امنیت

تکړه طالب جنګیالیو ته په ایران کې ددغه هېواد د ځانګړو ځواکونو لخوا بې مخینې روزنه ورکول کیږي

د سلیمان راپور

وتلي طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د یوه عکس د اخیستنې لپاره ځانونه برابروي. [د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد/ټوېټر]

وتلي طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د یوه عکس د اخیستنې لپاره ځانونه برابروي. [د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد/ټوېټر]

کابل -- طالبان او افغان چارواکي وایي، چې په سلګونو طالب جنګیالي په ایران کې د دوه لویو هدفونو د ترسره کولو لپاره روزنه کیږي، چې افغان حکومت کمزوری کړي او په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو پر ضد جنګ پراخ کړي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر له اوږدې مودې راهیسې هغو اورپکو ګروپونو ته، چې د ایران د ګټو ساتنه کوي، د روزنې، مالي او لوجیستیکي ملاتړ د برابرولو له لارې د افغانستان او سیمې په چارو کې لاسوهنه کوي.

خو په لندن کې، دي ټایمز، د چنګاښ په ۱۱مه، راپور ورکړ چې د اورپکو د روزنې دا تازه پروګرام «بې سابقې» دی.‌

په پاکستان کې د کوېټې د شورا په مرکز کې د طالبانو یوه ۳۸ کلن سیاسي سلاکار، چې غوښتل یې نوم یې پټ پاتې شي، وویل، د طالبانو او ایران تر منځ ایران ته د شپږمیاشتنۍ جنګي روزنې لپاره د اورپکو د روزنې په هکله خبرې په پسرلي کې‌‌ پیل شوې.

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس اورپکي په داسې حال کې ښیي چې په یوه نامعلوم ځای کې د سړک د غاړې د بمونو د ښخولو په هکله روزنه ترلاسه کوي.‌

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس اورپکي په داسې حال کې ښیي چې په یوه نامعلوم ځای کې د سړک د غاړې د بمونو د ښخولو په هکله روزنه ترلاسه کوي.‌

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د پوځي روزنې په حال کې ښایي.

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د پوځي روزنې په حال کې ښایي.

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د پوځي روزنې په حال کې ښایي.

د طالبانو له یوې ویډیو څخه، چې د چنګاښ په ۱۶مه خپره شوې، اخیستل شوی یو عکس طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د پوځي روزنې په حال کې ښایي.

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ دغه پخواني بم جوړونکي سلام ټایمز ته وویل، ایرانیانو وویل، «مونږ باید ډېر تمرکز په افغانستان کې د امریکا او ناټو په ګټو باندې په حملو متمرکز کړو،»

د غوایي په میاشت کې، د طالبانو د «ډېرو روښانه او تکړه ځوانو جنګیالیو» کوچنیو ګروپونو په ایران کې د پوځي روزنې کمپونو ته تګ پیل کړ.‌

د طالبانو یوه ۲۵ کلن قوماندان، چې د نوید په مستعار نامه یادیږي، دي ټایمز ته د ایران په کرمانشاه ولایت کې په یوه کمپ کې د خپلې تجربې په هکله خبرې وکړې.‌

هغه د کوچني اختر د رخصتیو پر وخت په افغانستان کې له یوه خوندي ځای څخه وویل، «هلته زمونږ له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې کسانو ته، چې د روزنې په بېلابېلو مرحلو کې دي، روزنه ورکول کیږي. مونږ له تکتیکونو څخه نیولې بیا د رهبرۍ تر مهارتونو او له استخدام څخه تر بم جوړونې او د وسلو تر روزنې پورې زده کوو.»

هغه وویل، «ښوونکي ټول د ایران ځانګړي ځواکونه دي،‌ په داسې حال کې چې اکثر یې کولی شي چې په پښتو د یوې دویمې ژبې په حیث خبرې وکړي،»‌

طالبانو سره د ملاتړ یوه تاریخچه

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر محمد ګل مجاهد سلام ټایمز ته وویل،‌ «ډېر وخت کېږي چې ایران طالب اورپکو ته روزنه ورکوي،»

هغه وویل، «دغه هېواد همدارنګه هغوی ته مالي او پوځي اسانتیاوې برابروي، په داسې حال کې چې د هغوی یو شمېر مشرانو او قوماندانانو ته خوندي ځایونه او د ژوند ښه شرایط برابروي،»

مجاهد وویل، «په دې کې شک نشته چې ایران طالبانو ته په کرمانشاه، زاهدان او د هغه هېواد په ځینې نورو سیمو کې روزنه ورکوي. سربېره پر دې، ایراني جنرالان پخوا هلمند ولایت ته راتلل،‌چې د طالبانو سرې قطعې ته لارښوونه وکړي

مجاهد وویل، «ایراني پوځي چارواکي په افغانستان کې طالبانو ته وسلې او مهمات ورلېږي، خو د دې لپاره چېله طالبانو سره د هغوی پوځي مرسته رسوا نشي،‌ هغوی دغه وسلې له نورو هېوادونو څخه پېري او بیا یې طالبانو ته ورکوي.»

