روغتیا

د چین غیرمعیاري طبي وسایل د کروناوایرس پر ضد د افغانستان مجادله ګواښي

د نجیب الله راپور

یو ګرځنده خرڅوونکی چې د کووېډ -۱۹ پر ضد د یوه احتیاطي ګام په توګه د مخ ماسکونه پلوري د وري په ۱۷مه په کابل کې له یوه پله څخه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ګرځنده خرڅوونکی چې د کووېډ -۱۹ پر ضد د یوه احتیاطي ګام په توګه د مخ ماسکونه پلوري د وري په ۱۷مه په کابل کې له یوه پله څخه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان ډاکتران او اندیښمن وګړي وایي، له چین څخه راوارد شوي ټیټ کیفیت لرونکي د ځاني خوندیتوب وسایل (پي پي اي) د دې پرځای چې د روغتیایي پاملرنې هغه مسلکي کسان چې ترې استفاده کوي خوندي کړي، دا ګواښ رامنځته کوي چې د نوي کروناوایرس خپراوی به لا ډېر کړي.

کله چې په افغانستان کې د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ خپراوی پیل شو، افغان سوداګرو اکثره ضروري طبي وسایل له چین څخه راوړل.

د روغتیا نړۍ وال سازمان، متحده عرب اماراتو او بیجینګ هم د ځینې طبي وسایلو مرسته وکړه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د غوایي‌ په ۶مه وویل، «هغه وسایل چې چین یې له موږ سره مرسته کړې ده ښه کیفیت لري ځکه چې هغه تجارتي تولیدات نه دي بلکې له حکومت څخه حکومت سره شوې مرسته ده.»

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې اخیستل شوی یو کارکوونکی په داسې حال کې ښیي چې د چین د جیانګ سو ولایت په ننجینګ سیمه کې په یوه فابریکه کې تولید شوي د مخ ماسکونه ترتیبوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې اخیستل شوی یو کارکوونکی په داسې حال کې ښیي چې د چین د جیانګ سو ولایت په ننجینګ سیمه کې په یوه فابریکه کې تولید شوي د مخ ماسکونه ترتیبوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ټیټ کیفیت د ځاني خوندیتوب وسایلو (پي پي اي) لوړ خطر

خو افغانان وایي، د ځاني خوندیتوب د هغو وسایلو کیفیت، چې افغانانو له چینایي سوداګرو څخه راوړي دي، ټیټ دی او د ډاکترانو په ګډون افغانان یې له خطر سره مخامخ کړي دي.

په کابل کې د نسیم هاشمي په نامه یوه ډاکتر وویل، یو شمېر عواملو مرسته وکړه چې ډاکتران په کروناوایرس ککړ شي.

هغه وویل، «ډاکترانو ته کروناوایرس د هغوی د بې احتیاطۍ، د کووېد - ۱۹ د ناروغانو په تداوۍ کې په لومړۍ کرښه کې د موجودیت، د پي پي اي د کموالي او د دغو وسایلو د کیفیت د ټیټوالي له امله ورغی.»

هغه له چین څخه وارد شویو طبي وسایلو ته په اشاره وویل، «د هغو وسایلو د کیفیت ټیټوالی چې ډاکتران ترې استفاده کوي هغوی ته جدي ګواښ جوړ کړی دی، او په کار دی چې د ځاني خوندیتوب وسایل مخکې له دې چې ډاکتران یې وکاروي، وازمویل شي.»

د عامې روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه پورې څلور افغان ډاکترانو د کووېډ - ۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال توحید شکوهمند د غوایي په ۲۵مه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ډاکترانو، نرسانو، د لابراتوارونو د ټکنیشنانو او غیرطبي کارکوونکو په ګډون، له ۳۵۰ څخه ډېر طبي پرسونل په کروناوایرس ککړ شوي دي.»

له خلکو څخه ګټې مهمې ګڼل

د هسپانیا، هالنډ، فلیپین، کرویشیا او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو له چین څخه د وارد شویو طبي وسایلو د معیار د ټیټوالي یا خرابوالي له امله شکایتونه کړي دي. په ځینې حالتونو کې، پېرودونکیو د وسایلو د خرابوالي له امله قراردادونه فسخه کړي دي.

د فنلنډ حکومت د وري په ۲۰مه وویل، دوه میلیونه خوندي کوونکي ماسکونه چې فنلنډ پېرودلي وو په روغتونونو کې د کارولو لپاره برابر نه ول.‌

له هغه څخه مخکې، د هالنډ حکومت د ۱.۳ میلیونو چینایي ماسکونو له بار څخه ۶۰۰ زره ماسکونه له دې امله بېرته مسترد کړل چې د کیفیت په معیارونو برابر نه ول.‌

هسپانیا په زرګونو هغه د چټکې ازموینې کېټونه چې یوې غیرمجاز چینایي کمپنۍ ورلېږلي او هغوی د وري په میاشت کې پوه شوي وو چې اعتبار نه لري، مسترد کړل.‌

د چین د ګمرکاتو یوه چارواکي جین های د وري په نیمایي کې وویل، چین یواځې د کب په میاشت کې، له ۵۰ څخه د ډېرو هېوادونو د غوښتنې په ځواب کې، ۳.۸۶ میلیارده ماسکونه،‌ ۳۷.۵ میلیونه خوندي کوونکي لباسونه،‌۱۶۰۰۰ وینټیلیټرونه او ۲.۸۴ میلیونه د کووېډ - ۱۹ د ازمویولو کېټونه صادر کړي دي.‌

په کابل کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي شکېب ضمیري وویل، «چینایي خوندي کوونکي لباسونه، دستکشې او تشخیصي کېټونه لومړی اروپایي هېوادونو ته ولېږل شول، خو هغوی دغه توکي بېرته مسترد کړل ځکه چې کیفیت یې ټیټ وو. وروسته، چین دغه توکي د افغانستان په څېر غریبو هېوادونو ته ولېږل.»

