روغتیا

چینایي شرکت د ډاکترانو لپاره له کووېډ - ۱۹څخه د خوندیتوب نیم میلیون جعلي ماسکونه پلورلي دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

کارکونکي د غوایي په ۲۵مه د چین په نانتونګ کې په یوه شرکت کې د مخ ماسکونه جوړوي چې نورو هېوادونو ته صادر شي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کارکونکي د غوایي په ۲۵مه د چین په نانتونګ کې په یوه شرکت کې د مخ ماسکونه جوړوي چې نورو هېوادونو ته صادر شي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه چینایي شرکت باندې دعوه کړې چې د وري په میاشت کې یې چې کووېډ - ۱۹ وبا نړۍ ته خپره شوه، نږدې نیم میلیون جعلي او له اېن ۹۵ څخه د ټیټ معیار ماسکونه پلورلي دي.‌

د غبرګولي په ۱۶مه، په یوه شکایت کې چې په نیویارک کې فدرالي محکمې ته سپارل شوی دی، یاد وزارت ویلي چې په ګوانګ ډونګ کې مېشت کېنګ ییر پکیجینګ اینډ پرنټنګ شرکت د اېن ۹۵ ادعا شوي ماسکونه،‌ چې د طبي او نور پرسونل لپاره د خوندیتوب په موخه ورته اړتیا وي، لېږلي دي.

په شکایت کې راغلي چې، یاد شرکت په دروغو ادعا کوله چې هغه ۴۹۵۲۰۰ ماسکونه چې هغوی لېږلي دي د اېن ۹۵ په معیار برابر وو او په دروغو یې ادعا کړې وه چې د متحده ایالاتو د شغلي خوندیتوب او روغتیا ملي انسټیټیوټ تایید کړي ول.

د ماسکونو واردونکي پرې له ۱ میلیون ډالرو څخه ډېر لګولي وو.

د اېف بي آی استازي ډوګلاس کورنیسکي چې د ماسکونو قضیه څېړي، وویل، دغه پېښه «د خوندیتوب په وړاندې د کمپنۍ ښکاره بې پروایي» ښیي.

نوموړي وویل، «که پلټونکی ټیم لاس په کار شوی نه وای، دغه مدعی علیه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د تقلبي وسایلو له لارې د پېښو په وړاندې د لومړي ځواب ویونکو، د روغتون د کارکونکو، او د لومړۍ کرښې د نورو کارکوونکیو ژوند مستقیما په خطر کې اچولی وو.»

د خلکو په نسبت ګټو ته اهمیت ورکول

له بده مرغه چې دا تر ټولو وروستۍ داسې پېښه ده چې په کې د چین حکومت یا چینایي شرکتونو هڅه کړې چې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د وبا په ترڅ کې د تقلبي طبي تجهیزاتو له صادرولو څخه ګټه ترلاسه کړي.

په افغانستان کې، له چین څخه وارد شویو د شخصي خوندیتوب وسایلو د ډېرو افغان ډاکترانو ژوند په خطر کې اچولی دی،او چارواکي وایي چې د شنبې تر ورځې /د غبرګولي ۱۷مه/ پورې د کروناوایرس د پېښو د زیاتوالي له امله د هېواد په روغتونونو کې چپرکټونه ډک شوي، او خبرداری ورکوي چې »یوه فاجعه را روانه ده».

په پاکستان کې، روغتونونو وروسته له هغه په چین کې د جوړو شویو د شخصي خوندیتوب وسایلو له استعمال څخه ډډه وکړه چې د کووېډ - ۱۹ یو شمېر معالج ډاکتران پخپله په ناروغۍ د اخته کېدلو له امله مړه شول.

په منځنۍ اسیا کې، هېوادونه هڅه کوي چې خپل د کووېډ - ۱۹ ټېسټ کېټونه جوړ کړي ځکه هلته خبرونه وایی چې په چین کې جوړو شویو دغه ډول وسایلو کې عیبونه ثابت شوي دی.‌

اخوا د هسپانیا، هالنډ، فیلیپین، کرویشیا او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو له چین څخه د ورلېږل شویو ټیټ معیار لرونکو یا عیبي طبي تولیداتو په هکله شکایتونه کړي دي.

