افغان هوایي بریدونو په کندوز کې د طالبانو جیګپوړي مشران وویشتل

سلام ټایمز

کندوز -- چارواکو وویل، افغان هوایي ځواک د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۳ مه/ په کندوز ولایت کې د ادعاو له مخې د طالبانو د روزنې یو مرکز وویشت.

یوې امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل، دغه هوایي برید په دشت ارچي ولسوالۍ کې یوه مدرسه، چې د طالبانو جیګپوړي مشران په کې راټول شوي ول، وویشتله، او زیاته یې کړه چې په تلفاتو کې نامعلوم شمېر ملکي کسان هم شامل دي.‌

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ای اېف پي ته وویل، «په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو د سره واحد د قوماندان او همدارنګه د کوېټې د شورا د یوه مهم غړي په شمول ۲۰ تنه طالبان ووژل شول،»

هغه له دې څخه انکار وکړ چې په تلفاتو کې ملکیان موجود دي.‌

سور واحد د یاغي ګروپ د وتلیو جنګیالیو یوه ډله ده،او د کوېټې شورا د یادې ډلې رهبري شورا ده.

د ولایت د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند انعام الدین رحماني سلام ټایمز ته وویل، د کوېټې د شورا یو جیګپوړی چارواکی ملا بریاني هم د هوایي برید پر وخت په سیمه کې موجود وو.‌

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500