اقتصاد

د ژمي په را رسېدلو سره په هرات کې د بې ځایه شویو افغانانو لپاره مرستو ته اړتیا زیاته شوې ده

خبریال: عمر

د سړې هوا په رارسېدلو سره، نړۍ والو مرستندویو ادارو په هرات ولایت کې په ژمي کې له لوږې څخه د داخلي بې ځایه شویو خلکو د خوندي کولو لپاره خپله مرسته زیاته کړې ده. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د سړې هوا په را رسېدلو سره،نړۍ والو خیریه موسسو په هرات ولایت کې له لوږې څخه د داخلي بې ځایه شویو خلکو د ژغورنې لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي دي.

د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر)، د سره صلیب نړۍ واله کمېټه (آی سي آر سي)، ناروېژن کونسل، د ملګرو ملتونو د وګړیو مرستندوی صندوق (یو اېن اېف پي ای) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په هرات کې داخلي بې ځایه شویو خلکو ته د مرستو اصلي رسوونکي دي.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست د مالي او اداري چارو مشر عبدالغفور جلالي وویل، نړۍ والو مرستندویو ادارو د تېرو نهو میاشتو په ترڅ کې له ۲۲۸۳۷ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کړي دي.‌

هغه وویل، «هرې کورنۍ د ۲۳۰۰۰ افغانیو (۲۶۰ ډالرو) په اندازه، چې نغدې پیسې، خوراکي توکي او جامې په کې شامل دي، مرسته ترلاسه کړه.»

ماشومان د لیندۍ په ۱۵مه د هرات ښار په ختیځه برخه کې د کډوالو په یوه کمپ کې د اور شاوخوا ته راټول شوي چې ځانونه تاوده کړي. [عمر/سلام ټایمز]

ماشومان د لیندۍ په ۱۵مه د هرات ښار په ختیځه برخه کې د کډوالو په یوه کمپ کې د اور شاوخوا ته راټول شوي چې ځانونه تاوده کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «د داخلي بې ځایه شویو خلکو لپاره د ژمي مرسته به په څو ورځو کې پیل شي. نړۍ والو خیریه ادارو ژمنه کړې چې له اړمنو کورنیو سره خپله مرسته زیاته کړي

جلالي وویل، داخلي بې ځایه شوي خلک تر ډېره په مرستو پایي، او له مرستې پرته به د هغوی ژوند له بد نه بدتر شي.

د هرات ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست په وینا، په بادغیس، فاریاب او غور ولایتونو کې له ۵۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ له یوه کال څخه په ډېره موده کې هرات ته بې ځایه شولې.

دغه داخلي بې ځایه شوي خلک د هرات ښار په لمنو کې په خېمو او خټینو کوټنیو کې چې هغوی پخپله جوړې کړې دي، ژوند کوي.

نورې مرستې ته اړتیا

په داسې حال کې چې ژمی په را رسېدلو دی، په هرات کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو لپاره ژوند لا نور ننګوونکی شوی دی.

داخلي بې ځایه شوي خلک د خپلو خېمو او جونګړو د تودو ساتلو لپاره د سون توکو او د خپلو کورنیو د مړولو لپاره خوړو ته اړتیا لري..

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ یو اوسېدونکی بسم الله چې ۶۶ کاله عمر لري، یو کال مخکې هرات ته بې ځایه شوی دی.

هغه زیاته کړه، «د هوا په سړېدلو سره زموږ ژوند ډېر سخت شوی دی. موږ د دې لپاره پیسې نه لرو چې د خپلو ماشومانو لپاره خوراکي توکي یا د خپلو کورونو د تودولو لپاره د سون لرګي واخلو. وظیفې هم نشته چې موږ ته زموږ د کورنیو لپاره عاید په لاس راکړي.»

