امنیت

د طالبانو د انشعابي ډلې له خوا د هبت الله د ورور په وژنې سره د طالبانو ترمنځ اختلافونه پراخ شوي دي

د عمر راپور

په دې بې نېټې عکس کې، ملا منان نیازي وروسته له هغه خپلو پلویانو ته خبرې کوي چې د ادعاوو له مخې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ملاتړو له خوا ورلېږل شوي درې کسان چې د ځانمرګو بمي بریدونو اراده یې لرله ونیول شول. [له ملا منان نیازي څخه د عکس له امله مننه]

په دې بې نېټې عکس کې، ملا منان نیازي وروسته له هغه خپلو پلویانو ته خبرې کوي چې د ادعاوو له مخې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ملاتړو له خوا ورلېږل شوي درې کسان چې د ځانمرګو بمي بریدونو اراده یې لرله ونیول شول. [له ملا منان نیازي څخه د عکس له امله مننه]

هرات -- د طالبانو جلا شوې ډلې د پاکستان له کوېټې ښار سره نژدې په یوه جومات د برید په ترڅ کې د طالبانو د مشر د ورور د وژنې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

په دغه برید کې چې د زمري په ۲۵مه ترسره شو، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ورور حافظ احمدالله په شمول څلور کسان ووژل شول.

محلي رسنیو وویل، طالبانو ژمنه کړې چې د یاد برید څېړنه به وکړي.‌

د ملا محمد رسول په مشرۍ د اسلامي امارت د عالي شورا په نامه د طالبانو یوې ډلې وویل چې برید هغوی ترسره کړی دی.

د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد اعظم جسد د زمري په ۲۶مه له کوېټې سره نژدې په کچلاک سیمه کې د امبولانس په وسیله انتقالېږي. [عبدالغني کاکړ]

د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد اعظم جسد د زمري په ۲۶مه له کوېټې سره نژدې په کچلاک سیمه کې د امبولانس په وسیله انتقالېږي. [عبدالغني کاکړ]

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۹مه د هرات ولایت په یوه نامعلوم ځای کې د طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال ملا منان نیازي تر مشرۍ لاندې طالب جنګیالي ښيي. [آرشیف]

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۹مه د هرات ولایت په یوه نامعلوم ځای کې د طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال ملا منان نیازي تر مشرۍ لاندې طالب جنګیالي ښيي. [آرشیف]

د طالبانو تر منځ خپلمنځي ترینګلتیاوې لږ وروسته له هغه راپورته شوې چې د ۱۳۹۴ د چنګاښ په ۱۸مه د طالبانو د بنسټ ایښودونکی مشر ملا محمد عمر مړینه رابرسېره شوه. اصلاً نوموړی له دې نه له دوه کلونو ډېر مخکې مړ شوی وو.‌

عالي شورا له زرګونو اورپکو څخه تشکیل شوې چې رسول یې مشري کوي او د طالبانو له غټ ګروپ -- د کوېټې شورا -- څخه جلا ده. دې ډلې خپل ځان یو مستقل بنسټ اعلان کړی او دا کار یې له هبت الله څخه مخکې د ملا اخترمحمد منصور د مشرۍ په وړاندې د احتجاج په لړ کې کړی دی.

د عالي شورا مرستیال ملا منان نیازي له سلام ټایمز سره په یوه مرکه کې وویل، «زمونږ فعالانو ملا هبت الله څاره، او دا برید د داسې کسانو له خوا شوی چې پخوا ملا هبت الله ته نژدې ول.»

هغه وویل، «د دغه برید دلیل له روسیې او ایران سره د یادې ډلې معاملې دي چې د اسلامي امارت یا د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي. د هبت الله ګوډاګۍ ډله د اسلامي امارت د ټولو پلویانو له خوا تر برید لاندې ده او خپل اعتبار یې له لاسه ورکړی دی.»

نیازي ادعا وکړه چې پخپله هبت الله په پاکستان کې په یوه نظامي بېس کې ژوند کوي.‌

هغه وویل، «څلور کاله مخکې، مونږ په پاکستان کې د ملا منصور پر ضد ودرېدلو... هغوی ملا محمد عمر او ملا عبیدالله ووژل.»

نیازي وویل، د هبت الله په مشرۍ ډله «له بهرنیو هېوادونو څخه حکمونه ترلاسه کوي. هغوی د اسلامي امارت له نامه او لاسته راوړنو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د ګاونډیانو له استخباراتي ادارو څخه ملاتړ ترلاسه کوي.»

هغه وویل،‌«د ملا هبت الله په مشرۍ طالبان هېڅ رحم نه لري، او په تېرو څو ورځو کې په هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې د یادې ډلې له خوا په ترسره شویو بمي بریدونو کې ۲۵۰ کسانوژل شوي دي.»

«هغوی زمونږ دښمنان دي او هر چېرې یې چې مونږ ومومو وبه یې وژنو.»

راپورونه وایي چې هبت الله او د هغه متحدان هم په پاکستان او نورو ځایونو کې یو شمېر پټ تجارتونه چلوي.

طالب ګوډاګیان

نیازي وایي،‌ په قطر کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د خبرو بې ضرورته اوږدېدل ښیي چې طالبان مستقل نه دي او هغه هېوادونه چې د هغوی ملاتړ کوي د دې لپاره مداخله کوي‌ چې په نتایجو یې نفوذ ولري.

هغه وویل،‌د هبت الله ډله نه غواړي چې سوله وکړي او ګاونډي هېوادونه دغه ډله د دې لپاره استعمالوي چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.

هغه تاکید وکړ چې، «هغه وعدې چې د هبت الله ډله یې له متحده ایالاتو سره کوي دروغ دي ځکه دغه ډله نه غواړي چې سوله وکړي. دا ډله دا وړتیا نه لري چې تصمیم ونیسي ځکه چې د هغوی د تصمیم نیونې ځواک ۱۰۰٪ د ایران او روسیې له خوا کنټرولېږي.»