هغه وویل، «افغان حکومت له طالبانو سره د ایران د ارتباط او د هغوی د ملاتړ په هکله ډېر اسناد لري،»

له ترهګرۍ سره د ایران د رژیم ملاتړ سیمه ګواښي

د افغان ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل، «زمونږ د ګاونډیو هېوادونو په وړاندې زمونږ پالیسي د لمر په څېر روښانه ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ هېواد زمونږ د هېڅ ګاونډیو هېوادونو [د ګټو] پر ضد نه کارول کیږي. مونږ هم له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه تمه لرو چې زمونږ پر ضد ونه کارول شي،»‌

هغه وویل، «زمونږ له ګاونډیانو سره اړیکې باید د حکومتونو په سطحه وي،»

مرتضوي وویل، «له ترهګرو ډلو سره هر ډول مرسته یا تماس... د سیمې له امنیت، سولې او ثبات سره مرسته نه کوي. پر عکس یې، هغه د ټولې سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی،»

هغه وویل، «ترهګري هېڅ پولې یا جغرافیه نه پېژني،‌ او هغه ټولو هېوادونو ته ګواښ دی.‌ د دغه مصیبت پر ضد جګړه د ټولو هېوادونو همکارۍ ته ضرورت لري،»

هغه وویل، «مونږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو یو،‌ او هدف دا دی چې د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد ګډې هڅې وشي. مونږ له ایران سره هم خبرې کوو... مونږ هیله لرو چې مونږ به د ترهګرۍ پر ضد زمونږ په ګډو هڅو کې یوه مثبته نتیجه ترلاسه کړو.»

د ایران دوه مخې لوبه

په ولسي جرګه کې،‌د نړیوالو اړیکو د کمېټې یوه غړي، داود کلکاني سلام ټایمز ته وویل،‌«ایران په افغانستان کې دوه اړخیز رول لوبوي،»

هغه وویل، «یو لاس ته، ایران له افغان حکومت سره د ارتباطاتو د جوړولو له لارې خپل ځان د افغانستان دوست معرفي کوي، په داسې حال کې چې بل لاس ته، هغه ... طالبانو ته د ملاتړ په برابرولو سره افغان عوام او حکومت د شا له خوا په چاقو وهي،»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عارف کیاني وویل، «د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د ښکاره لاسوهنې ثبوتونه موجود دي، چې په دې لړ کې طالبانو ته، په ځانګړې توګه د افغانستان په جنوب لویدیځ کې، مادي او اخلاقي ملاتړ برابروي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌د کډوالو افغانانو له منځه د عسکرو استخدام، چې په سوریه کې جنګ وکړي او اوس د طالبانو روزنه چې په افانستان کې جنګ وکړي، «ښکاره او د نه انکار وړ» ثبوتونه دي.‌

کیاني وویل،«د نورو له منځه هغه لوی دلایل چې ایران په خپلو پوځی کمپونو کې طالبانو ته روزنه ورکوي او هغوی ته په بېلابېلو بڼو ملاتړ برابروي، په ایران کې د اوبو کموالی؛ د طالبانو له لارې په افغانستان خپل حاکمیت ساتل؛ او د نشه ییزو توکو او انسانانو په قاچاق کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ښکېلتیا دي،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر نبي مصداق سلام ټایمز ته وویل،‌«ایران زمونږ په هېواد کې بې ثباتي او بې نظمي غواړي.‌ د دغو اوږدمهالو ګټو په ډله کې دا شامل دي چې زمونږ د هېواد د اوبو له سرچینو، کانونو او قېمتي کاڼو څخه ګټه واخلي او زمونږ هېواد د ایران په یوه مصرفي مارکېټ باندې واړوی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په ترهګر ایران! متحده ایالات په افغانستان کې څه بلا غواړي؟ هغوی باید د دغه نجس ایران مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

ته یو چټل سپی یې او ستا اوه پښته نیکونه بې غیرته دي. ژوندی دې وي د ایران اسلامي جمهوریت

ځواب ورکړئ

مړ دې وي د ایران فاشست رژیم.‌ په حقیقت کې، تهران د شیطنت مرکز دی. دا سرطاني تومور، چې تاوتریخوالی، ترهګري، او اداري فساد رامنځته کوي، باید ویجاړ کړای شي.‌

ځواب ورکړئ

سلام او سهار په خیر. ښه، اسلام د مسلمانانو دین دی. هغوی په خپلو منځونو کې اتفاق او اعتماد ته ضرورت لري نه دا چې یو د بل پر ضد او د نورو دینونو او ټولنو پر ضد جنګ وکړي. مسلمانانو ته زما مشوره دا ده چې لطفاً په خپلو منځونو کې اتفاق وکړئ او کله چې ستاسو په منځ کې ستونزې راولاړېږي، لطفاً هغه د خبرو اترو له لارې حل کړئ او له نورو خلکو سره استوګنې ته ارزښت ورکړئ.‌ نور څه نه،‌ لطفاً ما پوه کړئ چې آیا ستاسو پوښتنه ځواب شوه.‌

ځواب ورکړئ