امنیت

د طالبانو د جلا شوې ډلې د مشر وژلو خپلمنځي اختلافات رابرسېره کړل

د علي راپور

ملا منان نیازی (منځ کې) د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې له خپلو وسله والو پلویانو سره لیدل کیږي. [آرشیف]

ملا منان نیازی (منځ کې) د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې له خپلو وسله والو پلویانو سره لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- په هرات ولایت کې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې د مشر ښکاره وژنې د یادې اورپکې ډلې په منځ کې داخلي اختلافات لا نور سخت کړي دي.‌

په پیل کې، ملا منان نیازی د غوایي په ۲۱مه د ګذرې او ادرسکن ولسوالیو تر منځ د مېخي کارېز سیمه کې د طالب اورپکو له خوا په یوه برید کې سخت ټپي شو. د هرات ځایي چارواکو وویل چې نوموړی د غوایي په ۲۵مه د ور رسېدلو ټپونو له امله مړ شو.

د هرات والي سید وحید قتالي د دغې وژنې پړه پر طالبانو ور واچوله.

قتالي د غوایي په ۲۷مه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، «په ټول هېواد کې د طالبانو تر منځ داخلي اختلافات زیات شوي او هره ډله خپل د دروغو امیرالمؤمنین لري.»

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، ملا منان نیازی د درې ځانمرګو بمي بریدګرو له نیولو څخه وروسته چې هڅه یې کوله هغه ووژني، خپلو پلویانو ته وینا کوي.‌ نیازي په ۱۳۹۶ کې وویل چې د هغه پر ضد توطیه کیږي. ادعا کیږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ملاتړو هغوی ورلېږلي ول. [د ملا منان نیازي له خوا خپور شوی عکس]

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، ملا منان نیازی د درې ځانمرګو بمي بریدګرو له نیولو څخه وروسته چې هڅه یې کوله هغه ووژني، خپلو پلویانو ته وینا کوي.‌ نیازي په ۱۳۹۶ کې وویل چې د هغه پر ضد توطیه کیږي. ادعا کیږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ملاتړو هغوی ورلېږلي ول. [د ملا منان نیازي له خوا خپور شوی عکس]

هغه زیاته کړه، «د طالبانو په منځ کې داخلي اختلافاتو او جنجالونو دغه ډله د زوال څنډې ته رسولې ده.»

نیازی د اسلامي امارت د عالي شورا، چې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو یو فرکسیون دی او د طالبانو له اصلي ګروپ -- د کوېټې شورا څخه جلا شوی دی، یو مشر وو.‌

یادې شورا په ۱۳۹۴ کې د کوېټې شورا د اوسني مشر ملا هبت الله اخوندزاده د سلف ملا اخترمحمد منصور د مشر کېدلو پر وړاندې مخالفت کې خپل ځان د یوه مستقل بنسټ په توګه اعلان کړ.

منصور په ۱۳۹۵ کې ووژل شو.

نیازي چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت یې د هرات او بلخ د والي په توګه کار کړی وو، د ۱۳۹۶ د وږي په میاشت کې له سلام ټایمز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د هبت الله په مشرۍ ګروپ درې ځانمرګي بمي بریدګر ورلېږلي وو ترڅو دی ووژني، خو د ده افرادو هغوی درې واړه خپل هدف ته له رسېدلو څخه مخکې ونیول.‌

نیازي خپل ځان د هبت الله د ډلې او د ایران د رژیم یو سخت دښمن باله، او ادعا یې کوله چې په هرات کې یې، د فاطمیون لوا، چې د ایران له ملاتړ لاندې د افغان اجیرو ملېشو یو ګروپ دی، څو غړي وژلي دي.

د غوایي په ۲۶مه د هرات ښار شمال ته د ګازرګاه هدیره کې د نیازي د تدفین په مراسمو کې، د شورا پلویانو د نیازي زوی حافظ خالد د هغه د ځایناستي په توګه وټاکه.

خالد د کوېټې شورا او ایران ته خبرداری ورکړ چې نوموړی به د خپل پلار د وینې بدل واخلي او د خپل پلار مبارزې ته به دوام ورکړي.

د ایران رول

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد عظیم قادري وویل، په نیازي باندې شوي برید کې د ایران رژیم او طالبانو په ګډه رول درلود.

هغه وویل، «ملا منان نیازی د ایران د لاسوهنې او لویدیځ زون ته د فاطمیون د جنګیالیو د راتګ پر وړاندې یو غټ خنډ وو،» او زیاته یې کړه چې نیازي په فاطمیون لوا باندې د انتقاد له امله ووژل شو.

قادري وویل، «د ایران رژیم له خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې او له طالبانو سره په همکارۍ کې نوموړی له منځه وېوړ.»

قادري زیاته کړه، ایران طالبانو ته مالي او تسلیحاتي ملاتړ برابروي او له طالب اورپکو څخه د خپلو نظامي او استخباراتي هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي.

هغه وویل، «هر څوک چې په افغانستان کې د ایران د حکومت پر ضد غږ پورته کوي هغه به د سپاه پاسداران د اړندو ګروپونو له خوا ځپل کیږي او خوله به یې وربندېږي.»

