امنیت

هبت الله چېرې دی؟ غیرحاضرۍ یې دا ګمانونه پیاوړي کوي چې ښایي د طالبانو مشر مړ شوی وي

سلام ټایمز

image

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده، چې په دې بې نېټې عکس کې لیدل کیږي، له میاشتو میاشتو راهیسې په مجلسونو او عامه کتنو کې نه ښکاري. [آرشیف]

د طالبانو د جګپوړي مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د حال په اړه، لږ تر لږه له درې میاشتو راهیسې چې کووېډ - ۱۹ کروناوایرس په افغانستان کې تخریب پيل کړی دی، ګومانونه اوړي را اوړي.

دغه وژونکې ناروغي په لوړه کچه په خپرېدلو ده او افغان چارواکي د یوې «فاجعې» د راتګ خبرداری ورکوي ځکه چې د روغتونونو چپرکټونه په مریضانو ډک دي او د مړینو شمېر په ډېرېدلو دی.‌

په پیل کې چې کروناوایرس افغانستان ته ورسېد، طالبانو لاپې وهلې چې هغوی یې پر ضد مجادلې ته چمتو دي، خو اوس یاغیان په خپلو مرکزونو کې د وایرس د مهارولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو په ډله کې د داخلي سرچینو په وینا، په حقیقت کې د هیبت الله په ګډون، ډېر طالب جنګیالي او مشران په کووېډ - ۱۹ اخته شوي دي.‌

image

په عکس کې، طالب مشران تېر کال دوحې ته رسېږي چې په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي. د طالب ډلو تر منځ داخلي اختلاف یو له هغو سببونو څخه دی چې له وېرې یې دغه ډله نه غواړي چې د جګپوړي مشر مړینه ښکاره کړي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

image

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې په یوه غونډه کې راټول شوي چې له متحده ایالاتو سره د سولې تړون ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د طالبانو جګپوړي نظامي مشر مولوي محمد علي جان احمد د غبرګولي په ۱۲مه فارن پالیسي مجلې ته وویل، «زموږ مشر ناروغ دی، خو د بېرته رغېدلو په لور روان دی.»

خو د پاکستان په کوېټه ښار کې د طالبانو د ډلې درې غړو یادې مجلې ته ویلي چې هغوی شک لري چې هیبت الله یادې ناروغۍ مړ کړی دی.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غبرګولي په ۱۳مه انکار وکړ چې هیبت الله یا کوم نور جګپوړي مشران دې په یاده ناروغۍ اخته شوي یا مړه شوي وي.

شکونه او مشکوکې ادعاوې

له مجلسونو او عامه کتنو څخه د اونیو اوږدې غیرحاضرۍ -- او د طالبانو د دروغو ویلو او د یوه مشر د مړینې پټولو تاریخچې ته په پام سره -- د مجاهد ادعاوې مشکوکې ښکاري.‌

په کوېټه کې د طالبانو یوه چارواکي ازادۍ راډېو ته وویل چې هغه د مشر مړینه نه تاییدولی شي او نه ترې انکار کولی شي.‌

د افغان حکومت یوه جګپوړي مشر د نوم نه ښودلو په شرط فارن پالیسۍ ته وویل، «په دوحه کې د طالبانو تقریبا ټول مشران په وایرس ککړ شوي دي.»

تر دې چې د کوچني اختر په مناسبت د هیبت الله کلنی پیغام هم تحریري وو، ‌نه ویډیوي یا غږیز پیغام چې د طالبانو جز او تامونو ته د هغه د روغتیا په هکله ډاډ ورکړي.

په اعلامیه کې، هغه په لوستونکو باندې غږ کړی وو چې د ناروغۍ له امله طبي مرسته ترلاسه کړي، خو دا تاکید یې هم کړی وو چې وایرس «د الله د دین پر وړاندې د انسان د سرغړونې» په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

هیبت الله وویل، د دې لپاره چې د وایرس مخه ونیسي، مسلمانان باید «له الله ج څخه مغفرت وغواړي او د هغه له حکمونو څخه سرغړونه ودروي.»

په کابل کې د پوځي استخباراتي چارو یوه شنونکي جاوېد کوهستاني وویل، «په کوېټه، پېښور او قطر کې د طالبانو ډېر مشران په کروناوایرس ککړ شوي دي.»

هغه وویل، «په کوېټه او پېښور کې د طالب مشرانو روغتیایي حالت ښه شوی، خو د طالبانو د مشرتابه له مجلسونو څخه د ملا هیبت الله غیرحاضري د هغه د مړینې امکان پیاوړی کوي.»

