امنیت

طالبانو په فاریاب کې ښځې او ماشومان په یخنۍ کې له کورونو څخه واېستل

د هدایت الله راپور

د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ قومي مشران، د مرغومي په ۱۸مه د دې لپاره سره جرګه شول چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د طالبانو پر ضد د هغوی له جنګ څخه خپل ملاتړ اعلام کړي. [د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]

د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ قومي مشران، د مرغومي په ۱۸مه د دې لپاره سره جرګه شول چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د طالبانو پر ضد د هغوی له جنګ څخه خپل ملاتړ اعلام کړي. [د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]

کندوز -- طالبان چې له زیاتېدونکي محلي مقاومت سره مخامخ دي، د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د ولسي پاڅون د غړو کورنۍ په نښه کوي او په نورو سربېره هغوی له خپلو کورونو څخه وتلو ته مجبوروي.‌

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال، صبغت الله سېلاب، د مرغومي په ۱۵مه سلام ټایمز ته وویل،‌ طالبانو نژدې ۲۰۰ کورنۍ چې خپلوان یې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کوي، اېستلو ته مجبورې کړي دي.‌

هغه وویل، «دا کورنۍ د ګرزیوان ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو اوسېدونکې دي، چې ټول یې په دې سخت ژمي کې د طالبانو له خوا له خپلو کورونو څخه اېستل شوي دي. دغو خلکو له کورنیو ارتباطاتو څخه پرته نور څه جرم کړی وو چې په اساس یې هغوی له خپلو کورونو څخه واېستل شول؟»

هغه وویل، «مونږ خپل مشران طالبانو ته ور ولېږل چې هغوی خپله پرېکړه بېرته واخلي او دغو غریبو خلکو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپلو کورونو ته ورستانه شي، خو د هغوی غوښتنې ته د طالبانو ځواب منفي وو.»

د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد (په پورتني کتار کې له ښي لوري پنځم) او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال استین سکاټ میلر (په پورتني کتار کې منځ کې) د مرغومي په ۱۷مه په فاریاب ولایت کې د افغان ځواک غړو او محلي چارواکو سره ولیدل. [د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]

د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد (په پورتني کتار کې له ښي لوري پنځم) او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال استین سکاټ میلر (په پورتني کتار کې منځ کې) د مرغومي په ۱۷مه په فاریاب ولایت کې د افغان ځواک غړو او محلي چارواکو سره ولیدل. [د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]

هغه په داسې حال کې چې دغه وضعه یې «جدي» وبلله، وویل، «که کورنۍ په چټکۍ سره خپلو کورونو ته ستنې نشي، ماشومان او لویان به په یخنۍ کې مړه شي،»

یو وېروونکی حالت

د ګرزیوان ولسوال، فیض الله رحماني، سلام ټایمز ته وویل، «طالب اورپکو د دغې ډلې د تش په نامه ولسوال، مولوي حمیدالله دانش، له خوا د حکمونو په ترلاسه کولو سره، ډېرې کورنۍ له خپلو کورونو څخه اېستلو ته مجبورې کړې،»

هغه زیاته کړه، چې طالبانو ۷۰ کورنۍ له دره زنګ، ۶۰ کورنۍ له غلبیان، ۵۰ کورنۍ له یوخان، ۱۵ کورنۍ له پخلسوز، ۱۱ کورنۍ له دهمران او څو کورنۍ له نورو کلیو څخه وګواښلې او په زور سره یې اېستلو ته مجبورې کړې.

رحماني وویل، تر دې چې طالبانو ښځې او ماشومان دې ته پرېنښودل چې له ځانونو سره خواړه یا کالي واخلي. هغه وویل، «طالبانو هغوی ته ویلي وو چې هغوی باید تر هغه وخته پورې خپلو کورونو ته راستانه نشي څو یې چې د کورنیو غړي، چې له امنیتي ځواکونو سره کار کوي، تسلیم شوي نه وي.»

د رحماني په وینا، ډېرې اېستل شوې کورنۍ له خپلو خپلوانو سره اوسېږي په داسې حال کې چې مقاماتو نورو ته اجازه ورکړې چې په حکومتي ودانیو کې پناه واخلي.

هغه وویل، په ورته وخت کې، طالبانو له حالاتو څخه ناوړه استفاده کړې او د بې ځایه شویو کورنیو کورونه یې لوټلي دي.

