امنیت

بې ځایه شوې کورنۍ په بلخ کې د خوړو او سرپناه له کمي سره مخامخ دي

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د تېر ډسمبر په ۳۰مه د بلخ ولایت په سخي کمپ کې اخیستل شوی، داخلي بې ځایه شوې کورنۍ لیدل کیږي. [د بلخ د کډوالو او راستنېدنکو د چارو ریاست]

په دې عکس کې چې د تېر ډسمبر په ۳۰مه د بلخ ولایت په سخي کمپ کې اخیستل شوی، داخلي بې ځایه شوې کورنۍ لیدل کیږي. [د بلخ د کډوالو او راستنېدنکو د چارو ریاست]

کندوز -- مقامات وایي، د جوزجان، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، او کندوز ولایتونو له ۲۰۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ -- چې په تېرو دوه کالونو کې د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبورې شوې وې -- د بلخ په سیمه کې له مېشتېدلو څخه وروسته له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رییس سید مسعود قادري وویل، «هغه کورنۍ چې د بلخ ولایت په بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شوي دي، جګړې او ناامنۍ مجبورې کړې وې چې خپل کورونه پرېږدي.»

قادري وویل، «د دغو کورنیو اکثرې په خېمو، کمپونو او کرایي کورونو کې یا له خپلوانو سره ژوند کوي، خو د ژمي سخته یخني د هغوی ماشومان او زاړه ګواښي.»

هغه وویل، «زموږ کمېټو د ټولو بې ځایه شویو کورنیو سروې ګانې کړي دي، او هغوی به زمونږ منظمه مرسته ترلاسه کړي.»

قادري یاده کړه چې، که څه هم چې په بلخ ولایت کې د بې ځایه شویو کورنیو شمېر په زیاتېدلو دی، لاکن د مرستندویو ادارو له خوا له دغو کورنیو سره ملاتړ مخ په کمېدلو دی. هغه مرکزي حکومت او مرستندویه ادارې وهڅولې چې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

قادري وویل، د هغه ریاست له مرستندویو ادارو سره په همکارۍ کې کار کوي چې د دغو بې ځایه شویو خلکو په وضعه کې ښه والی راشي.

قادري وویل، «د حکومت او مرستندویو ادارو په ملاتړ، موږ وکولی شوای چې ۸۰۰۰ کورنیو ته مرستې ور ورسوو. په دغو مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي او همدارنګه نغده مرسته چې مستحقو کورنیو ته ورکول شوه، شامل وو.»

هغه وویل، «جرمني چې له افغانستان سره د مرستندویو هېوادونو په ډله کې دی، په روان لمریز کال کې په بلخ کې بې ځایه شویو کورنیو سره د پام وړ مرسته وکړه.‌ دغې چارې د هغو ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړه چې داخلي بې ځایه شوي خلک ورسره مخامخ ول.»

هغه له ټولو مرستندویو ادارو څخه وغوښتل چې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو د وضعې په ښه کولو باندې تمرکز وکړي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید وویل، «هغه غټه ستونزه چې دا کورنۍ اوس ورسره مخامخ دي د خوړو او سرپناه نشتوالی دی. موږ د هغوی وضعه ارزولې ده او خپلې موندنې مو له حکومت سره شریکې کړي څو له دغو کورنیو سره مرسته وکړي.»

هغه وویل، که څه هم چې ځینو داخلي بې ځایه شویو کورنیو د کډوالو او راستنېدونکو له ریاست او ځینو مرستندویو ادارو څخه خوراکي توکي او نورې مرستې ترلاسه کړي دي، لاکن هغوی لا نورې مرستې ته اړتیا لري.

ننګوونکي شرایط

خدای بیردي چې ۵۲ کاله عمر لري او د فاریاب ولایت له خواجه سبزپوش ولسوالۍ څخه له خپلې کورنۍ او ۲۵۰ نورو کورنیو سره یوځای راکډه شوی دی، د مزارشریف په شمالي برخه کې په سخي کمپ کې مېشت شوی دی.

بیردي وویل، «که څه هم چې دلته موږ له جنګ څخه خوندي یو، لاکن د ژمي په یخنۍ کې په خېمو کې ژوند کولو موږ ته سختې ستونزې راپېښې کړي دي.»

هغه وویل، «له حکومت څخه زموږ یواخینۍ غوښتنه دا ده چې امنیت راولي څو موږ بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو. اوسېدونکي ډېر وېرېدلي او نه غواړي چې فاریاب ته ستانه شي.»

غلام سخي طاهري چې په سرپل کې د درزاب ولسوالۍ په میرزا اولنګ کلي کې د خپل کور پرېښودلو ته مجبور شوی دی، اوس له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره یوځای د مزارشریف په فارابي ښارګوټي کې ځای پرځای شوی دی.

طاهري وویل، «زه له یو کال څخه مخکې مجبور شوم چې له میرزا اولنګ څخه مزارشریف ته را وکوچېږم، او اوس موږ یو ډېر سخت ژوند تېروو.»

هغه وویل، «زه هره ورځ د کار په لټون د ښار مرکز ته ځم چې د خپلو ماشومانو لپاره روزي وګټم،‌ خو ډېر کم داسې پېښېږي چې زه کار پیدا کړم.»

هغه زیاته کړه، «زما دوه ماشومان په سینه بغل اخته دي، خو زه دا وس نه لرم چې هغوی ډاکتر ته بوځم. ډېرې زیاتې کورنۍ دې ته ورته حالت لري چې یا یې ماشومان او یا هم مشران ناروغ دي، خو هغوی دا وس نه لري چې ډاکتر ته یې بوځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ملګري ملتونه باید د افغانستان بې ځایه شویو خلکو ته حتمي پاملرنه وکړي. هغوی له انساني بحران سره مخامخ دي. د نړۍ په هېڅ هېواد کې کورنی جنګ څلوېښت کاله نه دی اوږد شوی، نو ملګري ملتونه باید د مسؤلیت احساس وکړي او له هغو افغانانو سره چې د طالبانو او حکومت جګړو بې ځایه کړي دي مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