغتیا په سکتور کې کار بیا پیل کړی دی، وویل، «موږ له اړوندو مقاماتو څخه روښانه او باوري ډاډیېنې ترلاسه کړي چې زموږ کارمندانې به خوندي وي او کولی شي چې له خنډ پرته کار وکړي.»

په اعلامیه کې راغلي، «خو عمومي بندیز اوس هم پرځای دی، زموږ نور فعالیتونه چې په هکله یې باوري اطمینانونه نه لرو چې زموږ همکارانې کولی شي کار وکړي، لا هم ځنډېدلي دي.»

آی آر سي او پاملرنې هم تایید کړه چې هغوی په روغتیایي سکتور کې له ښځینه کارمندانو سره کار بیا پیل کړی دی.

نړۍ واله ټولنه د لوړې کچې په یو لړ کتنو کې په حکومت باندې ټینګار کوي چې د مرستو په سکتور کې په ښځو باندې د بندیز په برخه کې خپل حکم بېرته واخلي، ځکه وېره شته چې دا هېواد ته د مرستو په را روان بهیر باندې ناوړه اغېزې وکړي.

د اقتصاد وزارت، چې د بندیز حکم یې کړی دی، ویاند عبدالرحمان حبیب ای اېف پي ته وویل، «زموږ ټولنې اړتیا لرله» چې ښځو د روغتیا په سکتور کې د کار کولو اجازه درلودله.

هغه وویل، «موږ اړتیا لرو چې هغوی په خوارځواکۍ اخته ماشومانو او نورو ښځو سره چې روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري، مرسته وکړي. هغوی (ښځینه کارمندانې) زموږ د دیني او کلتوري ارزښتونو په پام کې نیولو سره کار کوي.»

نوې لارښوونې

د مرستو رسولو دوو چارواکو وویل، له مقاماتو سره خبرې اترې روانې دي څو ښځو ته اجازه ورکړي چې د ښوونې او روزنې، اوبو، روغتیا ساتنې او د خوړو د ویش په ګډون نورو سکتورونو کې کار وکړي.

د یوې بهرنۍ غیرحکومتي موسسې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «موږ هیله من یو چې ژر به نوې لارښوونې راشي.»

یوه بل مرستندوی کارکوونکي چې هغه هم د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې، وویل، مقامات ښایي د ښځو لپاره «په انتخابي ډول» نور سکتورونه پرانیزي.

هغه وویل، «کېدی شي هغوی له غیرحکومتي موسساتو څخه د هغو ځانګړیو ادارو په هکله چې د هغوی په موسساتو کې موجودې دي او ښځو ته په کې اړتیا ده، پوښتنه وکړي او هغو ته په پام سره کېدی شي اجازه ورکړل شي.»

مرستندویو چارواکو وویل چې موسسو وار له مخه نارینه او ښځینه کارمندان سره جلا کړي او دا چې ښځې حجاب اغوندي.

په افغانستان کې په ساحه کې د مرستندوی کار، او په ځانګړې توګه د نورو مجبورو ښځو د تشخیص لپاره ښځینه کارکوونکیو ته اړتیا ده.

پروین چې د اتو ماشومانو مور ده او په کابل کې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره په یوه کتار کې ولاړه ده، وویل، «د ژمي له پيل څخه زموږ حالت بدتر شو. څلور ورځې کېږي چې موږ هېڅ شی نه دی خوړلی.»

هغې وویل چې هغه دا بهتره ګڼي چې د سړي پر ځای له ښځې څخه مرستندوی توکي ترلاسه کړي.‌

۳۸ کلنې پروین وویل، «تاسو کولی شئ چې له یوې ښځې سره هره خبره وکړئ.»

دا بندیز یو له هغو دوو جدي حکمونو څخه و چې د تېرې میاشتې په وروستیو او روانې میاشتې په لومړیو کې یو بل پسې ولګول شول. دا کار وروسته له هغه وشو چې مقاماتو ښځې له پوهنتوني زده کړو څخه منع کړلې.

ښځې پارکونو، جیمونو او عمومي حمامونو ته له تګ څخه هم منع شوي دي. هغوی اجازه نه لري چې له محرم پرته سفر وکړي او باید چې په عام محضر کې ځانونه پټ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکا غږ وايي، ډنمارکي- سویډني ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د شنبې په ورځ د سویډن په سټاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ. د جمعې په ورځ، د جنورۍ په ۲۰مه، پالودان وویل چې هغه به د شنبې په ورځ د اعتراض په ترڅ کې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوي. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار د شنبې په ورځ انقرې ته د سویډن د دفاع وزیر پاول جانسن سفر لغوه کړ. ترکیې ته د ښاغلي جونسن سفر وروسته له هغه لغوه شو چې د سویډن حکومت د جمعې په ورځ په سټاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د مظاهرو اجازه ورکړه. هولوسي اکار د دې اقدام په غبرګون کې وویل، «په دې مرحله کې ترکیې ته د سویډن د دفاع وزیر پاول جانسن د جنورۍ د ۲۷ مې سفر خپل اهمیت او مفهوم له لاسه ورکړی دی. له همدې امله مو دغه سفر لغوه کړ." وروسته له هغه چې پالودان په سټاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم یوه نسخه وسوځوله، د ترکیې دفاع وزیر په ځواب کې وویل، «موږ دغه ناوړه عمل، زموږ پر سپېڅلي کتاب باندې برید په کلکو ټکو غندو. دا کاملاً د نه منلو خبره ده چې د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې مسلمانان په نښه کړای شي او سپکاوی یې وشي.» زه د سلام ټایمز له لارې د نړۍ له اسلامي هېوادونو غوښتنه کوم چې له سویډن سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پرې کړي. همدارنګه د افغانستان واکمنان باید د سویډن موسسو او ادارو ته ووایي چې له افغانستانه وځي. په ورته وخت کې د نړۍ له مسلمانانو او په ځانګړې توګه له افغانانو غواړم چې د سويډني سړي د دغه ناوړه عمل په وړاندې له هر ډول ګډوډۍ او ورانکارۍ څخه ډډه وکړي. دا سړی په عیسویت، یهودیت او بل کوم دین باور نه لري، ځکه هیڅ دین د بل دین او سپېڅلو کتابونو ته د سپکاوي اجازه

