روغتیا

د چین له حکومتي لابراتوار څخه لیک د کووېډ-۱۹ په هکله پوښتنې راپورته کړي دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو څېړونکی د غبرګولي په ۲۱مه په چین کې په یوه لابراتوار کې لیدل کیږي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

یو څېړونکی د غبرګولي په ۲۱مه په چین کې په یوه لابراتوار کې لیدل کیږي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- د چینایي چاروکاو له خوا د هغو راپورونو تایید چې څنګه د یوې دولتي بایو فارماسیوټیکل دستګاه له لیک کید څخه وروسته د چین په شمال لویدیځ کې د یوې باکتریایي ناروغۍ پر وړاندې د زرګونو اوسیدونکیو لابراتواري پایلې مثبت راغلې، ددې هیواد له خوا د خوندیتوب د معیارونو او د کووېډ-۱۹ د منشأه په هکله نوې پوښتنې راپورته کوي.

په لانژو ښار کې روغتیایي چارواکو وویل چې ۳۲۴۵ کسان په بروسیلوسېز ناروغۍ اخته شوي دي. دغه ناروغي معمولا په ناروغۍ اخته حیواناتو یا حیواني تولیداتو سره له تماس څخه پیدا کیږي چې تبه، د مفصلونو درد او سر درد رامنځته کوي.

چینایي مقاماتو اعتراف وکړ چې د حکومت له خوا چلېدونکې بایوفارماسیوټیکل کارخانې د ۱۳۹۸ د چنګاښ او زمري تر منځ د حیواناتو لپاره د بروسیلوسیز واکسینونو په تولید کې تارېخ تېري عفونت ضد درمل کارولي وو. یعنې دغه فابریکه په دې کې پاتې راغلې وه چې باکتریا له منځه وېسي.

په لانژو کې د چین د حیواناتو د روزنځي له بایوفارماسیوټیکل کارخانې څخه راوتلي ککړ ګاز داسې هوایي ذرې چې باکتریاوې په کې وې جوړې کړې، او بادونو دغه ناروغي رامنځته کوونکې ذرې د لانژو د وترنرۍ تحقیقاتي انسټیټیوټ ته ورسولې، چې هلته یې تر تېرې لیندۍ میاشتې پورې شاوخوا ۲۰۰ کسان په ناروغۍ ککړ کړل.

د چین په لابراتوارونو کې غیرخوندي عملیې

دا لومړی ځل نه دی چې په چین کې په لابراتوارونو کې د خوندیتوب معیارونو د خلکو پام ور اړولی.

وروسته له هغه چې کووېډ-۱۹ په نړۍ کې خپور شو، د نړۍ حکومتونو د دغې مرګونې وبا د منشأګانو لپاره لټون پیل کړ. یادې وبا د دوشنبې تر ورځې /د وږي ۳۱مې/ پورې په ګرده نړۍ کې له ۳۰ میلیونو څخه ډېر خلک ککړ کړي او نږدې یو میلیون یې مړه کړي دي.

که څه هم چې اکثر شواهد د چین په وهان کې د خامې غوښې مارکېټ د کروناوایرس د خپرېدا د منشأ په توګه یادوي، لاکن د دغې مسئلې پلټنه اوس هم روانه ده -- او هغه چینایي مقامات چې هڅه کوي چین د دغې وبا د «اتل» په توګه مطرح کړي، د پلټنې پر وړاندې مزاحمت رامنځته کوي.

یوه نظریه دا ده چې کووېډ-۱۹ له داسې یوه لابراتوار څخه چې د حکومت له خوا تمویلېږي راوتلې ده.

د بهرنیو چارواکو هغه ګڼ خبرداري د دې نظریې د تقویه کولو لپاره مستند شواهد دي چې د چین په وهان کې یې د یوه تحقیقاتي لابراتوار په هکله ورکړي وو او ویلي یې وو په داسې حال کې چې دغه لابراتوار د ښاپېرک د کروناوایرس په هکله خطرناکې څېړنې کوي، د هغه خوندي کوونکي معیارونه کافي نه دي.

