روغتیا

چین هڅه کوي چې د کووېډ-۱۹ واکسین په جوړولو سره خپل اعتباربیاورغوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د سینوواک یو کارمند د تلې په ۳مه په بیجینګ کې د کووېډ -۱۹ واکسین د تولیدولو لپاره له یوې نوې جوړې شوې فابریکې څخه د یوې رسنیزې کتنې په ترڅ کې واکسینونه ګوري. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کروناوایرس د واکسینونو پیل کېدلو سره، چین هڅه کوي ترڅو خپل ځان د یوه مهم لوبغاړي په حیث وښیي او له غریبو هېوادونو سره ژمنې کوي چې هغوی ته به په خپلو واکسینونو کې لومړیتوب ورکړل شي. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

د سینوواک یو کارمند د تلې په ۳مه په بیجینګ کې د کووېډ -۱۹ واکسین د تولیدولو لپاره له یوې نوې جوړې شوې فابریکې څخه د یوې رسنیزې کتنې په ترڅ کې واکسینونه ګوري. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کروناوایرس د واکسینونو پیل کېدلو سره، چین هڅه کوي ترڅو خپل ځان د یوه مهم لوبغاړي په حیث وښیي او له غریبو هېوادونو سره ژمنې کوي چې هغوی ته به په خپلو واکسینونو کې لومړیتوب ورکړل شي. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

بیجینګ -- په داسې حال کې چې شتمن هېوادونه د کروناوایرس د محدودو واکسینونو د پیرودلو لپاره هڅې کوي، چین غواړي ترڅو خپل واکسینونه چې په کور دننه یې جوړ کړي دي بې وزلو هېوادونو ته ورکړي.

خو دغه سخاوت د بشردوستۍ په اساس نه دی بلکې بیجینګ هیله لري چې په اوږده موده کې پرې دپلوماتیک ملاتړ ترلاسه کړي.

دغه ستراتیژي د څو ممکنه هدفونو؛ د چین له خوا په پیل کې د وبا د مدیریت په اړه د قهر او انتقاد د مخ اړولو، د خپلو بایوټیک کمپنیو د نوم ښه کولو او په آسیا او له آسیا څخه بهر د خپل نفوذ د پیاوړي کولو او پراخولو لپاره ترسره کیږي.

په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو شورا (سي اېف آر) کې د نړۍ والې روغتیا د څانګې یوه جګپوړي غړي هوانګ یانژونګ ای اېف پي ته وویل، «په دې کې شک نشته چې چین د واکسین دپلوماسي کوي او هڅه کوي ترڅو خپل زوبل شوی حیثیت بیا ورغوي.»

یو روغتیایي کارکوونکی د لیندۍ په ۱۹مه د پیرو په لېما ښار کې د یوې ازموینې په ترڅ کې چمتووالی نیسي چې د چین د سینوفارم کمپنۍ له خوا تولید شوی د کووېډ-۱۹ واکسین یوه رضاکار ته تطبیق کړي. [ایرنیسټو بیناوایډس/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د لیندۍ په ۱۹مه د پیرو په لېما ښار کې د یوې ازموینې په ترڅ کې چمتووالی نیسي چې د چین د سینوفارم کمپنۍ له خوا تولید شوی د کووېډ-۱۹ واکسین یوه رضاکار ته تطبیق کړي. [ایرنیسټو بیناوایډس/ای اېف پي]

دا عکس چې د زمري په ۲۵مه اخیستل شوی نندارچیان د چین په وهان ښار کې په یوه لمباځي کې په داسې حال کې چې په سړو اوبو کې ځانونه سړوي یوه ننداره ګوري. چین چې د دغه هېواد په وهان ښار کې د کروناوایرس د رامنځته کیود او له دې ځای څخه د خپرېدا د مدیریت له امله تر نیوکو لاندې دی، په کور دننه د دغې ناروغۍ د مهارولو په برخه کې خپله وړتیا ښیي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا عکس چې د زمري په ۲۵مه اخیستل شوی نندارچیان د چین په وهان ښار کې په یوه لمباځي کې په داسې حال کې چې په سړو اوبو کې ځانونه سړوي یوه ننداره ګوري. چین چې د دغه هېواد په وهان ښار کې د کروناوایرس د رامنځته کیود او له دې ځای څخه د خپرېدا د مدیریت له امله تر نیوکو لاندې دی، په کور دننه د دغې ناروغۍ د مهارولو په برخه کې خپله وړتیا ښیي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

هغه وویل، «همدارنګه د چین د نړۍ وال نفوذ د زیاتولو او د جیوپولټیکي مسایلو د هوارولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي.»

