تروريزم

افغانان د طالبانو د نوي مشر د اختر پېغام 'خندوونکی' بولي

نجیب الله

افغان ملکیان چې د اورپکو په بریدونو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي د جولای په ۱۰مه په کابل کې په یوه روغتون کې ښودل کېږي.

افغان ملکیان چې د اورپکو په بریدونو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي د جولای په ۱۰مه په کابل کې په یوه روغتون کې ښودل کېږي.

کابل -- د افغان طالبانو نوي مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د «جهاد» د زیاتولو غږ کړی، او په دې توګه یې دا خبره څرګنده کړې چې د هغه ډله د تاوتریخوالي د پرېښودلو او په هیواد کې د تاکتیکونو د بدلولو څه اراده نه لري.

هغه د کوچني اختر نه وړاندې د جولای په ۲مه یوه ثبت شوي پېغام کې وویل، "زمونږ د لاندې کولو، ماتولو او یا وسلو ایښودلو ته اړ کولو خبره هېره کړئ."

خو د افغانستان د ملکي خلکو، چې د اورپکو د تاوتریخوالي څخه تر ټولو زیات تکلیف لیدلی، له پاره د طالبانو د نوي مشر دغه پېغام «هسې مسخره او خندوونکی» دی.‌

دوی وايي چې د مسلمانانو بې دلیله وژل او د فامیلونو بې کوره کول جهاد نه دی؛ دا غیر اسلامي او غیر انساني کار دی.

'قتل جهاد نه دی'

د کابل یوه اوسېدونکي محب الله، چې د اورپکو په بمي برید کې یې یوه پښه له لاسه ورکړې ده، وویل، «د اورپکو له خوا ترسره شویو زیاتره بریدونو قربانیان د افغانستان مسلمانان دي.»

هغه وویل یو داسې فامیل یې پېژندلو چې د ځانمرګیو په بریدونو کې یې له یوه پنځه کلن ماشوم نه غیر نور ټول غړي له لاسه ورکړي دي.

محب الله سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د موروپلار وژل او د ماشومانو یتیمانول جهاد نه دی. دا ډېره دردناکه ده، او یاد شوی ماشوم هیڅ راتلونکی نه لري.»

د کابل یوې بلې اوسېدونکې رضیه په سترګو کې په اوښکو سره په کابل کې د یوه ځانمرګي برید یادونه وکړه چې څو کاله وړاندې یې هغه ټپي کړې وه.

هغې سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل،«یو ناڅاپه ما یو ډېر لوړ او ډاروونکی درز واورېدو، او هر څه په لوګي او خاورو کې ډوب شول. یو څو دقیقې وروسته ماته احساس وشو چې مانه د ۱۰۰ میتره واټن کې په لسګونو ښځو، ماشومانو او سړو، داسې سړو هم چې ویښته یې سپين وو، په وینو لړلي مړي پراته ول. دغه یوه ډېره زړه بوږنوونکې صحنه وه.»

هغې وویل، «هغه کسان چې دا ډول مصیبتونه جهاد ګڼي باید احساس وکړي چې اسلام هیڅکله د داسې افعالو اجازه نه ده ورکړې.»

د هلمند ولایت څخه یو افغان عبدالجبار وویل چې د شخړو له امله له فامیل سره کابل ته مهاجر شوی دی.

هغه وویل، «دا څه ډول جهاد دی؟ اورپکو زما ماشوم مړ کړو او زه او زما فامیل یې دې ته مجبور کړو چې مهاجر شو او په کابل کې په خېمه کې ... په تکلیف ژوند وکړو.»

یو بل افغان، ذبیح الله، په خپله فیسبوک پاڼه یوه پوسټ کې لیکلي، «کله چې د طالبانو مشر د مسلمانانو د وژلو غږ کوي او دې ته جهاد وايي، نو د دې معنی داده چې یا خو هغه یو داسې بې سواده کس دی چې د اسلام په اړه هیڅ معلومات نه لري او یا هسې ځان جاهل ښيي.»

د هیبت الله پېغام له مسخرو نه ډک او بې مینې بلل شوی دی

د طالبانو د مشر د پېغام په یوه بله برخه کې هیبت الله ویلي، «هر افغان په ژوند کې له ټولو حقونو او امتیازاتو څخه د استفادې کولو حق لري، او د هغوی د سیاسي او ټولنیز حیثیت حساب باید د هغوی د تعلیمي استعدادونو او تقوا پر اساس وشي.»

هیبت الله له خپلو پلویانو څخه غوښتنه وکړه چې نورو خلکو ته له تکلیف رسولو او د روغتونونو، ښوونځيو او پلونو په څېر بېخبناوو له زیانمنولو څخه دې ډډه وکړي.

خو افغان ولس د پېغام په دغې برخه ملنډې وهي ځکه چې هغه خپله په دغسې کولو کې ناکام شوی دی.

یو افغان مجتبی رحیمي وویل، «طالبانو په تېرو کلونو کې په لسګونو او یا کېدلی شي چې په سلګونو ښوونځي سوځولي وي. په تر ټولو تازه پېښو کې، د دغې ډلې د غړو له خوا په کندوز ولایت کې ټولې عامه اسانتیاوې سوځول شوې وې.»

رحیمی سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «دا هسې چټي پېغام دی ځکه چې طالب اورپکو په هره هغه سیمه کې چې دوی ورننوتلي دي ټولې عامه او دولتي اسانتیاوې له منځه وړې دي.»

د کندهار یوه اوسېدونکي جبار ریشتین د هیبت الله د پېغام په اخلاص او د طالبانو له خوا د هغه د امرونو د تعقیبولو د لېوالتیا په اړه د شک څرګندونه وکړه.

هغه وویل، "کله چې څوک له کندهار نه کابل ته سفر کوي نو لیدل کېږي چې په ځمکنيو بمونو په چاودنو او ځانمرګيو بریدونو کې ډېر پلونه له منځه وړل شوي او د سرک ډېرې برخې ویجاړې شوې دي."

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال جاوید وویل، «دا پېغام ډېر ناوخته راغی. ډېر پلونه ددې ډلې له خوا یا خو په جنګونو کې او یا قصدا له منځه وړل شوي دي.»

یوه افغان سیاسي تحلیلګر بهروز خان وویل، "طالبانو یوازې په دې وروستیو میاشتو کې په لسګونو مسافر له موټرو نه تښتولي دي. په دغو کې یې ډېر ووژل، ډېر نور یې ووهل او ځینې یې ځان سره یرغمل کړي ول. د طالبانو مشر داسې کارونو ته څه نوم ورکوي؟"

د امنیتي چارو یوه افغان شنونکي احمد بهروز وویل، «یواځې په وروستیو میاشتو کې طالبانو په لسګونو مسافر له موټرو څخه تښتولي دي. هغوی ډېر تښتول شوي کسان ویشتلي، ډېر یې وهلي او ځینې یې یرغمل نیولي دي. د طالبانو مشر دغه ډول کارونه څه بولي؟»

بهروز د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر چې په ۱۳۹۲ کې مړ شو،‌ له خوا د سولې د هوډ په هکله د هغه د پخوانيو څرګندونو په استناد سره وویل، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان دغه ډول بیانونه ورکوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500