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې که لس سلنه وګړي شتمن هم دي، له خپلو ګاونډیانو، خپلوانو او بې وزلو خلکو سره مرستې نه کوي. په افغانستان کې شتمنو د استوګنې په سیمو کې د لوړو ودانیو په جوړولو سره د کابل ښار او د افغانستان د مشهورو ښارونو بې وزله خلک د لمر له وړانګو بې برخې کړي دي. که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو، ډبلیو اېف پي، د ژغورنې نړیوالې کمیټې (آی آر سي)، سیف دي چایلډرن، یونیسف او یونیسکو بشري مرستې نه وای، د افغانستان خلک به د بشري مرستو د نشتوالي له امله د خوراکي توکو له بحران سره مخامخ شوي وای. ملګري ملتونه دې هڅه وکړي چې د افغانستان د بې وزله او کړېدلي ولس د ژغورنې لپاره د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړي، څو د نړۍ هېوادونه د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او د افغانستان بې وزله خلک له بېلابېلو کړاوونو او ستونزو څخه خلاص شي. ملګري ملتونه باید د اوسني حکومت د ظالمانه پریکړو له امله خپلې بشري مرستې بندې نه کړي. د افغانستان خلک د ملګرو ملتونو مرستو ته اړتیا لري. که په دې ستونزمن حالت کې چې افغانستان په کې دی، مرستندوی بنسټونه د خپلو مرستو د بندولو ظالمانه پریکړه کوي، نو د افغانستان د اوسني حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ توپیر څه دی؟ د افغانستان له نورو مرستندویه موسسو څخه زما غوښتنه دا ده چې د افغانستان خلک یوازې مه پریږدي، ځکه دوی ستاسو مرستې ته اړتیا لري. خدای دې ټول افغانان له دې ستونزو څخه چې ورسره مخامخ دي، خلاص کړي.

ځواب ورکړئ

دا ښه کار وشو چې یادو مؤسسو بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل. په اوس وخت کې ډېره اړتیا لیدل کېږي چې دغه بنسټونه په نارمل ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي. ځکه که سیف دي چلډرن کار پرېږدي افغان ماشومان به د ځنګلیانو په څېر لویېږي. که کییر مؤسسه کار پرېږدي نو د غربت کچه به لا پسې زیاتېږي او خلک به په بد وضعیت کې ژوند کوي اوس خو دغه مؤسسه څه ناڅه مرستې کوی او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره کارونه ترسره کوي. همدارنګه هره مؤسسه چې افغانستان کې کار کوي اړتیا ورته لیدل کېږي. بل دا چې خلک ورسره په کار بوخت دي، دندې ترسره کوي. او د دندو څخه ترلاسه کېدونکي پیسې د ځنځیر په شکل دوران خوري چې د ټولنې نور خلک هم ترې مستفید کېږي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې ورته خیر رسېږي. اوسني حکومت ته هم په کار ده چې تعامل وکړي او له ستخت دریزۍ تېر شي. کنه نورو هېوادونو ته به د مهاجرت کچه نوره هم لوړه شي. تاسو (سلام ټایمز) ته تر موږ ښه معلومات کېږي چې وضعیت په کوم حالت کې دی. دا اوس مې د اروپا د سرحد او سمندري ګارد په یوه راپور کې ولوستل، چې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانانو د ناقانونه ورتګ پېښې ۳۳۰ زره تنو ته رسېدلی و، چې د ور تېر کال په پرتله ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي. نو خبره دا ده که اوسنی حکومت تعامل ونه کړي او نړیواله ټولنه افغانانو ته لاس ورنه کړي ښايي اروپايي او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ناقانونه ورتګ کچه لا پسې زیاته شي. په افغانستان کې د فقر او اقتصادي ناورين شدت، د طالبانو له لوري د واک انحصار، له نړيوالو سره د افغانستان د تعاملاتو ختميدل، د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بنديزونه او په ټوله کې له اساسي حقونو د خلکو محروميدل او له افغانستان څخه نهيلي کيدل د ورځ تر بلې کډوالۍ د زياتيدو اصلي لاملونه دي.

ځواب ورکړئ