د کووېډ-۱۹ له خپرېدا څخه دوه کاله مخکې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو د وهان د وایرولوجۍ انسټیټیوټ د خوندیتوب او مدیریت د کمزورتیا په هکله خبرداری ورکړ او د لا نورې پاملرنې او مرستې وړاندیز یې وکړ. چارواکو په ځانګړې توګه د «د ښاپېرک د کروناوایرس په هکله د لابراتوار د کار او انسانانو ته یې د احتمالي انتقال» په هکله اندېښنه وښودله، او ویې ویل چې هغه «د یوه نوي سارس [حاده تنفسي ناروغي] ډوله وبا خطر» رامنځته کولی شي.

له خبرداریو څخه په یوه کې داسې وضاحت شوی وو چې په دغه مرکز کې په مناسب ډول د روزل شویو ټکنېشنانو او څېړونکو څومره سخت کمی دی ترڅو دا په لوړه سویه کنټرول شوی لابراتوار په خوندي توګه وچلوي.

په ورته وخت کې، بیجینګ سخته هڅه کوي چې په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ په هکله غلط معلومات خپاره کړياو څو ځلېد کروناوایرس ضد واکسین د تحقیق په غلا کولو باندې نیول شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو د پمپیو خبرې تکراري لیکلې دي، ځکه مونږ تل دا مسئله په نړۍ والو رسنیو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت څخه اورو.‌

ځواب ورکړئ

د هېوادونو تر منځ د قدرت ترلاسه کولو او خطرناکو سیالیو له امله، انسانان په ځمکه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. که چېرې ټول انسانان په اخرت باندې باور ولري په دوزخ او جنت باندې باور ولري،‌ هغوی به هېڅکله هم د بې ګناه خلکو ژوند وانه خلي. چینایان بې دینه دي او په خدای باندې عقیده نه لري. اسلام یوازنی دین دی چې کولی شي نړۍ او خلکو ته له دې کثافت څخه نجات ورکړي. اسلام داسې یو دین دی چې خلک تیار دي د هغه لپاره خپل ژوند قرباني کړي. اسلام ټول بشریت ته د دې نسخه وړاندې کوي چې څنګه د انسانانو په څېر ژوند وکړي، ځکه چې د انسانانو خالق خدای (ج) دی، او خدای (ج) پخپله پوهیږي چې یو انسان باید څه وخوري، څه وڅښي، څه واغوندي، او څنګه عبادت وکړي.‌ په دغو ټولو شیانو کې حکمت دی. نو، مونږ باید د خدای پاک لاره ونیسو او هغه څه وکړو چې خدای پاک یې حکم کوي او داسې څه ونه کړو چې خدای پاک مونږ ترې منع کړي یو.‌ کله چې خدای پاک مونږ ته وایي چې د غوایي غوښه وخورو،‌ ځکه چې مونږ ته ګټه کوي، مونږ یې باید وخورو. کله چې هغه وایي چې مونږ باید د وحشي حیواناتو لکه سپي او مار غوښه ونه خورو، ځکه چې هغه مونږ ته زیان را رسوي، مونږ یې باید ونه خورو او د خدای پاک حکمونه تعقیب کړو چې خدای پاک راضي شي او مونږ بریالي شو.‌

ځواب ورکړئ

کمونستي رژیمونه همداسې دي. مرګ په چین او مردارو چینایانو.‌

ځواب ورکړئ

دا له پیل نه معلومه وه چې کرونا وایرس په چین کې له تحقیقي لابراتوارونو څخه لیک شوی دی. دغه هېواد خطرناکې پلټنې کولې چې بالاخره یې په نړۍ کې د کرونا وایرس خپرېدلو ته لاره هواره کړه. د نړۍ ټول هېوادونه باید په چین باندې د وایرس د نه کنټرولولو له امله بندیز ولګوي ځکه چې که په چین باندې بندیزونه ونه لګول شي، ښایي چې بل هیواد هم په راتلونکي کې عین کار وکړي او د نړۍ د خلکو لپاره ستونزې جوړې کړي. درېیمه نړۍ واله جګړه به یوه بیولوژیکي جګړه وي. د کرونا وایرس خپرېدل د دغه جنګ ابتدایي مرحله وه. هغه یوه امتحاني مرحله وه چې ولیدل شي چې آیا دغه بیولوژیکي وسله کار کوي که نه.

ځواب ورکړئ

چپ او ښي ایډیالوژیک رژیمونه نه باوري ول او نه دي.‌

ځواب ورکړئ