بسم الله په مرستندویو ادارو باندې غږ وکړ چې له داخلي بې ځایه شویو خلکو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

هغه وویل، «که موږ په دې ژمي کې نوره مرسته ترلاسه نه کړو او هوا نوره سړه شي، د داخلي بې ځایه شویو خلکو په کمپ کې به یوه بشري فاجعه رامنځته شي.»

هغه وویل، د هغه ماشومان په سینه بغل اخته دي.

هغه زیاته کړه، «زموږ ماشومان ناروغ دي، او موږ دومره پیسې نه لرو چې هغوی ډاکتر ته بوځو.»

د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالغفور چې ۴۶ کاله عمر لري او شپږ میاشتې مخکې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره هرات ته بې ځایه شوی دی، وویل چې د هغه کور یخ دی او ماشومان یې ناروغ دي.

هغه وویل، «مرستندویو ادارو له موږ سره مرسته کړې ده، لاکن موږ نورې مرستې ته اړتیا لرو. موږ په درې مرحلو کې خوراکي توکي او نغدې پیسې ترلاسه کړلې، خو هغه زموږ د کورنۍ د لګښتونو لپاره کافي نه دي.»

هغه زیاته کړه، «موږ ډېرې شپې د یخنۍ له امله ویښ پاتې کېږو. موږ خپلو ماشومانو د تودو ساتلو لپاره پلاستیکونه سوځوو، خو سم چې اور ګل شي بیا هوا یخه شي. د پلاستیکونو له سوځولو څخه راوتلي لوګي ټول ناروغ کړي یو.»

هغه وویل، د هغه ماشومان کافي اندازه وچه ډوډۍ نه لري چې ویې خوري، او هغوی په ژمي کې لا نورې بشري مرستې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، «ما له خپل ګاونډي څخه ۲۰۰۰ افغانۍ (۲۳ ډالر) قرض واخیستلې او خپل ناروغ ماشوم مې پرې روغتون ته بوتلو. که موږ په دې ساړه ژمي کې نوره مرسته ترلاسه نه کړو، زموږ ماشومان به مړه شي.»

ماشومان له خطر سره مخامخ دي

په داسې حال کې چې د داخلي بې ځایه شویو خلکو ماشومان له زیاتېدونکې یخنۍ او لوږې سره مخامخ دي، د غفور او بسم الله ماشومان یواځیني ماشومان نه دي چې ناروغ دي.

فاطمه، چې ۱۰ کاله عمر لري او له خپل مور او پلار، کشر ورور او دوو خویندو سره په هرات ښار کې په یوه خېمه کې ژوند کوي، ناروغه ده.

هغې وویل، د هغې کورنۍ د سړو شپو لپاره بخارۍ یا تودې کمپلې نه لري.

هغې وویل، «شپې ډېرې سړې دي. ډېرې شپې موږ نشو کولی ویده شو. زما کشر ورور په نمونیا اخته دی.»

فاطمې وویل، «موږ ټوله شپه تر یوې نرۍ کمپلې لاندې لړزې نیولي یو. زما هیله دا ده چې په کور کې یوه بخارۍ ولرو چې شپې تودې وي او مونږ هم وکولی شو چې ښه خوب وکړو.»

د ابراهیم په نامه یوه ۱۱ کلن داخلي بې ځایه شوي شخص وویل، د هغه د کورنۍ خېمه د شپې له مخې ډېره سړه وي او هغوی خواړه نه لري چې ویې خوری.

هغه وویل، «موږ بخارۍ نه لرو چې ځانونه پرې تاوده کړو. د شپې له مخې مونږ د هوا د سړښت له امله نشو کولی چې ځانونه تاوده کړو. موږ نیمه شپه را ویښ شو ... او بیا نشو کولی چې بېرته ویده شو.»

هغه زیاته کړه، «موږ نیمه شپه د خپلې خېمې په منځ کې اور ولګوو چې ځانونه پرې تاوده کړو، خو کله چې اور ګل شي، بیا یخني شي. موږ د سون لرګي نه لرو چې خپله خېمه پرې توده کړو؛ موږ د تودوخې لپاره پلاستیکونه سوځوو.»