د فنلنډ حکومت د وري په ۲۰مه وویل، په هغو خوندي کوونکیو ماسکونو کې چې فنلنډ پیرودلي دي دوه میلیونه یې په روغتونونو کې د کارولو لپاره مناسب نه دي.

تر هغه مخکې، د هالنډ حکومت د هغو ۱.۳ میلیونو ماسکونو له جملې څخه چې له چین څخه ورغلي وو ۶۰۰۰۰۰ هغه ماسکونه رد کړل چې د کیفیت په معیارونو برابر نه ول.

هسپانیا هغه په زرګونو د چټک ټېسټ کېټونه چې یوې غیرمجاز چینایي کمپنۍ ورلېږلي وو د وري په میاشت کې وروسته له هغه رد کړل چې پوه شو چې هغه باوري نه دي.‌

د چین د ګمرکاتو یوه چارواکي جین های د وري د میاشتې په نیمایي کې وویل، یواځې د کب له ۱۰ څخه د وري تر ۱۰ پورې موده کې،‌ چین ۳.۸۶ میلیونه ماسکونه، ۳۷.۵ میلیونه خوندي کوونکي لباسونه، ۱۶۰۰۰ وینټلیټرونه یا د اکسېجن اخیستلو ماشینونه او ۲.۸۴ میلیونه د کووېډ‌ - ۱۹ ازمېښتي کېټونه صادر کړي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په چټلو چینایانو ځکه چې نړۍ دغو بودایانو ویجاړه کړه.

ځواب ورکړئ

چین د غیرمعیاري او تقلبي شیانو په تولیدولو کې مشهور دی. اوس چې نړۍ د کرونا وایرس له امله د شیانو له کمښت سره مخامخ ده، چینایي کمپنۍ به هڅه وکړي چې په لسګونو ټنه غیرمعیاري او تقلبي طبي وسایل او تجهیزات د نړۍ مارکېټونو ته ولیږي او په دې توګه پیسې ترلاسه کړي. د نړۍ ټول هېوادونه باید له چینایي توکو او وسایلو څه بایکاټ وکړي او پرې نه ږدي چې چین د غیرمعیاري شیانو د خرڅانه له لارې پیسې ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

له عصریتوب څخه په وروسته نړۍ کې، شخصي ګټې په ملي ګټو لوړې دي. په ۲۱مه پېړۍ کې، هر څوک کولی شي چې په هره طریقه وغواړي پیسې پیدا کړي،‌ او دا مهمه نه ده چې د یو کس یا یوه هېواد ګټې د نورو هېوادونو ګټو ته تاوان ور رسوي. نن ورځ تاسو وینئ چې په ځانګړیو هېوادونو کې د وسلو جوړونې غټې فابریکې موجودې دي، او هغوی باید د خپلو وسلو د خرڅانه لپاره مارکېټونه پیدا کړي. تاسو پوهېږئ چې د وسلو مارکېټونه هغه جنګ دی چې باید په هېوادونو کې پیل شي او د وسلو د خرڅانه لپاره بازار پیدا کړي، له دې امله، د نړۍ ځواکمن هېوادونه په مجبورو او غریبو هېوادونو کې جنګونه پیلوي او په دې توګه، هغوی په خپلو فابریکو کې تولید شوې په میلیونونو وسلې په هغو هېوادونو کې پلوري چې په جنګ کې ښکېل وي. چین هم د طبي او غیرطبي وسیلو د خرڅانه او د پیسو د پیدا کولو لپاره د مارکېټ پیدا کولو په موخه کرونا وایرس جوړ کړ. نو له عصریتوب څخه وروسته نړۍ کې،‌ د رحم او د مسؤلیت د احساس په نامه هېڅ شی نشته. د ۲۱مې پېړۍ د یوه انسان لپاره دا مهمه ده چې په هره ممکنه لاره وي خو چې پیسې پیدا کړي.‌

ځواب ورکړئ