هغه وویل، «دغو توکو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کروناوایرس خپراوی مخ پورته روان دی، د ډاکترانو او روغتیایي کارکونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړ.»

هغه زیاته کړه، د چین د سوداګرۍ تر ټولو مهم هدف ګټه ده، او چینایي سوداګر په دې برخه کې اخلاقي اصولو ته هېڅ درناوی نه کوي.‌

ضمیري وویل، «له کروناوایرس څخه د چین ګټه اخیستنه مرګوني عواقب لري. ماسکونه او خوندي کوونکي لباسونه په بازار کې، چې خلک خپلې پیسې په غیرمعیاري تولیداتو باندې مصرفوي، په پراخه کچه استعمالیږي او دا د غریبو افغانانو لپاره ډېره بده ده.»

'ناقص'

یو شمېر افغانانو چې د کووېډ‌-۱۹ له تخصصي روغتونونو څخه یې لیدنه کړې ده د موجودو طبي وسایلو او خوندي کوونکو لباسونو د کیفیت په هکله اندېښنه وښودله.

د کابل یوه اوسېدونکي چې ځان یې د نوید په مستعار نامه معرفي کړ، وویل، «درې اونۍ مخکې، زه افغان - جاپان روغتون ته لاړم چې د کروناوایرس ټېسټ وکړم.»

هغه وویل، «ما دوه ورځې وروسته نتیجه ترلاسه کړه. سره له دې چې زما نتیجه منفي وه، ډاکترانو وویل چې هغوی باوري نه دي ځکه چې د تشخیص د کېټ کیفیت ښه نه دی.»

هغه وویل، «دا چې په ما کې ډېرې نښې نښانې موجودې وې، ما د ډاکترانو لارښوونې تعقیب کړې او ځان مې درې اونۍ په کور کې قرنطین کړ. ما د اړتیاوړ درمل واخیستل، د ډاکتر چې زموږ خپلوان هم دی په وینا مشخص درمل مې وخوړل او د خدای په فضل سره اوس ښه یم.»

د کابل یوې بلې اوسېدونکې فریبا اکبري وویل د هغې له خپلوانو څخه یوه ته کروناوایرس ور رسېدلی او په پلازمېنه کې د کووېډ - ۱۹ په روغتون کې بستر کړای شوی ده.

هغې وویل،‌ «زما د تره زوی وویل چې په روغتون کې د موجودو وسایلو کیفیت خراب دی، او ډاکترانو سره په کافي اندازه نشته.»

هغې وویل، «دا هر افغان ته روښانه ده چې چینایي طبي وسایل او اکثر چینایی تولیدات ناقص دي، خو فرق دا دی چې دغه دول طبي تجهیزات د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.»

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه پخواني استازي عبدالرحیم رحیم وویل، د کروناوایرس د وبا پر ضد د مجادلې لپاره معتبر طبي تجهیزات حیاتي ارزښت لري او د خوندي کوونکو لباسونو کیفیت ته باید جدي پام وشي.

هغه وویل، «افغانستان نشي کولی چې په یواځې سر لاس په کار شي یا شکایت وکړي، بېلابېل هېوادونه باید په یوه غږ سره چین د خلکو د ژوند په خطر کې اچولو څخه ایسار کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د موبایل فون، تلوېزیون، یخچال او طبي وسایلو په شمول ټول چینایي وسایل او تجهیزات تقلبي دي او کیفیت یې ټیټ دی.

ځواب ورکړئ

دا پوښتنه له امریکایانو وکړئ چې ولې یې په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلنې واکمنۍ پر وخت هېڅ داسې فابریکه جوړه نه کړه چې د ښه کیفیت توکي تولید کړي. ولې یې په افغانستان کې دننه چې د اوبو پراخې زېرمې لري د اوبو بندونه جوړ نه کړل چې فابریکې پرې وچلیږي. امریکا وایي چې په افغانستان کې یې ۱۰۲ میلیارد ډالره لګولي دي، مهرباني دې وکړي ودې وایي چې چېرې یې لګولي دي؟ ولس ته یې څه ګټه رسېدلې ده؟ مونږ نه وایو چې امریکایانو هېڅ نه دي کړي، د ملي اردو جوړول،‌ د ملي پولیسو جوړول، د ملي امنیت جوړول، د نظام جوړول (که څه هم چې فساد په کې پراخ او ډېر دی)، ... د ستاینې وړ کارونه دي او دا ټول هغه څه وو چې پاکستان د خپل دروغژن جهاد په وخت کې له منځه وړي وو خو امریکایانو او اروپایانو د افغانانو لپاره بېرته جوړ کړل لاکن ډېر اساسي کارونه چې ډېر مهم وو هغه یې ونه کړل. سړی حیران شی امریکا وایي چې اسامه او د هغه ملګرو پسې راغلې وه چې داسې وه بیا یې نو ولې پاکستان ته چې اسامه یې ساتلی وو څه ونه ویل حتی عادي بندیزونه یې ورباندې ونه لګول. که د ایران په لسمه برخه بندیزونه هم په پاکستان ولګول شي دغه خبیث مملکت حتما په کویټه، پېښور او پنډۍ کې ناست طالب مشران راشړي او د ترورستانو د روزنې کمپونه تړي لاکن څوک به پرې بندیزونه ولګوي؟‌

ځواب ورکړئ