ابراهیم وویل، د شپې له مخې د ویده کېدلو پر ځای، کله چې لږ لمر وي هغه مجبور وي چې د ورځې له مخې لمر ته ویده شي او ځان تود کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دقیق ډول د پوهېدلو لپاره، په کار ده چې د ډبلیو اېف پي چارواکي د خپلو کارمندانو شمیر زیات کړي. د بې وزلو خلکو یوه هیله دا ده چې حق مستحقو کسانو ته ورسیږي. لکه څنګه چې زه ګورم، بې وزله خلک د ډبلیو اېف پي له لیست څخه پاتې شوي دي. څوک چې واسطه لري، مال هماغه کس ته ورکول کیږي. له دې پرته په کلیو کې (ملکان/ د کليو مشران) ډېر ظالم خلک دي. دوی په غلا کولو کې ډیر مهارت لري .... هیله ده چې دا ډول خلک وپیژندل شي. دا هماغه خلک دي چې د پردیو حق خوري او بې ځایه شویو خلکو ته هیڅ نه رسیږي.

ځواب ورکړئ

په خبر کې مې ضمیمه ویډو لا نه ده کتلې خو له عکس معلومېږي چې ډېر زورونکی خبر دی. دا تصویر په افغانانو د یوشتم قرن جبر ښیي. دا تصویر په خپل ځان کې ډېرې خبرې لري. دا تصویر د امریکا په مشرۍ د امریکا د متحدینو پر مخ هم یو ګوزار بلل کېدی شي. هغه داسې چې د امریکا په مشرۍ ناټو او غیر ناټو افغانستان ته په دې نیت راغله چې ترهګر له مینځه یوسې او افغانانو سره مرسته وکړي. فکر کوم دا دواړه ادعاوې په مکمل ډول دروغ وې. دلته په افغانستان کې شل کاله جنګ دوام وکړ او تر شل کلونو جنګ وروسته امریکا، افغانان همداسې بې سر نوشته پرېښودل او دوی لاړل حتی د دوی په لاس جوړ نظام هم له منځه لاړه. بل دا چې له افغانانو سره یې د مرستې دغه تصویر ښه بېلګه ده. معنی دا چې د افغانانو ژوند شل کاله وړاندې چې څه ډول و، هیڅ تغیر یې نه دی کړی. مونږ دا نه وایو چې د تغیر کچه صفر ده خو تر ډېره چې په افغانستان کې کوم تغیر ګورو، په شخصي لحاظ راغلي. بنیادي کارونه افغانانو ته هیڅ نه دي شوي. د مرستو په نظر کې نیولو سره، د افغانستان په څېر هېواد په دې مرستو دوه ځله جوړېده خو بدبختانه په افغانستان کې مرستې له عوامو سره نه ، بلکې له غلو او داړه مارانو سره کېدې. هغوی به همدغه مرسته شوې پیسې له افغانستان څخه ایستلې او په ترکیه او نورو هېوادونو کې به یې پرې د ځان او اولادونو لپاره ماڼۍ اخیستې. خیر، اوس هم ناوخته نه ده. له نړیوالو مو غوښتنه ده چې افغانان سره راټول او د مرستې لاس ورکړي.

ځواب ورکړئ

د جمهوریت له سقوط څخه یو نیم کال تیریږي. له لومړۍ ورځې راهیسې نړیوالې ټولنې او مرستندویو موسسو د افغانستان له خلکو سره ډېرې مرستې اعلان کړې، خو د افغانانو په ژوند کې هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی او افغانان بې وزله او بدبخته پاتې دي. همدا اوس که دا بشري مرستې بندې شي، ښايي نیمايي افغانان له لوږې مړه شي. زما په اند د افغانانو د نورو له غوښتنو څخه د خلاصون اصلي لامل دا دی چې دوی یوازې په داسې پروژو کار کړی چې خلکو ته وړیا ډوډۍ او پیسې ورکوي او دې کار خلک تمبل کړي دي. نو ښه داده چې اوږدمهالې پروژې په پام کې ونیول شي ترڅو هم افغانان له اړتیا څخه خلاص شي او هم نړیواله ټولنه د افغانانو له دردونو او فریادونو څخه ارامه شي. مننه

