روغتیا

د کووېډ - ۱۹ پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند د اورپکو په اډو کې د وایرس خپرېدلو ته لاره هواره کړه

ای اېف پي

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۰مه اخیستل شوی، یو ډاکتر چې د ځاني خوندیتابه وسیله یې اغوستې ده په کابل کې د افغان - جاپان د ساري ناروغیو په روغتون کې د یوه مالوچ لرونکي ډکي په وسیله د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس له یوه مشکوک ناروغ څخه نمونه اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۰مه اخیستل شوی، یو ډاکتر چې د ځاني خوندیتابه وسیله یې اغوستې ده په کابل کې د افغان - جاپان د ساري ناروغیو په روغتون کې د یوه مالوچ لرونکي ډکي په وسیله د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس له یوه مشکوک ناروغ څخه نمونه اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کندوز -- کله چې مرګونی کرونا وایرس په لومړیو کې افغانستان ته راورسېد، طالبانو لاپې وهلې چې هغوی تیار دي چې پر ضد یې مجادله وکړي، خو اوس یاغیان په خپلو سیمو کې د هغه د خپراوي پر ضد مجادله کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د هېواد په جنوب کې د طالبانو تر واک لاندې یوې سیمې اوسېدونکی حبیب الرحمان له څو میاشتو راهیسې په دې ونه توانېد چې ټېسټ وکړي چې آیا د هغه ټوخی د وایرس له امله دی.

رحمان چې ۳۲ کاله عمر لري او په هلمند ولایت کې د خوراکي توکو دوکان لري، وویل، «زه ټوخی، تبه او د سینې درد لرم.»

هغه وویل، «دلته نه د تشخیص مرکز شته، نه د کروناوایرس د ناروغانو د معالجې مرکز شته او نه داسې څه هڅې کېږي چې خلکو ته د دغې ناروغۍ په هکله خبرتیا ورکړي.»

طالبانو دا عکس د غبرګولي په ۷مه په ټوېټر خپور کړ او ویې ویل چې یادې ډلې په کندوز ولایت کې د کووېډ - ۱۹ پر ضد یو کمپاین ترسره کړ، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. [آرشیف]

طالبانو دا عکس د غبرګولي په ۷مه په ټوېټر خپور کړ او ویې ویل چې یادې ډلې په کندوز ولایت کې د کووېډ - ۱۹ پر ضد یو کمپاین ترسره کړ، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. [آرشیف]

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۱۸۰۰۰ څخه ډېرې مثبتې قضیې موجودې دي چې په زرګونو یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي.

خو یوه خپلواک شنونکي احمد سعیدي وویل، په عمومي توګه د ټېسټ کېټونو او طبي امکاناتو کمی او د روغتیا وران ویجاړ سیستم هغه ستونزې دي چې په ګډه سره یې د ناروغۍ خپراوي ته لاره برابره کړې ده.

د کالونو اوږدې جګړې د افغانستان د روغتیا سکتور خراب کړی، چې د کووېډ - ۱۹ پر ضد د حکومت د مجادلې مخه نیسي.

طالبانو په داسې یوه هڅه کې چې غوښتل یې وښيي چې هغوی کولی شي د موجودې ادارې په نسبت په افغانستان کې په بهتر ډول واکمني وکړي، یادې ډلې د وري په میاشت کې د وایرس پر ضد یو کمپاین پیل کړ.

یاغیانو په انټرنټ داسې عکسونه خپاره کړل چې هغوی یې ښودل چې کلیوالو ته ماسکونه او صابون وېشي -- خو ټولنیزه فاصله یې نه مراعتوله.

په یوه عکس کې ماسک لرونکي اورپکي چې سپین خوندي کوونکي لباسونه یې اغوستي وو د خلکو تبه ګوري او د شخصي حفظ الصحې په هکله معلومات ورکوي، په داسې حال کې چې د یوه نږدې مېز په سر یې یو کلاشینکوف ایښی وو.

د وایرس په هکله بې باوري

وایرس افغانستان ته له ایران څخه په وایرس د ککړو کډوالو په راستنېدلو سره ننوت. ایران په سیمه کې تر ټولو ډېر وایرس وهلی هېواد دی، او طالبانو په سلګونو راستنو شویو خلکو ته حکم وکړ چې ځانونه قرنطین کړي.

یاغیانو تر خپل کنټرول لاندې ځینې سیمو کې حکومتي روغتیایي چارواکوته اجازه ورکړه چې د وایرس خپراوی وڅاري -- چې دا د داسې یوې ډلې له خوا چې د کالونو په اوږدو کې د لسګونو ډاکترانو په وژنه پړه بلل شوي وو، یو نایاب کار وو.

خو په وروستیو اونیو کې، د کندوز، هلمند، اروزګان او کندهار په څېر ولایتونو اوسېدونکي -- چې طالبان په کې د ډېرو سیمو واک په لاس کې لري -- شکایت کوي چې هغوی خپل برخلیک ته پرېښودل شوي دي.

په کندوز کې، چې اورپکو په کې د روانې میاشتې په لومړیو کې په ټول هېواد کې له یوه لنډ اوربند څخه مخکې د شپې له مخې سخت جنګ وکړ، یاغیانو د ډاکترانو د کار مخه ونیوله.

د یوې نږدې ولسوالۍ یوه ډاکتر صبغت الله چې د ځاني حفظ الصحې په هکله د سیمې د خلکو د ناخبرۍ په هکله وارخطا دی، وویل، «هغوی ویل چې د وایرس چاره به پخپله وکړي.»

د هلمند یوه اوسېدونکي حاجي قدرت الله وویل چې هغه په وروستیو کې یوه ډله طالب جنګیالي ولیدل چې د یوې سیمې په کلینیک کې یې یوه تبلیغاتي ویډیو جوړوله، خو هغوی هېڅکله هم بیا رانه غلل.