چین چې د وهان ښار کې د کروناوایرس د راوتلو او له هغه ځای څخه د خپرېدا د مدیریت له امله پرې سخت انتقادونه کیږي، په کور دننه د دغې ناروغۍ د مهارولو په برخه کې خپله وړتیا ښیي، او دولتي رسنۍ په لمباځایونو او سپورټي پروګرامونو کې د ژوند انځورونه نورمال ښیي.

د وبا په لومړیو میاشتو کې، بیجینګ د ځاني خوندیتوب د وسایلو (پي پي اي) تولید زیات کړ او په چټکۍ سره یې په میلیونونو ماسکونه، چپنې، وینټیلیټرونه، د کروناوایرس د ټېسټ کېټونه او نور طبي وسایل صادر کړل.

خو ثابته شوه چې له چین څخه راغلي اکثر طبي تجهیزات تقلبي او غیرمؤثر دي او دې راپورونو چې اکثر تجهیزات په سینکیانګ کې د مسلمانو اجیرانو له خوا جوړیږيد دغو توکو نوم لا نور هم بد کړ.

یو شمېر هېوادونو د هغو طبي وسایلو د معیار د ټیټوالي یا عیبونو په هکله چې له چین څخه ورغلي وو شکایتونه کړي وو. په ځینې پېښو کې، پېرودونکیو د تجهیزاتو د عیبونو له امله خپل قراردادونه لغوه کړل.

فنلنډ حکومت د وري په میاشت کې وویل چې د فنلنډ له خوا پېرودل شوي دوه میلیونه خوندي کوونکي ماسکونه په روغتونونو کې د کارولو لپاره نامناسب ثابت شوي دي. په عین میاشت کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت یوه چینایي کمپنۍ چې نږدې نیم میلیون جعلي او غیرمعیاري اېن ۹۵ ماسکونه یې چې د ډاکترانو له خوا کارول کیږي، پلورلي وو، تر قانوني تعقیب لاندې ونیوله.

تر دې مخکې، د هالند حکومت د چین له خوا د ورغلیو ۱.۳ میلیونو ماسکونو له جملې څخه چې د کیفیت په معیارونو پوره نه ول ۶۰۰ زره ماسکونه رد کړل.‌

هسپانیا په زرګونو هغه د چټک ټېسټ کېټونه چې یوې غیرمعتبرې چینایي کمپنۍ ورلېږلې وو رد کړل. هغوی دا کار د وري په میاشت کې وروسته له هغه وکړ چې پوه شول چې کېټونه صحیح کار نه کوي.‌

کله چې په افغانستان کې د کووېډ - ۱۹ خپراوی پیل شو، افغان سوداګرو اکثر د اړتیاوړ طبي تأمینات او تجهیزات له چین څخه راوړل.

خو روغتیایي چارواکي وایي د ځاني خوندیتابه د هغو وسایلو (پي پي اي) چې له چین څخه پېرودل شوي دي کیفیت ټیټ دی او د ډاکترانو په ګډون افغانان یې له خطر سره مخامخ کړي دي.

د واکسین دپلوماسي -- له شرطونو سره

اوس چې غټې لوېدیځې کمپنۍ بازار ته د خپلو واکسینونو راوړل پیلوي، چین د دغه هېواد له خوا جوړ شوي واکسینونه معرفي کوي -- او د میلیونونو دوزونو د اکمالاتو لپاره قراردادونه لاسلیکوي. په دې ډله کې داسې هېوادونه هم شامل دي چې ځینې وختونه له بیجینګ سره په اړیکو کې ستونزې لري.

چینایي دپلوماتانو له مالیزیا او فلیپاین سره هوکړې لاسلیک کړي دي. دغو دواړو هېوادونو تر دې مخکې د جنوبي چین په سمندر کې د بیجینګ د پراختیا غوښتنې په هکله شکایتونه کړي.