ځواب ورکړئ

هغه د غني د واکمنۍ پر مهال ډېر فعال او تر دې، چې د ملي امنیت شورا دفتر تر مرستيالۍ او د ولسمشر غني تر مشاوریته ارتقا وکړه. د جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح دغه مهال، په حکومت کې نه و او له منتقدانو څخه ېې و، چې یو ځل يې په کنايوي ډول وویل:« د پاکستان يو معلوم الحاله جاسوس د ملي امنیت شورا په دفتر کې مرستيال دی.» ښاغلي جرئت « د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر» په نوم يو حرکت هم اعلان کړ، د افغانستان په نوم ېې ټلویزیون او ګڼ نور فعالیتونو لرل، چې په دې ترڅ کې یې په جلال اباد کې له اړوند دفتر څخه د ځانمرګو بریدونو د واسکټونو د تر لاسه کیدو ادعاوې خپرې شوې وې.دین محمد جرئت، دغه راز د طالبانو تر بيا واکمنيدو پورې د پاکستان د ويزو له تر ټولو لویو کاروباريانو څخه ګنل کيده. نوموړی د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، لږه موده پنجشير ته لاړ او ظاهرا د احمد مسعود په ملتیا د پنجشېر مقاومت جبهې له مطرحو څېرو څخه شو. جرئت وروسته د يادې جبهې د ځينو کسانو لخوا طالبانو ته د پنجشېر د سپارلو په معاملې تورن شو. دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د پنجشېر یو شمېر دیني عالمانو او مخورو سره په ليدنه کې طالبانو ته د پنجشېر د سپارلو له امله مننه کړې ده. تاند هڅه وکړه، چې جنرال جرئت او د طالبانو ځينو سرچينو سره د طالب ځواکونو د هدفي وژنو په اړه وغږیږي، خو بريالی نه شو. --- یعنې د پاکستان استخباراتي ادارې شل کاله د چین او روسیې په پيسو طالبان حمایه کول چې د افغان حکومت او نړۍ وال ایتلاف پر ضد وجنګیږي.‌ اوس پخواني غله او مفسدین تربیه کوي‌چې د طالبانو پر ضد وجنګیږي. د امریکایي خبره ریښتیا ده چې ویل یې پاکستانیان د پیسو په مقابل کې خپله مور همخرڅوي.

ځواب ورکړئ

یو طرف ته افغانان له وژونکي سخت ژمي سره مخامخ دي او بل طرف ته د افغانانو او افغانستان دښمنان د افغانانو د وژلو لپاره نوي پلانونه جوړوي. تاسو د تاند نننی راپور وګورئ:‏ د شمال ټلوالې يو مشهور قومندان جنرال دين محمد جرئت، چې لا له وړاندې د مخالفانو له لوري یې پاکستان سره په مرموزو اړیکو تورن و، په یوه تازه راپور کې د پاکستان په اشاره د طالب ځواکونو خلاف د هدفي وژنو د یوې نوې پروژې په سمبالولو تورن شوی. په دې اړه خپور شوي یوه راپور کې ادعا شوې، چې پاکستاني استخباراتو، جنرال جرٸت ته د (يکه غونډ) په نوم د هغې برخې مشري سپارلې، چې شاوخوا زر تنو ځوانانو ته د پېښور صدر بازار ته ۵۰ کیلومتره څېرمه په افغانستان کې د طالبانو خلاف د هدفي وژنو روزنه ورکوي. د ياد شوي مرکز په اړه دا ادعا شوې، چې ۳۵ کاله مخکې د پاکستان استخباراتو د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ته ېې مسوولیت سپارلی او د پاکستان د هدف وړ کسانو د وژلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیده. پر جنرال جرئت دغه تور په داسې مهال پورې شوی، چې ویل کیږي په وروستيو کې هره ورځ شاوخوا ۱۵ طالب ځواکونه د ناڅرګندو کسانو په هدفي بریدونو کې وژل کېږي او مسووليت ېې څوک پر غاړه نه اخلي. د جنرال جرئت په اړه: جنرال جرئت، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پخوانیو مشهورو قومندانانو څخه دی، وروسته د احمد شاه مسعود لخوا د جوړې شوې نظار شورا له پلویانو څخه و. هغه د حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت پر مهال، چې یونس قانوني د کورنيو چارو وزير و، د وزارت د پولیسو د ژاندارم عمومي قومندان و. دی هماغه مهال د هوايي چلند د وزیر ډاکټر عبدالرحمن په وژلو تورن شو. جنرال جرئت وروسته د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په وهلو تورن او بيا له دندې په کور شو.