هغه وویل، «ما دلته داسې هیڅوک نه دی لیدلی چې د وایرس په هکله د خبرتیا په برخه کې یې څه کار کړی وي.»

طالب قوماندانان ټینګار کوي چې هغوی د وایرس پر ضد مجادله کې مرسته کوي.

د طالبانو یوه قوماندان حافظ محمد د اروزګان ولایت مرکز ته په اشارې وویل، «هغه خلک چې په سخته تبه، ټوخي او د ځان په درد اخته دي... ترین کوټ ته وړل کیږي.»

حتی په ۱۳۷۰مو کالونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، د افغانستان روغتیایي سکټور کمزورې بېخبناوې لرلې، نړۍ واله مرسته کمه وه او ډاکترانو ته لږه تنخواه ورکول کېدله.

د نړۍ والو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ناروغي پخپله د طالبانو په منځ کې هم په پراخېدلو ده، او باور کیږي ګڼ شمېر جګپوړي اورپکي د کووېډ - ۱۹ په ناروغۍ اخته دي. یاده ډله دا نه مني چې کوم جګپوړي مشران دې یې ناروغ شوي وي.

د دین له اساساتو څخه سرغړونه

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت په خپل کلني پیغام کې خلک وهڅول ترڅو د ناروغۍ د علاج لپاره ډاکترانو ته لاړ شي.

خو هغه ټینګار وکړ چې، دغه وایرس د انسانانو له خوا « د الله د دین له اساساتو څخه د سرغړونې،» له امله رامنځته شوی ده.

هیبت الله وویل، د وایرس د مخنیوي لپاره، په کار دی چې افغانان «له الله تعالی څخه بښنه وغواړي او د هغه له حکمونو څخه سرغړونه ودروي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، اورپکو داسې کتابګوټي خپاره کړي چې ښيي څنګه د عفونت او ککړتیا مخه ونیسي.

مجاهد ای اېف پي ته وویل، «زموږ موبایل ټیمونه له موټرسایکلونو څخه په استفادې سره هغه خلک چې نښې لري روغتونونو ته وړي.»

له پېښو څخه خبر کتونکي وايي، یاغیان له یوې سختې او ننګوونکې چارې سره مخامخ دي.

د روغتیا چارواکي حامد احمدي وویل، «داسې هېڅ امبولانس یا مسلکي ټیم نشته چې وکولی شي چې د هغوی نمونې واخلي یا دغه مشکوک ناروغان تداوي کړي.»

په ورته وخت کې اوسېدونکي وایي چې هغوی په دې هکله لږ معلومات لري چې څه وکړي.

په هلمند کې حاجی عبدالباري وویل، «ډېر خلک د زکام ته ورته نښو په هکله شکایتونه کوي ... موږ نه پوهېږو چې ولې؟»

هغه وویل، «هیچا هم موږ ته د کروناوایرس د نښو په هکله نه دي ويلي. موږ ترې بېخي خبر نه یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ویل کیږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کرونا وایرس له امله مړ شوی دی. آیا دا خبره ریښتیا ده؟

ځواب ورکړئ

طالبان هومره ډېرې اسانتیاوې نه لري چې خلکو ته صحي خدمتونه برابر کړي.‌ هغوی خپلو جنګیالیو ته چې د یادې ډلې په لیکو کې د افغان حکومت پر ضد جنګ کوي، تنخاګانې نه ورکوي. ټول هغه خلک چې له طالبانو سره کار کوي تنخاګانې نه ترلاسه کوي. هغوی په افتخاري توګه او په پوره صداقت سره کار کوي، خو هغه خلک چې له افغان حکومت سره کار کوي د دې تر څنګ چې حکومت تنخاګانې ورکوي، هغوی رشوت هم اخلي، د پيسو اختلاس هم کوي، خیانت هم کوي، جنایتکاران هم خوشې کوي، د نشه ییزو توکو په قاچاق کې هم ښکېل دي، او په صداقت سره کار هم نه کوي.‌ له دې امله، افغان حکومت بې صلاحیته او بې کفایته دی. که چېرې نړۍ والې ټولنې او د متحده ایالاتو حکومت دومره پیسې چې افغان حکومت ته یې ورکړې طالبانو ته ورکړې وای، کېدای شوای چې اوس افغانستان د پاریس په څېر وای،‌ ځکه چې د طالبانو په منځ کې هیڅوک هم پیسې نه غلا کوي، او د هغوی چارواکي د ځانونو لپاره لوړ او لوکس کورونه هم نه جوړوي.‌ هغوی ارام او مستریح ژوند کوي.‌ د طالبانو تر ټولو جیګپوړی چارواکی په یوه خټین کور کې ژوند کوي او یو ډېر ساده او عادي ژوند لري. هغوی خپل ځانونه د خلکو خدمتګاران بولي، خو د افغان حکومت چارواکي ځانونه د خلکو باداران بولي. د ولسمشر د یوه عادي سلاکار میاشتنۍ تنخا د یوه معلم د څلورو کالو له تنخا سره برابره ده. دا ظالمانه کار دی.‌ د خدای لپاره، د یوه معلم تنخا سل ډالره ده.‌ دا د شرم خبره ده. که تاسو په خارج کې یو چاته ووایئ چې په افغانستان کې یوه معلم ته د میاشتې سل ډالر ورکول کیږي، ښایي چې هغه درپورې وخاندي. معلم چې د یوې ټولنې بنسټ جوړوي هغه په سل ډالر وخت تېروي. آیا حکومتي چارواکي نه پوهېږي چې په سل ډالرو څنګه ژوند تېر کړي؟ کله چې تاسو د طالبانو د حکومت د بې

ځواب ورکړئ