هغه زیاته کړه، «هغه شرطونه چې طالبانو د سولې په خبرو کې وړاندې کړي دي هغه د افغانانو د غوښتنو مطابق، او د خلکو او د اسلامي امارت په ګټه نه دي. په قطر کې د طالبانو استازي دا زړه نه لري چې خبرې او مذاکرات وکړي، نو څنګه به هغوی وکولی شي چې د افغانستان د راتلونکي او د اسلامي امارت د جوړولو په هکله پرېکړه وکړي؟»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات ومنله چې ګاونډي هېوادونه احتمالاً له طالبانو څخه د سولې په خبرو کې استفاده کوي څو خپل هدفونه پرې ترلاسه کړي.

هغه وویل، «د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د تړون په شرایطو جوړجاړي ډېر زیات وخت ونیو ځکه چې د خبرو اته پړاوونه وار له مخه بشپړ شوي دي. دا په دې معنی چې طالبان نه غواړي چې اصلاً له متحده ایالاتو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، ځکه ښایي چې د هغو هېوادونو چې د طالبانو ملاتړ کوي ګټې د دې خبرو برخه وي.»

هغه زیاته کړه، د سیمې او ګاونډ هېوادونه غواړي چې په دې خبرو کې د هغوی ګټې تضمین شي او په داسې حال کې چې د هغوی غوښتنې په خبرو کې په مستقیم ډول نه راځي، امکان لري چې طالبان په غیر مستقیم ډول د هغوی غوښتنې وړاندې کړي.‌

سادات زیاته کړه، «ګاونډي او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې سوله نه غواړي، او هڅه کوي چې خنډونه رامنځته کړي.»

هغه روسیې، ایران او چین ته په اشارې وویل، «حتی که سوله هم وشي، دغه هېوادونه به داسې شیطاني غوښتنې ولري چې هغه د افغانستان لپاره خطرناکې دي.»

داخلي درزونه پراخ شوي دي

وروستۍ وژنه د طالبانو د دواړو ډلو تر منځ تر ټولو وروستی تاوتریخوالی دی.‌

په هرات کې محلي مقاماتو وویل، په تېرو درې کالو کې له دواړو خواوو څخه له ۳۰۰ څخه ډېر جنګیالي وژل شوي او له ۳۰۰ څخه ډېر نور ټپيان شوی دي.‌

د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د ۱۳۹۸ د زمري په ۱۵مه د هبت الله او رسول د ډلو تر منځ یوې نښتې ۳۴ تنه اورپکي ووژل.

د هبت الله د ورور په وژنې سربېره، د زمري په ۲۶مه او ۲۷مه په پاکستان کې د هغه په ډله دوه نورو بریدونو دوه قوماندانان ووژل.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «د طالبانو د ډلو تر منځ د نښتو په پیلېدلو سره د یاد ګروپ زور کېناست او ډېرې سیمې یې پرېښودلې. د طالبانو خواخوږو ملکي خلکو د هغوی تر منځ د درزونو له امله له هغوی څخه فاصله اخیستې او نور پرې باور نه کوي.»

فرهاد زیاته کړه، «طالبان نور خپل پخوانی قدرت نه لري... ځکه چې هغوی خپل قوت په خپلمنځي جګړه کې ولګاوه. د طالبانو د ډلو تر منځ د جګړو له نښتلو څخه وروسته، ډېرو هغو ولسوالیو ته چې پخوا د طالبانو له خوا کنټرولېدلې د حکومت واک پراخ شوی دی.»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد رفیق شهیر ومنله چې د اورپکو ګروپونو تر منځ نښتو هغوی کمزوري کړي دي.

هغه وویل، «د طالبانو تر منځ په درزونو کې ډېرښت یاده ډله کمزورې کړې ده. د دغه ګروپ غړي د ډېرو شیانو په هکله په خپلو کې اختلاف لري، او یو د بل پر ضد وسلې استعمالوي.»

هغه وویل، د هغوی تر منځ دا خپلمنځي جنګ یوازې له خلکو او افغان حکومت سره مرسته کوي.

شهیر وویل، «طالبان نور داسې یو همغږی ځواک نه لري چې د امنیتي ځواکونو پر ضد وجنګېږي ځکه چې هغوی په څو ټوټو وېشل شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا لیکنه د طالبانو د داخلي کارونو په هکله ښه رڼا اچوي. د متحده ایالاتو رسنۍ د دې شیانو په هکله راپور نه ورکوي. دا د ستاینې وړ دي.

ځواب ورکړئ

الله دي همداسی لری دیر خوند کوی چی په خپله سره وژنی

ځواب ورکړئ

تاسو هم جالبې خبرې کوئ. :) یوې خواته لیکئ چې طالبان په کویټه کې ناست دي او مشران یی د پاکستان په نظامي بیسونو کی اوسیږي او بلی خواته بیا وایئ چی ایران او روسیه ورباندی نفوذ لري. دا صحیح ده چی د ایران رژیم د افغانانو سرسخت دښمن دی او د روسانو استخبارات له تور مخ تیښتی او ماتی نه وروسته هم په بی شرمۍ په افغانستان کې مداخله کوي لاکن د افغانانو او افغانستان اصلي دښمن پاکستان دی چی له څلور نیمو لسیزو راهیسی ترهګر تربیه کوي او افغانستان ورباندی ورانوي. لعنت دی د پاکستان په پوځ او استخباراتو شي چی د اسلام نوم بدوي،‌ له نړۍ سره دوه مخی لوبه کوي او ترهګر تربیه کوي.

ځواب ورکړئ