هغه وویل، «ما له ځینې سرچینو سره چې له طالبانو سره تماس لري خبرې کړي دي،‌ هغوی چې خبرې کولې د هیبت الله لپاره یې د «مرحوم» کلیمه وکاروله، چې دا ښیي چې ښایي هغه ژوندی نه وي.»

د طالب مشرانو تر منځ جدي اختلافات

کوهستاني وویل، د طالبانو د ډلو تر منځ داخلي اختلاف یو سبب دی چې دغه ډله د جګپوړي مشر د مړینې انکار کوي.‌

هغه وویل، «د طالبانو د مشرتابه په منځ کې جدي اختلافات دي، او ملا هیبت الله له څه مودې راهیسې غایب دی.‌ هغه یا د کروناوایرس له امله مړ شوی دی یا تر څار لاندې دی.»

کوهستاني وویل، د متحده ایالاتو او اورپکي ګروپ تر منځ د هوکړې له لاسلیکېدلو څخه یوه اونۍ مخکې د طالبانو بنسټګر ملا عبدالغني برادر کوېټې ته لاړ چې اختلافات حل او د طالب مشرانو تایید ترلاسه کړي. ملا محمد رسول،‌ ملا منان نیازي او عبدالرؤف خادم له برادر سره بیعت وکړ.

هغه زیاته کړه، «خو په مجلس کې ملا هیبت الله حضور نه درلود.»

هغه وویل، «د طالبانو د مشرانو په منځ کې جدي اختلافات موجود دي، او دغه ډله د ارواښاد ملا محمد عمر د ګروپ له خوا مدیریت کېږي او رهبري یې ملا محمد یعقوب په لاس کې اخیستې ده، په داسې حال کې چې د ملا هیبت الله او ملا اخترمحمد عثماني اکثر پلویان له خپلو موقفونو څخه لیرې کړای شوي دي.‌»

په کابل کې د سیاسي چارو یو شنونکی او د پکتیکا ولایت پخوانی والي امین الله شارق هم ګومان کوي چې د طالبانو مشر مړ شوی دی.‌

هغه وویل، «د طالبانو له مهمو او تصمیم نیوونکیو مجلسونو څخه د ملا هیبت الله غیرحاضري ښیي چې د طالبانو مشر مړ شوی او یا د داخلي اختلافاتو له امله وژل شوی دی.»

هغه وویل، «طالبانو د ملا عمر مړینه پټه کړې وه چې جنګیالي سره خواره واره نشي او د هغوی په منځ کې اختلافات راپورته نشي.»

د طالبانو تر منځ داخلي ترینګلتیاوې لږ وروسته له هغه رامنځته شوې چې د ۱۳۹۴ د چنګاښ په ۱۸مه د طالبانو د بنسټګر مشر ملا عمر مړینه رسوا شوه. دغه رسوایي د هغه له حقیقي مړینې څخه له دوه کاله ډېر وخت وروسته رامنځته شوه.‌

شارق وویل، «طالبان په یوه حساس حالت کې دي.یو طرف ته،‌ له متحده ایالاتو سره هوکړه لري، او بل طرف ته د بین الافغاني خبرو په سر تصمیم نیسي.»

هغه وویل، «دغه ډله اوس هم د پخوا په څېر دروغ وایي، او د خپل مشر مړینه د دې لپاره پټوي چې د مشرتابه او د قوماندانانو او جنګیالیو د لیکو په منځ کې څه اختلاف رامنځته نشي، او وکولی شي چې د سولې په پروسه کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره
د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د خدای رضا وي، د هغوی چټل مشر مړ دی. هغه باید مړ شي او ژر هغه ځای ته لاړ شي چېرې چې هغه باید وي (جهنم ته). هغه په دې هېواد کې د زرونو بې ګناه خلکو وینې توی کړي دي، تر دې چې په یتیمانو او کونډو یې هم رحم نه دی کړی.‌ طالبان ټول دروغژن دي.‌ د یوې ترهګرې ډلې له خوا په هېواد یا په منځني ختیځ کې سوله کول له خوب څخه زیات څه نه دي. هغوی خاینان او اجیران دي.‌ د هغوی باداران دي چې په افغانستان کې سوله په خپله ګټه نه بولي، نو لږ تر لږه تر ۵۰ نورو کالو پورې به هم سوله رانشي.‌

ځواب ورکړئ

دروغ هم یو حد لری! خو ما په خدای که په دی لیکنه کی یوه ذرة هم ریښتیا لیدلی وي . جنګ په دروغو نه ګټل کیږی