د زمري په میاشت کې، لومړي وزیر لي کیقیانګ ژمنه وکړه چې د میکونګ سیند په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته به د واکسین په ترلاسه کولو کې لومړیتوب ورکړي، چیرې چې د اوبو په سرآب کې د چینایي بندونو د جوړښت له امله ویجاړونکې وچکالي له بد نه بدتره شوې ده.

اردیتیا ایډوارډ یاریمیا او کلاوس هینریښ راډیټیو په یوه لیکنه کې چې روانه میاشت په سینګاپور کې مېشت یوسف اسحاق انسټیټیوټ خپره کړه، وویل، «د چین د واکسینو دپلوماسي غیرمشروطه نه ده.»

هغوی وویل، «ښایي چې بیجینګ خپله د واکسینونو مرسته د خپلې سیمه ییزې اجندا، په ځانګړې توګه د داسې حساسو مسایلو لکه د جنوبي اسیا سمندر کې د ادعاوو د پرمخ بوولو لپاره وکاروي.»

د سي اېف آر غړي هوانګ وویل، د ولسمشر شي جین پینګ له خوا په ګرده نړۍ کې د چینایي واکسین د وړاندې کولو «خیریه کار» چین ته اجازه ورکوي چې خپل ځان په نړۍ کې د روغتیا په برخه کې د یوه لارښود په توګه مطرح کړي.

اوس چینایي رژیم خپل تولیدي مرکزونه زیاتوي ترڅو په راتلونکي کال کې یو میلیارد د کروناوایرس واکسینونه جوړ کړي --او دا چې په کور دننه یې په پراخه کچه دغه ناروغي مهار کړې ده، هغه به اضافي واکسینونه وپلوري.

له وبا څخه ګټه اخیستنه

په داسې حال کې چې د نړۍ اکثر اقتصادونه د کووېډ-۱۹ وبا له امله د سوداګریو د خرابېدلو په نتیجه کې له ستونزو سره مخامخ دي، چین -- چې دغه وایرس په کې رامنځته شوی وو -- د بې سارې کچه ودې راپور ورکړی دی.

په هانګ کانګ کې د کمېشنکارۍ یوه شرکت ایسینس سیکیورټیز وویل، که چین وکولی شي چې په منځني او ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې یواځې ۱۵٪ بازار ونیسي، نو د خرڅلاو له لارې به د ۲.۸ میلیارده ډالرو خالصه ګټه ترلاسه کړي.

د آنلاین سوداګرۍ غټ شرکت علي بابا وار له مخه په ایتیوپیا او دوبۍ کې ګودامونه جوړ کړي چې د افریقا او منځني ختیځ لپاره د واکسین د وېش د مرکزونو په توګه به ګټه ترې واخیستل شي.

بیجینګ د برازیل، مراکش او اندونیزیا په څېر هيوادونو کې چې د چینایي درمل جوړوونکیو له خوا په نړۍ والو ازمېښتي دورو کې یې برخه اخیستې ده، د واکسین د تولید مرکزونه جوړوي.

چینایي شرکتونه به وکولی شي چې په راتلونکي کې د خپل کمربند او سړک د نوښت د برخې په توګه له دغې بېخبنا سره ملګري شي.

لانکسټر وویل، «دا ټولې هڅې، چې 'د روغتیا د ورېښمو لاره' نوم پرې اېښودل شوی دی، له چین سره مرسته کوي چې د خپلو شرکتونو لپاره د نویو بازارونو د پرانستلو په ترڅ کې خپل ملي اعتبار بیا پرځای کړي.»

د واکسین ازموینې د چین د درمل جوړونې د غټو شرکتونو جیبونه ډکوي.

د ازبکستان د نوښتونو د پراختیا وزارت د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، واکسین جوړونکي انهوی ژیفي لانګکام بایوفارماسیوټیکل د خپل واکسین ۳۰۰۰ دوزه او ۳۰۰۰ نمونې د درېیمې ازمېښتي دورې لپاره ازبکستان ته لېږلي دي.

په پام کې ده چې دغه ازمېښتي دوره د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۲۱مه/ پیل شي.

د چین د ډېرو شتمنو کسانو د لست له مخې چې د تلې په میاشت کې خپور شو، د ژیفي د بنسټګر جیانګ رینشینګ شخصي ګټه په روان کال کې ۱۹.۹ میلیاردو ډالرو ته رسیدو سره درې برابره شوې ده.