ځواب ورکړئ

سږنی ژمی د تېرو هغو په پرتله سخت دی. د خلکو کار و بار نشته او ناروغۍ زیاتې دي. ناروغۍ ځکه زیاتې دي چې سږ ا تېر کال افغانستان کې د اورښتونو کچه راټیټه شوې ده. دوړو هوا ډېره خرابه کړې ده. هر کور له ناروغانو ډک دی. او د خلکو اقتصاد د دې تقاضا نه کوي چې ډاکترانو ته دې درملنې په موخه مراجعه وکړي. دغه اداره چې تاسو یې په تفصیل سره نومونه ذکر کړي او د داخلي بې ځایه شویو سره مرستې کوي، د مرستو ترڅنګ دې روغتیایي ټیمونه هم ځان سره کړي څو خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې او هم ورته پوهاوی وکړي.

ځواب ورکړئ

د غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو دغه بې ځایه شوي کسان ښايي تر ډېرو کلونو په هرات ولایت کې پاتې شي. سره له دې چې ملګرو ملتونو، يوې بهرنۍ موسسې، يونيسف، ډبلیو اېف پي او يونيسف د هرات ولايت له بې ځايه شويو خلکو سره ډېرې مرستې کړې دي، خو د هغوى په ژوند کې کوم بدلون نه دى راغلى. دغه بې ځایه شوي کسان هغه مواد چې د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو له خوا مرسته کیږي په بازارونو کې په ډېره کمه بیه پلوري. کله چې مې د کابل ولایت د قمبر په څلورلارې کې خیمې ولیدې، ومې لیدل چې ټول خراب او ناروا کارونه د همدغو بې ځایه شویو ماشومانو له خوا ترسره کیږي. او دوی له شاوخوا شلو کلونو راهیسې دلته ژوند کوي او له ملګرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه کوي. د دوی په ژوند کې هیڅ توپیر نه دی راغلی. همدا ډول د بګرامي د نساجۍ کمپ او د بګرامي ولسوالۍ د ارزان قیمت کمپ او نورو کمپونو کې هم همداسې ده. لومړی کار چې دا بې ځایه شوي خلک باید وکړي دا دی د دوی د لوی شمیر ماشومانو مخه ونیسي. ملګري ملتونه باید دغه کسان خپلو ولایتونو ته انتقال کړي او په همدې ولایتونو کې ورسره مرستې وکړي. دا د دې بې ځایه شویو خلکو اولادونه په غیرقانوني فعالیتونو کې د ښکیلتیا مخه نیسي. په افغانستان کې سوله ده. دوی ولې بې ځایه شوي؟ که دوی د بې وزلۍ له امله بې ځایه شوي وي، ملګري ملتونه باید د دوی په ولایت کې ورته مرستې وکړي. دا زما نظر دی.

ځواب ورکړئ