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي عبدالستار حسیني هم وویل چې تهران او طالبانو د ګډ کار په نتیجه کې نیازی وواژه.‌

هغه وویل، د ایران حکومت د طالبانو په ګډون د نایبو ګروپونو په کارولو سره، په لویدیځ زون کې خپل استخباراتي فعالیتونه زیات کړي دي. هغوی هر هغه څوک چې د دغو فعالیتونو مخه نیسي، وژني.

هغه زیاته کړه،‌ «د ایران حکومت ملا نیازي ته په افغانستان کې د فاطمیون لوا د ځای په ځای کولو پر وړاندې د یوه ګواښ او خنډ په سترګه کتل، له دې امله یې نوموړی وواژه.»

حسیني وویل، «د ایران حکومت په لویدیځ زون کې په لسګونو فعال ترهګر ګروپونه لري چې په هدفی وژنو او د ایران د هدفونو په پرمخ بوولو کې ښکېل دي.»

د طالبانو خپلمنځي جګړه

ځینې کتونکي وایي، په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي د نیازي مړینه د طالبانو په منځ کې د لا نورو درزونو وړاندوینه کوي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، که د سولې خبرې مثبته نتیجه ورنه کړي، د طالبانو له اصلي ګروپ څخه به څو نور ګروپونه هم جلا شي.

هغه وویل، «د طالب جنګیالیو ډېر ګروپونه له جنګ نه ستړي دي او نشي کولی چې نور جنګ وکړي. که د طالبانو مشران جنګ ته دوام ورکړي، ډېر غړي به دغه ګروپ پرېږدي.»

سادات زیاته کړه،‌ طالبان د یوه واحد مشر تر امر لاندې کار نه کوي، د طالبانو ډېرو کوچنیو ګروپونو د اقتصادي لاسته راوړنو او د قاچاق لپاره وسلې اخیستي دي.‌

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، په وروستیو کالونو کې، په ځانګړې توګه په ۱۳۹۴ کې د طالبانو د مؤسس ملا محمد عمر د مړینې له ځنډول شوي اعلان څخه وروسته، د دغې ډلې یووالی زیانمن شوی دی.

هغه زیاته کړه، په طالبانو کې ان د مشرتابه په کچه جدي اختلافات شته، ځکه چې په دې سطحه کې هر غړی غواړي چې واک یې په لاس کې وي.

کامل وویل، «طالبان نشي کولی چې له بېلابېلو هېوادونو سره د دغه ګروپ د اړیکو له امله یوه واحده پرېکړه وکړي.»

نوموړي وویل، «هغه هېوادونه چې د طالبانو ملاتړ کوي له دغې ډلې څخه بېلابېلې غوښتنې لري، نو د یوې واحدې پرېکړې د کولو پر ځای، هغوی مجبور دي چې د هغوی غوښتنې تعقیب کړي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال علي رضا محمدي وویل، په یاده ډله کې اختلافات د ګروپ د ځینو مشرانو ځان غوښتنه په ګوته کوي چې هڅه کوي واک ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، «د طالبانو په منځ کې د نظم نشتوالي دغه ډله کمزورې کړې ده. د طالبانو مشران او قوماندانان د سولې په هکله واحد نظر نه لري او ګټې یې سره په ټکر کې دي.»

هغه وویل، «په ولسوالیو او ولایتونو کې اکثر طالب قوماندانان خپلې شخصي ګټې پالي او بېلابېلو هېوادونو پورې تړلي دي. هغوی د مشرتابه خبره نه مني او په تدریج سره له ګروپ څخه جلا کیږي.»

محمدي وویل، د جنګ په جریان سره به طالبان په لا نورو کوچنیو ګروپونو ووېشل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو داسې خبره کوئ لکه هغوی چې یو ښه سړی وژلی وي.

ځواب ورکړئ

مرګ په دجالیه ډله او دروغژنه امپراتورۍ.

ځواب ورکړئ

ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هرات او بلخ والي وو. د ملا عمر له مړینې څخه وروسته، هغه او ملا محمد رسول د طالبانو له ډلې څخه جلا شول او هغه له خپلې شبکې سره یوځای د هرات ولایت په ګذره او ادرسکن ولسوالیو کې فعالیت کاوه.‌ خلکو په هغه باندې ځینې تورونه لګول.‌ په تورونو کې دا هم شامل وو چې هغه د یوې داسې فتوا په صدور کې لاس درلود چې په ۱۳۷۷ کې یې په مزارشریف کې د ایران د کونسلګرۍ دیپلوماتان ووژل، او له هغه وروسته نوموړي هزاره ګان مجبور کړل چې یا غیر شیعه مذهب ومني یا له افغانستان څخه وځي او هغوی یې ووژل. ځینې تحلیلګران په اسلام کلا او هرات بندر کې د تېلو د ټانکرونو چاودنې هغه ته منسوبوي.‌ طالبانو تل هغه د افغان حکومت جاسوس باله او ویل یې چې حکومت هغه د هیواد په لویدیځ کې د دې لپاره مقرر کړی چې طالبان کمزوري کړي او د افغانستان د ملي امنیت ریاست هغه ته پیسې ورکولې.

ځواب ورکړئ