د باور خلا

خو په اوړو کې شګه موجوده ده.

د چین څلور واکسینونه د انکشاف په وروستیو پړاوونو کې دي او د برازیل، متحده عرب اماراتو او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د ډېرو انسانانو د ازموینې په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی.

چین د ازموینې له متعارفې پروسې څخه بهر په لسګونو زرو چینایانو ته د کووېډ-۱۹ نه تایید شوي ازمېښتي واکسینونه ورکړي دي، چې په احتمالي توګه یې عامه روغتیا او د یوه نهایي تایید شوي واکسین مؤثریت له خطر سره مخامخ کړي دي.

په چین کې وار له مخه په میلیونونو خلکو ته یو زرق ورکړل شوی دی.

خو د فایزر، موډېرنا، استراتیزینیکا او جانسن اینډ جانسن له خوا د جوړو شویو واکسینونو پرخلاف، د چینایي واکسینونو د خوندیتوب او مؤثریت په هکله لږ معلومات څرګند شوي دي.

د دغه هېواد کمونست مقامات د خلکو له خوا د څیړنو پر وړاندې حساسیت لري.

د استرالیا په سیدني ښار کې د چین د سیاسي چارو یوې تحلیلګرې نتاشې کسام وویل، «د چین په نظام کې د شفافیت نشتوالی دا معنی لري چې په دغه هېواد کې دننه په زرګونو خلکو ته وار له مخه چینایي واکسینونه ورکړل شوي خو د ازموینې اړوند معلومات یې نه دي خپاره شوي.»

هغې وویل، د معلوماتو نشتوالی به په نړۍ واله کچه د واکسین د معرفۍ په ترڅ کې «وارخطایي رامنځته» کړي.

د چین واکسین جوړونکیو هم په هېواد دننه او بهر کې د تاریخ تېرو او ټیټ کیفیت لرونکیو محصولاتو د وړاندې کولو له امله اعتبار له لاسه ورکړي دي.

لویدیځو استخباراتي ادارو د روان کال په نیمایي کې خبر ورکړ چې، د کووېډ -۱۹ د یوه مؤثر واکسین د موندلو د نړۍ والې سیالۍ په ترڅ کې، چینایي هکرانو ډېرې هڅې وکړې چې په څو هېوادونو کې له پوهنتونونو، تحقیقاتي انستیتیوتونو او د درمل جوړونې کمپنیو څخه د واکسین جوړونې معلومات غلا کړي.

د دغو ټولو خنډونو معنی دا ده چې بهرني پېرودونکي محتاط دي.

لندن کنسلټنسي ایرفینیټي وويل، د لړم د میاشتې تر وروستیو پورې د چین د واکسین جوړونې مخکښو شرکتونو سینوواک او سینوفارم له ۵۰۰ میلیونو څخه د کمو دوزونو لپاره غوښتنې ترلاسه کړې وې چې ډېرې یې د هغو هېوادونو له خوا وې چې په ازمېښتي پړاوونو کې یې برخه اخیستې وه.

دا په داسې حال کې ده چې استرازینیکا وار له مخه د ۲.۴ میلیاردو دوزو غوښتنې ترلاسه کړي او فایزر د نږدې نیم میلیارد دوزو غوښتنې ترلاسه کړي دي.

سږ کال په بیجینګ باندې پراخ باور کم شوی، او په واشنګټن کې د پیو انسټیټیوټ له خوا د ۱۴ هېوادونو یوې څېړنې د دغه هېواد په هکله نظریاتو کې غټه ویجاړتیا موندلې ده.

کسام وویل، «لږ احتمال لري چې هغه ټولنې چې په چین باندې یې باور له منځه تللی دی، د چین په مشرۍ جوړ شوي واکسین باندې باور وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.‌ د نړۍ هېڅ خلک به چینایي واکسین استعمال نه کړي. ټول چینایي توکي جعلي دي. د ټولو چینایي شیانو که د کور وسایل دي، خوراکي توکي دي، او که درمل دي د ټولو کیفیت ټیټ‌ دی.‌ له دې امله، چینایانو ته په کار دي چې په خپل واکسین سره د نړۍ د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.‌

ځواب ورکړئ