ځواب ورکړئ

ههههههههههه ټوله دخیټي خبري وی

ځواب ورکړئ

ښایي

ځواب ورکړئ

فرق نه کوي چې آیا د طالبانو مشر ژوندی دی که مړ، حتی هغه وخت چې دغه مشر ژوندی وو هم هیچا نه وو لیدلی. هغه یوازې یوعکس لري چې په رسنیو کې ښودل کیږي. تر دې چې بل عکس هم نه لري. کیدای شي چې ملا هبت الله اخوندزاده د آی اېس آی یو جنرال وي.‌ هغوی یوازې د یوه کس یو عکس رامخې ته کړ او د دغې ډلې د مشر په توګه یې معرفي کړ. دا فرق نه کوي چې دغه شخص ژوندی دی که مړ. د طالبانو کنټرول او اداره د آی اېس آی په لاس کې ده، هر څه چې پاکستاني استخبارات غواړي هغه کیږي.‌ له طالبانو سره د سولې د هوکړې د لاسلیکولو پرځای، په کار دا وو چې متحده ایالاتو له پاکستان سره سوله کړې وای او له هغوی سره یې هوکړه لاسلیک کړې وای.

ځواب ورکړئ

زه حیران یم چې ولې طالبان د خپلو مشرانو مرګ پټوي! دغې ډلې ته به د دې کار ګټه څه وي؟

ځواب ورکړئ

ښایي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی وي ځکه چې له هغه وخت نه چې په رسنیو کې د مشر د مړینې خبرونه خپاره شول ۲۰ ورځې ووتلې خو هغه په رسنیو کې راښکاره نشو. که هغه ژوندی وای، هغه به لږ تر لږه یو ځل راڅرګند شوی وای. دا د طالبانو پالیسي ده چې د خپلو مشرانو مړینه پټه ساتي ځکه چې هغوی د خپلو مشرانو مړینه ښکاره کړي،‌ د یادې ډلې مورال به کمزوری شي. د ډلې د پخواني مشر ملا عمر د مړینې خبر هم د هغه له مړینې څخه دوه کاله وروسته خپور شو، او حتی چې د هغه زوی ملا یعقوب د هغه له مړینې څخه خبر نه وو، او مرګ یې د آی اېس آی له خوا پټ ساتل شوی وو.‌ د ملا عمر پرځای آی اېس آی فرمانونه صادرول. کېدای شي چې ملا هبت الله لا له وړاندې څخه مړ شوی وي او آی اېس آی دا خبر پټ ساتلی وي او تر اوږده وخته پورې د هغه پرځای حکمونه صادر کړي. که دا خبره حقیقت ولري، دا د سولې د پروسې لپاره بد خبر دی ځکه چې آی اېس آی به هېڅکله هم په افغانستان کې سوله ونه غواړي او ښایي چې یاده اداره داسې جعلي او تقلبي حکمونه صادر کړي چې په کې به طالبان اوربند اعلان نه کړي او هغوی به د بین الافغاني خبرو ترسره کولو ته تیار نشي.‌ تاسو وینئ چې په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان ټول ولایتونه د کرونا وایرس له وبا سره مخامخ دي.‌ که د دې ډلې مشر ژوندی وای،‌ هغه به د دې وبا په ترڅ کې اوربند اعلان کړی وای.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو له راپور نه خو ښکاره معلومیږي چې د طالبانو مشران او ټول نظام د پاکستان په کویټه او پیښور کې مېشت دی. ښه چې داسی ده بیا نو ولی ورپسې دوه درې الوتکې نه ور ولئ چې د اسامه غوندې یې یا ختم کړئ یا یې په کې رابار کړئ او راویې ولئ چې په کابل کې له حکومت سره خبرې وکړي او مسئله حل شي. بله خبره دا ده چې کله هغوی په پاکستان کې وي بیا د پاکستان په مقابل کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو عکس العمل څه دی ځکه که په افغانانو باندې ستاسو زړه درد نه کوي چې هره ورځ وژل کیږي، لږ تر لږه خو باید تاسو د ناټو په عسکرو چې په دې جنګ کې ترهګرو د پاکستان په ملاتړ ووژل، زړه سوی وای او له پاکستان نه مو د هغه هیواد د پوځ او آی ایس آی د اجیرانو په لاس د خپلو عسکرو د قتلولو پوښتنه کړې وای.

ځواب ورکړئ

بايد صحيح اقدام وشى

ځواب ورکړئ