تر دې چې طالبانو محلي ژورنالستانو سره په خبرو کې منلې چې هغوی ډېرې هغه کورنۍ چې خپلوان یې له امنیتي ځواکونو سره کار کوي یا د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د ولسي پاڅونونو برخه دي، اېستلې دي.

کورنۍ مجبورې شوې چې په یخنۍ کې وخت تېر کړي

عبدالمصور حیدري، چې ۴۸ کاله عمر لري او د غلبیان کلي اوسېدونکی دی، وویل، د هغه زوی له تېرو درې کالو راهیسې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار کوي. له دې امله، طالبانو هغه او د هغه شپږ کسیزه کورنۍ د هغوی له کور څخه را واېستل.‌

هغه وویل، «زما زوی څه جرم کړی وو چې په اساس یې طالبانو باید مونږ مجبور کړي وای چې له خپل کور څخه راوځو؟»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زما زوی زمونږ د خلکو د خونديتوب او امنیت لپاره کار کوي او په مقابل کې یې هغه ته تنخا ورکول کیږي. نو په دې کې ملامتیا د څه ده؟»

هغه زیاته کړه، «زما مېرمن، زما ماشومان او زه په ګرزیوان ولسوالۍ کې زمونږ د خپلوانو سره اوسېږو او د ژمي په ترڅ کې مونږ ډېرې ستونزې لرو،»

د یوخان کلي یوه ۵۳ کلن اوسېدونکي، عزیزالله قوضي، وویل، د هغه کورنۍ له دې امله له خپل کور څخه را واېستل شوه چې د هغه ورور په افغان ملي اردو کې خدمت کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«زما ورور عسکر دی. هغه له څو میاشتو راهیسې مسافر دی او نشي کولی چې خپل کور ته راشي.‌ هغهیوازې دومره کوي چې څنګه خپله تنخا واخلي، ژر یې خپلو بچیانو ته راولېږي چې کورنۍ یې وکولی شي د خپل ژوند د لګښتونو لپاره یې ولګوي.»

قوضي یادونه وکړه، «طالبانو د بې ساري ظلم او وحشت په ښودلو سره، په سلګونو کورنۍ په دې یخ موسم کې د هغوی له کورونو څخه را واېستلې،»

د طالبانو د تصفیه کولو لپاره هڅې

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه ویاند، محمد حنیف رضایي، وویل،که څه هم چې محلي مقاماتو په دې برخه کې د مشرانو د مرستې غوښتنه کړې چې دغه کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ور ولي،‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په دې کار کوي چې دغه سیمې له طالب اورپکو څخه پاکې کړي.

هغه د مرغومي په ۱۷مه سلام ټایمز ته وویل، «هغه طالبان، چې په دې یخ ژمي کې یې -- د خلکو د بې ځایه کولو، سپکولو او بې کوره کولو په شمول، داسې یو جرم ترسره کړی -- باید پوه شيچې زمونږ زړور ځواکونه به انتقام واخلي،»

هغه وویل،‌«اوس زمونږ کمانډو ځواکونه په ګرزیوان ولسوالۍ کې موجود دي.‌له طالبانو څخه د دغو سیمو په پاکولو سره، مونږ ژر تر ژره د دغو کورنیو د راستنېدلو لپاره شرایط برابروو.»

هغه زیاته کړه چې، کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت په المار،‌ اندخوی او نورو ژر متاثر کېدونکو ولسوالیو کې قاطعانه ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي دي.

رضایي وویل،«د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال، ملا سرور، او د طالبانو جیګپوړی غړی او د یادې ډلې د سرې قطعې مشر، مولوي حبیب الله،له ۱۷ نورو کسانو سره یوځای د کمانډو ځواکونو د وروستیو تازه عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو ټول دروغ وایئ! خلکو ته د خدمت کولو پرځای، تاسو د پیسو او قدرت په لټه کې یئ. زه نه پر تاسو باور کوم، نه پر حکومت، او نه هم پر طالبانو. تاسو د خلکو لپاره څه کړي دي چې له امله یې تاسو داسې چلند کوئ؟!

ځواب ورکړئ

هغوی د اسلام پر ضد دي، هیڅوک هم دا حق نه لري چې د جنګ په ترڅ کې ښځو او ماشومانو ته سزا ورکړي.

ځواب ورکړئ